د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان سکاټلينډ ته په ۱۴ منډو ماته ورکړه. انځوريز رپوټ

کرکټ څانګه 09.02.2010 23:05

افغانستان نن په يوه شانداره لوبه کې سکاټلينډ ته ماته ورکړه.  دا لوبهد ۲۰ اورونو نړيوال جام د غوراوي سيالۍ په ترڅ کې د ابوظبي د شيخ زايد په لوبغالي کې د سوونو افغان ملاتړو په شتون کې ترسره شوه. پچه سکاټلينډ وګټله او افغانستان ته یې د بيټنګ کولو بلنه ورکړه. افغانستان په ۲۰ اورونو کې په ډېره سخته ۱۳۱ منډې وکړې او سکاټلينډ ته یې د ۱۳۲ منډو هدف ورکړ.

سره د دې چې هدف اسانه ښکارېده خو سکاټلينډ له پيله ونشو کړای د افغان توپ اچونکو توغنديو ته ټينګ شي او ترپايه یې لوبه ورو روانه وه. د شاهپور لخوا په ويکټه اخيستلو پيل شوه چې په لومړي اور کې یې واخيسته. په ننۍ لوبه کې حميد حسن درې ويکټې واخيستې او محمد نبي دوه ويکټې دوړه کړې.

کريم صادق، ميرويس اشرف او شاهپور یوه یوه ويکټې واخيستې. نور علي د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو ځکه چې په ۳۷ توپونو یې ۴۲ منډې وکړې.

د لوبې پوره سکور کارډ په لاندې ډول دی:

لوبډله منډې اورونه سوځېدلي
افغانستان  ۱۳۱  ۲۰  ۷
سکاټلينډ  ۱۱۷  ۲۰  ۹

- افغانستان له تمې بيا کمې منډې وکړې. اوس به په افغان توپ اچونکو فشار ډېر وي چې د سکاټلينډ لوبغاړي زر وسوځوي او يا یې هم پرېنږدي چې هدف پوره کړي.

- پچه سکاټلينډ وګټله او افغانستان یې بيټنګ کولو ته وباله.

- نن افغانستان د ۲۰ اورونو نړيوال جام د غوراوي سيالۍ په ترڅ کې دويمه لوبه د سکاټلينډ سره کوي.

د افغانستان د بيټنګ کارډ:

Batting - Afghanistan 1st innings Runs B 4's 6's S/R
Noor Ali b Coetzer 42 37 4 1 113.51
Karim Sadiq b Drummond 3 7 0 0 42.86
Shafiqullah c Stander b Drummond 0 2 0 0 0
Mohammad Shahzad+ c Nel b Coetzer 30 40 1 0 75
Nowroz Mangal* b Nel 18 16 0 1 112.5
Mohammad Nabi c Hamilton b Coetzer 0 1 0 0 0
Raees Ahmadzai not out 17 13 0 0 130.77
Samiullah Shenwari c Hamilton b Stander 1 2 0 0 50
Mirwais Ashraf not out 8 3 0 1 266.67
Shapoor Zadran   0 0 0 0 0
Hamid Hassan   0 0 0 0 0
Extras (b 0, lb 5, w 6, nb 1, pen ) 12  
Total 131  

د افغانستان د توپ اچونې کارډ:

Bowling - Afghanistan 1st Innings O M R W NB WD E/R
Shapoor Zadran 4.0 2 8 1 0 0 2
Mirwais Ashraf 3.0 0 13 1 0 0 4.33
Karim Sadiq 4.0 0 19 1 0 0 4.75
Mohammad Nabi 3.0 0 27 2 0 0 9
Hamid Hassan 4.0 0 32 3 0 0 8
Samiullah Shenwari 2.0 0 14 0 0 0 7

Fall of wickets: 1 - 0 (Poonia, 1.2), 2 - 8 (Coetzer, 4.1), 3 - 74 (Hamilton, 13.6), 4 - 75 (McCallum, 14.1), 5 - 81 (Stander, 15.1), 6 - 98 (Watts, 17.1), 7 - 111 (Drummond, 18.4), 8 - 111 (Smith, 18.5), 9 - 117 (Haq, 19.6)
لوبه به د ابوظبي د شيخ زايد په لوبغالي کې د اماراتو په وخت دسهار په ۱۰ پيل کېږي(د کابل په وخت ۱۰:۳۰ بجې)  پيل کېږي.

په اماراتو کې افغانان د نورو معلوماتو لپاره په دې نمره اړيکي نيولای شﺉ: 0552185985

د نن ورځې لوبډله: کپتان نوروز منګل، مرستيال کپتان محمد نبي، کريم خان صادق، حميد حسن، اصغر ستانکزی، ريس احمدزی، دولت احمدزی، ميرويس اشرف، محمد شهزاد، نور علي ځدراڼ، سميع الله شينواری، شفيق الله شفق، شاهپور ځدراڼ او افتاب عالم.