افغانستان د اماراتو یوې سيمه ييزې لوبډلې ته ماته ورکړه. انځوريز رپوټ
07.02.2010 10:11کرکټ به لوبغاړي کوي خو اتلان دا هم دي. که رسمي لوبه وي او که تمريني، دوی یې یو شان ملاتړ کوي.
افغانستان ننۍ لوبه د اماراتو له سيمه ييزې لوبډلې څخه په ۳۹ منډو وګټله. بې شکه چې د اماراتو سيمه ييزې لوبډلې ښه لوبه وکړه او ځينې وختونه یې افغان لوبډله پسې راخيستې وه.
نن افغان لوبغاړو بيا په لوبه کې ۷ اضافي منډې ورکړې. د کرکټ د نړيوالې شورا کرکټپوهان وايي چې دا د افغان لوبډلې ستره خامي ده او کېدای شي چې ډېره ګرانه ورته پريوځي. نن مقابلې لوبډلې یوه اضافي منډه هم ورنکړه. پخوا په لوبو کې هم افغانان نسبتا له نورو لوبډلو ډېرې اضافي منډې ورکوي.
په ننۍ لوبه کې افغان کرکټ پرېکړه وکړه چې اصغر ستانکزی په ۲۸ توپونو د ۴۱ منډوجوړولو څخه وروسته بې له دې چې وسوځي ، کېنوي او دمه ورکړي. اصغر نن درې شپږيزې ووهلې.
د لوبې سکور کارډ:
لوبډله | منډې | اورونه | سوځېدلي |
افغانستان | ۱۹۰ | ۲۰ | ۹ |
امارات XI | ۱۵۱ | ۲۰ | ۷ |
د نن ورځې انځوريز رپوټ:
دولت احمدزی د ماسپښين لمونځ کوي. لوبډله ۱۲ بجې لوبغالي ته ورسېده او د لوبې تر پيلېدو یې تمرين وکړ. کبيرخان او تاج ملوک لوبډلې ته لارښونې ورکولې او د ګرمولو لپاره یې پرې تمرين وکړ.
ننګرهار تلويزيون او تاج ملوک دواړه په اکشن کې دي. د ننګرهار تلويزيون کيمره مين حبيبي صيب د افغانستان په کچه دويم نمبر بوکس وهونکی دی خو د کرکټ لوبو ته ډېر خوښ دي. د حيرانتيا خبره خو دا ده چې نوموړی د افغانستان په کچه دويم دی خو ملي المپيک یې د افغانستان په لوبډلو کې بهر ته نه لېږي. کېدای شي ځکه چې مسکين به واسطه نه لري.
کپتان نوروز منګل نن په ۲۶ توپونو ۵۵ منډې وکړې، ۵ پکې څلوريزې او ۴ په کې شپږېزې وې. او یوه ويکټه یې هم واخيسته.
ريس احمدزي نن په ۱۱ توپونو ۲۶ منډې جوړې کړې. یوه یې څلوريزه او درې یې شپږيزې ووهلې.
روزونکی حاجي کبيرخان لوبه څاري. نن سکاټلينډ کينيا او امريکا اماراتوته ماتې ورکړې. دواړه بريالۍ لوبډلې د افغانستان سره په ګروپ کې دي. د کبيرخان، تاج ملوک او نوروز منګل په اوږده دروند مسوليت پروت دی چې په لومړي پړاو کې له دې لوبډلو تېر شي او بالاخره د افغانانو ارمانونه پوره کړي او نړيوال جام ته لاره پيدا کړي.
په لومړۍ ليکه کې شهزاده مسعود، تاج ملوک، سيد شاه امينزی،الله نور سيلاب او کريم خان صادق ښکاري. کريم صادق نن دوه ويکټې واخيستې. سيلاب صيب له ټول افغان سره د انځورونو په اخيستلو کې مرسته کوله. په شاته ليکه کې د بيرغ سره عصمت الله خان ښکاري چې د ګلدوزۍ دکانونه لري او د افغانستان بيرغ یې ډېر په شوق ګلدوزي کړی دی.
د لوبې مخامخ حال:
- اخري اور ميرويس اشرف کوي.
- لوبه عملا افغانستان وګټله ځکه چې یو اور پاتې او له ۴۰ زياتې منډې.
- دا دوه اخرنۍ ويکټې کريم خان صادق واخيستې.
- نن تمه وه چې د شمشاد تلويزيون او ځينې راديوګانې هم راشي، خود یو هم لا تراوسه څرک نه لګيږي.
- نن يواځې د ننګرهار تلويزيون ډله لګيا ده لوبه رپورټ کوي. ژوندی حال یې ايمل شېرزاد ننګرهار تلويزيون ته په غږيز ډول او کيمره مين نور احمد حبيبي پاس په دويم منزل کې ناست دی او ويډيو ثبتوي. د ننۍ لوبې انځورونه به وروسته په ټول افغان هم په ليکه کړو.
- افغانستان پچه وګټله او بيټنګ کول یې غوره کړل. لومړی نوروز او اصغر ستانکزی لوبې ته ووتل.
- په نورو تمريني لوبو کې نن ايرلينډ- کاناډا ته په ۱۱ منډو ماته ورکړه.
- ماسپښين ۱ بجه: افغان لوبډله دا مهال په لوبغالي کې ده او تمرين کوي.
- سهار۱۱:۳۰ بجې: لوبډله د شارجې لوبغالي ته په لاره ده.
- سهار ۱۱ بجې: لوبډله د شارجې لوبغالي ته د تللو لپاره تياری نيسي.
- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د عربي متحده اماراتو د یوې سيمه ييزې لوبډلې سره د تمرين په موخه لوبه کوي.
- لوبه به د شارجې په لوبغالي کې ترسره کېږي او په د اماراتو په وخت د ماسپښين په ۲ بجې (د کابل په وخت ۲:۳۰ بجې) به پيل کېږي.
ټول افغان به د لوبې حال په ژوندۍ بڼه د شارجې له لوبغالي خپروي. دا لوبه د هغو لوبو لپاره د چمتو والي یوه برخه ده چې په ۹ د فروري پيل کېږي او په ۱۳ یې پای ته رسي. د دې لوبو دوه غوره لوبډلې به نړيوال جام ته لاره مومي.
د افغانستان بيټنګ کارډ
Batting - Afghanistan 1st innings | Runs | B | 4's | 6's | S/R | |
Nowroz Mangal* | c Azhar Gul b Asim Kaleem | 55 | 26 | 5 | 4 | 211.54 |
Asghar Stanikzai | retired out | 41 | 28 | 1 | 3 | 146.43 |
Karim Sadiq | c Zain Zulquarnain b Adnan Arif | 7 | 8 | 0 | 0 | 87.5 |
Noor Ali | b Adnan Arif | 4 | 9 | 0 | 0 | 44.44 |
Mohammad Shahzad+ | b Shoaib Sarwar | 27 | 15 | 2 | 1 | 180 |
Raees Ahmadzai | c Nasir Aziz b Khurram Shehzad | 26 | 11 | 1 | 3 | 236.36 |
Shafiqullah | c Azhar Gul b Shoaib Sarwar | 8 | 5 | 0 | 1 | 160 |
Mohammad Nabi | c †Zulfiqar Ali b Ali Asad | 10 | 5 | 0 | 1 | 200 |
Samiullah Shenwari | c Shoaib Sarwar b Ali Asad | 0 | 2 | 0 | 0 | 0 |
Mirwais Ashraf | not out | 8 | 8 | 1 | 0 | 100 |
Dawlat Ahmadzai | not out | 4 | 3 | 0 | 0 | 133.33 |
Extras | (b 0, lb 0, w 0, nb 0, pen ) | 0 | ||||
Total | 190 |
د افغانستان د توپ اچونې کارډ:
Bowling - Afghanistan 1st Innings | O | M | R | W | NB | WD | E/R |
Dawlat Ahmadzai | 2.0 | 0 | 20 | 0 | 0 | 1 | 10 |
Mirwais Ashraf | 3.0 | 0 | 17 | 0 | 0 | 0 | 5.67 |
Mohammad Nabi | 4.0 | 0 | 21 | 2 | 0 | 0 | 5.25 |
Samiullah Shenwari | 4.0 | 0 | 33 | 1 | 0 | 1 | 8.25 |
Nowroz Mangal | 3.0 | 0 | 23 | 1 | 0 | 0 | 7.67 |
Asghar Stanikzai | 2.0 | 0 | 16 | 0 | 0 | 0 | 8 |
Karim Sadiq | 2.0 | 0 | 19 | 2 | 0 | 3 | 9.5 |
Fall of wickets: 1 - 37 (Asim Kaleem, 4.4), 2 - 65 (Faizan Asif, 8.3), 3 - 90 (Zulfiqar Ali, 12.1), 4 - 103 (Arif Mohammed, 14.2), 5 - 107 (Ali Asad, 15.2), 6 - 145 (Khurram Shehzad, 18.2), 7 - 147 (Shoaib Sarwar, 18.4)