د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ننګرهار تلويزيون لوبې په ژوندۍ بڼه خپروي

کرکټ څانګه 05.02.2010 23:16

ننګرهار تلويزيون پخوا هم په اماراتو کې د ACC شل اوريزې لوبې خپرې کړې وې.

د ننګرهار تلويزيون په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ ملي لوبډلې د لوبو د پوښښ لپاره د ژورناليستانو يوه ډله دې هېواد ته استولې ده.

د ايمل شېرزاد په مشرۍ د ننګرهار ملي تلويزيون ډله به د هرې لوبې ژوندی حال په غږيزه توګه د دې تلويزيون له لارې خپروي او کيمره مين نور احمد حبيبي به یې د لوبو ويډيوګانې ثبتوي چې وروسته بيا د همدې تلويزيون له لارې په انځوريزه توګه هم خپرې شي.

ايمل شېرزاد ټول افغان ته وويل چې دوی مخکې هم په اماراتو کې د ملي لوبډلې لوبې انځور کړې وې او د ننګرهار ملي تلويزيون له لارې یې خپرې کړې چې د ننګرهار ملي تلويزيون مينه والو ډېرې خوښې کړې او په همدې موخه اماراتو ته بيا راغلي دي.

شېرزاد وايي چې د فروري په مياشت کې به ټولې هغه لوبې چې ملي لوبډله یې په اماراتو کې ترسره کوي دوی تر پوښښ لاندې راولي.

د يادونې ده چې ملي لوبډله به د خالي په ورځ دوبۍ ته رسېږي او د فروري تر ۲۷مې نېټې پورې په دې هېواد کې بېلابېلې لوبې کوي چې په لاندې جدول کې روښانه شوي دي:

 د ۲۰۱۰ ز کال بشپړ مهال:

سيالي

د لوبې ځای

برخه اخيستونکي

نېټه

د ۲۰۱۰ کال ۲۰/۲۰ نړيوال جام غوراوی

دوبۍ سپور سيټي، عربي متحده امارات

افغانستان په A ګروپ کې ځای لري. په A ګروپ کې ايرلينډ، کاناډا، او امريکال هم ځای لري. په B ګروپ کې امارات، کينيا، سکاټلينډ، او هالينډ ځای لري. له هر ګروپ څخه به دوه لوبډلې نیمه پایلوبې یا سيمه فاينل ته ووځي، پایلوبې یا فاينل ته وتونکې دوه لوبډلې به د ۲۰۱۰ز کال ۲۰/۲۰ نړيوال جام ته بریالۍ کېږي.

۹ څخه تر ۱۳ فروري ۲۰۱۰

 

انټرکانټننټل

شارجه، متحده عربي امارات

افغانستان - کاناډا (یوه ځلور ورځنۍ او دوه یو ورځنۍ لوبې)

۱۷ – ۲۴ فروري ۲۰۱۰

ACC Trophy

 کوېت

افغانستان، بحرين، بوتان، هانګ کانګ، کوېت، ماليزيا، نيپال، عمان، سينګاپور، عمان، امارات

۳۱ مارچ څخه تر ۹  اپرېل ۲۰۱۰ 

۲۰/۲۰ نړيوال جام

T20 World Cup

ويسټ انډيز

افغانستان لا دې لوبو ته لاره نه ده پيدا کړې. که افغانستان ورته په فروري کې د دوبۍ د سيالۍ له لارې لاره پيدا کړي نو په دې نړيوال جام کې به یا په C او يا هم D ګروپ کې لوبه کوي. پهC  ګروپ کې جنوبي افريقا او هندوستان دي، او په D ګروپ کې ويسټ انډيز او هندوستان دي.

۳۰ اپرېل – ۱۶ می ۲۰۱۰

WCL Division One

 هالينډ

 افغانستان، کاناډا، ايرلينډ، کينيا، هالينډ، او سکاټلينډ

۳۰ جون – ۱۰ جولای ۲۰۱۰

 انټرکانټننټل

 سکاټلينډ

 افغانستان - سکاټلينډ (یوه څلورځنې او دوه یو ورځنۍ لوبې)

۱۱ - ۱۸اګسټ ۲۰۱۰

انټرکانټننټل

کينيا

افغانستان – کينيا (یوه څلور ورځنۍ او درې یو ورځنۍ لوبې)

۲- ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۰

آسيايي لوبې

چين

افغانستان، اماراتو او عمان آسيايي لوبو ته لاره پيدا کړې ده چې د پاکستان، هندوستان، سريلانکا، بنګلادېش او چين لوبډلو سره به د سرو، سپينو، او برونز مډالونو سيالي کوي.

۱۲ – ۲۷ نومبر۲۰۱۰

انټرکانټننټل

امارات

پايلوبه: که افغانستان وکړای شي چې پايلوبې ته ووځي نو پايلوبه به په اماراتو کې کېږي.

۲۵ نومبر  ۲۰۱۰