د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د روزگان ۲۱ او ۲۲ ګڼه چاپ شوه

حبيب الله غمخور 02.02.2010 19:50

دروزگان مهالنۍ ملي خپرونه
Monthly News in Ruzgan

2006--۱۳۸۵
Afghan Democratic Publication in Swede

روزگان مهالنۍملي خپرونې دڅلرم نشراتي کال دپيل  پرله پسې يوشتمه اودوه وشتمه  مه گڼه له چاپ نه راووتل .

دروزگان مهالنۍ ملي خپرونې پدې گڼه کښي تاسوپه پښتو، دري او انگليسي  ژبودهيواداونړۍ په هکله په زړه پوري نوی  علمي،تاريخي، سياسي اوادبي مطالب لوستلاي شئ .

روزگان کومه سيمه ايزه خپرونه نده اونه  هم يوازي په روزگان پوري اړه لري . دروزگان په نامه داخپرونه دهر ډول سياسي ، ملي ، ژبني ،قومي او سيمه ايز توپير اولوړتيا غوښتنې سره نه پخلا کېدونکې ده .

 دا خپرونه  دټولوهيوادوالو دسياسي ،ادبي علمي ،فرهنگي عقيدواونظريودخپرولوخپلواک تريبون دی . 

روزگان خپرونه کومه تجارتي خپرونه نده او نه هم زموږموخه دپيسو پيداکول دي ، مگردچاپ ، علمي او فرهنگي مؤسسو، کتابتونوته دوړيا لېږلو دمصارفو دپوره کولو لپاره له افغانان څخه مالي مرستې ته اړتيا لېدل کېږي ،پدې خاطر ددې خپرونې کلنی گډون په لاندې توگه په نظر کې نيول شوې  :
الف : په اروپا،امريکا متحده ايالاتو،کاناډا،استراليا،هند، ايران اوپاکستان کې ((۴۰۰ ))سويډني کرونه يا(( ۵۰ )) ايورو ټاکل شوېده .
ب : په بهرکې له درنوهيوادوالو اوفرهنگپالوڅخه په درنښت غوښتنه کوو چې  پرموږ خپلې مادي اومعنوي لورېينې او پيرزوينې ونه سپموی  .

په نړۍ کي هر افغان کولاي  سي خپلې ليکنې  اودافغان ولس سره دزړه خواله ،شعرونه ادبی  مطالب  اوطنزونه موږ ته راولېږي ،موږ هرڅه په ورين تندی منو اوتر افغان ولس پوري ئې  په پوره امانتداری  رسوو.

که  غواړي  چې  د ((روزگان))  هره ګڼه  ستاسو دکور اويا دفتر پر آدرس  درورسیږی ،زموږ سره پدې پوستي پته  او يا برېښنا ليک تماس ونيسۍ :

پوستي پته :

  Ghamkhor  Habibullah
SNODRPPSGATAN 5

   21527 Malmo ö

SWEDEN

برېښناليک  :

ghamkhor@hotmail.com

داړېکو لپاره تليفون شمېره :

حبيب  الله غمخور : 0046736511569