د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تاریخ ننداره

سیدعبدالله ولي زی 05.01.2010 17:44

سیدعبدالله ولي زی :  هېواد د تکړه لیکوال، ژورنالیست او ژباړن استاد اسدالله غضنفر د ژباړې ټولګه «د تاریخ ننداره» چاپ شوه. استاد د ډاکټر مبارک علي لیکنې ژباړلي او په دغه ټولګه کې یې را ټولې کړي دي. دغه لیکنې مخکې په برېښنا پاڼو او چاپي خپرونو کې هم چاپ شوي دي. دغه کتاب په نیدرلند کې افغاني کلتوري ټولنې خپور کړی او مالي ملاتړ یې سادات مرستندویې ټولنې په غاړه اخیستی دی. چاپچارې یې سهر مطبعې سمبال کړې دي.

دغه کتاب په ۳۰۴ مخونو کې چاپ شوی چې ټول ۷۶ سرلیکونه لري او د ډاکټر مبارک علي د۷۴ لیکنو ژباړې پکې را ټولې شوې دي. د کتابونو د پاڼې نوعیت متوسط دی او پوښتۍ یې په ښه رنګه کاغذ چاپ شوې ده.

په لومړۍ پوښتۍ یې د هندوستان د لعل کلا او تر څنګ یې د پاکستان منار راغلی چې د پاسه په «د تاریخ ننداره» لیکل شوي دي د هغې لاندې د پوښتۍ په سم نیمايي کې لیکل شوي «د اسدالله غضنفر ژباړه» او د هغې لاندې د چاپ کال «۱۳۸۸ ژمی» لیکل شوی دی.

په وروستۍ پوښتۍ کې وروسته له نیمايي «په نیدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې» نښان راغلی د هغې لاندې د کتاب د ISBN نښه ده او د هغې لاندې په سپینه کرښه کې «په نیدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه» لیکل شوي دي.

په کتاب د ژباړن د سریزې پرته د خپروندويې ټولنې یادښت او د سادات مرستندویې ټولنې یادونه هم راغلې، هغوی په یادونه کې لیکلي چې د دغه کتاب مالي ملاتړ یې د سیدمجیب احمد لمر د شهادت د څلورم تلین په ویاړ کړی دی. په دغه یادونه کې د دغه ښوونکي یادونه شوې او هغه یې د افغانستان د ښوونې او روزنې د برخې تکړه هڅاند بللی چې د ښوونې او روزنې د سیسټم د سمسورتیا هیله یې د نیمګړي ژوند له کبله پوره نشوای کړی.

ډاکټر مبارک علي د پاکستان او هندوستان تکړه تاریخپوه دی چې آثار یې په وضاحه توګه د ده د بې طرفۍ ښکارونديي کوي، د ده دغه لیکنې د تاریخ، فلسفې او ټولنپوهنې په څانګو پورې اړه لري چې د استاد غضنفر په وینا دغه کتاب د افغانانو د بېځایه کلتورنو د اصلاح لپاره غوره لاسوند دی.

د دغه کتاب د چاپېدو له امله افغان ولس، په نیدرلند کې افغاني کلتوري ټولنې، سادات مرستندویې ټولنې او تکړه استاد غضنفر ته د زړه له تله مبارکي وړاندې کوم. له لوی څښتن تعالی څخه دوی ټولو ته اجر او ثواب غواړم او په دو هیله یم چې دوی ټول خپلو دغو کلتوري چارو ته دوام ورکړي او د هېواد د ادب او علم په ډګر کې نورې لاسته راوړنې ولري.