د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د برلین تخنیکي پوهنتون نه ۲۴ افغانانو ماسټري واخیستله!

سیدعبدالله ولي زی 20.09.2013 23:35

د افغانستان د اتو پوهنتونونو (کابل، پولیتخنیک، تعلیم او تربیې، هرات، ننګرهار، خوست، کندهار او بلخ) د کمپیوټر ساینس د پوهنځیو استادانو او استادۍ ته نوماندانو چې په ۲۰۱۱ کال کې یې د ماسټري زده کړې د برلین په تخنیکي پوهنتون کې پیل کړې وې، پای ته ورسولې.

دغه ۲۴ کسیزه ډلې د برلین د تخنیکي پوهنتون د کمپیوټر ساینس او الیکټریکل انجنیرینګ د پوهنځي د نړیوالو او فرهنګی اړیکو د مرکز په تخنیکي او علمي ملاتړ او د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په لګښت په دری کلونو کې د کمپیوټر ساینس په بېلابېلو څانګو کې زده کړي کړې دي.

د سیپټمبر په ۱۸ د آلمان د بهرنیو چارو په وزارت کې د برلین د تخنیکي پوهنتون د چارواکو له خوا د افغانستان د لوړو زده کړو د یوه هیئت په حضور کې یې فراغت ولمانځل شوه. د دوی د فراغت په غونډه کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت یوه رسمي هیئت چې مشري یې د یاد وزارت علمي معین پوهنوال محمدعثمان بابري کوله، په برلین کې د افغانستان سفیر ډاکټرعبدالرحمن اشرف، د برلین تخنیکي پوهنتون پروفیسورانو، د آلمان د بهرنیو چارو وزارت مرستندویانو او نورو میلمنو ګډون کړی و.

دغه د فراغت غونډه د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت د کتابتون په تالار کې جوړه شوې چې تالار د افغانستان په انځوریز معاصر تاریخ ښکلی شوی و. د افغانستان دغه انځوریز تاریخ په کابل کې د آلمان د سفارت په تخنیکي ملاتړ د پوهنې وزارت له خوا جوړ شوی دی. د افغانستان د معاصر تاریخ د بېلابېلو دورو انځورونه او یادښتونه د څلیو په شکل ترتیب شوي دي. د افغانستان معاصر تاریخ چې د لوی احمدشاه بابا نه را پیل او د ظاهر شاه تر واکمنۍ پورې دوام کوي په پنځو څلیو کې په انځوریزه توګه د یادښتونه سره ځای په ځای شوی دی. دغه کار د افغانستان او آلمان په اړیکو کې یو ځانګړی ارزښت لري. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي چارو مسؤلې دغه څلي د پوهې د څليو (Tower of Knowledge) په نامه یاد کړل او وعده یې وکړه چې دغه انځوریز معاصر تاریخ به د جرمني په نورو ښارونو کې هم نندارې ته وړاندې کړي تر څو د آلمان خلک په دې پوه شي چې آلمانان او افغانان اوږدې اړیکې سره لري. په برلین کې د افغانستان سفیر ډاکټر عبدالرحمن اشرف هم د دوی د دغه نوښت مننه وکړه او وویل چې دغه د پوهې څلي شپږ کاپي لري چې یوه یې په برلین کې د افغانستان په سفارت کې نندارې ته اېښودل شوې ده.  

د برلین په ښار کې دری پوهنتونونه فعالیت کوی چې په تخنیکي برخه کې د برلین تخنیکي پوهنتون په بېلابېلو څانګو کې پوهنځي لري. د برلین په تخنیکي پوهنتون کې ټولټال ۳۰۰۰۰ محصلان زده کړې کوي چې نژدې ۳۰ سلنه یې بهرنیان دي. یوازې د کمپیوټر ساینس په پوهنځي کې ۵۰۰۰ محصلان درس لوني چې ۶۰ پروفیسوران درس ورکوي. په دې پوهنتون کې د لیسانس، ماسټر او دوکتورا د دورې درسونو او څېړنو ترڅنګ نورې علمي څېړنې هم ترسره کېږي.

د برلین تخنیکي پوهنتون د کمپیوټر ساینس او الیکټریکل انجنیرینګ د پوهنځي د نړیوالو او فرهنګي اړیکو مرکز (Ziik) د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت سره د ۲۰۰۳ کاله راپدېخوا د مالوماتي ټیکنالوجۍ د ودې او پرمختګ په برخه کې ګډ کار کوي. دوی د کابل پوهنتون په شمول په ځینو پوهنتونونو  کې د مالوماتي ټیکنالوجۍ مرکزونه جوړ کړي او د دې لارې یې د پوهنتونونو د محصلانو، کارکوونکو او استادانو لپاره د کمپیوټر د زده کړو کورسونه دایر کړي دي. د هرات پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی یې تأسیس کړی او د هغې پوهنځي لپاره یې د برلین په تخنیکي پوهنتون کې نصاب جوړ کړی دی.

د دغه مرکز په نوښت د افغانستان  د کمپیوټر ساینس د پوهنځیو د ودې په موخه د ماسټري پروګرام پیل شو. د دغه پروګرام په لړ کې په ۲۰۱۰ کال کې ۲۴ افغانان چې د افغانستان د بېلابېلو پوهنتونو استادان وو د برلین تخنیکي پوهنتون نه فارغ شول او دا دی اوس ۲۴ نور په ۲۰۱۳ کال کې فارغ شول. داسې پلان دی چې ۲۵ نورو کسانو ته به هم د ماسټري پروګرام په ډېر لنډ وخت کې پیل شي. یاد مرکز پلان لري چې د کمپیوټر ساینس په برخه کې د دوکتورا پروګرام هم پیل کړي. د یادونې ده چې د ماسټري پروګرام لومړۍ دوري مالي لګښت د آلمان حکومت او د افغانستان د پراختیايي بودیجې نه چې نړیوال بانک ورکوله ورکړل شوی. د ماسټري پروګرام د دویمې دورې ټول مالي لګښت د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د آلمان د علمي خدماتو د تبادلې (DAAD) د مرکز له خوا ورکړل شوی دی.

په عین وخت کې د آلمان په یوه بل ښار بوخم کې شاوخوا ۳۰ کسانو د اقتصاد او مدیریت په برخه کې ماسټري واخیستله. هغه پروګرام هم همدې ته ورته دی خو د اقتصاد په برخه کې کار کوي چې د هغې په لړ کې له دې مخکې هم ۳۰ کسانو د اقتصاد په برخه کې ماسټري اخیستې وه.

دغه دری کلن پروګرام چې په ۲۰۱۱ کې پیل شوی و لومړی کال یې د ماسټري د دورې د آمادګۍ لپاره ځانګړی شوی و. تر هغه وروسته یو کال د یاد پوهنتون په بېلابېلو څانګو کې محصلانو زده کړې وکړې او د یوه سمستر لپاره بېرته خپلو پوهنتونونو ته افغانستان ته راغلل. په افغانستان کې د یوه سمستر په لړ کې دوی د خپلو تیزسونونو لپاره مالومات ټول کړل او په خپلو پوهنتونونو کې یې پرکتیک درسونه درلودل. په خپل وروستي سمستر کې یې خپل تیزسونه چې د افغانستان د مالوماتي ټیکنالوجۍ اړوند وو ولیکل.

د نیکمرغه زه هم د دغه پروګرام یو ګډونوال وم. زه په خپل وار د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت، د برلین د تخنیکي پوهنتون د چارواکو په ځانګړې توګه د یاد پوهنتون د کمپیوټر ساینس او الکټریکل انجنیرینګ د پوهنځي د نړیوالو او فرهنګي اړیکو د مرکز له مشر ښاغلي ډاکټر نذیر پیروز او د آلمان د بهرنیو چارو له وزارت څخه مننه کوم چې د افغانستان د نوې مالوماتۍ ټیکنالوجۍ د ودې لپاره یې په ګډه ډېرې هلې ځلې کړي دي.

زموږ ۲۴ کسیزې ډله په تېر ۳ کلن بهیر کې وتوانېدله چې د کمپیوټر ساینس په بېلابېلو څانګو کې زده کړې وکړو. موږ تر خپل منځ ډېر ښه د دوستۍ، همکارۍ او ملګرتیا روابط درلود او تېره دری کلونه دوره د نورو تعلیمي دورو تر څنګ زموږ په ژوند کې د خاطراتو ډکه دوره ده. په ځای ده چې له خپلو ټولو ټولګېوالو هم مننه وکړم او دوی ته مبارکي ورکړم، خدای دې وکړي چې په دې برخه کې لا نور پرمختګونه هم وکړو.

په پای کې هیله لرم چې د لوړو زده کړو لپاره ځوانانو ته د لا نورو زده کړو امکانات جوړ شي تر څو وکولای شو د علمي او مسلکي کدرونه په لرلو سره د خپل هېواد زخمونو ته ټکور شو. خدای دې وکړي چې په هېواد کې مو روانه غمیزه پای ته ورسېږي او د پرمختګ په لور روان شو.

په درنښت