د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اداري فساد او زما تجربه

سیدعبدالله ولي زی 20.04.2016 02:07

د افغانستان د عامه اداراتو په اړه د اداري فساد ګڼ شکایتونه کېږي. خو زه اداري فساد ته په عامه اداراتو کې په بله سترګه ګورم. البته زما بحث یوازې په عامه اداراتو پورې اړوند دی د پروژو او قراردادونو فساد چې اصلي فساد دی هغه بل بحث دی.

ما خپله تذکره، پاسپورت، د ښوونځي شهادتنامه، د پوهنتون دیپلوم، په لوړو زده کړو د ماستري تصدیق، ولادت تصدیق، نکاح خط، لایسنس او نور اړین اسناد اخیستي دي. یوازې د لایسنس لپاره مې یوه کمیشن کار ته پیسې ورکړې چې را جوړ یې کړي ځکه څو ځلې په آزموینه کې ناکام شوم، هغه ته مې ویل چې راخلاص یې کړه. (آزموینه ښه سمه وه، زما موټر چلول نه و زده، زه خپله ملامت یم.)  په نورو ټولو عامه اداراتو کې مې خپل کار خپله مخ ته وړی دی. په یوه ځای کې مې هم پیسې نه دي ورکړي هو نوبت ته ولاړ یم خو کار مې ژر نه بلکې د معمول سره سم د نورو سره سم اجراء شوی دی.

بډې تر ډېره په دوو حالاتو کې ورکول کېږي یو چې کار مو قانوني ستونزه ولري او دویم چې غواړئ کار مو ژر ترسره شي یعنې د معمول خلاف نه غواړئ نوبت ته ولاړ شئ. بیا نو اړ یاست چې واسطه وکړئ او بډې ورکړئ. له پرمختللو هېوادونو سره مو فرق په دې کې دی چې هلته غیرقانوني کار په هېڅ وجه نشي کیدای او نوبت هم باید دمخه واخیستل شي چې په دې توګه بډې ورکولو ته اړتیا نه پېښېږي.  یوه کس راته ویل چې غواړي خپلې میرمنې ته تذکره واخلي خو عمر یې د اصلي نه پنځه کاله لوړ باید پکې راشي خو مامور رانه بډې غواړي. ما ورته خندل ما ویل نو ته کوم قانوني کار کړي چې هغه درنه بډې و نه غواړي. زموږ ځان ته پام نه وي په نورو مو نیوکې ډېرې دي.

پاسپورت مې چې اخیستلو په اوږده کتار کې ولاړ وم خو په دوو ساعتونو کې مې نوبت ورسېد او عریضه مې امضا شوه او نور کار یې هم په دریو ورځو کې خلاص شو. په عین وخت کې بل ملګري راته ویل ته بیکاره یې چې دومره کتار ته ولاړېږي یوه کمیشن کار ته پیسې ورکړه خپله یې درته راوړي. هغې همداسې وکړل او له نوبت پرته یې پاسپورت واخیست خو ما له بډو پرته بیا هم تر ډېره موږ خپله ملامت یو. هغه د سود په هکله حدیث کې دلته قیاس کړو نو سود اخیستونکی، سود ورکوونکی او تر منځ یې معامله کوونکی دری واړه ګناهکار دي. موږ چې بحث کړو یوازې هغه مامور چې موږ ورته د خپلې غیرقانونې غوښتنې لپاره د بډې ورکولو زمینه جوړه کړې پړ بولو.

یو بل ټکې چې ستاسې پام ورته را اړوم هغه په عامه اداراتو کې د طرزالعمل نه شتون دی. د بیلګې په توګه د پاسپورت د اخیستنې لپاره کوم اسناد او کومې فورمې په کار دي. دا یادښت په هیڅ ځای کې نشته. پرلیکه خو لا څه چې د پاسپورت ریاست په شاوخوا کې په کوم وترین کې هم نه دی ځوړند، دا خپله د دې باعث کېږي چې یو کس دوه ساعته په نوبت ولاړ شي خو کار یې ونشي ځکه اسناد یې مکمل نه وي بله ورځ هغه یوه چاته بډې ورکړي چې کار ژر ورخلاص کړي. دی به داسې انګېرې چې ګواګي مامور مې کار د بډو لپاره نکوي.

زما په ګمان د تذکرې، پاسپورت، شهادتنامې، دیپلوم، تصدیق ولادت، نکاج خط، وثیقه خط، لایسنس او په بهرنیو چارو وزارت کې د اسناد تصدیق طرزالعمل باید جوړ شي او ټول حالتونه پکې تشریح شي چې څنګه یو سند طی مراحل کېږي او کومو نور اسنادو ته اړتیا ده چې یوه پروسه پیل شي. زموږ ډېری هېوادوال په دې نه پوهېږي چې د نکاج خط لپاره څه په کار دي او دا کار څنګه طی مراحل کېږي. دوی فکر کوي چې دا ډېر ستونزمن کار دی نو ځکه یو کمیشن کار ته پیسې ورکوي چې کار یې ورته خلاص کړي.

په لنډه کې د قانوني او په نوبت کې درېدلي کار لپاره تر ډېرې بډې ته ضرورت نشته چې ورکړل شي. او د اسنادو د پروسس طرز العملونه باید جوړ شي.

په عامه اداراتو کې اداري فساد یوازې زموږ هېواد نه بلکې نور هېوادونه یې هم لري لنډ هند او پاکستان هم دا ستونزه تر موږ خورا ډېره لري. د حل لاره دا ده چې منظم سیستم جوړ شي هم د اسنادو طی مراحل پکې مراجعینو ته توضیح شي او هم د مخه د وخت نیولو (Appointment) د سمون لپاره سیستم رامنځ ته شي. تر ډېره به په عامه اداراتو کې د فساد مخه ونیول شي. هسې زه فکر کوم دا فساد ډېر کوچنی دی او د اندېښنې وړ نه دی، په عین وخت کې یې له منځه وړل هم تر ډېره نا شوني دي. اصلي ستونزه په لویو پروژو، قراردادونو، ګمرکاتو، مالي عوایدو (ښاروالي، مخابرات او...) ، او د اداراتو د بودیجو او خریدارۍ حتی په لویو بستونو کې د تقرر په پروسه کې ده. دا د فساد هغه چینې دي چې موږ یې د نړۍ لومړي مقام ته رسولي یو. خو دا برخه هېڅ تر پوښښ لاندې نه راوستل کېږي، ځکه تر ډېره مافیايي کړۍ په دغه چارو بوخت دي او دوی عمداً غواړي د فساد غمیزه یوازې په عامه اداراتو کې د مامورینو په بډو پورې محدوده کړي.

خدای دې وکړي چې هېواد کې مو پرتې ستونزې ختمې شي او د فساد دا تور لکه مو له نامه لرې شي.