د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګوګل مو څاري او ښه مو پېژني

سیدعبدالله ولي زی 06.07.2016 22:19

یادونه: کله به چې چا ویل چې په ټولنیزو پاڼو کې مو د فعالیتونو له مخې کیدای شي تعقیب شئ، ماته به جالبه او تر ډېره د نه منلو وه. چا به راته ویل په یوټیوپ کې هغه ویدیوګانې مه ګوره چې د مخالفو وسله والو دي کیدای شي کوم امنیتي ګواښ درته پېښ شي او یا هم د امنیتي ادارو تر څار لاندې راشې. سره له دې چې دا ټولې سپارښتنې راته د تخنیکي لحاظه ممکنه ښکارېدې خو د ګڼ کارونکو د شتون له امله چې هر یو به څارل کېږي راته ستونزمن کار برېښېدو. د واشنګټن پوست یوې لیکنه دا مسئله ډېره واضح کوي نو ځکه یې په دې لیکنې کې راژباړم. تر څو تاسې په ځانګړې توګه د ټولنیزو شبکو او په ټولو کې د انټرنیټ د کارولو سره خپل خوندیتوب ته هم پام وکړئ.

ګوګل او دې ته ورته نور پروګرامونه هم شته چې تاسې کولای شئ د هغې له لارې په انټرنیت کې پلټنه وکړئ لکه یاهو، بینګ، فیسبوک او نور... دا ټول پلټونکي ماشینونه (Searching Engine) ستاسې کړنې څارلی او زیرمه کولای شي.

د لیکنې د متن ژباړه:

ګوګل تاسې له خپلې کورنۍ او ملګرو هم ښه پېژني. هر هغه څه مو چې په ګوګل کې پلټلي، یا مو په یوټیوپ کې کومه ویډیو کتلې وي هغه د ګوګل سره خوندي دي. ګوګل دغه موارد ستاسې د شخصي اړتیاوو په پام کې نیولو سره تحلیلوي او د هماغه په بنسټ تاسې ته مشخص اعلانونه مخ ته کوي. (ژباړن: مطلب که مو په ګوګل کې د یوه ښار د کرايي کورونو لټون کړئ وي، ګوګل هغه خوندي کوي او د همدې اړتیا په بنسټ تاسې ته بېلابېلې سوداګریز اعلانونه وړاندې کوي تر څو تاسې هغه باندې کلیک وکړئ. په دې توګه د هر سوداګریز اعلان په کلیک کولو ګوګل پیسې ترلاسه کوي.) خو اوس تاسې کولای شئ د ګوګل سره د خپلو لټولو شوو توکو لیست وګورئ او له هغه څه چې وېره لرئ چې ستاسې خوندیتوب ته به زیان پېښ کړي هغه ترې لرې کړئ. (ژباړن: میاشت مخکې په اورلاندو کې د عمرمتین د پېښې وروسته ګوګل په ډاګه کړه چې عمرمتین د همجنس بازانو په هکله په ګوګل کې پلټنه کړې وه او ده د داعش اړوند ځینې ویډیوګانې هم کتلې وې.) نو د دغه اندېښنې د رفع کولو لپاره او یا هم د دغه رسوايي د مخنیوي لپاره ګوګل تاسې ته واک درکوي چې خپل پلټل شوي توکي پاک کړئ. دغه واک د ګوګل د یوه نوي توکي چې «زما کړنه» یا My Activity نومېږي له لارې ترسره کیدای شي.

دقیقاً «زما کړنه» توکی څه شی دی؟

دا توکی یا ټایملاین دی چې ستاسې کړنې په ګوګل کې ښکاره کوي. تاسې چې څه په ګوګل کې کړي وي هغه ټول دلته خوندي کېږي. تاسې کولای شئ دغه توکی له دې ځایه myactivity.google.com خلاص کړئ. کله مو چې دغه پاڼه خلاصه کړه کیدای شي د خوندیتوب لپاره ستاسې پټنوم درڅخه وغواړي. په دې پاڼه کې به تاسې په کرونولوژیک توګه خپلې ټولې کړنې مو چې به ګوګل کې کړي وګورئ. یعنې هغه څو مو چې پلټلي، کومې ویډیوګانو مو چې لیدلي او یا مو هم د خپل مبایل په پلي سټور او نقشه (Maps) کې څه پلټلي وي هغه ټول دلته خوندي دي. داسې فرض کړئ چې تاسې د خپل ګوګل په کارن (Account) کومه د خوندیتوب پالیسې نه ده کارولې یعنې تاسې که چېرې د خوندیتوب کومه پالیسي کارولي وي بیا نو واضح ده چې هغه ټولې کړنې مو دلته نه لیست کېږي. (ژباړن: که مو چېرې په خپل کمپیوټر یا مبایل کې د خپل ګوګل کارن نوم نه وي ثبت کړئ بیا هم ستاسې کړنې دلته نه لیست کېږي، یانې نه زیرمه کېږي.)

تاسې په دې لیست شوو کړنو کې کولای شئ ځانګړې پلټنې مو جلا پیدا کړئ او هغه له منځه یوسئ. د بیلګې په توګه که چېرې تاسې د کار موندنې په هکله پلټل کړي وي تاسې کولای شئ هغه دلته وپلټئ. یا مو هم که کومه داسې ویډیو کتلي وي چې نه غواړئ ګوګل یې له ځانه سره خوندي کړي د هغه نوم ورته ولیکئ او همغه پلټل شوې ویډیوګانې رابرسېرنې کوي او تاسې کولای شئ هغه له منځه یوسئ. د دې ترڅنګ تاسې د تاریخ په اساس هم خپلې کړنې جلا کولی شئ.

تاسې خپلې کړنې د ګوګل له زیرمې پاکولی شئ؟

هو تاسې دا کار کولای شئ. دا کار اوس آسانه ده چې خپلې هغه کړنې چې د رسوايۍ اندېښنه ترې لرئ هغه د ګوګل له زیرمې په بشپړه توګه پاکې کړئ. تاسې په یاده پاڼه کې د لټون له لارې خپله هغه کړنه موندلی او وروسته یې پاکولی شئ او یا هم د نېټې په بنسټ کولی شئ خپلې کړنې وڅارۍ او اړونده کړنه ترې پاکه کړئ. په دې توګه به ګوګل ستاسې رسوایونکې کړنه له یاده وباسي.

تاسې په یو ځل څو کړنې یا د کړنو یوه ټولګه هم له منځه وړلی شئ. د همدې پاڼې په پورته برخه کې په دریو ټکو کلیک وکړئ او هغه هلته د کړنو د ټولګې نوم یا هم د دوو نېټو ترمنځ د ترسره شوو کړنو یو ځايي پاکونه هم کولای شئ.

کېږي چې تاسې د ګوګل د دغه څار مخه ونیسئ؟

تاسې بختور یاست! کولی شئ ګوګل له دې چارې څخه راوګرځوۍ او ګوګل ته په ګوته کړئ چې نور ستاسې د کړنو لیست له ځانه سره خوندي نه کړي. تاسې کولای شئ په دې پاڼه myaccount.google.com/activitycontrols کې ګوګل ته په ډاګه کړئ چې ستاسې لټول شوي توکي، لیدل شوې ویډیوګانې او ستاسې موقعیت نور زیرمه نکړي.

بیا هم کیدای شي د دې لارې تاسې ته د خپلو کړنو سمون ګران وي. ساده لاره دا ده چې د مخه د ګوګل د خوندیتوب (Privacy) په پاڼه کې چې myaccount.google.com/privacycheckup  ګوګل ته خپل غوښتنې د مخه په نښه کړئ.

د مالوماتو په پاکولو سره ګوګل ته زیان پېښېږي؟

هو خامخا، ځکه د ګوګل ډېری عواید د مشخصو سوداګریزو اعلانونو له لارې ترلاسه کېږي. کله چې تاسې په دې توګه خپل مالومات ګوګل ته نه ورکوی نه دوی نه شي کولای ستاسې د اړتیاوو سره سم تاسې ته سوداګریز اعلانات درښکاره کړي. ګوګل وايي که چېرې موږ د خپل مشتري مالومات خوندي نکړو نو موږ نشو کولای د دوی د غوښتنو سره سم ورته بېرته خدمات وړاندې کړو. د سوداګریزو اعلانونو ترڅنګ ګوګل د نورو خدماتو ښه والی هم د دغه مالوماتو په زیرمه کولو پورې تړي. د بیلګې په توګه که چېرې ګوګل ستاسې د سیمې (Location) مالومات خوندي نکړي نشي کولای په نقشه (Maps) کې تاسې ته اړوند دقیق ځایونه درښکاره کړي. نو په دې توګه ویلی شو تر ډېره دا د راکړې ورکړې (Trade-off) خبره ده. که چېرې تاسې مالومات پر بند کړئ، دوی به ښه خدمات نه درکوي.

زیاتونه: د سوداګریزو اعلانونو په کلیک کولو سره د ټولنیزو شبکو د پیسو ټولول یوه مهمه سرچینه ده. یوټیوپ یو وړاندیز خپلو مشتریانو ته لري، که چېرې د یوې ویډیو لیدونکي زیات شي او دغه لیدونکي د ویډیو د لیدلو په مهال په سوداګریز اعلانونو کلیک وکړي هم یوټیوپ ګټه کوي او هم د ویډیو پورته کوونکي ته یوه برخه ورکول کېږي. ځینې خلک د همدې لارې ډېر عواید ترلاسه کوي. تاسې ته به په زړه پوري وي چې ولې یو کس نوی ماډل ایفون یا سامسونګ ګلګسي سوزوي او یا یې هم په اوبو کې په یخچال کې ږدي. د دې کار ترسره کوونکی به تاسې ته لیونی ښکاري. خو واقعیت داسې نه دی هغه د ۲۰۰۰ ډالرو په لګښت سره کولی شي لکونه لیدونکي خپلې ویډیو ته راجلب کړي او په دې توګه د سوداګریزو اعلانونو له لارې تر پورته رقم ډېرې پیسې وګټي. دلته یې تاسې یو څو بیلګې لیدلی شئ:

https://www.youtube.com/watch?v=aD3rexCtL-A

https://www.youtube.com/watch?v=yWYHHNADK04

https://www.youtube.com/watch?v=yWYHHNADK04

په همدې بڼه نورې ټولنیزې شبکې هم ورته سوداګریز پروګرامونه لري. دا د موضوع یو اړخ دی. بل اړخ په دې مسئله کې ستاسې د شخصي مالوماتو شریکولو له استخباراتي ادارو سره دي. دا سمه ده چې د ځینو هوکړه‌لیکونو په اساس هیڅ کمپنۍ حق نلري چې ستاسې مالومات له بلې ادارې سره شریک کړي. خو بیا هم په دې مسایلو کې باید ډېر اعتبار ونشي. د فیسبوک په وړاندې په امریکا کې لسګونه دوسیې محکمې ته وړاندې شوي او د دوی د محاکمې غوښتنه شوې ده. نو په دې توګه ستاسې مالومات په هیڅ وجه په الکترونيکي بڼه خوندي نه دي. ما مخکې هم په دې برخه کې ځینې لیکنې کړې وې، خو دا ځل ورسره سوداګریز اړخ هم مل دی.

ډېر کله لیدل شوي چې زموږ ځینې نوي ځوانان د وسلو سره او یا د افغاني دود خلاف ځینې عکسونه او خبرې ټولنیزو شبکو ته پورته کوي. دوی ته باید توضیح شي چې دا کار کیدای شي د دوی په راتلونکې بده اغیزه ولري. موږ د ټولنیزو شبکو د مالوماتو په اهمیت په ۲۰۱۴ کال کې د فرخندې د پېښې په تړاو هم پوهېدلی شو. په هغې پېښې کې ځینو کسانو د ویاړ په موخه د دې پېښې مسؤلیت منلی وو، چې د امنیتي ارګانونو د همدې مالومات په اساس دوی ونیول او عدلي ارګانونو خپلو څېړنو ته د دوی د خپلو مالومات په اساس دوام ورکړ.

نو په دې توګه په ټولنیزو شبکو کې باید د خپلو مالوماتو په ارزښت وپوهېږو او پرېنږدو چې دغه مالومات موږ ته په راتلونکې کې ګواښ پېښ کړي. په دې اړه د نړۍ والو سیاستوالو لسګونه پېښې شته چې ما په خپلو مخکنیو لیکنو کې ورته اشاره کړې ده.

پایله: ټولنیزې شبکې لکه ګوګل (ورسره یوټیوپ)، فیسبوک، لیکډین، سوداګریز برېښنالیکونه، انستاګرام او نورې په وړیا توګه موږ ته خدمات نه وړاندې کوي. دا چې موږ دغه شبکې کاروو دوی ته امتیاز ورکول کېږي چې سوداګریز اعلانونه ترلاسه کړي. او زموږ د مالومات په اساس دوی خپل سوداګریزو اعلانونو ته وده ورکړي. د دې ترڅنګ دغه مالومات کیدای شي د سیاسي او استخباراتي مواردو لپاره هم وکارول شي.

د دې لپاره چې زموږ شخصي مالومات په ډیجیټلي نړۍ کې خوندي وي ښه دی چې موږ د خپلو مالوماتو جدي څارنه وکړو. د ټولنیزو شبکو په ټولو پاڼو کې د دوی د خوندیتوب توکي فعال کړو. د ګوګل د پورته بیلګې په توګه خپل مالومات پرېنږدو چې دوی یې راڅخه زیرمه کړي یا لږ تر لږه هغه مالومات چې کیدای شي په راتلونکي کې زموږ لپاره ګواښمن وي د هغې د خوندي کولو مخه ونیسو. په همدې توګه زموږ په کورنۍ کې هغه کسان هم په دې باید وپوهول شي چې لا د دې جوګه نه دي چې د مالوماتو خوندي کولو په اهمیت وپوهېږي او په عواقبو یې خبر کړو. په دې هیله چې د ټیکنالوجۍ په هکله زموږ عامه پوهاوی لوړ شي.

د واشنګټن پوست لیکنه