د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیدعبدالله ولي زی

17.11.2016 20:16    |   سیدعبدالله ولي زی سافټ‌ویر او غلا یې

سافټ‌ویر او غلا یې د کمپیوټر سیسټم د بېلابېلو فزیکي پرزه جاتو جوړ دی، چې د ځینو مخکې ورکړل شویو هدایاتو (لارښوونو) په اساس دا پرزې له یو بل سره مالومات شریکوي او په دې توګه د کمپیوټر عمومي سیسټم جوړوي. د کمپیوټر په نړۍ کې له کوچني ډیجیټل ماشین څخه نیولې بیا تر لویو ماشینونو پورې ټول د همدغه هدایاتو په اساس کار ترسره کوي. دغه هدایات د یوه ډیجیټل ماشین د چالانېدو وروسته خپله دنده پیلوي او هره پرزه د همدې هدایاتو په بنسټ خپل کارونه مخ ته وړي. همدا هدایات د کمپيوټر پروګرامونه دي. چې بېلابېلې ډلې لري. ځینې یې د ډیجیټل سیسټم اساسي پروګرامونه دي او د ماشین له چالانېدو تر بیا ګولېدو ټول کارونه ترسره کوي، خو ځینې نور یې بیا یوازې د یوه مشخص کار د ترسره کولو لپاره جوړ شوي دي. همدې پروګرامونه ته سافټ‌ویر وايي.


31.10.2016 22:29    |   سیدعبدالله ولي زی د کمپیوټر او ټیکنالوجۍ اړوند موادو ژباړه

نن صبا ټیکنالوجي د انسان د ژوند یوه نه جلا کېدونکې برخه ده. په ډېری هېوادونو کې د ټیکنالوجۍ د پرمختللو امکاناتو سره د انسان ژوند داسې ګډ شوی دی چې ډېره کوچنۍ نیمګړتیا هم پکې د تحمل وړ نه وي. ټیکنالوجي د ژوند په هره برخه پورې تړلې ده. له همدې وجې د هرې برخې بحث د بريښنايي وی په مختاړي د هغې برخې ټیکنالوجیک اړخ تر پوښښ لاندې نیسي. لکه بريښنايي زده‌کړه، برېښنايي درملنه، برېښنايي سوادګري، برېښنايي حکومتوالي او داسې نور... دا چې ټیکنالوجي زموږ د ژوند یو مهم اړخ جوړوي او تر ډېره زموږ هېوادوال د ټیکنالوجيک سواد څخه بې برخې دي نو ډېره اړینه ده چې د ټیکنالوجۍ د دغه چټک بهیر سره ملګري شو. د هېواد د ننه د کمپیوټر او ټیکنالوجي اړوند څېړنیز بنسټونه په نشت حساب دي او تر ډېره د شته بنسټونو ظرفیت هم یوازې په پخوانیو او تکراري موضوعاتو ضایع کېږي. موږ لا د دې جوګه نه یو چې د کمپیوټر او ټیکنالوجۍ په نړۍ کې خپل تألیفات ولرو، نو ځکه دا اړتیا پېښېږي چې له نورو ژبو پښتو ته د ټیکنالوجۍ اړوند متنونه راوژباړل شي.


06.07.2016 22:41    |   سیدعبدالله ولي زی سټار توپولوژي

که تاسو بحري ستوري (Octopus) ته ځير شئ او د هغې څلور غاړه ځان او شاخې وګورئ چې هرې خواته خورې شوې نو تاسو ته به د سټار توپولوژي ريښتنې څېره ښکاره شي. د بحري ستوري ځان ته که مرکزي وسيله (Hub/Switch) وويل شي نو د هغې شاخو (Tentacle) ته د نيټورک کيبلونه ويلی شو. يا د بايسکل ټير چې سيخونه يې Node او مرکز (د نښلېدو نقطه) يې مرکزي توکی (Hub) دی. Hub يا Switch په سټار توپولوژي کې مرکزي وسيلې دي چې ټول کيبلونه هغو ته نښلېدلي دي. که موږ Hub د کور د برېښنا د بکس (Fuse Box) سره پرتله کړو او ووايو چې د هر خونې د برېښنا مزي ورته راغلي او له دې ځايه برېښنا اخلي نو په ريښتينې سره هماغه سټار توپولوژي ده. يعنې که Hub ته يو برېښنايي بکس وويل شي هغه د نيټورک سيګنالونه د خپلو نښلنځايونو (Ports) له لارې نورو کمپيوټرونو (Nodes) ته وېشي.


06.07.2016 19:19    |   سیدعبدالله ولي زی ګوګل مو څاري او ښه مو پېژني

کله به چې چا ویل چې په ټولنیزو پاڼو کې مو د فعالیتونو له مخې کیدای شي تعقیب شئ، ماته به جالبه او تر ډېره د نه منلو وه. چا به راته ویل په یوټیوپ کې هغه ویدیوګانې مه ګوره چې د مخالفو وسله والو دي کیدای شي کوم امنیتي ګواښ درته پېښ شي او یا هم د امنیتي ادارو تر څار لاندې راشې. سره له دې چې دا ټولې سپارښتنې راته د تخنیکي لحاظه ممکنه ښکارېدې خو د ګڼ کارونکو د شتون له امله چې هر یو به څارل کېږي راته ستونزمن کار برېښېدو. د واشنګټن پوست یوې لیکنه دا مسئله ډېره واضح کوي نو ځکه یې په دې لیکنې کې راژباړم. تر څو تاسې په ځانګړې توګه د ټولنیزو شبکو او په ټولو کې د انټرنیټ د کارولو سره خپل خوندیتوب ته هم پام وکړئ.


17.05.2016 21:44    |   سیدعبدالله ولي زی د وردګو د ښادۍ سندرې کتاب چاپ شو!

د کابل پوهنتون د پښتو څانګې د پخوانۍ استادې آغلې ساره سادات څېړنیز اثر په کتابي بڼه د رفیع کلتوري او مدني ټولنې له خوا چاپ شو. دغه کتاب چې ټول ۲۱۰ مخه دی په ښه کاغذ او رنګینه پوښتۍ چاپ شوی دی. د کتاب مالي لګښت د سیدانو کلتوري ټولنې ورکړی او په ننګرهار کې مومند خپرندویې ټولنې یې تخنیکي او چاپ چارې ترسره کړي دي.


19.04.2016 23:07    |   سیدعبدالله ولي زی اداري فساد او زما تجربه

د افغانستان د عامه اداراتو په اړه د اداري فساد ګڼ شکایتونه کېږي. خو زه اداري فساد ته په عامه اداراتو کې په بله سترګه ګورم. البته زما بحث یوازې په عامه اداراتو پورې اړوند دی د پروژو او قراردادونو فساد چې اصلي فساد دی هغه بل بحث دی.


20.09.2013 23:35    |   سیدعبدالله ولي زی د برلین تخنیکي پوهنتون نه ۲۴ افغانانو ماسټري واخیستله!

د برلین تخنیکي پوهنتون نه ۲۴ افغانانو ماسټري واخیستله! د افغانستان د اتو پوهنتونونو (کابل، پولیتخنیک، تعلیم او تربیې، هرات، ننګرهار، خوست، کندهار او بلخ) د کمپیوټر ساینس د پوهنځیو استادانو او استادۍ ته نوماندانو چې په ۲۰۱۱ کال کې یې د ماسټري زده کړې د برلین په تخنیکي پوهنتون کې پیل کړې وې، پای ته ورسولې. دغه ۲۴ کسیزه ډلې د برلین د تخنیکي پوهنتون د کمپیوټر ساینس او الیکټریکل انجنیرینګ د پوهنځي د نړیوالو او فرهنګی اړیکو د مرکز په تخنیکي او علمي ملاتړ او د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په لګښت په دری کلونو کې د کمپیوټر ساینس په بېلابېلو څانګو کې زده کړي کړې دي.


03.05.2013 19:00    |   سیدعبدالله ولي زی په برلین کې د پښتو د زده کړې څانګه او کتابتون

په برلین کې د پښتو د زده کړې څانګه او کتابتون د جرمني په مرکز برلین ښار کې د نورو ګڼو ښوونیزو مرکزونو ترڅنګ دری لوی پوهنتونونه: د برلين تخنيکي پوهنتون، د برلين آزاد پوهنتون او د برلين آمبولټ پوهنتون فعالیت کوي. د برلین تخنیکي پوهنتون ډېری تخنیکي څانګې لري او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو محصلين په کې زده کړه کوي. زموږ ۲۴ کسیز ټیم چې د افغانستان له بېلابېلو اتو پوهنتونونو څخه راغلي یو، هم په همدې پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس په څانګه کې د ماسټري پروګرام تر سره کوو. د برلین آزاد پوهنتون هم يوه لويه تحصيلي مرجعه ده او ډېرې څانګې لري چې هلته هم د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه محصلين شته دي. د ټولنیزو زده کړو په برخه کې د برلین آمبولټ پوهنتون هم فعالیت کوي. په دې پوهنتون کې د شرق پېژندنې انستیتیوت کې د نورو ژبو تر څنګ زموږ د پښتو ژبې يو ډېر پياوړی کورس هم فعال دی، چې د افغانستان له ژبو څخه د دري او بلوڅي ژبو کورسونه هم لري.


26.04.2013 00:34    |   سیدعبدالله ولي زی کمپیوټر ساینس او کمپیوټر کارونه

په لنډه توګه ویلی شو چې کمپیوټر ساینس په ځانګړې توګه جلا علم نه دی خو د ریاضي او انجنیري یوه ګډه څانګه ده چې په راتلونکې کې به د علم خطاب ورته وشي. هغه پوهان چې وايي کمپیوټر ساینس جلا علم نه دی، د هغوی دلیل دا دی چې کمپیوټر هغه موارد تر تحلیل، څېړنې او ارزونې لاندي نیسي چې خلکو جوړ کړي دي، نو ځکه موږ نه شو کولای هغه ته علم ووایو. خو په ټوله کې د کمپیوټر ساینس پوهان کمپیوټر ساینس ته د علم د ویلو لپاره په یوه خوله نه دي، هر کمپیوټر پوه یې د خپلې څانګې په رڼا کې تعریفوي.


14.03.2013 12:25    |   سیدعبدالله ولي زی نړیوال سازمانونه کتاب چاپ شو!

نړیوال سازمانونه کتاب چاپ شو! د نړیوالو اړیکو د پيژندنې په برخه کې د حقوقو د څانګپوه محمد نظیم سمون ژباړل شوی «نړیوال سازمانونه» کتاب چاپ شو. په دغه کتاب کې بېلابېلې نړیوالې ادارې او سازمانونه سپړل شوي دي او د هغوی په اړه هر اړخیز مالومات را ټول شوي دي. دغه کتاب له ژباړلې، سمون او اوډنې وروسته د ویښ افغان ټولنیز اصلاحي تحریک له خوا په ښه صحافت او ښه کاغذ خپور شوی دی. کتاب ټولټال ۲۸۰ مخه لري چې په لویه کچه (۱۸×۲۵) کې چاپ شوی دی. د کتاب مالي لګښت د سیدانو کلتوري ټولنې وړکړی او په خپله یادونه کې چې په دغه کتاب یې لیکلې ده لیکي: چې د دغه کتاب مالي ملاتړ یې د ارواښاد سیدمجیب احمد د مړینې د اووم تلین په یاد کړی او په همدغه یادونه کې یې د نوموړي بشپړ ژوندلیک هم لیکلی دی. په کتاب د خپرندویې ټولنې د یادښت پرته، د سیدانو کلتوري ټولنې یادونه، د ژباړن خبرې، د لیکوال مخکېوینه او د ډاکټر سیدنصیراحمد له خوا سریزه لیکل شوي دي.


16.03.2012 13:04    |   سیدعبدالله ولي زی د افغانستان د تېرې لسیزې په اړه نوی کتاب چاپ شو!

د افغانستان د تېرې لسیزې په اړه نوی کتاب چاپ شو! د افغانستان د تېرې لسیزې په اړه نوی کتاب چاپ شو!


21.08.2011 23:42    |   سیدعبدالله ولي زی د خپلواکۍ ورځ د افغانستان د سولې، بیارغونې او کلتور کمیټې له خوا ولمانځل شوه!

د خپلواکۍ ورځ د افغانستان د سولې، بیارغونې او کلتور کمیټې له خوا ولمانځل شوه!


14.08.2011 16:06    |   سیدعبدالله ولي زی د یوويشتمې پېړۍ غوره مفکر شخصيت

د یوويشتمې پېړۍ غوره مفکر شخصيت د امـريکا د بیوګرافیو څېړنيز انستيتوت (ABI - American Biographical Institute)، چې د امريکا په (North Caroline) ايالت کې موقعيت لري، د څېړنو پر بنسټ یې يو افغان ډاکټر د يوويشتمې پېړۍ غوره مفکر شخصيت ټاکلی دی او د نړيوال سفير لقب يې ور کړی. دغه افغان ډاکټر چې سيدنصيراحمد نومېږي؛ پروسږ کال یې د انګلستان د کمبرېج د بیوګرافيو د څېړنيز مرکز لخوا د نړۍ د غوره څانګپوه ډاکټر لقب ترلاسه کړی ؤ، چې يو د سپينو زرو مېډال يې هم ورته ورکړی دی. دا دی سږ کال د امريکا د بیوګرافیو د انستيتوت لخوا د يوويشتمې پېړۍ د غوره مفکر شخصيت په نامه ونومول شو. د یادولو ده چې د ګامبيا جمهور رئيس يحیی جامع، د پاکستان فقيدې صدراعظمې بې نظېر بوتو او ګڼشمېر نورو سياسي ليډرانو هم د امريکا د بیوګرافیو د څېړنيز انستيتوت (ABI American Biographical Institute) لخوا د (ABI awards) لقبونه تر لاسه کړي دي.


03.08.2011 22:16    |   سیدعبدالله ولي زی د علمي غلا په اړه څو یادونې!

په لیکنه کې مدعي د خپلې ادعا لپاره هیڅ اثبات نه لري یوازې تورونه لګوې. نو ځکه یې منل لوستونکي ته ډېر ستونزمن شي. که چېرې لیکوال د افغاني صاحب په لیکنو کتنه کولی نو هغه به لومړی بیلګه موندلې وی، بیا به یې د هغې اصلي خاوند موندلی وی، او هغه دی لوستونکو ته وړاندې کړی وی. په دې سره به لوستونکو پرې قضاوت کړی وی، خو دا چې لیکوال صرف ادعا کړې، کیدای شي تر ډېره بریده نه منطقي او نه هم اصلاحي وي، بلکې یوازې احساساتي او تبعیضي به وي.


21.07.2011 19:42    |   سیدعبدالله ولي زی د غازي محمد جان خان په اړه څېړنیز سیمینار جوړېږي

د غازي محمد جان خان په اړه څېړنیز سیمینار جوړېږي ټاکل شوې صبا جمعه ورځ د غازي محمد جان د ژوند او مبارزې د څېړلو په موخه علمي سیمینار جوړ شي.


30.06.2011 22:59    |   سیدعبدالله ولي زی د فیسبوک کارول

فیسبوک یوه نړیواله ټولنیزه اړیک پاڼه ده چې ملګري، دوستان، خپلوان، همکاران، ټولګيوالان (درسي، ګوندي، مذهبي) او نور سره د استوګنیز واټن پرته نښلوي.


04.04.2011 09:51    |   سیدعبدالله ولي زی نن افغانستان ویبپاڼه پرلیکه شوه

د هلمند څخه دنن افغانستان ټولنې خپرېدونکې نن افغان ویبپاڼه پرلیکه شوه او مینه وال کولای شي دغه پاڼه په لاندې پته وګوري.


04.03.2011 13:28    |   سیدعبدالله ولي زی د ماشومانو د ځانمرګي برید لوبه

څو ورځې وړاندې مې د یو ملګري په لارښونه په یو ټیوپ کې یوه ویډیو وکتله چې څو پښتنو ماشومانو پکې لوبې کولې. د بده مرغه دوی هم د شرایطو او غمیزو له وړانګو بې برخې نه وو، دوی ځانمرګي بریدونه په خپله لوبه کې تمثیلول، چې د هر افغان لپاره به ډېر د درد غم او ځای وي چې هغه وګوري. ویډیو داسې ده چې څو ماشومان په یو کتار کې ولاړ وي او یا ماشوم د منظمو جامو او دستمال سره راځي د دوی سره په غیږه مخه ښه کوي. تر هغو چې د ده مخه ښه له ټولو ماشومانو سره پای ته ورسېږي نو په کتار کې یو کوچنی ماشوم خاندي، دکتار له پایه یو لوی ماشوم راځي او هغې ته څپیړه ورکوي چې مه خانده او په دې توګه غواړي ښکاره کړي چې دا یوه ډېره جدي او پاکه فضا ده. کله چې مخه ښه پای ته ورسيږي دغه کس لږ وړاندې ځي او هلته د همدوی په شان دوه دری نور ماشومان وي د هغوی سره خوا کې ځانمرګی کوي او هغوی دری ورسره په ځمکه پریوځي او داسې ښکاري لکه چې په دغه ځانمرګي برید کې د ځانمرګي سره دری نور ماشومان هم مړه شول. بیا د کتار ماشومان راځي او د مړو او ټپیانو سره مرسته کوي. لکه دا چې یو ريښتینی ځانمرګی برید شوی وي.


19.02.2011 13:32    |   سیدعبدالله ولي زی د جرمني د دفاع وزیر ګوتنبرګ په علمي غلا تورن شو

د جرمني د دفاع په وزیر هغه وخت دا تور ولګید چې د بیروت پوهنتون یو پروفیسور د نوموړي هغه تیزس څارلو په کوم چې ده دوکتورا اخیستې ده. یاد پروفیسور د ګوتنبرګ په تیزس کې داسې معلومات موندلي چې ګوتنبرګ د سرچینې د یادولو پرته کاپي کړي دي. تر ټولو مهمه او جدي مسئله دا ده چې یو پراګراف یې د یوه اخبار څخه را اخیستی او هغه یې په ځان پسې تړلی دی او داسې تر ۱۵ پورې نورې تیروتنې هم شته چې سرچینه یې نه ده یاده شوې. اوس د بیروت پوهنتون د ویاند په حواله ګوتنبرګ پسې دوې دوسیې په محکمه کې پرتې دي او ګوتنبرګ دوې اونۍ وخت لري تر څو خپله تشریحي دفاعیه په لیکلې بڼه بیروت پوهنتون ته واستوي.


30.01.2011 21:35    |   سیدعبدالله ولي زی د نثر لیکلو هنر چاپ شو!

د نثر لیکلو هنر چاپ شو! د نثر لیکنې په برخه کې د پښتو ادب د استاد اسدالله غضنفر لیکنې چې په بېلابېلو وختونو کې یې لیکلې وې، په یوه ټولګه کې چې د نثر لیکلو هنر نومېږي چاپ شوې. دغه لیکنې چې د استاد په وینا له ډېر پخوا یې د مجلو، غونډو او څېړنې لپاره چمتو کړې وې اوس په نیدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې له خوا په کتابي بڼه چاپ شوي دي. دغه ټولګه ټول ټال ۴۶ لیکنې لري چې په ښه کاغذ او ښه صحافت باندې چاپ شوي دي. دغه کتاب چې ۳۵۰ مخه لري د سیدانو د کلتوري ټولنې له خوا یې مالي ملاتړ شوی. هغوی په خپله یادونه کې چې په دغه کتاب کې لیکل شوې ده لیکي، چې د دغه کتاب مالي ملاتړ یې د اروښاد سیدمجیب احمد د مړینې د پنځم تلین په یاد کړی او په همدغه یادونه کې یې د نوموړي بشپړ ژوندلیک هم لیکلی دی.