د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سټار توپولوژي

سیدعبدالله ولي زی 07.07.2016 01:41

د ۲۰۱۰ کال لیکنه

د سټار توپولوژي (Star Topology) پېژندګلوي

که تاسو بحري ستوري (Octopus) ته ځير شئ او د هغې څلور غاړه ځان او شاخې وګورئ چې هرې خواته خورې شوې نو تاسو ته به د سټار توپولوژي ريښتنې څېره ښکاره شي. د بحري ستوري ځان ته که مرکزي وسيله (Hub/Switch) وويل شي نو د هغې شاخو (Tentacle) ته د نيټورک کيبلونه ويلی شو.

يا د بايسکل ټير چې سيخونه يې Node او مرکز (د نښلېدو نقطه) يې مرکزي توکی (Hub) دی.

Hub يا Switch په سټار توپولوژي کې مرکزي وسيلې دي چې ټول کيبلونه هغو ته نښلېدلي دي. که موږ Hub د کور د برېښنا د بکس (Fuse Box) سره پرتله کړو او ووايو چې د هر خونې د برېښنا مزي ورته راغلي او له دې ځايه برېښنا اخلي نو په ريښتينې سره هماغه سټار توپولوژي ده. يعنې که Hub ته يو برېښنايي بکس وويل شي هغه د نيټورک سيګنالونه د خپلو نښلنځايونو (Ports) له لارې نورو کمپيوټرونو (Nodes) ته وېشي.

همدا شان برېښنايي بکسونه برېښنا له يوې لارې (د کمپنۍ څخه) ترلاسه کوي، هغه په څو برخو وېشي. Hub هم همداشان کار ترسره کوي اما په Hub کې Signals له هر يوه نښلنځاي (Port) څخه کېدای شي راشي. خو Switch بيا توپير لري ځکه هغه کولای شي Signals ټاکل شوي Port ته ولېږي. يعنې Hub لاسته راوړې Signal په ټولو نښلنځايونو وېشي خو Switch يوازې ټاکل شوي نښلنځای ته Signal ورکوي.

د سټار توپولوژي ټول اړيکن مرکزي وسيلې (Hub) ته نښلول کېږي.

راځئ چې دغه په يوه بيلګه کې ښکاره کړو. که تاسو يو برېښنا ليک (E-mail) يوه داسې نيټورک ته استوی چې په هغې کې د سټار توپولوژي څخه کار اخېستل شوی وي نو برېښناليک ستاسو له کمپيوټر څخه حرکت کوي او يوې مرکزي وسيلې (Hub) ته رسي. مرکزي وسيله (Hub) لاسته راوړل شوی برېښناليک ټولو هغو کمپيوټرونو ته چې هغې ته نښلېدلي استوي، په دې توګه ټاکل شوي کمپيوټر ته په ډېره ساده توګه لاس رسۍ پيدا کوي.

هغه کېبل چې د نيټورک د يوې وسيلې څخه Hub ته نښلېږي هغه ته drop ويل کېږي چې عموماٌ په سټار توپولوژي کې له Twisted Pair کېبلونو څخه کار اخېستل کېږي.

د سټار توپولوژي ښېګڼې

که د Bus توپولوژي سره چې د Coaxial کېبلونو څخه کار اخلي پرتله شي، د Twisted Pair کېبلونه په سټار توپولوژي کې ارزانه راځي او کارونه يې ډېره ساده ده.
که په سټار توپولوژي کې کوم Drop کېبل ستونزه پيدا کړي، پرته له دې چې ټول نيټورک وران شي، يوازې هماغه کېبل اړول کېږي.
تاسو کولای شئ په سټار توپولوژي کې هر څومره چې وغواړی هغومره توکي ونښلوی. که په مرکزي وسيله (Hub) کې د نښلېدو ځايونه ختم وي، تاسو کولای شی د يوه نښلنځای څخه بله مرکزي وسيله (Hub) نيټورک ته ونښلوی. چې د هغې په واسطه نور توکي هم نيټورک ته نښلېدای شي. هر کله چې نيټورک په دې بڼه سمبال شي هغه ته Extend Star Topology ويل کېږي

 

مرکزي وسيلې(Hubs) يو بل ته نښلول کېږي تر څو نيټورک پراخه کړي.

خپله مرکزي وسيلې (Hub/Switch) سټار توپولوژي ته د Bus توپولوژي په پرتله ډېرې ښېګڼې ور په برخه کړي.

د سټار توپولوژي ورانی

په Bus توپولوژي کې ټول توکي مخامخ نيټورک ته نښلول شوي، خو په سټار توپولوژي کې هر يو توکی په جلا توګه نيټورک ته نښلول شوی چې د کېبلونو د زياتوالي او د مرکزي وسيلو (Hub/Switch) مصرف پکې اضافه دی.
هر کله چې مرکزي وسيله له کاره ولوېږي نو ټول نېټورک ورانېږي.

د سټار توپولوژي د جوړولو لپاره اړين توکي

۱- مرکزي وسيله چې د تپالوژي ستون فقرات (Backbone) ورته ويلی شو. تر څو چې دغه وسيله نه وي سټار توپولوژي جوړېدای نشي. لکه: Hub، Switch، Router او نور...

په اوسنۍ موضوع کې له Switch څخه کار اخېستل شوی نو ځکه دلته د هغې څو انځورونه وړاندې کېږي.

د سويچ مخکينۍ خوا ده چې د سيګنالونو لېږد رالېږد د ګروپونو له لارې ښکاره کوي.

د سويچ شاه (عقب) خوا ده چې Ports يې مهيا کړي او Nodesهيا کړي او  ده چې  سيګنالونو لېږد رالېږد د ګروپونو له لارې ښکاره کوي. يو توکی په جلا توګه نيټورک ته نښلول شوی چې د کېبلونو  يا نښلېدونکي د هغې لارې له Switch سره اړيکه ټينګوي. دا با ياده شي چې د Switches د Ports د شمېر له نظره په بېلابېلو بڼو وېشل شوي دي. اوسنۍ انځور اته Ports لري.

د سويچ د څنګ (بغل) خوا ده چې په دې ځای کې د برېښنا لپاره يو Socket دی او د هغې لارې Switch ته برېښنا چمتو کېږي.

۲- د نيټورک نښلندوی Network Interface Card (NIC): ټول هغه کمپيوټرونه چې غواړي په سټار توپولوژي کې نيټورک شي نو بايد NIC ولري يا NIC هغه وسيله ده چې ټولو کمپيوټرونو ته د نيټورک سره د اړيکې لپاره نښلنځای رامنځ ته کوي.

۳- کېبلونه (Cables): په سټار توپولوژي کې له کېبلونو کار اخېستل کېږي تر څو اړيکه رامنځ ته شي. په بشپړيزه توګه په سټار توپولوژي کې له Twisted Pair کېبلونه کار اخېستل کېږي. په دې موضوع کې له Unshielded Twisted Pair کېبلونو څخه کار اخېستل شوی.

۴- نښلندوی (Connector): د دې لپاره چې کېبل د سويچ او NIC سره ونښلول شي نو نښلندوی ته اړتيا پېښېږي. په سټار توپولوژي کې TP کېبلونه کارول کېږي نو ځکه نښلندوي بايد RJ-45 وي.

۵- Cramping Tool: څنګه چې يې له نامه پيدا ده Cramp (تړلو) ته ويل کېږي، همدغه شان دا هغه وسيله ده چې کېبلونه د نښلندوي سره تړي. 

د سټار توپولوژي د جوړولو پړاونه

څنګه چې مخکې ياده شوه، سټار توپولوژي پورتنيو توکيو ته اړتيا لري، نو ځکه بايد هر يو په دقيقه توګه وکارول شي.

۱- د کېبل جوړول: په سټار توپولوژي کې له Straight Cabling کار اخيستل کېږي، ځکه چې Straight Cabling د مختلفو توکو د نښلولو لپاره کارول کېږي. په سټار توپولوژي کې هم اړيکي د مختلفو توکو سره دي. يعني کمپيوټر د مرکزي وسيلې سره. خو په Extended Star Topology کې له Cross Cabling څخه هم کار اخېستل کېږي.

Straight Cabling په دې بڼه جوړېږي.

د Cramping Tool په وسيله کېبل بايد سپين يا لوڅ شي وروسته په ياد شوي ترتيب بايد لينونه جوړ او په نښلندوی کې ورکړل شي او د Cramping Tool په وسيله دې وتړل شي.

۲- د NIC ځای په ځای کونه يعنې NIC بايد په کمپيوټر کې ځای په ځای شي.

۳-  په دريمه مرحله کې چې کله ټول توکي برابر شول بايد يو بل ته ونښلول شي. چې سټار توپولوژي ترې جوړه شي. 

پايله

نو په داسې حالت کې سوال پيدا کېږي چې کومه توپولوژي ارزانه راځي؟ ځواب به خامخا دا وي چې يوه شمېرن ته وويل شي تر څو په دې څېړنه وکړي، مګر د يوه تخنيکر په توګه تاسو بايد نورو پوښتنو ته هم ځواب ووايی. يعنې تاسو بايد د توپولوژي ساده توب، د کار ښه ترسره کونه، د خرابتيا کم شتون او نور فکتورونه په پام کې ونيسئ، زه د يوه څېړونکي په توګه دا وايم چې سټار توپولوژي په اوسنۍ تکنالوژۍ کې ډېره کارول کېږي، ډېره ساده او ډېره ښه توپولوژي ده. 

اخذځايونه:

 ª     The Essential Guide to Networking, Writer: Jim Keoch, Published on 2000
ª     Ethernet, The definitive Guide, Writer: Charles E. Spurgeon, Published on February 2000
ª     Fundamental Concept of Computer System, Writer: Asiya Sultan Ali and Amane Nudrat, Published on 2000, Publisher The Ayas