د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې مشاعره (ګزارش)

سیدعبدالله ولي زی 07.07.2008 01:29

شعر د افغانستان د ادب او په تېره بیا د پښتو ادبیاتو مهمه او ډېره لویه برخه جوړ وي، شعر د وردګو ولایت په تاریخ کې ډېر ښه ځلیدلی کلتور دی چې په بېلابېلو غونډو کې د همدې ولایت د فرهنګیانو لخوا وړاندې شوی. د مڼي ګل مشاعره د دغه ولایت نامتو او معتبره غونډه ده. له بده مرغه چې سږکال د ځینو ستونزو له کبله د وردګو فرهنګيان په دې و نه توانیدل څو دغه پرتمینه او نامتو غونډه په خپل وخت ولمانځي، خو د نیکه مرغه د وردګو د کلتوري یون په نوښت او د دورند ګل آغا احمدي وردګ په هڅو د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې تر عنوان لاندې د دې ولایت او هیواد د کلتور ې ودې د مینانو لپاره یوه پرتمینه مشاعره جوړه کړه.

په دغه مشاعره کې چې د ۱۳۸۷ هجري لمریز کال د چنګاښ د ۱۴ او د ۲۰۰۸ میلادي کال د جولای په ۴ نیټه جوړه شوه د وردګو او د هیواد د نورو سیمو له ۵۰۰ څخه زیاتو مشرانو، ادیبانو، شاعرانو ، پوهنپالانو(محصلینو) او عامو وګړو برخه اخیستې وه. د نوموړې غونډې د تالار دیوالونه د وردګو د قوم د ځینو مشرانو، پوهانو، لیکوالانو او فرهنګيان په انځورونو ښکلی شوی وؤ. غونډه د کابل ښار د خوشحال خان مینې د باختر هوټل په تالار کې د سهار په نهه نیمو بجو پيل او په همدې ورځ د ماسپښین په دوو بجو پای ته ورسیده.
د مشاعره پیل د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت و شو.

د ملي سرود په غږولو سره ټول برخه وال د هغې د درنښت په ویاړ په خپلو ځایونو کې ودرېدل او د ملي سرود پای یې د لاسونو په پړکولو بدرګه کړ.
د پیل د وینا لپاره دروند ګل آغا احمدي وردګ ته بلنه ورکړل شوه تر څو په خپله علمي او ادبي وینا دغه غونډه پرانیزي. د نوموړي د وینا ځينې برخه دلته راخیستل کېږي.

«تر ټولو د مخه اجازه راکړﺉ چې د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې مشاعرې ته تاسو ټولو قدرمنو میلمنو، مشرانو، ادبي ملګرو، شاعرانو، لیکوالانو او د دې غونډې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایم. هر کله راشی، او خدای (ج) دې وکړي چې موږ او تاسو تل په داسې رنګینو غونډو کې یو د بل سره د زړه خواله وکړو او د خپل هېواد د چوپړ جوګه شو.
باور لرم چې د افغانستان میړنی ولس به د خپلو پښتنو بچیانو د هلو ځلو په پایله کې په هغو ستونزو باندې بری ومومي چې نن ورځ ورسره لاس او ګریوان دی. دغه بری د افغاني ټولنې د ځوان نسل په سالمه روزنه کې نغښتی دی. نو هغوی باید د پوهې په ډیوه سمبال د رڼاوو په ګاڼه روښانه او د انحرافاتو له کږو لارو څخه د سولې، روغتیا او پرمختګ په لاره سیخ شي. د همدې موخې لپاره د وردګو کلتوري یون وپتیېله چې د افغان کلتوري بڼ ځینې ګلونه سره یو ځای او ټول د خپل ګډ آرمان د بیانولو او تحقق په لوري حرکت وکړي.
لکه چې ټولو ته جوته ده، شاعر، لیکوال او ادیب د ټولنې ژباړن او د ملت د هستوګنو وګړو د زړه آواز دی. د دې ډول مجلسونو په وسیله به موږ وتوانېږو چې له خپل ځوان قوت سره د هغوی د هیلو په پنځولو کې مرسته وکړو، د پوهې لارې ته یې وهڅوو او د فرهنګ د ګلونو د غوړېدو د مالیارۍ چارې ورته په ګوته کړو.
د وردګو کلتوري یون هیله من دی چې افغان ولس به د خپلې ګډې موخې په لوري ګړندي ګامونه ږدي او خپله ټولنه به د ستونزو او ناخوالو څخه هرومرو ژغوري.

زموږ هغه ځوان نسل د افغاني ټولنې ویاړ دي چې د ژوند له راز راز ستونزو سره د پوهې په لاره ګام ږدي د پوهې په ګاڼه ځان سمبالوي او د ناروا لارو څخه په کلکه ډډه کوي. خو د وردګو ځوان نسل د خپل علمي یون په ترڅ کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی چې تر ټولو مهم یې هغو پوهنپالانو (محصلینو) ته په کابل کې د هستوګنې د یوه دایمي ځای نشتوالی دی، چې د هېواد دپلازمینې کابل پوهنتونونو ته نوي بریالي شوي دي او وردګ ولایت له دې اړخه په مرکزي حوزه پورې تړلی ولایت ګڼل کیږي. هیله من یو چې د وردګو ټول اړوند او خواخوږي اړخونه، دولتي چارواکي، د موسسو مشران، ملي سوداګر او ټولنیز کارکوونکي دغه لویې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.
باید یادونه وکړو چې د دې مشاعرې د تدویر او بریالیتوب په لاره کې له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د وردګو د کلتوري یون سره هر اړخیز لاسنیوی کړی دی. موږ ترې مننه کوو او کورودانۍ ورته وایو. همدارنګه په کابل کې د مېشتو پوهنتونونو د وردګو د پوهنپالانو او ټولو فرهنګیانو څخه هم ځانګړې مننه کوؤ چې د دې مشاعرې د تدویر په چارو کې یې زحمت ایستلی او تر دې حده یې را رسولې ده.»
احمدي صاحب د وردګو پوهنپالانو له خوا ډېر ګرم استقبال شو، او د ده وینا د پوهنپالانو د لاسونو د پړکولو سره مل وه. باید یاده شي چې دغه غونډه (مشاعره) د مخدره توکو سره د مبارزې د وزارت په مالي لګښت جوړه شوې وه او د نوموړي وزارت پیغام د همدې وزارت د سلاکارې آغلې انجنیر راضیه نعیمی له خوا ولوستل شو.

وروسته بیا د وردګو پوهنپالانو (محصلینو) استازي دروند عبدالولي صاحب ته بلنه ورکړل شوه څو د پوهنپالان موقف د دغې غونډې په اړوند روښانه کړي او د هغوی وړاندیزونه مشرانو ته وړاندې کړي. د نوموړي د وینا ځینې برخې دلته اخیستل کېږي.
«لکه څنګه چې تاسو ته روښانه ده د تیرو دریو لسیزو غمیزو زموږ د هېواد په هر ګوټ کې سپین ږيري، ځوانان، ښځې او ماشومان ډېر وکړول او زموږ ګڼ شمېر هېوادوال یې د ویر او ماتم په ټغر کښېنولی دي. د هېواد بنسټیز جوړښتونه یې له جرړو سره و ایستل په ځانګړي ډول پوهنې ته یې ډېر تاوانونه واړول. دغه دېرش کلن ناورین په خپل وار زموږ ځوانه طبقه او په ځانګړي ډول پوهنپالان او زده کوونکي هم ډېر وکړول.

درنو ښاغلو او آغلو ګدون والو!
لکه څنګه چې څرګنده ده په کابل کې په لوړو، نیمه لوړو او مسلکي زده کړو باندې بوخت وردګ پوهنپالان (محصلان) له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، د وردګو پوهنپالانو ټولنه چې د همدې ستونزې د حل کولو په موخه رامنځ ته شوې ده د ننۍ موقع څخه په ګټې اخیستلو سره غواړي خپل با احساسه مشران له دغه ډول ستونزو خبر کړي او په حل کولو کې یې له هغوی څخه مرسته و غواړي.
دلته ځینې ستونزې په څو ټکو کې درته وړاندې کوم:

۱- هغه پوهنپالان چې د کابل د څلور ګونو پوهنتونونو بېلابېلو پوهنځیو ته بریالي شوي دي لیلیه نه لري او دوی په ډېرې سختۍ سره خپلو زده کړو ته دوام ورکوي او ځینې خو لا د کوټې د کرایې د ورکړې توان هم نه لري. د دوی د کرایې او یا د لیلیې باید جدي پاملرنه وشي.
۲- په ښوونځیو کې د ښوونکو کمښت له یوې خوا او په خپل وخت لوست ته نه حاضرېدل له بلې خوا د دې لامل شوی تر څو د لوست ټاکل شوی پروګرام سرته و نه رسېږي او بله دا چې هغه زده کوونکي چې په دوولسمو ټولګیو کې دي د راتلونکو کانکور آزموینې لپاره هیڅ ډول تیاری نه لري حتی د کانکور د آزموینې د ورکړې په لارو چارونه پوهېږي چې دې ستونزې د هېواد په ټولو پوهنتونونو او په ځانګړي ډول د کابل په څلورګونو پوهنتونونو کې د وردګ پوهنپالانو شمېر په بې ساري ډول کم کړی دی. چې دوی ته باید د کانکور لارښود کتابونه چاپ شي او همدارنګه کانکورونه واخیستل شي ترڅو د کانکور لپاره پوره تیاری ولرﺉ. ( باید وویل شي چې دغه ډول لارښود کتاب د محصلینو له خوا تیار شویدی خو د چاپ لپاره ورته مالي امکانات نه لري او وردګ محصلان یې د خپلو راتلونکو ملګرو لپاره د چاپ تمه لري)

۳- لکه څرنګه چې تاسو ته معلومه ده، نن ورځ انګریزي یوه نړیواله ژبه ده او دهر مسلک د پیاوړي کولو لپاره یې زده کول هر پوهنپال ته اړين دي. له بده مرغه په ښوونځیو کې د ښوونکو او د انګریزو کورسونو د نشتوالي له کبله دوی نشي کولای انګریزي ژبه زده کړي، چې پوهنتونونو کې یې لويه ستونزه رامنځ ته کړې ده. په پوهنتونونو کې د کدرونو د نمرو د ټیټوالي اصلي سر چینه ده چې زموږ پوهنپالانو (محصلانو) د انګریزي ژبې او کمپیوټر زده کړې ته ډېره اړتیا لري.
۴- هغه وګړي چې د پوهنتونونو څخه فارغ شوي، لا هم بې کاره دي، موږ د مشرانو څخه غواړي تر څو د هغوی په ګمارلو کې زموږ د ټولنې سره مرسته وکړي.
د همدې موخې د رسېدو لپاره د وردګو پوهنپالانو په خپلو با احساسه مشرانو غږ کوي، ترڅو د پورتنیو ستونزو د حوارولو لپاره ددغه ټولنې سره هر اړغیزه مرسته وکړي، که د هغوی هم غږي زموږ سره مل نه وي، زموږ هڅې او نوښتونه به هم د نیمګړتیاوؤ سره مخامخ شي. »

د غونډې په دې برخه کې ویاند د افغانستان د اتلاتیک د کمیټې پیغام هم یاد کړ، د غونډې کوربه احمدی صاحب د مشاعرې ځانګړي میلمنو ته بلنه ورکړه چې خپلو ټاکلو ځایونو ته تشریف یوسي او ښاغلی احسان الله آرین زی یې د مشاعرې د رییس په توګه وټاکه. همدارنګه ښاغلی پوهاند غلام غوث حکیمي، ښاغلی انجنیر محمد طاوس ساجد، آغلې راضیه نعیمي، آغلې حمیرا حقمل، ښاغلی انجنیر محمد عارف رسولي، ښاغلی انجنیر عبدالرحیم او د ارواښاد محمد ارسلان سلیمي زوی ښاغلی استاد محمد عثمان سلیمي د مشرانو میلمنو په توګه انتخاب شول.

د مشاعرې پيل د وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ د پوهنې مدیر او د هیواد د خوږ ژبي شاعر ښاغلي عبدالمتین وردګ په نظم و شوه چې د «هېواد آبادي» تر عنوان لاندې وو.
وروسته بیا د وردګو او د افغانستان د بېلابېلو سیمو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل چې شمیره یې ۴۰ ته و رسیده خو نوموړې غونډې ته د ټولو فرهنګیانو او ګډونوالو شمیر له ۵۰۰ کسانو څخه زیات وو .

غونډه په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر او مشر میلمه جلالتمآب ډاکټر صاحب فاروق وردګ له خوا و ارزول شوه او نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل:
«د وردګو د کلتوري یون څخه ډېره مننه کوم چې د دغه شان مشاعرې په جوړولو کې یې ګڼ شمېر فرهنګیان یو د بل تر څنګ سره غونډ کړي، ښه به داوی چې دغه غونډه یوه شاعر ارزولې وی، خو زه یوازې دومره ویلی شم چې غونډه ډېره ښه، مثمره او اغیزمنه وه او و ردګو د کلتوري یون په غړو یې غږ وکړ تر څو د خپلو شعرونو په ویلو سره مقابل لوری په غیر مستقیمه توګه وپوهوي.»
همدارنګه ښاغلي فاروق وردګ د وردګو له کلتوري یون سره د خپل هراړخیز ملاتړ د څرګندولو تر څنګ هغوی خپلو راتلونکو مسوولیتونو ته متوجه کړل.
د غونډې په بله برخه کې د وردګو د کلتوري یون هغو مشرانو ته چې د پوهنپالانو (محصلینو) سره یې د هغوی په ښوونیزو چارو کې مرسته کړې، سوغاتونه ووېشل. د مخدره توکو سره د مبارزې وزارت خپل هم خپل تیارې کړې ډالۍ په شاعرانو ووېشلې .
دسوغاتونو د وېشلو په لړ کې د وردګو کلتوري یون هغو کسانو ته هم سوغاتونه ورکړل چې د د غې مشاعرې په جوړولو کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې وې. همدارنګه هغه پوهنپالان (محصلان) هم د وردګو د کلتوري یون د کارډلې له خوا په سوغاتونو و نازول شول چې په خپلو ښوونیزو چارو کې هڅاند او په ټولنیزو چارو کې فعاله دي.

د غونډه په پای کې د برخه والو لپاره د غرمې ډوډۍ هم په پام کې نیول شوې وه او وروسته له ډوډۍ څخه د غونډې ګډونوالو خپله مشاعره د ملي اټنونو په بدرګه تر وروستۍ لحظې پورې پرمخ بوتله او د رنګینو خوښیو په فضا کې یې د ماسپښین په دوو بجو پای ته ورسوله . په دې هیله چې یوه ورځ موږ وتوانېږو دغه راز رنګینې غونډې د افغانستان په ټولو هغو لرې او نږدې سیمو کې جوړې کړو چې اوس مهال د امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

په درنښت