ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ایچ آر ډبلیو: نړیوال عدالت دې په افغانستان کې د ټولو جنګي مجرمانو خلاف اغېزمنو خلکو ته انصاف ورکړي

واشنګټن ـــــ د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې یا هیومن رایټس واچ د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې په جنګي جرمونو کې د ټولو لاس لرونکو تورنو کسانو خلاف د انصاف او د هغوی د سزا کېدو غوښتنه کړې ده. هیومن رایټس واچ وايي، څنګه چې د جرمونو نړیوال عدالت په افغانستان کې د ممکنه نړیوالو جرمونو په اړه خپلې څېړنې پیلوي نو دا ضروري ده چې د دا ډول جرمونو ټولو اغېزمنو خلکو ته انصاف ورکړل شي. د دې ادارې د اېشیا څانګې مشرې پېټریشیا ګوسمن د جمعې په ورځ په یو بیان کې ویلي د افغانستان د شخړې د یوه اړخ جرمونو ته پام کول او د جګړې د اصل اغېزمنو خلکو له پامه غورځول به انصاف ته د رسېدو مخه ونیسي. مېرمن ګوسمن ویلي: "د 11م ستمبر له پېښې وروسته 2018م کال په افغانستان کې تر ټولو خونړی کال وو. امریکې او افغان حکومت هوايي حملې ځکه زیاتې کړې او سخت پوځي‌ اقدامات یې وکړل چې د طالبانو د ځواکمنېدو مخه ونیسي، په دې کال کې تر 500 زیات عام خلک ووژل شول." د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې پرون دا اعلامیه د 2018م کال د جنورۍ په 27مه د طالبانو له ‌خوا په کابل کې د جمهوریت روغتون مخې ته په ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو په یاد خپره کړې ده. د کابل د جمهوریت روغتون مخې ته په یو امبولنس موټر کې د هغه ځانمرګي برید په نتیجه کې تر 100 زیات کسان وژل شوي او په لسګونو نور پکې ټپیان شوي وو چې ذمه واري یې طالبانو منلې وه. د بشري حقونو د څار ادارې مشرې په خپل بیان کې د هغې نجلۍ یادونه کړې ده چې تر هغه برید څو شېبې مخکې یو دوکان ته ننوتې وه خو په برید کې سخته ټپي شوې وه او له برید وروسته یې تر سترګو وینې روانې وې او ویل یې کوڅه یې له مړیو ډکه لیدلې وه. د بشري حقونو د څار ادارې د افغانستان په تېره جګړه کې په ځینو پېښو کې مخکینی جمهوري حکومت، امریکا او د اسټرېلیا په ګډون یو شمېر هېوادونه هم په غیرعدالتي وژنو کې ذمه وار ګڼلي دي. مېرمن پېټریشیا ګوسمن په خپل بیان کې ویلي: "د هماغه 2018م کال په اپرېل مياشت کې پر يوه مدرسه د افغان حکومت په هوايي برید کې تر 30 زیات ماشومان ووژل شول او 50 نور ټپيان شول، حکومتي چارواکو پر دې پېښه بخښنه وغوښته خو له هیچا سره یې حساب ونه کړ". دغه برید په شمالي ولایت کندز کې شوی وو، چې د زده کوونکو دیني‌ طالبعلمانو په ګډون په لسګونو کسانو په یوه مدرسه کې د دستاربندۍ په غونډه کې ګډون کړی وو. د بشري حقونو د څار ادارې تور پورې کړی چې د تېر حکومت پوليسو او ځانګړو ځواکونو د ماشومانو د جنسي ځورونو په ګډون د خلکو په دوامداره تښتولو او ځورولو کې هم لاس درلود، خو وایي په داسې کارونو تورن کسان نه عدالت ته مخامخ او نه سزا شول. په بیان کې راغلي د 2021م کال په اګست کې چې طالبان بیان واکمن شوي په افغانستان کې یې په غیرعدالتي وژنو او د خلکو په لادرکه کولو لاس پورې کړی او داسې تګلارې یې عمل کړې دي چې د ښځو او نجونو حقونه یې محدود کړي دي. د ایچ آر ډبلیو د اېشیا څانګې مشره پېټریشیا ګوسمن وایي: "طالبانو د دغو شدیدو سرغړونو د پای ته رسولو لپاره تر اوسه هیڅ ګام نه دی اخیستی، د داسې کارونو ذمه واره کسانو په اړه پلټنه یا د هغوی خلاف قانوني ګام اخیستل خو لرې خبره ده". د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورې ادارې پر طالبانو تور لګوي چې له واک ترلاسه کولو وروسته یې د تېر حکومت او افغان ځواکونو یو شمېر غړي یې نیولي، ځورولي او په لسګونو یې وژلي دي، خو طالبانو دا تورونه رد کړي‌ دي. طالبانو له تېر څه کم یونیم کال راهیسې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند ساتلي، په ولسي‌ ژوند کې پر ښځو له نورو ګڼ‌ شمېر بندیزونو سره سره یې هغوی له پوهنتونونو او په کورنیو او نړیوالو غیرسرکاري ادارو کې له کاره هم راوګرځولې دي.

28.01.2023 ډیوه

اروپایي ټولنه: افغانستان کې ښځینه او نارینه سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازولۍ له افغان ښځینه او نارینه سوداګرو سره د دغه ټولنې او نړیوال بانک د استازو د لیدنې خبر ورکړی دی او ویلي یې دي چې هغوی اوس مهال له یو لړ ستونزو سره مخ دي.

28.01.2023 امریکا غږ

لکي مروت کې د وسله والو پرضد د امنیتي ځواکونو درانه هوایي اؤ زمکني علمیات روان دي

د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه لکي مروت کې نن په دریمه ورځ هم د وسله والو پرضد د پاکستاني پوځ او پولیسو شریک عملیات دوام لري.  د پاکستان پوځ او پولیس په رسمي توګه ددې عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي خو په سیمه کې یو امنیتي چارواکي وي او ای ډیوه ته تاید کړه چې لکی مروت ښار سره نزدې د کرم سیند په غاړه احسان پور سیمه کې د وسله والو دموجودیت په اطلاع ځنګل په ګیره کې اخستی. هغه وویل د عملیاتو پرمهال د جنګي چورلکو څخه یې د مشکوکو وسله والو په پټنځایونو ډزې کړي او په درنو وسلو یې هم ویشتلي دي. هغه ویل دوی د وسله والو کره استخبارتي مالومات تر لاسه کړي چې په دغه ځنګلونو کې پټې ځالې لري او له دې ځایه لکي مروت او نورو سیمو کې د بریدونو منصوبې جوړوي . هغه زیاته کړه چې دعملیاتو پرمهال وسله والو سره نښتې شوي خو د مرګ ژوبلې په اړه یې مالومات نه دي ترلاسه کړي.   تیر ورځ تحریک طالبان پاکستان دې عملیاتو کې د پاکستان د پوځ  د دوو افسرانو په ګډون دشپږو عسکرو د وژل کېدو دعوی کړې وه خو دا دعوه تر دې مهاله نه ده تصدیق شوې. د لکي مروت پولیسو دمشر ضیاالدین ددفتر چارواکو ډیوه ته وویل د صدر او ډډیوالې تاڼو تر مینځ دکرم سیند په غاړه نن په دریمه ورځ عملیات دوام لري چې تر مخه یې په ضلعه کې موبایل سروس تړل شوی او انټرنیټي اسانتیاوې ځنډول شوې دي. د دوی په وینا په عملیاتو کې د پاکستان پوځ ته هوایي او زمکنۍ مرسته ترلاسه ده، ټوله علاقه په ګیره کې اخستل شوې او  جګړه روانه ده . احسان پور سیمه ښار سره نیزدې د کرمې سیند په غاړه جنوب کې موقعیت لري چې پکې څو واړه کلي شتون لري، او زیاتره سیمه یې په ځنګلونو مشتمله ده . د پنجاب میانوالي او د خیبر پختونخوا کرک ضلعو  سره په پوله دغه سیمه کې په دې وروستیو میاشتو کې په پولیسو باندې د ترهګرو بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی. په نومبر کې هم د کرم سیند په غاړه په وانډ شهاب خيل سيمه کې د ترهګرو په بريد کې شپږ پوليس عسکر وژل شوي وو، په همدې مياشت کې له وسله والو سره په نښته کې د پاکستان د پوځ دوه عسکر وژل شوی او د يوه افسر په ګډون دوه عسکر ټپيان شوي وو. په وانډه پشان سيمه کې له بريد يوه ورځ وروسته پوځ د کوبرا هيلي کاپټرو څخه د وانډا پشان په ځنګلونو کې د مشکوکو وسله والو پر پټنځایونو عملیات کړي وو. ځايي خلک وایي چې د عملیاتو پرمهال د درنو چاودنو غږونه اورېدل کیږي.  دوئ زیاتوي د عملیاتو له وجې په ضلعې کې کاروبار او نورو برخو کې عام ژوند متاثره شوی دی او خلک یې د سختې ویرې سره مخ کړي دي. ځینې امنیتي سرچینې وایي عملیاتو ته بنو نه نور عسکر بوتلل شوي دي اؤ  بل لوري ته د لکي مروت ضلعې حکومتي چارواکو لویه غونډه روانه ده چې پکې ددې عملیاتو جاج اخستل کیږي.

28.01.2023 ډیوه

استخباراتي شبکې وایي خېبر پښتونخوا کې یې د ځانمرګو بریدکوونکو نیټورک نیولی دی

دپاکستان استخباراتي سرچینو دعوه کړې ده چې خېبر پښتونخوا کې یې د ځانمرګو برید کوونکو یو ستر نیټورک یا شبکه نیولې ده اؤ دهغوئ د ولکې څخه یې د افغانستان سیمونه، نشه یي توکي اؤ پېسې ترلاسه کړي دي. د خالي په ورځ پاکستاني رسنیو دپاکستان داستخباراتي سرچینو له قوله ویلي دي چې د ترهګرو دانیټ ورک په 19مه جنورۍ دخېبر قبایلي ضلعې تخته بیګ په امنیتي پوسته دشوي ځانمري برید دپلټنو په ترڅ کې نیول شوی دی. ټي ټي پي دپاکستان داستخباراتي شبکو ددې دعوې په هکله په سمدستي توګه څه نه دي ویلي. په تخته بیګ امنیتي پوسته ترسره شوي ځانمرګي برید کې درې پولیس عسکر وژل شوي وؤ اؤ تحریک طالبان پاکستان ددغه برید پړه پغاړه اخستې وه. سرچینې وایي دترهګرۍ له دې پېښې وروسته امنیتي ځواکونو دمرمیو یا ګولیو توقې اؤ دځانمرګي تن د وجود ټوتې د معاینې یا فرانزک لپاره لیږلې وې اؤ هم یې ددغه برید دسي سي ټي‌ وي د ویډیوګانو تجزیه کړې وه چې دهغې په اساس ورته په 21مه جنورۍ اطلاع ترلاسه شوې وه چې دا ځان مرکی برید عمر نومې هلک کړی ؤ. استخباراتي سرچینې وایي ځانمرګي عمر نومې تن سره دې برید کې دجمرود یو استوګن ستانه جان نومې تن کومک کړی ؤ . په 23مه جنورۍ داستخباراتي معلوماتو په اساس ترسره شوؤ عملیاتو کې امنیتي ځواکونو دځانمرګي برید کوونکي خپلوان فرمان الله اؤ عبدالقیوم ونیول شول اؤ ټي ټي پي څرګنده کړې وه چې ستانه جان په ترسره شوؤ عملیاتو کې وژل شوی دی. په پاکستاني رسنیو دخپرو شوؤ رپورټونو له مخې په 27مه جنورۍ امنیتي ځواکونو دغه پېښې سره دتړاؤ لرونکو کسانو پرضد عملیات وکړل اؤ دفضل امین،فضل احمد اؤمحمد عامر اؤ حماد الله په نومونو یې څلور کسان ونیول. امنیتي سرچینې زیاتوي چې دستانه جان پرضد ترسره شوؤ عملیاتو کې دوه افغان وګړي هم نیول شوي وؤ اؤ دپلټنو په مهال فضل احمد امنیتي چارواکو ته څرګنده کړې وه چې په تخته بیګ امنیتي پوسته ځانمرګي یو افغان وګړي کړی ؤ اؤ دغه افغان ستانه جان پاکستان ته را اړولی ؤ. داستخباراتي شبکو پلټنو کې روښانه شوې ده چې ځانمرګي تن ته دچاودیدونکو موادو ډک جیکټ اؤ وسله ستانه جان ورکړې وه اؤ په کومه پوسته چې دا برید شوی ؤ دهغې عکسونه فضل احمد په 18مه جنورۍ پخپل موبایل اخستي وؤ. پلټنې وایي چې ستانه جان شمالي وزیرستان کې دتحریک طالبان پاکستان شبکه فعاله ساتلې وه اؤ دخپلې استوګنې لپاره یې څلور کورونه کارول. دپاکستان استخباراتي شبکو دځانمرګي برید کوونکو دنیټ ورکول نیولو دا دعوه په داسې حال کې کړې چې په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو دټي ټي پي وسله والو بریدونو کې چټکتیا راغلې ده اؤ ګڼ شمیر پولیس اؤ پوځیان په دې بریدونو کې وژل شوي دي. خېبرپښتونخوا پوليس ترمخه ، تېر کال په 2022 کې په صوبه کې 196 ترهګر په پوليس مقابلو کې وژل شوي، او 118 پوليس هم د ترهګرۍ پرضد جګړه کې وژل شوي او 117 ژوبل شوي وو. د خېبرپښتونخوا پوليس اډيشنل انسپکټر جنرل محمد علي باباخېل په 23م دسمبر مطبوعاتو سره د پولیس عملیاتو شمېرې شريکې کړې وې او ويلي يې وو، د صوبې څلور جنوبي ضلعې، شمالي او جنوبي وزيرستان، لکي مروت او بنو د ترهګرۍ ښکار پاتې شوي او زياتې پېښې پکې شوې وې. د پولیس شمېرو ترمخه تېر کال په صوبه کې سي ټي ډي 806 ترهګر نيولي چې پکې د 90 ترهګرو په سرونو قيمتونه هم مقرر وو.

28.01.2023 ډیوه

پېښور هايکورټ د علي وزیر ضمانت منظور  او امر یې کړی چې هغه دې په بله مقدمه کې و نه نیول شي

د پېښور هايکورټ د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزیر د چارسدې په مقدمه کې ضمانت منظور کړی او عدالت امر کړی وزير به په مقدمه کې نه نيول کيږي.

28.01.2023 ډیوه

د پاکستان الېکشن کمېشن د قومي اسمبلۍ په 33 حلقو د مارچ په 16 د انتخاباتو اعلان کړی 

د پاکستان الېکشن کمېشن يا د ټاکنو کمېشن د جمعې په ورځ اعلان کړی چې د قومي اسمبلۍ په 33 حلقو به په 16م مارچ ضمني انتخابات کولی شي.

28.01.2023 ډیوه

د کراچۍ په جېل کې بندي درېم افغان مړ شوی

د پاکستان د غټ صنعتي ښار کراچۍ په لانډي جېل کې بندي يو افغان مړ شوی دی، د جېل چارواکو وي او اې ډيوه ته تاييد کړې چې افغان وګړی په جېل کې ناروغه شوی او چې روغتون ته منتقل کړی شوی هلته یې ساه ورکړې او اوس یې مړی يا جسد د چهيپا په نوم مرده خانه کې پروت دی.

28.01.2023 ډیوه

د لوبو له میدانه؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شل اوریزو سیالۍ کېږي

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې افغانستان او پاکستان د کرکټ شل اوریزې سیالۍ کوي. د راشد خان ۵۰۰ وېکټې او ملي لوبډلې ته د هغه د راتګ کیسه. د افغانستان کورنی کرکټ او د ۲۰۲۳ کال ټورنمنټونه او په اسیا جام سیالیو کې د افغانستان د بېسبال ملي لوبډلې ګډون. په خپرونه کې نور مطالب هم شته چې د لاندې لېنک په کېګاږلو یې اورېدلی شئ:

28.01.2023 ازادي راډیو

سپینې ماڼۍ هغه راپورونه رد کړل چې ګنې روسیه غواړي طالبانو ته پاتې شوې امریکایۍ وسلې تر لاسه کړي

سپینې ماڼۍ هغه راپورونه رد کړل چې ګنې روسیې د طالبانو غوښتي هغه وسلې ورته ورکړي چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وروسته هلته پاتې او دې ډلې ته په لاس ورغلي.

28.01.2023 امریکا غږ

پاکستان پيپلز ګوند: عمران خان په خپله د ترهګرو ملاتړی او پلوي پاتې شوی

پاکستان پيپلز پارټۍ د عمران خان لخوا په اصف علي زرداري لګول شوي تورونه رد کړي او ويلي یې دي عمران خان په خپله د ترهګرو ملاتړی او پلوي پاتې شوی دی.

28.01.2023 ډیوه

بیت المقدس کې په کنیسې برید کې ۷ تنه وژل شوي

په اسرائیل کې پولیس وایي یو وسله وال جمعه جنوري ۲۷ (سلواغې۷) بیت المقدس پورې اړوندې سیمې کې په یو کنیسې کې په خلکو ډزې کړي، لږ تر لږه ۷ تنه یې وژلي او لس نور یې ټپي کړيدي.

28.01.2023 امریکا غږ

وایټ هاوس: داسې څه شواهد نه لروو چې روس د طالبانو نه وسله غوښتې

د نېشنل سېکیورټي کاونسل یا د امریکې د قومي سلامتیا شورا ترجمان جان کربي د جمعې په ورځ وي او ای ته وویل دې رپورټ تصدیق نه شي کولی چې روس د طالبانو امداد غوښتی دی

28.01.2023 ډیوه

د قران په سوزول کېدو ترکي ډېنمارک ته په سفارتي کچه احتجاج کړی 

تېره هفته په سویډن کې د قران سوزول کېدو نه پس د ترکي صدر رجب طیب اردوان ویلي وویل سټاک هوم دې د ترکي نه دا امید نه لري چې په نېټو کې د شمولیت حمایت به يې کوي. ترکي په برسلز کې هغه غونډه هم د نامعلومه وخت پورې ځنډولې ده چې پکې به په نېټو کې د سویډن او د فن لېنډ په شمولیت بحث کېدلو

28.01.2023 ډیوه

د اسرایل په سېناګاګ حمله کې اووه کسان وژل شوي

روېټرز وايي که څه هم د حملې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخیستې خو فلسطیني مسلح ډلې حماس ترجمان حضام قاسم "دا اپرېشن په جنین کې د قبضې جرمونو ته جواب دی او د قبضې مجرمانه اقداماتو فطري ردعمل دی."   

27.01.2023 ډیوه

د طالبانو چارواکي وايي د بهرنۍ کمپنيانو سره د تجارت کوم رسمي قرارداد نه لري 

د پاکستان سره د تجارت په اړه د طالبانو چارواکي سپيناوی کوي چې دا معلومه خبره ده چې قرارداد په افغانيو کې کيږي ځکه کمپنۍ د افغانانو دي خو وايي پاکستان غواړي د سکرو/کولې کاروبار په کالدارو لا پاکستاني روپو کې وکړي ځکه کالداره د بهرنۍ کرنسۍ د مشکل سره مخ ده

27.01.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more