ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.

27.01.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

27.01.2023 امریکا غږ

طالبانو د کابل سقوط په وخت له خپلو بندیانو خالي کړي زندانونه په ۲۹۰۰۰ نورو بندیانو بیرته ډک کړي

واشنګټن ــــ طالبانو چې په څه کم دوه کالو کې د تېر حکومت له خوا بندي شوي مجرمان د جيلونو نه خوشي کړي وو، اوس يې بيا جيلونه د نوي مجرمانو نه ډکول پېل کړي دي. په تېرو ۱۸ مياشتو کې طالب چارواکو نزدې ۲۹۰۰۰ کسان د قتل، غلا او په زور د خلکو د تښتولو په تور کې نيولي دي. د طالبانو د جېلونو ډاېرېکټر محمد يوسف مستري وي او اې ته په وټس اپ پېغام کې ويلي: "مونږه ۱۵۰۰۰ بنديان خوشي کړي او نن سبا د اسلامي امارت په جېلونو کې ۱۴۰۰۰ بنديان دي" په دغو بنديانو کې تر ۱۱۰۰ پورې ښځې هم شاملې دي. طالب چارواکي دعوې کوي چې  په نيول شويو بنديانو کې سياسي قېديان نه شته خو آزادې سرچينې د دغو دعوو تصديق نه کوي. بل خوا د  بشري حقونو د څار اداره او دغسې نورې ډلې وايي‌ طالبانو د داعش او نورو وسله والو ډلو پلويان په جېلونو کې د اچولو په ځای وژلي دي د چا نه چې د ملک سلامتيا ته خطر وو. د طالبانو "اسلامي امارت" حکومت د سخت شريعت لاندې د شراب، زنا او همجنس بازي لوی جرمونه دي چې د ځينو سزا پکې مرګ دی. طالبانو تېر کال د نومبر د مياشتې راهسې په ولسي ځايونو کې مجرمانو ته د سزا ورکولو لړۍ يو ځل بيا پېل کړې  ده، چې پکې د غلو نه لاس وهل او په جنسي اړيکو کې ککړ کسان په درو وهل شوي او په قتلونو کې ککړ مجرمان د خلکو په مخ کې په ګولو ويشتل شوي. په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندويه اداره يونامه وايي، طالبانو تر اوسه د ۱۰۰ نه زيات ښځې او سړي د سزا په توګه په درو وهلي، او دوه سړو ته پکې د مرګ سزا ورکړل شوی. د طالبانو دغو سزا ګانو په اړه د بشري حقونو د اېشيا څانګې مشرې پېټريشا ګوسمین وي او اې ته ويلي: "داسې وحشيانه سزاګانې چې اکثر په داسې وړو جرمونو لکه د موسيقۍ په اورېدلو چې هډو جرم نه ګڼل کېږي،‌ انساني سپکاوی دی او په نړيوال قانون کې يې اجازت نه شته". يوناما او د بشري حقونو ډلې وايي، په افغانستان کې په تېرو وختونو او حکومتونو کې هم ډول ډول سزاګانې عملي شوي. د نيويارک ټايمز او فزيشن فار هيومن رایټس رپوټونه وايي،‌ په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲م کال کې د امريکايي‌ پوځ په مشرۍ چې کله د طالبانو حکومت نسکور کړی شو نو د ځايي ملېشه ځواکونو په مرسته په حراستي مرکزونو کې په سوونو طالبان مړه شوي‌ وو. همدغه شان د ملګرو ملتونو يو زوړ رپوټ وايي، ‌د تېر افغان حکومت په وخت کې هم په قیديانو تشدد شوی وو، چا چې د ۳۰۰۰۰ نه زيات کسان نيولي وو او ورسره يې تشدد کړی وو چې اکثريت پکې د طالبانو وو. د بشري حقونو د څار مشرې پېټريشا ويلي طالبان به هم د تېرو وختونو په څېر د نيول شوو قېديانو سره تشدد کوي. خو د طالبانو د  حکومت د جېلونو مشر محمد يوسف مستري په جيلونو کې د تشدد خبرونه رد کړي دي او ويلي یې دي چې د دوی وزارت ته د قېديانو سره د ښه سلوک امر شوی دی. که څه هم طالبان دعوې کوي چې د قېديانو سره به ښه سلوک کوي خو رپوټونه وايي،‌ په افغانستان کې د جېلونو حالت ډېر خراب دی او دغه  د ډېر وخت نه د افغانستان د پاره يو لوی چېلنج دی.

27.01.2023 ډیوه

تهران کې د آذربایجان پر سفارت وسله وال برید؛ یو تن وژل شوی، دوه ټپیان دي 

یو وسله وال کس د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۷ (سلواغې ۷) د ایران په پلازمېنه تهران کې د اذربایجان پر سفارت برید وکړ او د دغه دپلوماتیک ماموریت د امنیت مشر یې وواژه.

27.01.2023 امریکا غږ

ژوند په امریکا کې

"ژوند په امریکا کې" خپرونه کې تاسې په متحده ایالاتو کې، چې د مختلفو فرهنګونو او ارزښتونو کور بلل کېږي، د مهاجرینو د فرصتونو، ننګونو، نژادي او فرهنګي تنوع، د ژوند د بڼو او د هغوی د ارمانونو د پوره کیدو سره اشنا کیږی. دغه خپرونه د جمعې په ورځو د ماښام په ۶:۰۰ بجو د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې خپریږي.

27.01.2023 امریکا غږ

ایا یوازې د ایي‌ ایم ایف پور پاکستان د اقتصادي ستونزو نه ویستلی شي؟

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف هيله ښودلې ده چې په روانه میاشت کې به د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره د 7 اربه ډالرو د پور لوظنامه ترسره شي چې ورسره به هېواد د اقتصادي مشکلاتو څخه رابهر شي. پاکستان اوس مهال د بد اقتصادي صورتحال سره مخ دی، د مرکزي بېنک سره د زر مبادلې ذخيره بيا د نهو کلونو لاندې کچې ته غورځېدلې ده او پاکستاني روپۍ نن په دويمه ورځ هم د ډالر په مقابله کې خپل قدر بایللی دی خو د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار وايي هېواد به د اقتصادي دلدل څخه وځي او د ترقۍ په لوري به روان شي. ټاکل شوې ده چې د ايي اېم اېف پلاوی به د روانې مياشتې په اخره کې د پاکستان سفر وکړي خو د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د ايي اېم اېف پورونه د پاکستان د اقتصادي ستونزو يوازینی حل نه دی او د پوځ په ګډون شتمنې طبقې ته ورکړل کېدونکي مراعات به بېرته اخستل وي. د جمعې په ورځ اسلام اباد کې يوې دستورې ته د وېنا په مهال د وزير اعظم شهباز شريف وېلي پاکستان په څنډه ولاړ دې او د مشکل وخت څخه تېرېږي. د وزير اعظم وینا وه چې هيله من دی په روانه میاشت کې به د نړیوالې مالياتي ادارې ایي ایم ایف سره د قرض لوظنامه وشي او پاکستان به د اقتصادي ستونزو څخه راوځي. هم دغه مهال د پاکستان د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار د پاکستان تحریک انصاف ګوند په تېر حکومت د معیشت د تباهۍ تور لګولی او وايي د اتحادي ګوندونو حکومت تر راتلونکې انتخاباتو وړاندې په دې کې بهتري راوستل غواړي. ډار هم هيله څرګنده کړې ده چې دوى به د اقتصادي دلدل څخه راوځي او پاکستان به پرمختګ کوي. د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د نړيوالې مالياتي ادارې سره د قرض لوظنامې کېدو دا هيله په داسې حال کې ښودلې چې د 92 کروړه ډالرو د نور کمي وروسته د مرکزى بنک سره د زر مبادلې ذخیرې 3.6 اربه ډالرو ته غورځېدلې دي چې په تېرو نهو کلونو کې تر ټولو ټيټه کچه ده. د پاکستان روپۍ هم په پرله پسې ډول د امريکايي ډالر په وړاندې خپل قدر بایلي او اقتصادي ماهرين د روپۍ په ارزښت کې د راغلي کمي په ترڅ کې د ګرانۍ خبرداری ورکوي. نړيوالې مالياتي ادارې پرون د زيارت په ورځ اعلان کړی چې د نهمې ارزونې لپاره به د ادارې مشن د روانې میاشتې په 31 نېټه د پاکستان سفر کوي. د سياسي او اقتصادي چارو کارپوهان وايي د ايي ایم ایف قرض د پاکستان د خراب اقتصاد يوازینی حل نه دی. د اقتصادي او سیاسي چارو کارپوهه فدا حسین ډيوه ته وايي د پاکستان رياست هر کال شتمنې طبقې ته د اربونو روپو مراعات او په ټېکسونو کې معافیت ورکوي. هغه وايي ددې تر څنګ پراخه اقتصادي او مالي اصلاحات کول هم لازم دي. پوځ او درامدي صنعت ته ورکړی کېدونکي مراعات به بېرته اخستل وي. د تېر زيارت په ورځ نړیوالې مجلې فنانشل ټايمز هم په د پاکستان د اقتصاد په اړه خپل يو رپورټ کې ويلي وو چې د پاکستان اقتصاد د ډوبېدو په حال کې دی او د سقوط په څنډه ولاړ دی. د اقتصادي چارو کارپوهه شهريار بټ ډيوه ته وايي که څه هم د ايي ایم ایف سره به د قرض لوظنامه پرځای شي خو د ادارې د شرطونو له کبله به د ګرانۍ نوې څپه راځي. دی وايي نه ګڼي چې په ګرانې کې به کمی راشي او ددې بد اثر به په بې وزله خلکو تر ټولو زیات وي او د ګرانې کچه چې اوس 25 فيصدى ده نو دا به 37 فيصدى رسي.

27.01.2023 ډیوه

بو علی سینا

د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.

27.01.2023 امریکا غږ

ملګرو ملتونو کې د عربي اماراتو او سويس استازو د افغان ښځو وضعيت د نه‌منلو وړ بللی

د افغانستان د مدني ټولنو یو شمېر ښځینه غړې په دې باور دي، چې که نړیواله ټولنه د طالبانو پر حکومت فشار راوړي، دوی به پر افغان ښځو او نجونو د بندیزونو لګولو په اړه خپله پرېکړه بدله کړي. د بدخشان ولایت یوې زده‌کوونکې او د مدني ټولنې فعالې مریم رسولي ازادي راډیو ته وویل: "که دغه ډله له‌مينځه نه‌شي وړی، نو په هغوی دې فشار زیات کړي، چې د ښوونځيو، پوهنتونونو او هغه دفترونو دروازې، چې ښځو په‌کې کار کاوه، پرانيزي، که نړيواله ټولنه په دغه ډله (طالبانو) فشار واچوي، هغوی به په يوه ورځ يا يوه اوونۍ کې خپلې پرېکړي بدلې کړي او يا به وتښتي." دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو او سویس هېوادونو استازو، په افغانستان کې د ښځو وضعیت د نه منلو وړ بللی دی. د دغو دواړو هېوادونو استازو په خپلو ټويټرپاڼو کې ليکلي، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ښځو، سولې او امنيت په اړه، غیر رسمي ډلې د متحده عربي اماراتو او سويس په ګډې مشرۍ د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ غونډه کې، د پنجشنبې په ورځ د افغان ښځو پر وضعيت خبرې وشوې. په ملګرو ملتونو کې د سویس استازې لیکلي چې د افغان ښځو او نجونو وضعیت د منلو وړ نه‌دی او سوله او امنیت د جنسیت له برابرۍ سره نه شلېدونکی تړاو لري. په همدې حال کې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د تړلو دروازو تر شا په یوه غونډه کې افغانستان ته د دغه سازمان د سرمنشي مرستیالې امینه محمد د سفر پایلې وڅېړي. ویل شوي، چې مېرمن محمد به له طالبانو سره د خپلو خبرو او د افغانستان وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي. کابو دوه اوونۍ وړاندې، مېرمن امينې د ملګرو ملتونو د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر وکړ او هلته يې له يو شمېر طالب چارواکو سره د افغان ښځو او نجونو د حقونو په ځانګړي ډول د کار او زده‌کړې د حق د خونديتوب په اړه خبرې وکړې. د راپورونو له‌مخې تر اوسه د طالبانو له لوري په دې اړه کوم څرګند ځواب نه‌دی ترلاسه شوی. په همدې حال، د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او ورته نورې غونډې د افغانستان پر وضعیت هېڅ اغېز نه‌‌‌لري. نوموړې وايي: "موږ ولې اوس هم له نړۍ دوکه خورو؟ او فکر کوو چې که د امنیت شورا د افغانستان په اړه د دروازې تر شا او یا د دروازې تر مخې، د تړلو دروازو تر شا یا د خلاصو دروازو تر شا غونډه وکړي، دا به د افغانستان پر حالت ډېر اغېز وکړي او زه دې ته هم حيرانه يم چې ولې نړۍ فکر کوي چې اوس هم موږ غولولی شي؟ بس دی! تر څو چې امریکا پخپله دا پرېکړه ونه‌کړي چې له طالبانو سره يې اړيکې تړلي، په دې صورت کې د بدلون امکان شته، که نه نو د بدلون امکان نه‌شته." خو په وروستيو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانانو پر وړاندې د طالبانو اوسنۍ کړنې به بې ځوابه پاتې نه‌شي او د بشري حقونو د سرغړونو مخنیوي لپاره به له ټولو لارو چارو کار واخلي. د امینه محمد له سفر وروسته د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو او د بېړنیو مرستو په چارو کې د سرمنشي مرستيال مارتین ګریفیتس کابل ته سفر وکړ او له طالب چارواکو سره یې په نادولتي مؤسسو کې د ښځو د کار کولو د حق په اړه خبرې وکړې. له دغه سفر وروسته له CNN سره په مرکه کې هغه وویل، چې یو شمېر طالب وزیرانو ورته ویلي چې دوی پر یوې کړنلارې کار کوي چې ښځو ته د بشري مرستو په بهیر کې د کار کولو اجازه ورکړي.

27.01.2023 ازادي راډیو

د پښتونخوا نګران حکومت مرکز نه د صوبې ور پاتې 53 اربه روپۍ غوښتي دي

د خیبر پښتونخوا صوبې نګران حکومت د مرکز په ذمه ورپورې دپښتونخوا صوبې دبقایاجاتو ادا کولو لپاره دانرژۍ د دولتي ادارې یا نیپرا مشر ته لیک استولی اؤ له هغه یې غوښتي چې نیپرا باید دبجلۍ دخالصې ګټې په مد کې صوبې ته خپلې ټولې پیسې ورکړي. دنګران وزیراعلا ښاغلي اعظم خان په وینا دصوبې دانرژۍ یا د توان محکمې دنیشنل الیکټرک پاور ریګولرټي اتهارټي چیرمین ته لیږل شوي لیک کې ویل‌ شوي چې دکال 2015-16 نه د وفاق په ذمه د صوبې 182 اربو نه زیاتې روپۍ ورپورې وې چې دې کې نزدې 129 اربه روپۍ صوبې ته ورکړل شوي دي اؤ د53 اربو روپو نه زیاتې اوس هم مرکز ته ورپاتې دي. دسرکاري دستاویز له مخې په وروستي ځل په 10مه جنورۍ 2022 کې مرکز صوبې ته دکال 2021م ددسمبر دمیاشتې بقایاجات ورکړي وؤ اؤ بیا په کال 2022م کې دبجلۍ دخالصې ګټې په مد کې صوبې ته هیڅ پیسې نه دي ورکړل شوي. دغه دستاویز ښایي چې دا مهال دبجلۍ دخالصې ګټې په مد کې نیپرا ته دصوبې 53اربه،19کروړه اؤ 10لکه روپۍ ورپورې دي. په 21مه جنورۍ دخپل منصب له لوړې کولو وروسته دخیبر پښتونخوا نګران وزیراعلا اعظم خان ویلي وؤ دی به دخپلې واکمنۍ په موده کې د مرکز سره دخیبر پښتونخوا دبقایاجاتو،این ایف سي ایوارډ کې دصوبې دبرخې، این ایچ پي اؤ دضم شوؤ قبایلي ضلعو دپنګو ستونزې راپورته کوي. تر دې وړاندې خېبر پښتونخوا کې دتحریک انصاف دتېر حکومت پخواني وزیراعلا محمود خان په مرکز تورونه لګول چې دصوبې اؤ قبایلي ضلعو کومې پیسې ورپاتې دي هغه صوبې له نه ورکوي چې له امله یې صوبې سره دپیسو کمښت پیدا شوی دی اؤ خپلو مامورینو ته په وخت معاشونه هم نه شي ورکولی. خو دمرکزي حکومت ایتلافي اؤ دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ مرکز چې دقبایلي ضلعو کومې پنګې صوبې له ورکړې دي دتحریک انصاف حکومت هغه پنګې دصوبې په نورو برخو کې لګولي دي. په دې وروستیو کې مرکزي حکومت قبایلي سیمو کې دپنګو جوړولو لپاره یوه ځانګړې کمیټه هم جوړه کړې ده چې تحریک انصاف ګوند دغه کمیټه غیراییني بللې ده اؤ ددې پرضد یې پېښور هایکورټ ته عریضه کړې ده

27.01.2023 ډیوه

د ناروې سفیر له طالبانو غوښتي‌ د ښځو پر تعلیم او کار دې بندیز ختم کړي، ملګري ملتونه نن په دې اړه غونډه کوي

واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د جنورۍ پر 27مه د افغانستان د حالت په اړه ځانګړې غونډه کوي. بل لورته د افغانستان لپاره د ناروې سفیر په کابل کې د طالبانو له وزیرانو سره لیدلي او د ښځو پر کار او تعلیم د بندیز د لرې کولو غوښتنه یې ترې کړې ده. د افغانستان د حالاتو په اړه غونډه نن د جمعې په ورځ د متحده عرب اماراتو، جاپان او فرانس په غوښتنه کیږي، چې پکې به د ملګرو متلونو د مشر مرستیاله آمنه محمد افغانستان ته د خپل سفر په اړه خپل رپوټ او معلومات هم وړاندې کړي. مېرمن آمنه محمد تېره اونۍ د افغانستان د بشري حالت او د ښځو پر تعلیم او کار د بندیزونو د لرې کولو په اړه له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل او کندهار ته تللې وه. په ملګرو ملتونو کې د عرب اماراتو د دفتر ویاندې شهاد مطر وایي، دا غونډه به هم د بندو دروازو تر شا کېږي چې پکې به آمنه محمد طالبانو ته د ورکړو پيغامونو او د حالاتو د ارزونې په اړه خپل معلومات او نظر شریکوي. د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې آمنه محمد د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د نجونو او ښځو د تعلیم د حقوقو په اړه سره متحد شي. هغې لیکلي: "هلته [په افغانستان کې] مې د [طالبانو] له استازو سره ولیدل چې هغو نابرابریو ته د حل څه لاره پیدا کړم کوم چې د افغانستان پر نجونو، ښځو، نارینه او هلکانو اغېز کوي." مېرمن آمنې محمد افغانستان ته د خپل سفر په مهال د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د بندیز په اړه شدیده اندېښنه ښکاره کړې وه او د طالبانو له حکومته یې د دغه بندیزونو د سمدستي لرې کولو غوښتنه کړې وه. بل لور ته د افغانستان لپاره د ناروې د سفارت شارژدافیر پال کلومن بیکین د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او د اقتصاد له وزیر دین محمد حنیف سره لیدلي او د ښځو پر کار او تعلیم د بندیز د لرې کولو غوښتنه یې ترې کړې ده. ښاغلي بیکین د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې ناروې د افغانو ښځو د تعلیم او کار د مسئلې د هواري لپاره له طالبانو سره دوامداره خبرو ته ژمنه ده: "له دواړو دواړو [متقي او حنیف] څخه مې وغوښتل چې ښځو او نجونو ته تعلیم ته د لاسرسي بشپړه اجازه ورکړي او په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه بیرته واخلي."   د ناروې سفیر د جمعې په ورځ په کابل کې د نجونو د تعلیم لپاره د کار کوونکې ادارې «څرک» له مشرې پرستو حکیم سره هم لیدلي او د ښځو پر تعلیم د طالبانو د بندیزونو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي. سفیر پال کلومن بیکین او پرستو حکیم دواړو د دغې لیدنې په اړه پر خپل ټویټر لیکلي، چې باید ښځو ته په افغانستان کې د کار او تعلیم حق ورکړل شي. مېرمن پرستو لیکلي: "موږ په افغانستان کې د هغو ستونځمنو حالاتو په اړه خبرې وکړې چې افغانې نجونې او ښځې ورسره مخ دي، د افغانستان ښځې او نجونه ټینګار کوي چې باید تعلیم وکړي او دا غوښتنه یې باید له پامه ونه غورځول شي". طالبان د 2021م کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې تر بیا واکمنېدو وروسته په ټول هیواد کې پرله پسې پر ښځو او نجونو بندیزونه لګولي او نه یواځې یې ښځې په سرکاري دفترونو کې له کار کولو منع کړې دي بلکې په غیرسرکاري ادارو کې یې هم د ښځو په کار بندیز لګولی دی. طالبانو نجونې تر شپږم ټولګي پورته په سکولونو او پوهنتونونو کې له زدکړو هم تر اوسه محرومه ساتلې دي او یواځې تر شپږم ټولګي پورې یې نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړې ده. نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول غربي هیوادونو په وار وار ټینګار کړی چې طالبان باید د نړیوال اعتبار د ترلاسه کېدو او رسمیت پېژندنې لپاره لومړی د خپلو خلکو رایې او نظر ته درناوی وکړي او د ښځو او نجونو، قومي لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه پر ځای کړي، خو طالبان وایي د هیچا له حقونو یې سرغړونه نه ده کړې.

27.01.2023 ډیوه

غلام علي: ټي ټي پي سره مذاکراتو ته دوام ورکولو یا نه ورکولو فیصله به مرکزي حکومت کوي

د خیبر پښتونخوا صوبې ګورنر حاجي غلام علي وایي په دې کې شک نشته چې په صوبه کې د امنیت وضعه ښه نه ده خو وایي د صوبې نوی نګران حکومت به په صوبه کې د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې کوي. دجمعې په ورځ پېښور پریس کلب کې رسنیو سره د خبرو په مهال د وي او ای ډيوه ددې پوښتنې په جواب کې چې ایا د صوبې نوی نګران حکومت به دپاکستاني طالبانو سره دمذاکراتو لړۍ ته دوام ورکوي که نه ؟ګورنر وویل،دا د مرکزي حکومت مسولیت دی چې هغوئ دامن لپاره کومه لاره غوره ګڼي په هغې به تګ کوي. په پاکستان کې د عمران خان تېر حکومت دافغان طالبانو په منځګړتوب افغانستان کې دپټو پاکستاني طالب وسله والو سره دمذاکراتو لړۍ پیل کړې وه خو په دويمه جنورۍ د قامي سلامتيا دکمیټۍ له غونډې وروسته د پاکستان موجوده وزير اعظم شهباز شريف په ټوېټر ليکلي وو "د پاکستان رياست به د خپلې عملدارۍ چېلنج کوونکو ترهګرو دپاره د هيڅ زغم نه لرلو پالیسي خپلوي او په امن به هيڅ سودا نه کيږي. ګورنر حاجي غلام علي دتحریک انصاف دتېر صوبایي حکومت دا تورونه رد کړل چې ګنې مرکزي حکومت صوبې ته خپلې پیسې نه ورکوي اؤ دهغې له امله صوبه دمعاشي بدحالۍ سره مخ ده. هغه وویل که چرې په تېرو درې نیمو کالو کې دخیبر پښتونخوا تېر حکومت دمرکز نه دصوبې په پیسو اخستو کې ناکام پاتې شوی نو دا هم ددې حکومت نااهلي وه . حاجي غلام علي زیاته کړه چې دصوبې نګران وزیراعلی واضحه کړې ده چې مرکز سره به دصوبې دحقونو اؤ ورپاتې پیسو په اړه خبرې کوي اؤ وئ ویل مرکزي حکومت هم په کراتو ویلي دي چې نه یوازې دضم شوؤ قبایلي سیمو بلکې دنورې صوبې پنګې یې هم صوبې ته ورکړې دي اؤ تر دې وروسته به یې هم ورکوي. خو دګورنر ددې دعوې برعکس خیبر پښتونخوا کې دتحریک انصاف دتېر حکومت وزیر اعلا محمود خان اؤ دخزانې وزیر تیمور سلیم جګړه پرله پسې په مرکز تورونه لګوي وؤ چې دصوبې اؤ قبایلي ضلعو کومې پیسې ورپاتې دي هغه صوبې له نه ورکوي چې له امله یې صوبې سره دپیسو کمښت پیدا شوی دی . دمرکزي حکومت ایتلافي اؤ دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ مرکز چې دقبایلي ضلعو کومې پنګې صوبې له ورکړې دي دتحریک انصاف حکومت هغه پنګې دصوبې په نورو برخو کې لګولي دي. په دې وروستیو کې مرکزي حکومت قبایلي سیمو کې دپنګو جوړولو لپاره یوه ځانګړې کمیټه هم جوړه کړې ده چې تحریک انصاف ګوند دغه کمیټه غیراییني بللې ده اؤ ددې پرضد یې پېښور هایکورټ ته عریضه کړې ده

27.01.2023 ډیوه

پوليس: په لکي مروت کې د وسله والو ضد په غټه کچه عمليات پېل کړی شوي

په لکي مروت کې د وسله والو پرضد عملیات پېل کړی شوي چې پکې توپې او جنګي هیلي کاپټرې کارول کیږي. تحریک طالبان پاکستان په دغو عملیاتو کې د پاکستان پوځ ته ګڼو مرګ ژوبلو اړولو دعوه کړې خو تاييد یې نه دی شوی.

27.01.2023 ډیوه

امينه محمد: پر افغان نجونو او ښځو د محدوديتونو ليرې کېدو ته هيله‌مندي پيدا شوې

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امينه محمد هیله‌منه ده چې پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا لګېدلي بندیزونه به یو څه ليرې شي. امينه محمد له سي‌ان‌ان ټلوېزیون سره مرکه کې چې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې مشره سیما باهوس هم ورسره وه ویلي، د طالبانو خپل‌منځي اختلاف او تر خوا یې د ټولو لوریو فشار ته په کتو احساسوي چې د یو شمېر بندیزونو لېرې کېدل ممکن دي. امينه محمد پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا لګېدلي بندیزونه هم له اسلام سره ټکر کې بولي او د داسې اقداماتو غوښتونکې ده چې ستونزې حل کړي. نوموړې وايي: "نو موږ باید پیل وکړو، فشار راولو او هغه اقدام وکړو چې ورته اړتیا ده. دوی مشروعیت او بشري مرستو ته اړتیا لري. موږ باید د ستونزو د پای ته رسولو لپاره هڅو ته دوام ورکړو." طالبان د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د مرستیالې د نیوکو په اړه ځواب نه‌ وايي، خو وړاندې یې دا د افغانستان داخلي مسایل بللي. په افغان نجونو او ښځو د طالبانو د بندیزونو ور هاخوا د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امينه محمد ساړه او لوږه هغه دوه لاملونه بولي چې د دې په خبره، د افغان نجونو او ښځو ترمنځ یې ژور خفګان لا پسې زیات کړی دی. له سي‌ان‌ان سره مرکه کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې مشرې سیما باهوس هم دې ټکي ته اشاره وکړه او ویې ویل، په افغانستان کې د ځا‌ن‌وژنې د پېښو ګراف مخ په پورته کېدو او دا پېښې مخ په زیاتېدو دي. مېرمن باهوس د افغان نجونو او ښځو اوسنی وضعیت دردونکی بولي. نوموړې وايي: "د غونډې په پیل کې دوی ډېرې پیاوړې وې، موږ یې ستاینه کوو، خو د غونډې په نیمايي کې بل ډول حال و. دوی وژړل ویل یې چې دوه، درې ورځې کېږي چې د خپلو ماشومانو لپاره خواړه نه‌لري. موږ ولیدل چې هلته د ځان‌وژنې د پېښو احتمال زیات دی. یوې مېرمنې وویل، له ډېر ژور خفګان سره مخ ده، ځکه څو ورځې کېږي چې د هیڅ شي د پېرلو توان نه‌لري. دوی ډېرې پياوړي دي، خو دا ډېره دردونکې هم ده." د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې مشره وايي، له افغان نجونو او ښځو سره کتنه کې هغوی له دوی غوښتي چې غواړي بېرته زده‌کړو ته ولاړې شي، کار وکړي او نه‌غواړي چې له ټولنیزو چارو څخه د تل لپاره حذفې شي. د امينه محمد په مشرۍ د ملګرو ملتونو پلاوی څلور ورځې کابل او کندهار کې و او له طالب چارواکو سره یې په افغان نجونو او ښځو د لګېدلو بندیزونو په اړه خبرې وکړې. که څه هم امينه محمد هیله ښېي چې یو څه بندیزونه به لېرې شي، خو طالبانو لا په دې برخه کې کوم عملي ګام نه‌دی پورته کړی. له همدې امله د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله له نړیوالې ټولنې غواړي چې باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره متحد شي، څو د دې له قوله، هغه نابرابریو ته د حل لار پیدا کړي چې افغان ښځې او نارینه اغېزمنوي.

27.01.2023 ازادي راډیو

د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې ډالر په دوه ورځو کې 32 روپۍ ګران شوی دی

پاکستان کې د پیسو بدلوونکې اتحادیې جنرل سيکرټري ظفر پراچه وي او اې ډيوه ته وويل، نن په پرانستي مارکيټ ډالر په 265 او په انټربېنک مارکيټ 266 روپو ته رسېدلی دی.

27.01.2023 ډیوه

ايي اېم اېف: پاکستان ته د پور د نهمې ارزونې د خبرو دپاره پلاوی ليږي

نړيوالې مالياتې ادارې [ايي اېم اېف] ويلي، پاکستان ته د پور يا قرض د پروګرام د بحالۍ د ارزونې دپاره يوه ډله دغه هېواد ته ليږي چې په دغه موضوع ورسره خبرې وکړي.

27.01.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more