ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پنجاب اسمبلۍ ماته شوه، د پښتونخوا وزیراعلا هم د خپلې اسمبلۍ ماتولو ته چمتووالی ښودلی

دپاکستان دپنجاب ایالت د وزیراعلا له لوري ګورنر ته دصوبایي اسمبلۍ ماتولو دلېږل شوې سپارښتنې نه48 وروسته ددغه ایالت اسمبلۍ دګورنر له لاسلیک پرته پخپله ماته شوې ده. له اسمبلۍ ماتېدو وروسته دپنجاب ګورنر دنګران وزیراعلا ټاکنې لپاره وزیراعلا پرویز الهي اؤ دپوزیشن مشر حمزه شهباز ته خپلو کې دمشورې لپاره لیک استولی دی . ترڅو چې نګران وزیراعلان نه وي ټاکل شوی ترهغې به چوهدري پرویز الهي دچارسمبالي وزیراعلا په توګه پخپله کرسۍ ناست وي اؤ دنګران  وزیراعلا لپاره به په دریوؤ ورځو کې دننه داپوزیشن دمشر سره مشوره کوي. دپنجاب اسمبلۍ ماتېدو سره سم دخیبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا محمود خان هم دخپلې صوبې داسمبلۍ ماتېدو اشاره ورکړې ده اؤ ویلي یې دي کله چې عمران خان وینا وکړي هغه به داسمبلۍ ماتولو سپارښتنه ګورنر ته ولیږی. په پنجاب اؤ خیبر پښتونخوا صوبو کې دا مهال دتحریک انصاف ګوند حکومتونه دي اؤ ددغه ګوند مشر عمران خان ویلي هیواد کې دنوي سره ټولټاکنو لپاره دهغه ګوند ددواړو صوبو اؤ مرکزي اسمبلۍ نه وتل غواړي. دپنجاب وزیراعلا چوهدري پرویز الهي په دولسمه جنورۍ دصوبې ګورنر ته داسمبلۍ ماتولو سپارښتنه لېږلې وه خو سرچینې وایي دصوبې ګورنر بلیغ الرحمان د وزیراعظم اؤ قانوني ماهرینو سره له مشورې وروسته په دغه سپارښتنه دلاسلیک نه کولو پرېکړه کړې وه. ګورنر بیلغ الرحمان پخپل یو بیان کې ویلي دي دهغه له لوري داسمبلۍ ماتولو په عمل کې دبرخې نه جوړېدو دپرېکړې سره اییني عمل کې دهیڅ رقم خنډ نه راولاړیدو اندېښنه نه وه ځکه چې ایین اؤ قانون کې په صراحت سره د ټولو چارو په مخکې د وړل کیدو لاره شتون لري. دپاکستان دایین له مخې هرکله چې وزیراعلا ګورنر ته داسمبلۍ ماتولو سپارښتنه وکړي نو که ګورنر دسپارښتنې په منلو لاسلیک ونه کړي نو هم په 48 ساعتو کې دننه پخپله اسمبلي له مینځه ځي. دا چې اوس دپنجاب اسمبلي پخپله ماته شوې ده،موجوده وزیراعلا به دنګران یا لنډ مهالي وزیراعلا په توګه ذمه وارۍ پر مخکې وړي اؤ دنګران حکومت جوړیدلو په چاره کې به دمخالفې ډلې دمشر سره مشوره کوي. دواړه مشران پابند دي چې دریوؤ ورځو کې به دنګران وزیراعلا ټاکنه کوي خو که چرې دوي دنګران وزیراعلا په نوم سلا نه شي نو بیا به معامله دپارلیمان شپږ کسیزې کمیټې ته ځي چې په دغه کمیټه کې به درې غړي دحکومت اؤ درې داپوزیشن شامل وي. پارلیماني کمیټه دریوؤ ورځو کې دننه دنګران وزیراعلا دټاکنې پرېکړه کولی شي خو که چرې کمیټي هم دنګران وزیراعلا لپاره په کوم نوم اتفاق ته ونه رسیږي نو بیا به د وزیراعلا ټاکنه دټولټاکنو کمشن کوي.

15.01.2023 ډیوه

د پښتونخوا کارځایونو کې د ښځو جنسي ځورونه

د پښتونخوا په دفترونو او تعلیمي ادارو ځینې مېرمنې له جنسي ځورونې کړېږي. پښتنه ټولنه کې د بدنامۍ او پت له کبله د جنسي ځورونې ډېری پېښې پټې ساتل کېږي او ډېرې کمې رپوټ کېږي.

15.01.2023 BBC

د نيول شوو افغانانو وکيله:‌ د کراچۍ په زندانونو کې بندي افغانان د ناروغیو ښکار دي

کراچۍ ــــ د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د طالبانو کونسلر جنرل سيد عبدالجبار وایي، دا وخت د سيند صوبې په بېلابېلو زندانونو کې 951 افغانان لا هم بندي دي. د دغو بندي افغانانو وکیله وایي، بندي کسان د بېلابېلو ناروغیو ښکار دي. عبدالجبار د جنورۍ په 14 مه وي او اې ډيوه ته وویل، چې په دغو پاته بندي افغانانو کې 150 ماشومان 138 ښځينه او 663 نرينه شامل دي. وایي په دغو نيول شوو افغانانو تر 800 کسان يوازې  د کراچۍ په زندانونو کې قيد دي. بل خوا د نيول شوو افغانانو وکيلې منيزه کاکړ وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل، چې دا وخت  په زندانونو کې قيد افغانان د ناروغیو ښکار دي او د صحت اسانتيا نه لري. نوموړې وويل په نارينوو کې د پوستکي يا خارښ ناروغۍ راښکاره شوې دي او د ښځو په زندان کې په لوی شمېر کې ماشومان او داسې ښځې قيد دي چې په خېټه ماشومان لري. منيزه کاکړ وويل: "زياتره کسان چې کوم قيد دي دغه د ړومبی نه ناروغان وو او د درملنې دپاره کراچۍ ته راغلي وو. د ناروغۍ له امله د اول نه دوه نيول شوي افغانان په کراچۍ زندان کې په حق رسېدلي". منیزه کاکړ وایي‌، عدالتونو ته یې خواست کړی چې افغانستان ته د نيول شويو خلکو د بيرته ستنولو امر دې ژر وشي يا دې په زندانونو کې د صحت اسانتياوې ورکړل شي. د منيزه کاکړ په وينه دا وخت نیژدې پنځه يا شپږ داسې ښځينه په کراچۍ سنټرل جيل کې بندي دي چې ماشومان يې په خېټه دي. هغې وويل په داسې حالت کې ښځې خصوصي پاملرنې ته اړتيا لري او د زندان په چاپريال کې ساتل نه يواځې د دوی په صحت بد اغيز راوستی شي بلکې د زېږېدونکو ماشومانو صحت دپاره هم د نقصان وړ ګرځي. د کراچۍ په زندان کې د قيد 16 کلن شېر محمد ورور حبيب خان وي او ای ډيوه سره خبرو کې وويل، د ورور يې د يوې مياشت قيد ورته ښودلی وو خو وایي‌ د پینځو مياشتو راهيسې  بندي ساتل شوی دی. هغه وويل ورور ته د ليدنې دپاره جېل ته ورغلی وو او ويې ليدل چې هغه ناروغه دی او په تکليف کې دی. حبيب وايي: "دوایي مې د ځان سره ورور ته راوړې وه خو نه يې ور پرېښودم. مونږ غوښتنه کوو چې ورور مې دې په خير باندې افغانستان ته واړوي چې هلته د ورپيښو ناروغیو درملنه وکړي". وکيله منيزه کاکړ زياتوي، نيول شوي زلمي افغانان په زندان کې داسې زنداني کسانو سره ساتل کيږي چې په غټو جرمونو کې سزا شوي. هغه وايي د داسې مجرمانو په چاپېريال کې نيول شوي افغانان ساتل د دوی په نفسياتو د بدو اثراتو د غورځيدو سبب ګرځي. بل خوا په کراچۍ کې د افغان کډوالو د کېمپ استازی ګل دين بېګ وايي، په مطبوعاتو د خبرونو مخې ته راتلو او د پاکستاني چارواکو سره د دوی د واکمنو طالبانو د خبرو وروسته د تېرې يوې اوونۍ راهیسې په کراچۍ کې نور افغانان نه دي‌ نیول شوي. په کراچۍ کې د افغانستان د واکمنو طالبانو کونسل جنرل عبدالجبار څه ورځې وړاندې وي او اې ډيوه ته ويلي وو چې د جنورۍ  په 8مه او 9مه د کراچۍ او حېدر اباد د جېلونو نه تر 600 پورې افغانان بيرته افغانستان ته لېږل شوي دي. بل لور ته په کراچۍ کې مېشت افغانان کډوال تور لګوي چې په کراچۍ کې نيول شوو افغانانو کې داسې کسان هم شامل وو چې قانوني اسناد ورسره وو، خو د سيند صوبې حکومت بيا دغه تورونه رد کړي او ويلي يې وو يواځې په غېر قانونه توګه پاتې کېدونکي او راتلونکي افغانان يې نيولي وو. په پاکستان په ځانګړي ډول سيند صوبه کې د افغانانو د نيولو په سر په افغانستان کې واکمنو طالبانو په پاکستان غږ کړی وو چې دغه لړۍ ودروي. د تيرې میاشتې په وروستيو کې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې په ټويټر ويلي وو، په پاکستاني چارواکو غږ کوي چې په پاکستان کې د مېشتو او مسافرو افغانانو خصوصا د ښځو، ماشومانو، سپین ږیرو او ناروغانو زنداني کول او ځورونه خورا دردوونکې ده. سفارت لیکلي وو: "دا د دواړو وروڼو هېوادونو د اړیکو لپاره ښه پایله نه لري. پکار ده چې دغه شته بندیان ژر ترژره خوشي او دا لړۍ پای ته ورسیږي". د پاکستان مرکزي حکومت دغه بيان ته په رسمي ډول کوم غبرګون نه وو ويلی. د نومبر په وروستيو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر په مشرۍ یو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي د کابل سفر کړی او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقې په شمول یې د نورو طالب مشرانو سره د امنیت، تجارت او تعلیم په شمول په یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې کړې وې. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، د حنا رباني کهر په مشرۍ پلاوي سره د طالبانو پلاوي "د افغان بنديانو د خلاصون، یوبل هیواد ته د مسافرو د تلو راتلو او په لارو د اوښتو په برخه کې د سهولتونو د را منځته کولو" په تړاو هم خبرې کړې وې. خو په 29 نومبر د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د حنا رباني کهر د کابل د سفر په اړه جاري بیان کې د افغان کډوالو په اړه څه نه وو ويلي. په وروستيو کې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] په سيند صوبه او ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د افغانانو، ښځو او ماشومانو په نيولو او بندي کولو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې وو، اداره په نړيواله کچه په رياستونو غږ کوي چې په زوره افغانان بيرته خپل هېواد ته نه ستنوي څو پورې چې په افغانستان کې امنيت، د قانون سر لوړي او د بشري حقونو حال ښه شوی نه وي. په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره [يو اېن اېچ سي ار] وايي، پاکستان کې 13 لکه افغان کډوال مېشت دي چې په پاکستان کې د پاتې کېدو دپاره قانوني اسناد لري او يو اېن اېچ سي ار يې مرستې کوي، په دوېم نمبر کې اته نيم لکه نور کډوال دي څوک چې د پاکستان حکومت په کال 2017 کې رجسټرډ کړي دي، او درېم د پاکستان حکومت وايي، د درېو نه تر پينځه لکو پورې هغه افغانان دي چې اسناد نه لري او څلورم د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان ته دوه نيم لکه نور افغانان راغلي دي.

15.01.2023 ډیوه

ذبیح الله مجاهد: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اندېښنو پوهېږو خو غیرشرعي اقدامات نه پرېږدو

واشنګټن ـــــ د طالبانو حکومت وایي پر ښځو او نجونو د بندیزونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اندېښنو پوهېږي، خو وایي خپلې چارې به د اسلامي شریعت په رڼا کې تر سره کوي. امنیت شورا په ښځو او نجونو باندې د طالبانو بندیزونه "جابرانه" بللي او د بیرته اخیستو غوښتنه یې کړې ده.  د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان د حالاتو او پر ښځو د طالبانو د حکومت د لګېدلو بندیزونو په اړه د جمعې په ورځ‌ د بندو دروازو تر شا غونډه وکړه چې ماښام ناوخته پای ته ورسېده. په غونډه کې د امنیت شورا د 11 غړو هېوادونو استازو ګډون کړی وو، چې په افغانستان کې یې د نجونو او ښځو پر حالت ژوره اندېښنه ښکاره کړه او له طالبانو یې وغوښتل چې وروستي لګولي بندیزونه سمدستي بیرته واخلي. په ملګرو ملتونو کې د جاپان دایمي استازي ایشیکانې کیمي هیرو تر غونډې وروسته رسنیو ته وویل، په افغانستان کې ښځې باید د سیاست، اقتصاد او تعلیم په ګډون د ټولنې په ټولو اړخونو کې په بشپړه توګه برابر او معنالرونکی ګډون ولري: "موږ له طالبانو وغوښتل چې د ښځو او نجونو خلاف ټول جابرانه اقدامات ژر بیرته ودروي، دوی باید د امنیت شورا د 2593 قرارداد په بنیاد خپلې ژمنې عملي کړي او د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ولري". په دې غونډه کې د البانیا، برازیل، ایکواډور، فرانس، ګیبون، جاپان، مالټا، سویټزرلېنډ، عرب اماراتو، برتانیې او امریکې استازو ګډون کړی وو. د طالبانو حکومت وایي دوی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اندېښنو پوهېږي، خو وایي هڅه کوي چې خپلې ټولې چارې د "اسلامي شریعت په رڼا کې" تر سره کړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي: "[د اسلامي‌ امارت حکومت] د خپل دین او خلکو په وړاندې د مسؤلیت د احساس له امله نه شي کولای، غیر شرعي اقداماتو ته په هېواد کې اجازه ورکړي". خو ذبیح الله مجاهد دا سپیناوی نه دی کړی چې د ښځو د تعلیم او په غیرسرکاري ادارو کې د هغوی له کار سره تړلي کوم اقدامات "غیرشرعي" دي. د طالبانو حکومت د دسمبر پر 20مه د افغانستان په ټولو پوهنتونونو کې د نجونو تعلیم تر بل امر پورې وځنډاوه او تر هغه څلور ورځې وروسته د دسمبر پر 24مه یې په ټولو غیرسرکاري کورنیو او نړیوالو ادارو کې هم د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غونډې ګډونوالو وویل، ښځې د افغانستان د ناوړه بشري بحران د ختمولو په کارونو کې مرکزي او مهم رول تر سره کوي، ځکه چې وایي دوی د غیرسرکاري ادارو د مرستو په رسولو کې خلکو ته لاسرسی لري چې د دوی نارینه همکاران هغسې ولس ته نه شي رسېدلای. د امنیت شورا استازي ایشیکانې کیمي هیرو وایي په افغانستان کې د ښځو او نجونو حالت به د امنیت شورا د ایجنډا په سر کې وي او وایي دوی به په دې برخه کې حالت له نیژدې څاري او جواب به یې ورکوي: "د شورا د غړو په توګه موږ په افغانستان کې د ټولو ښځو او جینکو تر څنګ ولاړ یو او پخپلو خبرو کې مو د هغوی حقونو او اړتیاوو ته د لومړیتوب ورکولو په اړه خپله ژمنه بیا تکرار کړه". د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، نړیوالو مرسته کوونکو ادارو او هېوادونو ته په کار ده چې د افغانستان حالات او د دې هېواد د خلکو "دیني غوښتنې" په پام کې ونیسي او بشري موضوعات او انساني مرستې په سیاسي موضوعاتو پورې ونه تړي. مجاهد پر ټویټر لیکلي: "موږ په ټولو هغو برخو کې همکارۍ ته ژمن یو چې زموږ له دیني اصولو او هېوادنیو ارزښتونو سره برابر وي". د بې ‌پولې ډاکترانو نړیوال تنظیم یا ایم ایس ایف په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز په اړه اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې دې بندیز په افغانستان کې د ښځینه ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو راتلونکی له خطر سره مخ کړی دی. دې تنظیم د جمعې په ورځ په یو بیان کې ویلي، چې که څه هم د دوی د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز نه دی لګېدلی خو وایي د طالبانو د حکومت له خوا څه داسې رسمي ضمانت نه شته چې دوی له کوم خنډ پرته خپل کار ته دوام ورکړي. د ښځو پر تعلیم او کار د طالبانو بندیز ته د نورې نړۍ له پرله پسې غبرګونو سره سره افغانان هم د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې احتجاجونه کوي. پرون د جرمني په کولن ښار کې په لسګونو افغانانو احتجاج کړی وو او د جرمني په ګډون یې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر طالبانو د خپلو پرېکړو د بیرته اخیستلو لپاره فشار واچوي.

14.01.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

14.01.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

14.01.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

14.01.2023 امریکا غږ

اسرائیلي ځواکونو دوه فلسطینیان ووژل

د فلسطین صحي چارواکو د شنبې په ورځ جنوري ۱۴ (مرغومي ۲۴) وویل چې اسرائیلي ځواکونو د اردن سیند‌ په لودیځه غاړه کې د یو لړ عملیاتو پرمهال دوه فلسطینیان وژلي دي.

14.01.2023 امریکا غږ

برتانیې اوکراین ته د نورو ټانکونو د استولو ژمنه کړې

واشنګټن – د برتانیې لومړي وزیر ژمنه کړې چې اوکراین ته به د چلنجر ټو په نامه نور ټانکونه استوي چې د روسانو د یرغل په وړاندې جګړه کې ترې کار واخلي، خو دمګړۍ روښانه نه ده چې برتانیه به په کوم شمېر ټانکونه استوي. د برتانیې لومړي وزیر رېشي سونک د شنبې یا خالي په ورځ د اوکراین له ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي سره په ټیلیفون خبرې کړي. د دوی له خبرو وروسته زېلینسکي په ټویټر لیکلي، چې هغه د برتانیې له لومړي وزیر څخه د دغې پرېکړې له امله مننه وکړه چې نه یواځې د جګړې په ډګر به مونږ ځواکمن کړي بلکه نورو شریکانو ته به هم سم پیغام واستوي." اوکراین ته د برتانیې لخوا د نویو ټانکونو د استولو دغه اعلان یواځې څو ساعته وروسته له هاغې وشو چې په پلازمېنه اوکراین کې د شنبې یا خالي‌ په ورځ یو شمېر چاودنې وشوې. چارواکو ویلي، چې په دغو چاودنو کې په کیېف کې مهمې بنسټیزې ودانۍ په نخښه شوي خو دا یې نه دي‌ ویلي، چې څه پکې ویجاړ شوي دي. چاودنې د ښار په ډنېپرو برخه کې شوي او د توغندیو ټوټې د هولوسېوسکي سیمې په هغو برخو کې غورځېدلي چې خلک پکې نه اوسېدل. د اوکراین په شمالي ښار سولېدار کې داسې ښکاري چې دواړو خواو ته د جګړې لاسته راونې یو ډول دي. روسانو پکې د جمعې په ورځ د مالګی د کانونو ښار د نیول دعوه کړې او اوکرایني ځواکونه وايي، چې جګړه دوام لري. که چېرې د روسانو ادعا سمه وي نو دا به د روسانو لخوا د ګڼو پوځي په شاتګونو څخه وروسته لومړۍ ستره لاسته راوړنه وي. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د جمعې په ماښام په یوې ویډیوي وینا کې ویلي،‌ چې په یاد ښار او همدارنګه د اوکراین د ختیځې سیمې ډونیڅک په نورو برخو کې اوس هم جګړه روانه ده. اوکرایني چارواکو د زیارت یا پنجشنبې په ماسپښین ویلي وو چې په سولیدار ښار کې تر ۵۰۰ زیات ملکیان بند پاتې دي چې ۱۵ پکې ماشومان هم دي. بل پلو د روس د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، چې بیلروس هم ښايي د روس په پلوي د اوکراین جګړې ته ور ننوځي. روس د فیبرورۍ په ۲۲ نېټه له بیلروس څخه په اوکراین باندې د خپل برید لپاره د خیځ د تخښتې په څېر کار واخېست خو اوس هلته په سرحدي سیمو کې درانه سېلابونه دي او دمګرۍ ترې د یو بل ستر برید وېره نه څرګندېږي.      

14.01.2023 ډیوه

د اشنا د شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

14.01.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

14.01.2023 امریکا غږ

څېړونکي وایي د پښتونخوا اؤ پنجاب اسمبلیو په ماتېدو مرکزي حکومت له قانوني جنجالونو سره نه مخ کیږي

څېړونکي وايي دپنجاب او خېبر پښتونخوا صوبایي اسمبلۍ دایین ترمخه ماتول کیږي نو ځکه دې سره مرکزي حکومت دڅه رقم قانوني پيچيدګيو سره نه شي مخ کيدای. دوی وايي خو دا اييني عمل به ضرور په مرکز کې اتلافي حکومت د سياسي فشار او مسلو سره مخ کړي ځکه چې مرکز کې واکمن دغه اتحادي ګوندونو د ټاکنو لپاره هغه هومره نه دي تيار څومره چې پاکستان تحريک انصاف ګوند په دې تېرو څو مياشتو کې ځان تيار کړی دی۔ څېړونکي په دې نظر دي چې د ايين او قانون ترمخه هر ډول ټاکنې په وخت ترسره کولو سره جمهوريت او جمهوري ادارې زياتې پیاوړې کېږي او د خلکو پرې باور جوړېږي۔  د پنجاب او خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبليو دتحليل کېدو یا ماتېدو په اړه د پېښور پوهنتون د سياسياتو د څانګې استاد پروفېسر عبدالروف وي او ای ډيوه ته وايي چې دا ګام د ايين او قانون مطابق اخستل کېږي او دې سره مرکزي حکومت ته څه رقم قانوني چېلنج يا مشکل مخې ته نشي راتللی۔ نوموړي وويل" که دا اسمبلۍ ماتې شي او دوباره ټاکنې کېږي نو دا به زمونږ په تاريخ کې يوه نوې اضافه وي چې ګنې مرکزي حکومت به پخپل ځای وي او دوو نورو صوبو کې به هم حکومتونه وي او په دوو صوبو کې به ټاکنې کېږي لکه څنګه چې زمونږ په ګاونډې هېواد (هندوستان) کې مسلسل دا يو پرېکټس روان دی نو په دې وجه دغه څه د تشويش خبره نه ده" د پنجاب وزير اعلی چوهدري پروېز الهي د اعتماد ووټ اخيستو وروسته د جنورۍ په 12مه د صوبې ګورنر ته د اسمبلۍ ماتولو سپارښتنه لېږلې ده۔  د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ماتولو په هکله د صوبايي حکومت ترجمان بیرسټر محمد علي سېف ميډيا ته لېږلي يو پېغام کې ويلي چې د پنجاب اسمبلۍ ماتېدو  وروسته به دا اسمبلي هم ماته کړل شي۔ د قانوني چارو پوهان وايي کومه اسمبلي چې د وخت نه وړاندې ماته کړل شي نو دا د اليکشن کمېشن زمه واري ده چې درېوؤ مياشتو کې دننه به د اړونده ادارو په مرستې سره د هغې اسمبلۍ لپاره ټاکنې ترسره کوي۔   د پېښور پوهنتون د سياسياتو د څانګې استاد اسسټنټ پروفېسر محمد زبير وي او ای ډيوه ته وايي چې پاکستان تحريک انصاف ګوند د نورو سياسي ګوندونو په پرتله د ټاکنو لپاره زياتې تيارۍ کړي او هم دغه وجه ده چې په مرکز کې اتحادي حکومت د سياسي فشار سره مخ کېدای شي۔ هغه زياته کړه: " ليکن پي ډي ايم نه د ټاکنو خپل مهم چلولی دی او نه يې دا منله چې دومره زربه په دې دوو صوبو کې اليکشن وشي، نو يو پوليټيکل بحران خامخا په دې وخت کې جوړ شوی دی چې حکومت في الحال په شش وپنج کې دی چې اليکشن اړخ ته لاړ شي يا وروسته داسې ريليف ترلاسه شي چې په دې صوبو کې نګران حکومت وچلېږي او دلته هم عامو ټاکنو سره انتخابات وشي" ځيني څېړونکي وايي په داسې حال کې چې هېواد د اقتصادي ستونزو سره مخ دی په جدا جدا وخت کې د صوبايي او مرکزي اسمبليو ټاکنې کول به موجوده حکومت لپاره يو لویې چېلنج وي۔  خو په اسلام اباد کې مېشت د پارلېماني چارو شنونکی قريش خټک وي او ای ډيوه ته وايي ټاکنې د ايين او قانون ترمخه په وخت ترسره کول د جهموريت دپیاوتیا او په جهموري ادارو د خلکو د باور  سوب ګرځي. " زه دا ګڼم چې حالات څومره هم خراب وي او څومره هم مشکل وي اليکشن چې هر څنګه وي که هغه بلدياتي، صوبايي يا د قامي اسمبلۍ وي دا پخپل وخت کول پکار دي او دې سره به جمهوريت وده مومي" د تېرکال داپريل په 9مه دپاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د بې باورۍ تحريک د لارې د وزير اعظم د څوکۍ څخه لرې لری کړل شوی ؤ چې له هغې وروسته نوموړي د موجوده حکومت خلاف تحريکونه پېل کړي او د وخت نه وړاندې د ټاکنو غوښتنه کوي۔  تېر کال په راولپينډۍ ښار کي د حکومت پر ضد راجمع شويو مارچ کوونکو ته عمران خان ويلي وو چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ پریښودو سره د هغه په وېنا د "اوسني کرپټ سیاسي نظام" څخه ځان جدا کوي۔

14.01.2023 ډیوه

یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

14.01.2023 امریکا غږ


د اوکراين په سرښار کې چاودنو بنیادي ودانۍ خرابې کړي: چارواکي

‎واشنګټن- د اوکراين چارواکو ويلي د ملک په سرښار کيف کې يو شمېر چاودنې شوي چې مهمې بنسټیزې ودانۍ ( اېنفراسټرکچر) يې په نخښه کړی خو نور تفصيل يې نه دی ورکړی چې څومره او څه څه ته زيان اوړېدلی. د ښار په ډينېپروسکاي ضلع کې چاودنې اورېدلې شوي او د هولوسيوسکاي ضلع په غير اباده برخه کې د ميزايل ټکړې پرېوتل رپورټ شوي. د خالي/شنبې په ورځ د برتانيا د دفاع وزارت د روس لخوا د بليک سي فليټ (بي ايس ايف) کم نه کم لس سمندري جهازونه د نووروسيسک نيول مرکز نه د ګمارلو په اړه تجزيه په ټوېټر خوره کړې ده. ياد وزارت ويلي “په سمندر کې د جهازونو د ګمارلو نه ښکاري روس نووروسېسک ته کومه خاصه خطره ليدلې ځکه يې ترې جهازونه ويستلي او ځای په ځای کړي”. وزارت ليکلي “داسې نه ښکاري چې دا ګمارنې د غير جنګي وخت د کروز ميزايلو د داغلو تياريانې دي. داسې نه ښکاري جهازونه د کوم غير معمولي حملو او اپرېشنو تياريانې کوي. بي ايس ايف تر ډېره حده د اوکرين نه خطر محسوسوي او د حملې او ګزمې د اپرېشنو کولو په ځای د ځواکونو حفاظت ته لمړيتوب ورکوي”. د اوکراين د ډنباس سيمې د سوليډار ښارګوټي د کنټرول معامله تر اوسه په منجمله کې ده ځکه د جمعې په ورځ روس ويلي د مالګې د درنګونو ښارګوټی يې په بشپړه توګه نيولی خو اوکرين دعوه کوي جګړه لا روانه ده. کچېرې د ماسکو دعوې ريښتيا وي دا به په جنګ کې د پرله پسې پوځي ماتې خوړلو وروستو د روس وړومبۍ لاس ته راوړنه وي. د اوکراين د پوځ د سويلي برخو کمانډ وياند سرحي چېرېواټيې رايټرز ته ويلي چې سوليډار يې لا تر اوسه نه دی ترې نيولی. د يولس مياشتو په جګړه کې د سوليډار جنګ د ټولو زيات مرګونی ګرځېدلی خو رايټرز ونه توانېد چې د دعوو د رښتيا کولو په ازاده توګه پخلی وکړي. څېړونکي وايي کچېرې سوليډار د روس لاسو ته پرېوت روسي پوځي ځواکونه به کولی شي په اسانه د بخموت سيمه په نخښه کړي. البته د اوکراين ولسمشر زېلېنسکي د جمعې په ورځ په يو ويډيو پیغام کې ويلي وو چې د ډونېټسک په سيمه کې سخته جګړه روانه ده او دغه رنګ جنګ په بخموت، سوليډار، کرېمينيا او نورو سيمو کې هم روان دی. اوکريني چارواکو ويلي د 500 نه زيات ولسي خلک چې پينځلس پکې ماشومان هم دي په سوليډار کې ګېر پاتې دي.

14.01.2023 ډیوه

سټېټ بینک: پاکستان ته د بهر نه رالیږل کېدونکو پنګو کې 19 فيصدي کمی راغلی دی

د پاکستان مرکزى بینک ویلي چي د کال 2022م د دسمبر دمیاشتې دوران کې بهرنیو هېوادونو کې مېشته پاکستاني کارکونوکو د 2 اربو ډالره ترسيلات زر هیواد ته استولي دي چې د تېر کال هم ددې مياشتې په مقابله کې 19 فيصدى کم دي. د مرکزى بینک شمېرې ښايي چې په دې کې په مياشتني بنيادونو 3.2 فيصدي کمی راغلی دی. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان دا مهال د ډالر د کمي د سخت بحران سره مخامخ دی او د مرکزى بینک سره د غېر ملکي زر مبادلې ذخیرې هم 4 اربه، 30 کروړه ډالره پاتې شوي دي چې د دريوؤ هفتو د درامداتو لپاره هم پوره نه دي.  د روان مالي کال 2022-23  لومړيو شپږو مياشتو جولایي نه تر دسمبر پورې  د سمندر پورې پاکستاني کار کوونکو لخوا هیواد ته استول شوي ترسيلات زر کې 11.1 فيصدى کمی راغلی دی. د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په بهرنیو هیوادونو کې دمېشتو پاکستاني وګړو لخوا 14.1 اربه ډالره ترسيلات زر لېږل شوي وو. د کرنسۍ او مالي چارو پوهان وايي دا ځکه چې اوس خلک د سرکاري او قانوني لارو پرځاې په نورو لارو پېسې رالېږي ځکه چې د بینک په پرتله پرانستي او تور مارکېټ کې د ډالر نرخونه زيات دي. دا مهال په پاکستان کې د بینک دننه د يو امريکايي ډالر نرخ 228 روپۍ، خلاص مارکیټ کې 237 روپۍ او په خړ یا ګری مارکیټ کې يو امريکايي ډالر د 250 روپو څخه په زياته بیه پلورل کېږي. د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر شاهد حسن صديقي ډيوه سره خبرو کې ددې کمي بنيادي علت تېرکال د فرورۍ مياشت کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د تېر حکومت لخوا د ايي ایم ایف سره د کړې لوظنامې د شرطونو سرغړونه ښايي. هغه وايي له هغې وروسته چې  ايي ایم ایف پاکستان ته د قرض پېسو قسط ورکول ودرول  نو د ډالر په مقابله کې د پاکستاني روپۍ قدر غورځېدل پېل شول. ښاغلی صديقي وايي کال 2022م کې د فرورۍ په 28مه د يو امريکايي ډالر نرخ 177 روپۍ و او اوس دا په ببنک کې 228 روپو ته ختلی دی خو ددې سره سم په پرانستي مارکيټ او خړ مارکیټ کې د ډالر نرخ زياتېدل پېل شول. دهغه په وینا "چې کله خلکو ته په خلاص مارکیټ کې د ډالر زيات نرخ ترلاسه کېږي نو هغوي به ارومرو ترسيلات زر د حوالې او هنډۍ په غېر قانوني لارو استوي" د روان مالي کال د جولایي نه تر دسمبر مياشتې  په مجموعي توګه د 14.1 اربه ډالرو ترسيلات زر هیواد ته راغلي وو چې دا د تېر کال هم ددې مياشتې په مقابله کې 11.1 فيصدي کموت ښایي . په پاکستان کې د پېسو بدلوونکې اتحادیې مشر ملک بوستان ډيوه سره خبرو کې ویلي د سمندر پورې پاکستاني کار کوونکو لخوا د ترسيلات زر د هنډۍ او حوالې د لارې استولو لويه وجه افغانستان ته د ډالر تګ دی او وايي هغه داسې چې افغانان د تور مارکیټ څخه ډالر په ګرانه بیه اخلي. ملک بوستان مخکې وايي ددې يوازینی حل د ډالر يو رېټ ټاکل او ددې ترڅنګ د ډالر د قاچاق او د افغان ټرانزټ ټرېډ د ناسم کارېدو مخه نېول دي.

14.01.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more