اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
دصوابۍ امن مارچ مشرانو ویلي نور به پښتانه دترهګرۍ اؤ دقامي وسیلو لوټلو مخې ته دقام په توګه ودریږي
خبریال اؤ څېړونکی فخرکاکاخیل وایي په دې وروستیو کې چې دپښتون ژغورنې غورځنګ له لوري دچترال نه تر بولانه کوم فعالیتونه وشول،هغې اوس په خلکو کې ډیر شعور پیدا کړی دی اؤ عام ولس اوس په دې خبره پوهه دی چې کله خبره د "سر" راشي نو بیا به نور هرڅه پرېښودل اؤ د سر خبره کول وي
د قزاقستان ولسمشر د خپل هېواد ولسي جرګه ړنګه کړه
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت تکایوف نن پنجشنبه جنوري ۱۹ (مرغومې۲۹) د خپل هېواد ولسي جرګه لغوه اعلان کړه او له وخت څخه مخکې یې د نویو ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.
يو شمېر مېرمنې: د طالبانو وروستيو محدوديتونو راته رواني ستونزې پيدا کړي
یو شمېر افغان مېرمنې وايي، د طالبانو لهخوا پر دوی لګول شويو محدودیتونو ورته رواني ستونزې او ناروغۍ پیدا کړې دي. يوه محصله چې د هرات ولايت اوسېدونکې ده او د امنيتي ستونزو له امله نهغواړي نوم يې راپور کې ياد شي وايي: "۲۴ ساعته ژاړم، د کور په څلورو دېوالونو کې راګیر یم، راته لکه زندان ښکاري." نوموړې ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاتوي، چې ډېرې هیلې یې درلودلې، خو د طالبانو په راتګ سره ټولې له خاورو سره خاورې شوي. دا محصله وايي: "د دوی دا کارونه د دې لامل شوي چې زه خپګان پيدا کړم، د کور په کونج کې کېنم او هیڅ چېرې هم ولاړه نهشم، موږ ته بېلابېلې ناروغۍ، اضطراب او استرس پیدا شوی، له ټولنې لرې پاتې یو، نه یوازې زه بلکې ټولې خویندې په رواني، جسمي او نورو ستونزو اخته شوې یو." دا په کور ناسته افغان محصله وايي، ان نهغواړي نوې جامې واغوندي، سینګار وکړي، محفلو کې ګډون وکړي، ځکه په خبره یې هر هغه څه چې پخوا د دې د خوښۍ لامل ګرځېدل اوس ترې اخیستل شوي. شګوفه بیا هغه افغان مېرمنه ده، چې د طالبانو په راتګ بې دندې شوې ده. نوموړې وايي، د دندې اخيستو محدودیت له یو ډول غیر نارمل حالت سره مخ کړې ده. شګوفې ازادي راډیو سره په خبرو کې وويل، د حقوق په برخه کې یې د ماسټرۍ تر کچې زدهکړې وکړې، په خبره یې په تېر جمهوري نظام کې یې په یوې دولتي اداره کې د امرې په توګه دنده ترسره کوله، خو اوس په کور ده او شپږ میاشتې کېږي، چې د یو رواني ډاکټر تر درملنې لاندې ده. نوموړې وايي: "په اولادو مې په غوسه کېږم، د خاوند سره مې چلند ښه نه وي، کورنۍ را څخه خوشاله نه وي، وضیعت مې خرابيږي خو چې کورنۍ ته ګورم ځان کنټرولوم خو بیا هم زما په لاس نهدی ځان نهشم کنټرول کولای." اروپوهان وايي، په داسې شرایطو کې په کومو کې چې نن، سبا افغان مېرمنې ژوند کوي، دا شان ستونزې او ناروغۍ پیدا کېدلی شي. د پوهنتون استاد شرف الدین عظیمي وايي: "د انسان ژوند د انسان کار، زدهکړې او کورنۍ ژوند یې جوړوي کله چې څوک زدهکړې او کار ونهلري نو دا واضح خبر ده چې د دوی کورنۍ ژوند ترې اغېزمن کېږي او ښځو ته ګڼې ذهني، عاطفي، ټولنیزې، جسمې د خوب او اروایي اختلالونو ستونزې پيدا کېږي." دغه راز د رواني او عصبي ناروغیو متخصص ډاکټر ایمل عبدالله ناصري وايي، په داشان حالتو کې باید ډاکټر ته مراجعه وشي، ځکه په خبره یې که پر وخت درملنه یې ونهشي ستونزه پراخېدای شي. ډاکټر ناصري وايي: "که دا سټرس کنټرول نهشي، شخص چې په مرض اخته دی، هغه څه چې دوی ته یې خوند ورکاوه لکه: سفر، چکر يا مېلمستیاو ته د تګ خوند له لاسه ورکوي حتی د دوی په جسمي اړیکه کې هم تغیر راځي، خوند نهشي اخیستلای، مېل یې له منځه ځي ان جنسي عمل ورته یو جبري حالت ښکاري او نورې هورموني ستونزې رامنځته کوي لکه د دوی د میاشتنۍ ناروغۍ نظم هم خراب کوي." ښاغلی ناصري زیاتوي دا حالت انسانانو ته ځني نورې ناروغۍ او دردونه هم پیدا کوي، لکه د زړه ټکان، معدې، ځان، سر او ملا دردونه. د نوموړي په خبره، په تېر یو نیم کال کې د رواني برخې ډېری ناروغانې ښځې دي او لوی لامل یې هم له دوی د کار او زدهکړو حق اخیستل دي. د رواني ناروغانو د دقیق شمېر په اړه د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي، د ۲۰۱۸ کال د سروې په بنسټ هر دویم شخص د رواني فشار لاندې و خو په خبره یې اوس دا چې جګړه ختمه شوې، هیله ده چې دا شمېر کم شوی وي. نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "روغتیایي مراکزو کې د رواني ناروغانو شمېر کم شوی او لامل یې دا دی چې هېواد کې امنیت تامین شوی دی." د یادونې ده، چې طالبانو پر افغانستان د دوی له واکمنېدو را ورسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه، لرې واټن سفر یې هم له شرعي محرم پرته پرې بند کړ، حجاب یې پرې اجباري کړ او دغه شان پارکونو، ښاري حمامونو او ورزشي کلبونو ته یې هم له تګ منع کړې. همدا تېره میلادي میاشت یې بیا له پوهنتونونو او نا دولتي مؤسسو کې له کار هم راوګرځولې. مخکې یې په ډېری دولتي ادارو کې هم له کار کولو راګرځولې وې.
ایران د یورپين پارلېمنټ قرارداد غندلی چې پاسداران انقلاب ځواکونه يې ترهګر بللي
د انساني حقونو نتظیمونه وايي د ایران امنیتي ځواکونو د حکومت په ضد مظاهرو د خاموشه کولو په لړ کې د انساني حقونو خلاف ورزۍ کړي، د حکومت په مخالفینو تشدد شوی، نیول شوي او په احتجاجونو کې په لسګون وژل شوي هم دي. ایران دغه تشویش ردوي، وايي د ایران مغربي مخالفینو اړي ګړي ته لمن وهله
امينه محمد: طالبان دې د ښځو او نجونو د کار او تحصيل د بنديز پر پرېکړو بيا کتنه وکړي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد په کابل کې د خپل سفرونو په دوام د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې د طالبانو د هغې پرېکړې د بیا کتنې غوښتنه وکړه، چې پر بنسټ یې په دغه هېواد کې د ښځو زدهکړې او کار کول منع ګرځول شوي دي. د طالبانو د حکومت د ارګ په ټویټر پاڼه لیکل شوي امینه محمد چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د راغلي پلاوي مشري کوي، په دې لیدنه کې یې ویلي، چې د افغانستان راتلونکی د دغه هېواد د نسلونو له تعلیم سره تړاو لري. د ارک په ټویټر پاڼه وړاندې لیکل شوي چې، مولوي عبدالسلام حنفي کابل ته د راغلي پلاوي د غوښتنې په ځواب کې بیا ویلي، چې د ښځو حقونه د اسلامي شريعت او افغاني کلتور په چوکاټ کې په پام کې نیول شوي او نړيواله ټولنه بايد بشري مرستې چې ميليونونه افغانان ورته اړتيا لري له سياسي مسايلو سره ګډې نهکړي. په لیکنه کې راغلي، ښاغلي حنفي د خپلو خبرو په دوام غوښتنه کړې چې د ښځو د کار او زده کړو ستونزه دې د خبرو له لارې هواره شي. د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ددغو کتنو په اړه د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "په دې لیدونو کې ټینګار وشو چې دغه ډول لیدونو ته به دوام ورکول کېږي، یوازینۍ لاره د اعتماد جوړونې دا ده چې دغه لړۍ دوام پیدا کړي او نظریات له یو بل سره شریک شي، په خپل وخت سره په به اړیکه کې ووسو چې دا کار وشو او ګټور به هم وي." په ورته وخت کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان له طالب چارواکو سره د ملګرو ملتونو د پلاوي د ناستو لړۍ مهمه ګڼي، خو وايي، چې د دغو ناستو پایلې د طالبانو د تګلارو پر بدلون سمدستي اغېز نهشي کولای. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چې د طالبانو لهخوا منحل شوی پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر ازادي راډیو ته وویل: "البته، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د لوړ پوړو چارواکو سفر ښايي د تګلارو په بدلېدو سمدستي اغېز ونه کړي، خو دا ډېره مهمه ده چې د ملګرو ملتونو چارواکي افغانستان ته سفر وکړي او د ښځو د اساسي حقونو په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړي، فشار او غوښتنې ته دوام ورکړي." د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد چې د دغه سازمان د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللې، تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي او پخواني ولسمشر حامد کرزي او د جمهوري نظام پر مهال د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره لیدلي وو. نړیوالې ټولنې تل ټینګار کړی چې له طالبانو سره یې اړیکه د بشري حقونو په رعایت او د یوه ټول ګډونه حکومت په جوړولو پورې تړلې ده او له همدې امله تر اوسه هیڅ یوه هېواد د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی. طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې پر ښځو ډېر محدودیتونه لګولي دي او په وروستيو کې یې دوی په پوهنتونونو کې له زدهکړو او په نادولتي ادارو کې له کار کولو هم منع کړې.
د مرسل نبي زاده مور: د پاتې اولادونو خوندیتوب ته اندېښمنه یم
د پخوانۍ ولسي جرګې غړې مرسل نبي زاده مور شاکره فقیرزۍ وايي، د لور له مړینې وروسته یې د یوازینۍ پاتې شوې لور او ټپي زوی خوندیتوب ته اندېښنه کوي. آغلې فقیرزۍ بي بي سي پښتو ته د خپلې وژل شوې لور(مرسل نبي زاده) د مړینې کیسه کړې. وایي، د مړینې پېښې یې دومره وېرولي چې، اوس یې کور کې پاتې یوازینۍ لور د کور پیره کوي.
سیما بحوث طالبانو ته: افغانستان سره مرستې د ښځو فعالیتونو پورې مربوطې دي
د ملګروملتونود د ښځو د چارو مشرې سیما باهوز کابل کې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د مرستیال ملا عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې هغه ته ویلي، چې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې د ښځو د فعالیتونو پورې تړلي دي.
ریاض کې د مېسي او رونالډو سیالي؛ لوبه 'پي اېس جي' فوټبال لوبډلې وګټله
د فرانسې فوټبال کلب 'پي ایس جي' او د سعودي عربستان 'ال سټار اېلېون' تر منځ لوبه د لیونل مېسي لوبډلې 'پي ایس جي' وګټله.
يو شمېر افغان مېرمنې: تحصيل او کار مو شرعي او قانوني حق دی
د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو او کار پر حق د ترکیې و ایران له ټینګار ورسته، یو شمېر افغان مېرمنې وایي، زدهکړه او کار د دوی قانوني او شرعي حق دی. نرګس چې په کابل کې د مورا پوهنتون د طب پوهنځي محصله وه، اوس په کور ناسته ده. نوموړې وايي، په ټولو اسلامي هېوادونو کې ښځو ته د زدهکړو او کار حق ورکړل شوی، یوازې افغان نجونې او ښځې دي چې له دې قانوني او شرعي حق محرومې شوې دي. نرګس ازادي راډیو ته وویل: "قطر، عربستان، ترکیه، ایران، اسلامي هېوادونه دي، هلته د ښځو زدهکړې او کار نارمل روان دی، موږ هم حق لرو چې زدهکړې وکړو، هیڅ انسان حق نهلري چې بل انسان له زدهکړو محرومه کړي." د طالبانو حکومت په تېرې دسمبر میاشت کې په دوو جلا جلا فرمانونو کې پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو پر تګ بندیز ولګاوه او دغه شان یې په نا دولتي مؤسسو کې مېرمنې له کار راوګرځولې. مخکې له دې یې بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي هم تړلي وو او د ګڼو نورو محدودیتونو تر څنګ یې دوی په ډېری دولتي ادارو کې هم له کار راګرځولې وې. مدني فعاله حمیرا قادري وايي، ډېری دغه مېرمنې چې له کار راګرځول شوي دي، خپلو کورنیو ته یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې وې. نوموړې وايي: "اقتصادي شرایط ډېر ځورونکي دي، اکثره ښځو به کورنيو ته نفقه برابروله، دوی باید دندو ته بېرته پرېښودل شي، دا د ښځو قانوني حق دی چې دندې تر سره کړي، موږ هغه مېرمنې چې اوس بېکاره شوي یو." اغلې قادري پر افغان نجونو او ښځو د محدودیتونو د لرې کولو په برخه کې د اسلامي هېوادونو رول مهم ګڼي او وايي، تر اوسه چې کومې هڅې دوی کړي د ستاینې دي او هیله ده، چې خپلو دغو هڅو ته دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د سېشنبې په ورځ په ترکیه کې سره کتلي او په افغانستان کې يې د طالبانو د حکومت لهخوا پر مېرمنو د زدهکړو او کار د محدودیتونو په اړه خبرې کړې دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د دغه کنفرانس ویډیو هم په خپلې وېب پاڼې خپره کړې ده. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزير مولود چاوش اوغلو په دې ناسته کې ویلي: "په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار د بندیز په اړه ترکیه او ایران سره په اړیکه کې دي او دغه شان د اسلامي همکاریو کنفرانس له لارې له طالبانو سره ښکېل یو او خپلو هڅو ته دوام ورکوو. زموږ دین اسلام، د زدهکړو په ضد نهدی، بلکې په زدهکړو ټینګار کوي او د نجونو پر تعلیم بندیز زموږ له دین سره اړخ نه لګوي. موږ خپل دریځ د اسلامي همکاریو سازمان د اعلامیې له طریقه په ټینګه په ډاګه کړی." ومو غوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو خو د دوی د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د دې راپور تر خپرېدلو پورې زموږ پوښتنې ځواب نهکړې. د یادونې ده، چې د اسلامي همکاریو سازمان د تېرې اوونۍ د چهارشنبه په ورځ د افغانستان په اړه غونډه کې وویل، چې ښځې او نجونې باید په افغانستان کې کار او زدهکړو ته لاسرسی ولري. دا غونډه، چې د سعودي عربستان په جدې ښار کې جوړه شوې وه، په اخر کې یې یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړه، چې پهکې راغلي وو، تعلیم ته د نجونو لاسرسی د پوهنتون په ګډون په هره کچه چې وي، د بشر اساسي حق دی او باید محدود نهشي. ټاکل شوې، چې په مارچ میاشت کې هم د اسلامۍ نړۍ په هېوادونو کې د ښځو د حقونو په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ شي. دا خبره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې امينه محمد چې دا مهال د افغانستان په سفر ده، له سفر مخکې په قطر کې د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو سره تر کتنې ورسته کړې ده. دا هڅې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي، چې په ټوله نړۍ کې له ۱۱۸ میلیونو څخه زیاتې نجونې له ښوونځي څخه محرومې دي. ښاغلي ګوتریش د چهارشنبې په ورځ په خپل یو ټوېټ دا خبره کړې او ویلي یې دي، هیڅ دليل نهشي کولی چې له تعلیم څخه د نجونو محرومیت توجیه کړي.
افغانستان کې خلک د بې قانونۍ یو نوی وضعیت تجربه کوي - سروې
د یوې شوې سروې له مخې افغانستان کې د بشري حقونو مدافعین او هغوی چې له دغه هیواد څخه وتلي د خپلسر نیونو، تښتونو، شکنجې، بندې کیدو او د کورنیو د غړو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو سره مخ دي.
د طالبانو حکومت د ښځو کالیو پلورونکو ته سپارښتنه کړې چې د نانځکو مخونه پټ کړي
"یوه واده ته بلل شوې وو، د تیاري په موخه موږ څو نجونې ښار ته لاړو، غوښتل مو افغاني جامې واخلو. مارکيټ ته چې وختلو نو ومو لیدل چې ټولو نانځکو ته یې خولۍ او ټيکري ورپه سر کړي دي". دا د کابل مېشتې لیلما خبرې دي. نوم یې د خوندیتوب لپاره مستعار کارول شوی. د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت هم بي بي سي پښتو پاڼې ته دا ومنله چې هټیوالو ته د یوې "عامې توصیې" په ترڅ کې دغه سپارښتنه شوې.
قطبي خرس په الاسکا کې یوه میرمن او زوی یې ووژل
د متحدو ایالتونو د الاسکا ایالت پولیسو د چهار شنبې په ورځ جنوري ۱۸ (مرغومي ۲۸) وویل چې ددغه ایالت په یوې لرې پرته سیمه کې یو قطبي خرس یوه ځوانه میرمن او زوی یې ووژل.
کندز کې د چرګانو د هګيو پېر او پلور؛ خلک ترې ورځني لګښتونه پوره کوي
پنځوس کلن زرجان د چرګانو د هګیو پېر او پلور له لارې خپلې لس کسیزې کورنۍ ته نفقه پېدا کوي. زرجان اصلا د پلازمېنې کابل د فرزې ولسوالۍ اوسېدونکي دی. نوموړی له یوې لسیزې راهیسې د کندز ښار د چوک څېرمه د سړک تر غاړې د چرګانو هګۍ پلوري او له همدې لارې د خپلې لس کسیزې کورنۍ لګښتونه او اړتیاوې پوره کوي. نوموړی وايي: "د کابل ولایت د فرزې ولسوالۍ یمه،دغلته هګۍ خرڅومه، دغه فارمې دي او دا وطني هګۍ دي. دغلته سهار راځمه او بېګاه بېرته اتاق ته ځمه مسافر یمه. نور څه وکړو که چوک ته ولاړ شو هلته هم کارو بار نهشته. بس دغلته ناست یو الله مهربانه دی." نوموړي له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، د کندز له بېلابېلو سیمو څخه خلک ورته د کورنیو چرګانو هګۍ ور وړي او دی ورڅخه یوه هکۍ په دولس افغانۍ پېرې. نوموړی وايي: "ترکمنان او نور خلک راته هم وطني هګۍ او هم فارمې هګۍ راوړي، وطني په دولس افغانۍ اخلو په ۱۳ افغانۍ يې خرڅوو او دا فارمې په لس نیمې افغانۍ اخلو او په ۱۱ افغانۍ پلورو." هغه، له هګیو ډک سطلونو ته په اشاره وویل، چې د تېر نظام پر مهال د خلکو اقتصادي وضعیت ښه و او هره ورځ یې دوه سطله هګۍ پلورلي، خو اوس يې کاروبار پيکه شوی دی. د زرجان په سل مترۍ کې ۷۰ کلن محمدیار هم د سړک تر غاړې ناست دی او مخې ته يې له هګیو ډک سطلونه ايښې دي او د پېرېدونکو په تمه دی. محمد يار وايي: "د هګیو پېرېدونکي کم شوي دي، ځینې ورځې درې څلور ډوډۍ کور ته وړمه او ځینې وخت خالي لاس ځمه. نه یوازې زما د ټولو خلکو کارو بار خراب دی. چاره څه ده دغه وضعیت د افغانستان پر خلکو راغلی دی." محمدیار چې د شکر ناروغي هم لري وايي، پخوا یې کار ښه و، د کورنۍ د لګښت ترڅنګ يې د ځان درملنه یې هم پرې کېده، خو اوس په سختي سره د څلور پنځو ډوډیو پیسې پېدا کوي. نوموړی وايي: "پخوا کار ښه و هره ورځ مې پنځه شپږ سوه افغانۍ ګټلې، هغه وخت د خلکو اقتصاد وضعیت ښه و هر چا به هګۍ اخیستلي. اوس خلک د یو وخت ډوډۍ پېداکولو ته حیران دي. ځینې ورځې د موټر د کرايي پیسې نهشم پيدا کولی." د هګيو همدا کاروباريان وايي، سوړ ژمی، اقتصادي ستونزې، د کار او روزګار نشتوالی او فقر دا څلور هغه جدې ستونزې دي، چې ګڼ شمېر افغانان ورڅخه کړیږي. دوی د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه کوي، چې خلکو ته د کار زمېنه برابره کړي، ترڅو د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.
بلاول: د عمران خان غلطو پاليسو د پاکستان ولس د ترهګرۍ د مسلې سره مخ کړی
د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بټو زرداري تور لګولی چې د تير وزيراعظم عمران خان د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] دپاره پاليسي سمه نه وه، خو اوسني حکومت هغه پاليسي پرېښودې ده.