صنعتکار او کاروباريان وايي پاکستان کې د سود شرح سېوا کېدل به په دوی د قرضونو بوج نور سېوا کړي
د پاکستان مرکزي بېنک چې د سود شرح 17 فيصده ته زیاته کړې ده، په خېبرپښتونخوا کې سوداګر وايي کاروبارونه د وړاندې نه اغېزمن دي کارخانې بندې شوي او د سود شرحې سېوا کېدو سره به په کارخانه دارو د قرضونو بوج نور هم سېوا شي، او بې روزګاري به زياته شي.
د پاکستان علماو د حکومت او رياستي ادارو پرضد وسله وال عمليات د شریعت او قانون ضد ګرځولي
د پاکستان يادو علماو ویلي، د تش په نوم دليلونو په بنياد د اسلامي جمهوري پاکستان د اسلامي حیثيت نه انکار کول سم نه دی ځکه ملک، حکومت، پوځي او نورو امنیتي ادارې غېرمسلمه ګرځول او پرضد یې وسله واله عمليات کول د شریعت او قانون سرغړونه ده، او دا د اسلامي تعليماتو له مخه د بغاوت سنګین جرم دی.
ګوتيرش طالبانو ته: د نجونو پر زده کړو ظالمانه بنديز لېرې کړئ
د زده کړو نړيوالې سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو سر منشي په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او تعليم د طالبانو حکومت بنديز "ظالمانه" بللى او د دغه محدوديتونو د ليري کېدو غوښتنه يې کړې ده٠
اوزبيکستان وايي افغانستان ته به د برېښنا انتقال له سره پيل شي
د ازبيکستان د انرژۍ وزارت وايي ټاکل شوې افغانستان ته د صادراتي برښنا جريان سبا چهارشنبه جنورۍ ۲۵ (سلواغې پنځمه) بيرته له سره پيل کړي٠
د ارزګان ځینې اوسېدونکي: د بېکارۍ د کچې په لوړېدو ژوند سخت شوی
د ارزګان ولایت بې روزګاره اوسېدونکي له بېکارۍ شکایت کوي. دغه بې روزګاره خلک هره ورځ ترینکوټ ښار ته د کار پسې ځي. دوی وايي، د بېکارۍ کچه لوړه شوې او ژوندی یې ور سخت کړی دی. د دې ولایت اوسېدونکي دغې ستونزې ته د حل غوښتنه کوي. د ارزګان لپاره د طالبانو والي وايي، دوی په دې هڅه کې دي چې کانونه استخراج شي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. نور حال د شریف الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:
چین او روسیه له طالبانو څه غواړي؟
طالبان وایي، چین د افغانستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري. که څه هم بیجینګ د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پيژندلی خو یاد هیواد له طالبانو سره تر یوه حده تعامل لري او ځینو چینايي شرکتونو د طالبانو سره د ځینو پروژو تړونونه هم کړیدي.
راشد خان؛ لومړی افغان لوبغاړی چې کرکټ کې ۵۰۰ کسان سوځوي
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو کپتان راشد خان لومړی افغان شو چې په کرکټ کې ۵۰۰ مخالف لوبغاړي سوځوي یا اوټ کوي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
د پاکستان کرکټ بورډ: که حکومت اجازه راکړي، افغانستان سره لوبې کوو
د پاکستان د کرکټ بورډ مشر نجم سیټي وايي چې د پاکستان کرکټ لوبډله به له افغان لوبډلې سره درې شل اوریزې سیالۍ وکړې. خو ښاغلی سیټي وایي پدې شرط چې د پاکستان حکومت د دې لوبو اجازه ورکړي. د هغه له خوا د حکومت له لورې د اجازې ورکولو مسئله د هغو غبرګونونو لړۍ ده چې د افغان کرکټ لوبډلې سره د استرالیا د کرکټ بورډ له خوا د لوبو نه کولو د پرېکړې په اړه ښودل شويدي. ټاکل شوې وه چې پاکستان او افغانستان درې یوه ورځنۍ لوبې وکړې، دا د سوپر لیګ سیالۍ وې چې د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د ورتګ لپاره کېدې. خو نجم سیټي وايي چې دواړه افغانستان او پاکستان دغه نړیوال جام ته وتلي دي او دوی غوره ګڼي چې د یوې ورځنیو لوبو په ځای اوس درې شل اوریزې لوبې وکړې. له نوموړي څخه په یو خبري کنفرانس کې په دې اړه پوښتنه وشوه او هغه ځواب ورکړ: «په اصل کې د دغو دریو [یوه ورځنیو] سیالیو علاقمند نه یو ځکه چې دواړه [افغانستان او پاکستان] نړیوال جام ته وتلي دي او ګټل او بایلل یې تاثیر نکوي.» هغه وویل چې د افغانستان د کرکټ بورډ له غوښتنې وروسته به یې لوبډله له افغان لوبډلې سره درې شل اوریزې سیالۍ وکړي، خو زیاته یې کړه چې باید د پاکستان حکومت د دې لوبو اجازه ورکړي. نجم سیټي ټېنګار وکړ چې باید سیاست او ورزش سره جلا وي. د پاکستان د کرکټ بورډ مشر داسې مهال دا خبرې کوي چې د استرالیا کرکټ بورډ په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د نجونو په تعلیم او کار باندې د بندیز په غبرګون کې له افغان لوبډلې سره خپلې درې پلان شوې لوبې لغوه کړې. افغان کرکټ بورډ دا پرېکړه یوه اړخیزه او سیاسي وبلله او افغان لوبغاړو هم وغندله. د پاکستان د کرکټ بورډ مشر نجم سیټي د نجونو د تعلیم مسئله د افغانستان داخلي موضوع وبلله. د پاکستان او افغانستان ترمنځ شل اوریزې لوبې د مارچ په میاشت کې پلان شوې چې عواید به یې ۵۰-۵۰ فیصده په دواړو هېوادونو باندې وېشل کېږي.
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
پولیس: د امريکې د کېلېفورنیا ریاست په یو کلب کې ډزې کونکي تن ځان وژلی
د لاس اېنجلس کاونټي شېرف رابرټ لونه ترمخه په مونټيري ښار کې د نڅا په کلب حمله ۷۲ هو کېن ټرېن نومې تن کړې وه او هغه پولیس په یو موټر کې مړ موندلی دی او د پېښې په لړ کې بل مطلوب تن نشته
افغان سرتیری د امریکا په زندان کې
یو پخوانی افغان پوځي عبدالواسع صافی امریکا ته د ناقانونه تلو په خاطر په تکزاس ایالت کې بندي دی. عبدالواسع صافي له برازیله تر متحده ایالتونو په څو میاشتو کې ځان رسولی وو. د هغه د خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي. صفي الله ستانکزی او نور جزییات
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
سعودي عربستان یوه ښځه د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وټاکله
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ساره السید د دغه وزارت د عامه دپلوماسۍ د مرستیالې په توګه وټاکله.
طالبانو په کندهار کې د یوې ودانۍ دننه د کوکنارو کروندې له منځه وړي
طالبانو په دې وروستیو کې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوې کلا دننه د کوکنارو کروندې له منځه وړي دي. طالبان وايي، د دغو کروندو په اړه یې پټه اطلاع ترلاسه کړې وه چې سمدستي یې له منځه یوړل. دوی وايي، د نشه يي توکو پر کښت بندیز ته ژمن دي. نور په ویډيويي راپور کې: