ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

29.01.2023 امریکا غږ

د ایران په اصفهان ښار کې د پوځ په یوې کارخانې باندې د ډرون برید شوی

واشنګټن  - چارواکو د اتوار/یکشنبې ورځې په سهار وویل چې بم لرونکو ډرونونو د ایران په اصفهان ښار کې د شپې په مهال د ایراني قواوو یوه کارخانه په نښه کړې او نقصان یې وراړولی دی. دا پېښه داسې وخت کې مخې ته راځي چې د ایران په تړاو سیمه ییز او نړېوال تناوونه سېوا شوي دي. د ایران د دفاع وزارت دا معلومات ندي ورکړي چې د دې حملې شک یې په چا راځي. په یوه بله پېښه کې د ایران په شمال لویدیځه سیمه کې د تېلو د صفاکارۍ په یوه کارخانه کې اور ولګېد او ورسره نږدې یوه قوي زلزله هم وشوه چې درې کسان په کې مړه شول. ایران په منځني ختیځ کې د اسرائیل رقیب ګڼل کیږي او پخوا چې ایران کې د ډرون کومې حملې شوي دي، ګومان ښودل شوی چې د اسرائیلو کار و. د دې نه بغیر، ایران د خپل شمالي ګاونډ، آذربایجان سره هم د تناوه ډک تعلقات لري  او په دې وروستیو کې په سرښار تهران کې یو وسله وال کس د آذربایجان په سفارت هم حمله کړې وه چې په کې د سفارت د امنیت مشر ووژل شو او دوه نور زخمیان شول. په اصفهان ښار کې د خالي/شنبې د ماسخوتن برید شاوخوا یوولس نیمې بجې ترسره شو خو نور جزئیات یې لا څرګند شوي ندي. د ایران دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې درې ډرونونو د دفاعي ځواکونو په یوې کارخانې حمله وکړه چې په دې کې، ګني دوه ډرونونه یې د ایراني قواوو له خوا رانسکوره کړی شول. بیان کې زیاته شوې چې درېیم ډرون په حمله کې کامیابه شوی، مګر د کارخانې ودانۍ ته یې "وړوکی نقصان" رسولی دی. د ایران انګریزي ژبي سرکاري ټي وي چېنل – پرېس ټي وي – په موبایل ټلیفون جوړ شوی یو تصویر یې ښکاره کړی چې په کې د ډرون د حملې شېبه معلومیږي. دا حمله د امام خمیني اکسپرس وې ترڅنګ شوې، کوم چې د اصفهان نه شمال لویدیځ پلو، د قم او تهران خوا ته ځي. تر دې وړاندې، تېر کال په جولائی میاشت کې د ایران د استخباراتو ادارې دعوه کړې وه چې د اصفهان شاوخوا کې یې په حساسو ځایونو د حملې کولو یوه خفیه منصوبه شنډه کړې ده. په اکټوبر کې د ایران سرکاري ټي وي داسې تصویرونه خپاره کړل چې په کې په مبینه توګه یو شمېر کسانو اقرار کولو چې دوی ګني د یوې مخالفې کردۍ پارټۍ غړي دي او غوښتل یې چې د اسرائیلو استخباراتي ادارې تعلیم ورکړی و او دوی نیت درلود چې اصفهان کې د پوځ یو فضائي مرکز په نښه کړي. فعالان دعوه کوي چې په تېرو لسو کلونو کې د ایران سرکاري ټي وي په سلګونه د جبري اقرارونو ویډیوګانې خورې کړي دي. اسرائیلي چارواکو د شنبې/خالي ورځې د ماسخوتن د حملې په اړه د کوم څه ویلو نه ډډه کړې ده.

29.01.2023 ډیوه

انتوني بلینکن منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې مصر ته رسېدلی 

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن منځني ختیځ ته د خپل پیل کړي سفر په ترڅ کې مصر ته رسېدلی او ویلي یې دي چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره به هڅې وکړي. 

29.01.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

29.01.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

29.01.2023 امریکا غږ

بندیزونو له داعش سره مبارزه کې د طالبانو توان محدود کړی- روسي دپلومات

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اولیګ سیرومولوتوف وايي چې په طالبانو باندې د لګول شویو بندیزونو له کبله د داعش په ضد ددغې ډلې توان محدود شوی دی.

29.01.2023 امریکا غږ

د روسیې واګنر ګروپ په بهر کې اجیر سرتیري استخداموي - راپور

وروسته له هغه چې د روسي امنیتي ګروپ واګنر لخوا د روسیې څخه بهر د جنګیالیو د استخدام په هکله راپورونه خپاره شول، د امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی چې پر واګنر ګروپ نوي بندیزونه لګوي او نړیواله جنایتکاره ډله به یې ونوموي.  

29.01.2023 امریکا غږ

برطانیه: د روس په سکولونو کې د پوځي تربیت بیا شروع کېدل، د پخواني شوروي اتحاد دور تازه کول دي

واشنګټن - د برطانيې دفاع وزارت د اتوار/یکشنبې په ورځ‌ ويلی دي چې د روس په سېکنډري یا ثانوي سکولونو کې د پوځ د بنیادي‌ تربيت بیا شورو کولو سره په نوموړي‌ هېواد کې ماحول نور هم زیات پوځي شوی دی. په ثانوي‌ سکولونو کې پوځي نصاب د ستمبر او په یونیورسټو کې د دسمبر په میاشت کې لازمي شوی دی. د برطانيې وزارت وایي چې د روس په سکولونو کې د پوځي‌ تربيت بیا شورو کېدل د شوروي اتحاد دور قصداْ راتازه کول دي. د شوروي اتحاد په وخت په سکولونو کې پوځي نصاب شامل وو.   د خالي‌/شنبې په ورځ د دونېڅک د مشرقي سيمې په یو ښار د روس ميزايلي برید کې لږ تر لږه درې کسان ووژل شول.  د دې سيمې په یو شمېر ځایونو کې د اوکراېني او روسي ځواکونو ترمنځه توده جګړه دوام لري. د مغربي هيوادونو د خوا اوکراېن ته د جدید ټېنکونو د ورکولو د ژمنو ورستو د روس په پوځي عملیاتو کې تیزي او چتکتیا ليدلی کيږي.   د اوکراېن صدر ولودیمیر زېلنسکي غواړي مغربي هيوادنه ورته د اوږدې فاصلې پورې د کره هدف په نښه کولو ميزايلې ورکړي چې داسې د ښارونو په نښه کولو د روس توان راکم کړي.   زيلېنسکي وړاندی ويلی دي چې د روس په بمبارۍ کې پرله پسې تباه شوي علاقو لکه وهلېدار او بخموت کې دا وخت غټه جګړه دوام لري.   سيمه ايزه ګورنر پفلوکېرېلېنکو په ټيلي ګرام ويلی دي چې د دونېڅک په يو ښار د استوګنې په ودانۍ د روس په بريد کې درې تنه مړه او لږ تر لږه څوارلس ژوبل شوی دي.  د خالي/شنبې په ورځ شوی بريد د روس د خوا د ولسي ځایونو په نښه کولو ورستي‌ ګام وو چې غواړي‌ د اوکراېن د ولس حوصله راټيټه کړي.  د اوکراېن د ملي امنیتي شورا مشر اولېکسي دانيلوف آراېف ايي/ آر اېل ته ويلي دي چې ماسکو تیاري کوي چې په څليريشتمه فرورۍ د روس د یرغل د کليزې د لمانځلو لپاره نوې عمليات وکړي. دانيلوف زیاته کړه چې روس غواړي د کليزې د لمانځلو په وخت دوي خپلې ګټې وښايي.  د واېټ هاوس د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي ويلي دي چې واشنګټن ګڼي چې په راتلونکو میاشتو کې به جګړه زور نيسي او د جګړې د ختمېدو هيڅ امکان په نظر نه ښکاري.   زيلېنسکي د جمعې په ورځ ويلي دي چې اوکراين تر د پنځو سوو ټېنکونو ضرورت دی. دوي سکائ نیوز ته ويلي دي چې د خپلې خاورې او د علاقو د حقاظت د پاره درې سوه یا پنځه سوه ټېنکونو ته ضرورت لري.   بي اېف ايم ټيلي ويژن ته د جمعې په ورځ خپله مرکه کې د فرانس سفير وېدیم اومېلچېنکو ويلي دي چې یو شمېر ملکونو تر دې دمه اوکراېن ته تر د درې سوه یويشتو ټېنکونو د ورکولو لوظونه کړی دي.   د يورپي اتحاد مشرې اورسولا فون دېرلاین هم اوکراېن ته د اتحاد د خوا د بې شرطه مرستو باور ورکړی دی.   فون دېر لاین او د یورپي اتحاد نور مشران د فرورۍ په درېمه نېټه د يورپ او اوکراېن د سرمشريزې غونډې اراده لري.   د اوکراېن سره د مغربي هېوادونو ورستي یو والي کرېملېن راپارولی دی او ويلی دي چې د جديد ټېنکونو د ورکولو د لوظونو سره ښکاري چې امریکا او نېټو نېغ په نېغه په جنګ کې د مداخلت سره دا جګړه غزول غواړی. دغه دواړه ډلې د روس وېناوې ردوي. 

29.01.2023 ډیوه

منځني ختیځ ته د امریکا د خارجه وزیر انټني بلېنکن سفر: اوکراین او ایران یې د خبرو اهمه اېجنډه ده

واشنګټن (روئټرز) - د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د اتوار/یکشنبې په ورځ په داسې حال کې منځني ختيځ ته ورسېد چې د اسرايیل او فلسطینیانو ترمنځ تشدد سېوا شوی دی. بلېنکن به درې ورځې په منځني ختیځ کې پاته شي او د خبرو اهمه اېجنډه به یې د ایران مسئله او د اوکراین جګړه وي. بلېنکن په دې سفر کې اول د مصر سرښار قاهرې ته رسېدلی، او د هغه ځایه به د ګل/دوشنبې په ورځ یورشلیم (بیت المقدس) ته ولاړ شي. اسرائیل کې د بنیامین نتینیاهو په مشرۍ نوي ښي اړخي حکومت د هغه ملک د سیکولار اقدارو، تاوجنو نسلي تعلقاتو، او فلسطینیانو سره په ټپه درېدلې د امن خبرو د آیندې په سر کور کې دننه او دباندې فکرمندۍ راپیدا کړي دي. په وروستیو ورځو کې هم د مرګوني تشدد پېښې زیاتې شوي، او دا یره یې ډېره کړې چې د دې تشدد لمن به نوره هم پراخه شي. یو فلسطیني وسله وال کس د جمعې په ورځ د بیت المقدس د یهودیانو د یو عبادتځای بهر، اووه تنان ووژل. د ۲۰۰۸ کال راهیسي، دا په بیت المقدس کې په اسرائیلي وګړو باندې تر ټولو خونړۍ حمله وه. د دې حملې نه یوه ورځ وړاندې، د زیارت/پنجشنبې په ورځ، اسرائیلي ځواکونو د مقبوضه لویدېځې غاړې په جنین ښار کې حمله وکړه چې په وروستیو کلونو کې په فلسطینیانو باندې د اسرائیل تر ټولو مرګونې حمله وه. د اسرائیل په نوې انتظامیه کې داسې انتهاپسنده قام پرسته ګوندونه هم شامل دي چې غواړي په مقبوضه لویدیځه غاړه کې د یهودیانو د نویو کورونو جوړول نور هم پسې پراخ کړي. د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن به د دې انتظامیې سره په خبرو کې یو ځل بیا د امن دپاره د امریکا غوښتنه تکرار کړي او ټینګار وکړي چې امریکا د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د دوو ریاستونو د جوړېدو د منصوبې ملاتړ کوي. مګر امریکایي چارواکي دا مني چې په نږدې آینده کې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د امن اوږدمهاله خبرو امکان نه ترسترګو کیږي. بلېنکن به په دې سفر کې رام الله ښار ته هم ولاړ شي او هلته به د فلسطیني انتظامیې د مشر محمود عباس، نورو فلسطیني چارواکو، او د مدني ټولنې فعالانو سره وګوري. د نتنیاهو حکومت په اسرائیل کې د عدالتي نظام د بنیادي بدلولو سپارښتنه کړې چې ترمخه به یې د ججانو په ټاکلو کې سیاسي واک اختیار پیاوړی وي او بل دا چې د پارلېمان یا انتظامیې په وړاندې فیصلو کې به د سپریم کورټ واک اختیار هم محدود کول وي. د دې سپارښتنو په خلاف اسرائیل کې لویې مظاهرې وشوې او احتجاج کوونکو ویل چې دا ګامونه به د عدالتي نظام خپلواکي ته نقصان ورسوي. د امریکا د خارجه وزارت د منځني ختیځ د څانګې یوه چارواکې باربرا لیف وایي چې ښاغلی بلېنکن به پخپل سفر کې د دغو اصلاحاتو په اړه د حکومت دننه او د حکومت دباندې د اسرائیلي وګړو نظریات واوري. مېرمن لیف دا هم زیاته کړه چې د بلېنکن په دې سفر کې به د اسرائیل او عربي ملکونو ترمنځ د تعلقاتو د بحاله کولو مخکېنۍ هلې ځلې به هم نورې تازه کړی شي. په دې هلو ځلو کې فلسطینیان ندي شامل، خو نور عربي ملکونه په کې شامل دي چې هدف یې د اسرائیل سره د هغو د اقتصادي او د سېلګرۍ د برخې همکاري زیاتول دي. د اوکراین د جګړې په اړه خبرې، د بلېنکن د سفر بل مقصد دی. اوکراین چې د روس د مقابلې دپاره د امریکې او یورپي اتحاد نه په زیاته اندازه وسلې او پوځي آلات تر لاسه کړي دي، د اسرائیلو نه غوښتي چې د ډرون د ویشتلو سیسټمونه د اوکراین په واک کې ورکړي. اوکراین غواړي په دې سره هغه ډرونونه وولي چې ایران روس ته ورکړي او روس یې په اوکراین کې استعمالوي. اسرائیل تر اوسه دا غوښتنې ندي منلي. که څه هم اسرائیل په اوکراین باندې د روس پوځي یرغل غندلی، مګر اوکراین سره یې خپل امداد صرف په بشري مرستو او محافظتي وسایلو محدود ساتلی دی.

29.01.2023 ډیوه

د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

29.01.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

29.01.2023 امریکا غږ

د ایران دفاع وزارت د 'مهماتو جوړولو په یوې فابریکې د ډرون برید' شوی

ایران وايي چې د دفاع وزارت په یوې ودانۍ باندې یې د بې پیلوټه الوتکې برید شوی دی. دا کار داسې مهال کېږي‌ چې له روسیې سره د ایران د بې پيلوټه الوتکو د مرستو او همکارۍ له کبله په تهران باندې انتقادونه شوي دي. د ایران د دفاع وزارت ویلي دي چې د دافع هوا ځواکونو یې دوې ډرون الوتکې نسکورې کړې او یوه بله یې چاودېدلې ده.‌ دغه وزارت ویلي دي چې په دې پېښې کې،‌ چې په اصفهان کې شوې ده، د دفاع وزارت د دغې ودانۍ یوه برخه زیانمنه شوې او بل چاته زیان رسېدلی نه دی. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي چې په فضا کې لمبې لیدل کېږي، د خطر زنګونه کړنګېږي، د اضطراري حالاتو موټرونه د پېښې ځای ته روان دي او خلک اخوا دیخوا منډې وهي. د ارنا خبري‌اژانس د دفاع وزارت د مقاماتو په حواله لیکلي دي: «د دفاع وزارت د یوې ودانۍ په یو ورکشاپ باندې یو ناکامه برید شوی...» فرانس پرس د ارنا په حواله لیکلي دي چې دا برید د شنبې په شپه جنوري ۲۸ (سلواغه اتمه) په ځايي وخت د شپې په ۱۱:۳۰ شوی او د وزارت دغې ودانۍ ته یې کوم زیان رسولی نه دی او چارې یې هم ټکنۍ کړي نه دي. ایراني‌مقاماتو د دفاع وزارت د د غې ودانۍ په اړه نور معلومات ورکړي نه دي،‌ خو ارنا وايي چې په برید کې د مهماتو جوړولو یوه فابریکه «په نښه شوې» ده. د ایران د پارلمان غړي محمد حسن اسافري د مهر نیوز ته ویلي‌ دي‌ چې د ایران دښمنان او مخالفان غواړي د ایران «دفاعي ځواک» ګډ وډ کړي. تر اوسه کومې ډلې او یا کوم هیواد د دې برید د کولو ادعا نده کړې. ایراني مقاماتو هم چا ته د پړې ګوته نیولې نه ده. ایران تیر کال د جولای په میاشت کې د کردي جنګیالیو یوه ډله ونیوله او ویلي  وو چې د اسرائیل لپاره یې کار کاوه او پلان یې لره چې په اصفهان کې  حساسي دفاعي فابریکې والوځوي.

29.01.2023 امریکا غږ

ماسکو ته دبلاول بوټو سفر،څېړونکي وایي پاکستان ته به دامریکا اؤ لویدیځ بندیزونه هم نظر کې نیول وي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د خپل روسي هم منصب سرګې لاروف په بلنه نن دخالي د ورځې نه د روس دوه ورځنی سفر پیلوي. خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري ماسکو ته خپل دا سفر په داسې حال کې کوي چې د اقتصادي بحران سره مخ پاکستان د روس نه په ارزانه بېعه د تېلو د اخستو لارې چارې لټوي. پاکستان او روسیې وړاندې اوونۍ کې خپل مينځي اړيکو او تجارت ته د ودې ورکولو او د روسیې څخه د خام تېلو د درامد په اړه درې لوظنامې لاسلیک کړې وې. څېړونکي په نړيوالو اړیکو کې د چټک بدلونونو په رڼا کې د بلاول بوټو زرداري روسيې ته دا سفر خورا مهم ګرځوي خو وایي پاکستان له به د روسیې څخه د خام تېلو د درامد کولو په هڅو کې په روسیه د غربي هېوادونو او امریکا لخوا لګیدلي اقتصادي بندیزونه په پام کې نیول وي. د پاکستان دخارجه دفتر لخوا جارى شوي بیان کې ویل شوي چې د باندنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري به ماسکو ته د سفر په مهال د خپل روسي سیال سرګې لاروف سره د دوه اړخیزه اړيکو په ټولو اړخونو غور کوي او دواړه مشران به د خپل مينځي خوښۍ په سيمه ییزو او نړیوالو ستونزو هم غږېږي. ماسکو ته دبلاول بوټو ددې سفر نه نزدې يوه اوونۍ وړاندې اسلام اباد کې دپاکستان او روسیې بېن الحکومتي کمېشن د خامو تېلو او د تېلو څخه د جوړو مصنوعاتو د درامد کولو او خپل مينځي تجارت ته د ودې ورکولو په اړه درې لوظنامې او د مفاهمت ېاداښتونه لاسلیک کړي دي. پاکستان هڅه کوي چې د خپل مجموعي ضرورت 35 فيصدي خام تېل د روس څخه په رعايتي نرخونو درامد کړي او روس ویلي چي د تکنيکي چارو د ترسره کېدو وروسته پاکستان کولی شې چې د راتلونکي مارچ میاشت کې د روسیې څخه د تېلو درامد پېل کړي. د اسلام اباد په څېړنيزې ادارې انسټیټیوټ اف سټراټيجک سټډيز کې د روسیې او اروپايي چارو ماهر محمد تېمور فهد خان ډيوه سره خبرو کې د بلاول بوټو زرداري روسیې ته دا ټاکل شوی سفر د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو او په نړيوالو تعلقاتو کې د روانو چټک بدلونونو په رڼا کې خورا ارزښت لرونکی بولي. نوموړي وويل په دې بدلېدونکې نړۍ کې هر هېواد هڅه کوي چې ځانله نوي ملګري پېدا کړي، تجارتي اړېکې زياتې کړي او خپل سفارتي پروفاېل پراخه کړي. ښاغلي وویل پاکستان د سوړ جنګ راهسې د غربي نړۍ او امریکا په کېمپ کې پاتې شوی خو په دې وروستیو کې د پاکستان په سټراټيجکي فکر کې بدلون راغلی چي ګني د غربي هېوادونو پرته نور ملګري پېدا کړي او د غرب سره هم غوره اړېکې وساتي. ښاغلی تېمور وايي دا اوس چې تېره اوونۍ د روسیې د توانايۍ د وزير په مشرۍ کې روسې پلاوی پاکستان ته راغلې و نو پاکستان ورسره د ماسکو څخه د خام تېلو اخستو تړون کړی خو په دې لړ کې به د روس تکنيکي ماهرين بيا راځي او دا فيصله به کوي چې پاکستان به د روس څخه څومره تېل اخلي او بېعه به یې څه وي او پاکستان به بيا دغه روسي تېل څنګه پاکوي؟ هغه وايي د روسي تېلو بیعه پریکول  د اهمیت وړ ده ځکه چې دا وخت روس د امریکا او غربي هېوادونو د اقتصادي او مالي بندېزنو سره مخ دی او هسې نه چې پاکستان هم د بندېزونو سره مخ شي. خو روسیې پاکستان ته د اخستل کېدونکو تېلو دبیعې ورکولو د پاکستان د نورو نزدو ملګرو هېوادونو په کرنسۍ کې د کولو وړاندیز کړی او پاکستان کولی شي د چينايي کرنسۍ يوان د لارې دا پېسې روسیې ته ورکړي او د مال په بدل کې د مال ورکولو د لارې هم دا پیسې ورکولی شي. د روانې میاشتې په 29مه نېټه د پاکستان په سفر راغلي د روس د توانايۍ وزیر هم وېلي وو چې د روان کال دمارچ میاشت کې د انتظامي او تېکنېکي چارو د ترسره کېدو وروسته پاکستان کولی شي چې د روس څه تېل درامد کړي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان اوس مهال د سخت اقتصادي او مالي بحران سره مخامخ دی او د پاکستان مرکزى حکومت د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف د پور دشرطونو پوره کولو په ترڅ کې د اتوار په ورځ د تېلو نرخ زيات کړی. د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانی وزیر ډاکټر سلمان شاه ډيوه ته وايي د روس څخه د تېلو درامد به يو کال وخت اخلي. نوموړي وويل روس د مختلفو ګرېډونو تېل لري او پاکستان کولی شي چې د خپل ضرورت تېل درامد او پاک کړي. هغه وویل خو د روس څخه د خام تېلو په درامد کې مهمه ستونزه ددې د راوړلو یا ټرانسپورټیشن، انشورنس او د پېسو د ورکړې وي او پاکستان له به دا هم په پام کې ساتل وي چې د تېلو په دې تجارت په روسیه د امریکا او غربي نړۍ د لګېدلو اقتصادي بندیزونو څخه ځان څنګه بچ وساتي. د اقتصادي چارو کارپوهان وايي پاکستان چې دا وخت د عرب هېوادونو څخه کوم تېل درامد کوي د روس څخه د هغې په درامد کولو به کرایه یا فرايټ لګښتونه يو په دوه زيات وي. اوس مهال د عربي هېوادونو څخه پاکستان د 80 ډالره بېرل په حساب سره تېل اخلي خو که پاکستان د روس څخه د 60 ډالره بېرل په حساب سره تېل درامد کوي نو د پاکستان په اند به دا د ګټې سودا وي.

29.01.2023 ډیوه

پاکستان کې دتېلو بیعې نورې وخېژول شوې،یو لیټر پټرول 250 روپو ته ورسېدل

دپاکستان مرکزي حکومت د پټرولو او ډیزلو بیعې نورې زیاتې کړي او د یو لیټر پټرولو بیعه کې د35 روپو  اضافې وروسته  ددې بیعه 250 روپو ته لوړه شوې ده او د ډیزلو دیو لیټر بیعه 263 روپو ته رسېدلې ده. خیبر پښتونخوا کی دپټرولو د کمښت له وجې ټرانسپوټران او مسافر سختو ستونزو سره مخ لیدل کیږي،د پټرولو اکثره پمپونه  تړل شوي دي او په ځېنو پمپونو د ګاډو لویې لویې قطارونه ولاړ لیدل کیږي. اقتصادی پوهان وایې د ایي ایم ایف د شرطونو او بجټ خسارې راکمولو دپاره حکومت دپټرولو نرخونه سیوا کړي دي. په خیبر پښتونخوا کې د تیلو د نرخونو کې له زیاتوالي وروسته  پټرول نه ترلاسه کیږي او د صوبې په بیلابیلو ښارونو کې لیدل کیږي چې د پټرولو ترلاسه کولو دپاره ګاډي په قطارونو کې پمپونو ته ولاړ دي. 23 کلن ابراهیم د رکشې ډرایور دی،هغه ډیوه ته وایي پټرول ورته ډیر په مشکله ترلاسه شول. وایي په کرايه رکشه چلوي خو د ګرانو تیلو له وجې یې دکور اؤ ژوند ضرورتونه نه پوره کیږي. "دا رکشه زه په دهنده چلوم، مالک له 500روپۍ ورځ ورکوم کله چې پټرول ارزان وو زما به د 2000 پټرول لګیدل او دا خرڅ به اوس 3000 روپو  ورځ ته زیات شي " دنوموړي په وینا "چی ټوله ورځ کار وکړم نو په مشکله راته 600 روپۍ بچ کیږي  او په دې کی زه د کور خرڅونه څنګه پوره کړم یوه تروړه  اوړه په2600 روپۍ دي او خوراکي تیل د 500 روپۍ لیټر نه هم زیات دي" د پاکستان دخزانې وزیر اسحاق ډار نن دپټرولو او ډیزلو په یو لیټر کې د 35 روپو او د خاورو تیلو او لایټ ډیزلو یو لیټر کې  د 18 روپو داضافې اعلان کړی دی. د خزانې وزارت د وینا تر مخه دې اضافی سره د یو لیټر پټرولو بيعه 250 روپو او د ډیزلو بیعه 263 روپو ته لوړه شوې ده . په خیبر پښتونخوا کې دپټرولو د رامنځته شوي کمي له امله د لرې پرتو سیمو مسافر هم سختو ستونزو سره مخ دي  75 کلن پیر محمد خان وایې د هنګو نه پېښور ته راغلی ناروغان دي ورسره خو پټرول نشته د سهار نه په انتظار دی چې پټرول به ترلاسه کړي خو وایي ونه توانیدو چې پټرول ترلاسه کړي. دخزانې وزارت وینا ده چې په مارکیټ کې دپټرولو مصنوعي کمی پیدا کړل شوی او د اوګرا په سپارښتنه  د پټرولیم مصنوعاتو بیعې لوړې کړل شوې دي. دخزانې وزیر اسحاق ډار ویلي په تیرو څلورو میاشتو کی د پټرولو او ډیزلو په بیعو کې اضافه نه وه شوې. اقتصاد پوهه سجاد احمد وايي  د تیرو دوو ورځو راهسې د روپۍ په مقابله کې د ډالره بيعه 266 روپو ته رسیدلې او د هغې اثر د توانایۍ په بیعو هم پریوتی. ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي د ایي ایم ایف د شرطونو پوره کولو او مالیاتي خسارې د کمي پوره کولو دپاره حکومت دا ګام اخستي دی. "د پاکستان مالي خساره 2500 اربه روپۍ ته ورسیده د دسمبر د ټيکسونو هدف کې 250 اربه روپۍ خساره ده او ایي ایم ایف د پور د نهمې جایزی منلو ته تیار نه و نو حکومت روپۍ په مارکیټ کی ازاده کړه او ډالر 266 روپو ته زیات شو او د هغې اثر د توانایۍ په بیعو هم شوی او پاکستان مجبوره شو  چې سخت ګامونه واخلي" د پاکستان دخزانې وزارت وایي په نړیوال مارکیټ کې د تیلو او ډالرو په بيعه کې د اضافې له وجې یو لیټر تیلو 20  روپی بوج سيوا شوی او 9 روپۍ لیټر  مارکیټنک کمپنیو ته هم ګټه ورکړی شوې ده.

29.01.2023 ډیوه

لکي مروت:عملیاتو کې دترهګرو ځالې هیلي کاپټرو نه په نخښه کړل شوي دي

د خېبر پښتونخوا دجنوبي ضلعې لکي مروت په احسان پور سیمه کې نن په څلورمه ورځ هم دترهګرو پر ضد دامنیتي ځواکونو عملیات دوام لري چې پکې د جنګي  هیلي کاپټرو د لارې د وسله والو ځالې په نخښه کیږي. چارواکي د عملیاتو په پایله کې د ترهګرو یو شمیر پټې ځالې له مینځه وړل شوي خو عملیاتو کې وسله  والو ته د اوښتي ځاني زیان په اړه څه نه دي ویل شوي. په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط داتوار په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي ویلي د لکی مروت ضلعې د کرم سیند په غاړه سیمه کښې د ترهګرو په ضد روان عملیات څلورمې ورځې ته ننوتي او  امنیتي ځواکونه او پولیس په ګډه ځنګل کې د مشکوکو ترهګرو  پټنځایونه په نخښه کوي . هغه وویل په په سیمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ پوليسو لخوا دجنګيالو محاصره روانه ده اؤ دترهګرو شکمن پټنځايونه په درنو وسلو  له هیلي کاپټرو څخه په نخښه کړل شوي دي.  ځایي خلک وایي د عملیاتو پرمهال د چاودنو غږونه د لکی ښار او نورو لرې وریا سیمو کې اوریدل کیږي. د دوی په وینا موبایل سروس د څلورمې ورځې لپاره هم بند پاتې دی چې له امله یې د سیمې خلک او د موبایل کاروبار کوونکي له ستونزو سره مخ دي. د پاکستان پوځ پخپله ددې عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.  په لکي مروت کې دا عملیات په داسې حال کې پېل شوي چې په دې وروستیو کې د صوبې په بیلابیلو برخو او په ځانګړي ډول لکي مروت کې په پولیسو د وسله والو بریدونه چټک شوي دي اؤ په دې بریدونو کې په لسګونو پولیس وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي . د دغه زیاترو بریدونو ذمه واري دپاکستاني طالبانو وسله والې ډلې پغاړه اخستې ده. دخېبر پښتونخوا صوبې دپولیسو مشر معظم جاه انصاري وایي ښایي ترهګرو ته په افغانستان کې دامریکې اؤ ناټو نه پاتې شوې عصري وسلې په لاس ورغلې دي اؤ هغوئ په دغو جدیدو وسلو پولیس په نخښه کوي. تېره اوونۍ ښاغلي معظم جاه انصاري رسنیو ته ویلي وؤ دترهګرو دمقابلې لپاره دپښتونخوا پولیسو ته هم عصري وسلې اؤ نور سامانونه ورکړل کیږي. خېبرپښتونخوا پوليس ترمخه ، تېر کال په 2022 کې په صوبه کې 196 ترهګر په پوليس مقابلو کې وژل شوي، او 118 پوليس هم د ترهګرۍ پرضد جګړه کې وژل شوي او 117 ژوبل شوي وو. د خېبرپښتونخوا پوليس اډيشنل انسپکټر جنرل محمد علي باباخېل په 23م دسمبر مطبوعاتو سره د پولیس عملیاتو شمېرې شريکې کړې وې او ويلي يې وو، د صوبې څلور جنوبي ضلعې، شمالي او جنوبي وزيرستان، لکي مروت او بنو د ترهګرۍ ښکار پاتې شوي او زياتې پېښې پکې شوې وې. د پولیس شمېرو ترمخه تېر کال په صوبه کې سي ټي ډي 806 ترهګر نيولي چې پکې د 90 ترهګرو په سرونو قيمتونه هم مقرر وو.

29.01.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more