مارتين ګريفيتس: طالبان د ښځينه کارکوونکو د کار په اړه پر يوې تګلارې کار کوي
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري په نا دولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د افغان مېرمنو پر کار د بندیز له پرېکړې څه د پاسه یو میاشت تېریږي، ملګري ملتونه وايي هیلهمندي شته چې د بشري مرستې رسونې په ځینو برخو کې طالبان د ښځو ونډې ته اجازه ورکړي. د بشري مرستو رسونې په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس چې تازه د کابل له سفره ستون شوی امریکايي ټلوېزیون سيانان سره په مرکه کې ویلي دي، که څه هم په نا دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو د تېرې میاشتې بندیز لا هم پر خپل ځای دی خو له دوی سره يې په کابل کې د خبرو پر مهال له دوی هیله بښونکي ځوابونه ترلاسه کړي دي. نوموړي ويلي: "د دوی ځواب راته دا و چې دوی پر یوې کړنلارې کار کوي چې په راتلونکو اوونیو کې به جوړه شي او پهکې به د بشري مرستو رسولو په چارو کې د ښځو رول ته پام شوی وي، زه له دې چارې خوښ یم او له ټولو طالب چارواکو سره چې ما لیدلي، ما ترې مثبت ځواب ترلاسه کړی، نو موږ یې پایلو ته په تمه یو او په دې برخه کې به د فبروري تر وروستیو له دوی سره په ژورو بحثونو اخته یو، تر څو دا باور ترلاسه شي چې هره هغه کړنلاره چې جوړیږي نو باید د افغانانو اړتیاوو ته ځواب ویونکي وي." نوموړي هیلهمندي ښودلې چې طالبان به د ښځو د کار په اړه لارښود ژر خپور کړي. په ۲۰۲۱ میلادي کال په اګسټ میاشت کې تر واک وروسته طالبانو سملاسي له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زدهکړه بندیز ولګاوه، خو د ۲۰۲۲ میلادي کال په وروستیو کې پر ښځو د محدودیتونو په دوام يې دوی له لوړو زدهکړو هم منع کړې او په کورنیو نا دولتي او نړیوالو مؤسسو کې يې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه. په همدې حال د ملګرو ملتونو د سرمنشي بلې مرستیالې امنیه محمد، چې دې هم په دې وروستیو کې پر افغان مېرمنو د محدودیتونو د پای ته رسېدو په تړاو له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفر کړی و، په خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي چې هیڅکله به افغان مېرنې او نجونې هېرې نهکړي. اغلې محمد لیکلي، چې دوی به داسې لارې ومومي چې لهمخې يې افغان مېرمنې په ټولنه کې ځان وویني او بشري حقونو ته يې درناوی وشي. نوموړې تېره ورځ په نیویارک کې په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې باید له دیارلسمې پېړۍ څخه یویشتمې پېړۍ ته د طالبانو په راوستلو کار وشي. اغلې محمد زیاته کړه، د افغان مېرمنو د بشري حقونو د تامین په هدف یې په خپل اختیار کې له هر ډول امکاناتو کار واخیست. مېرمن امینې وویل، چې افغانستان ته یې د سفر پر مهال پر طالبانو فشار راوست څو پر افغان مېرمنو بندیزونه لیري کړي، په ځانګړي ډول د بشري مرستو د رسولو په مؤسسو کې، ځکه په خبره یې د سخت ژمي پر مهال قحطي د نږدې کېدو په حال کې ده. دا څرګندونې داسې مهال دي، چې بېلابېلو مرسته رسونکو نړیوالو ادارو خبرداری ورکړی، چې د افغانستان د ۳۸ میلیونه نفوس نږدې نیمايي له سختې لوږې سره مخ دي او که طالبان په نادولتي ادارو کې مېرمنو ته د کار اجازه ورنهکړي دا بشري ناورین به لا پسې پراخه شي.
منظور پشتين په پښتنو د قامي اتحاد غږ کړی
د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مشر منظور پشتين ويلي په پاکستان کې د پښتنو سره ظلمونه کيږي بې وسه شمارل کيږي خو پښتانه بې وسه نه دي بلکې تقسيم دي، او د خپلو قاتلانو ملګرتيا یې شورو کړې ده.
روس او پاکستان په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره په عملي ښکېلتیا ټينګار کړی
روس او پاکستان په دوه اړخيزه خبرو کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره په عملي توګه ښکېلتيا ټینګار کړی خو ويلي یې دي چې واکمنه طالبان به تر هغې په رسمیت ونه پېژندل شي چې څو پورې یې د ښځو د حقونو او ټولشموله حکومت په اړوند نړيواله اندېښنې نه وي لرې کړي.
د ملګرو ملتونو مرستیاله: له دیارلسمې پیړۍ څخه یویشتمې پیړۍ ته د طالبانو په راوستلو باید کار وشي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمینه محمد د چهار شنبې په ورځ جنوري ۲۵ (سلواغې پنځمه) وویل باید له دیارسمې پیړۍ څخه یویشتمې پیړۍ ته د طالبانو په راوستلو کار وشي.
د فواد چودري د دوه ورځو جسماني ريمانډ منظور کړی شوی
د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکي د اطلاعاتو پخواني وزير فواد چودري د دوه ورځو جسماني ريمانډ منظور کړی شوی او د اسلام اباد پولیسو ته حواله کړی شوی دی.
روسیې او پاکستان طالبانو سره په 'عملي تعامل' ټینګار وکړ
روسیې او پاکستان د چهار شنبې په ورځ جنوري ۲۵ (سلواغې پنځمه) د دوه اړخیزو مذاکراتو پرمهال له افغان طالبانو سره په عملي تعامل ټینګار وکړ.
روسیه: اوکراین کې به د امریکا ټانکونه وسوځي
د روسیې جمهوري ریاست نن چهار شنبې جنوري ۲۵ (سلواغې پنځمه) وویل د ابرامس په نامه هغه محاربوي ټانکونه چې د امریکا له خوا کیف ته ورکول کیږي، په اوکراین کې به وسوځي.
د ملګرو ملتونو استازی: طالبانو ډاډ راکړی غیرسرکاري ادارو کې د ښځو د کار په اړه به بل لارښود خپور کړي
واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د راتلونکې جمعې په ورځ د افغانستان په اړه بیا ځانګړې غونډه کوي چې پکې به له کابله د ستانه شوي پلاوي مشره آمنه محمد د ښځو او نجونو د کار او تعلیم په اړه له طالبانو سره د لیدنو حال ورکوي. بل لور ته په کابل کې د ملګرو ملتونو د بل پلاوي مشر وایي، د طالبانو مشرانو ورته ډاډ ورکړی چې په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو د کار په اړه به ژر یو بل لارښود خپور کړي. د ملګرو ملتونو د بشري همږغۍ د ادارې «اوچا» مشر مارټین ګریفیټس له تېرو څلورو ورځو راهیسې په کابل کې د طالبانو د رئیس الوزراء یا وزیراعظم له مرستیال، د بهرنیو او کورنیو چارو له وزیرانو او ګڼ شمېر نورو وزیرانو سره لیدلي او په دې هېواد کې د بشري مرستو پر بهیر یې ورسره خبرې کړې دي. مارټین ګریفیټس د شورو- چارشنبې په ورځ وویل، طالبانو ته یې ساده پیغام دا وو چې په مرستندویه ادارو کې د ښځو پر کار بندیز به بشردوستانه کارونه ډېر له ستونځو سره مخ کړي، وایي ښځې حق لري چې باید کار وکړي. ښاغلي ګریفیټس رسنیو ته ویلي، د طالبانو د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې د روغتیا او تعلیم د برخې په غیرسرکاري ادارو کې یې بیرته ښځو ته د کار اجازه ورکړې ده، خو وایي دا استثنی باید پراخه شي، چې ټولې مرسته کوونکې ادارې د خپلو ښځینه کارکوونکو په مرسته خپل کارونه بیرته پیل کړي: "هغه څه چې ما له دوی ټولو واورېدل دا دی چې دوی [طالبان] د افغانو ښځو لپاره د کار په اړتیا، عمل او حقونو پوهېدلي دي او دوی به په دې برخه کې پر ځینو تګلارو کار وکړي چې موږ به یې په ټاکلي وخت کې ووینو او هغه به ضرور دغو اړتیاوو ته د دوی جواب وي". مارټین ګریفیټس وایي نړیوالو بشردوستانه ادارو د ده په استازیتوب او په کابل کې چې ده د ادارو له استازو سره لیدلي، لږ تر لږه ټول پر دې یوه مرکزي ټکي سره یو دي او هغه دا چې هر ځای د دوی لپاره له ښځینه کارکوونکو سره یو ځای د بشري مرستو رسولو امکانات وي دوی به دا کار وکړي. د طالبانو حکومت لا تر اوسه په دې اړه یو ښکاره دریځ نه دی وړاندې کړی چې په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو د کار په اړه یې د ملګرو ملتونو ورغلي پلاوي ته څه جواب ورکړی او یا په راتلونکي کې په دې اړه څه پلان لري. رویټرز خبري ایجنسۍ وايي د طالبانو یوه ویاند د ښاغلي ګریفیټس د څرګندونو په اړه تبصره ونه کړه، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي سراج الدین حقاني د شورو- چارشنبې په ورځ له مارټین ګریفیټس سره لیدلي او هغه ته یې ویلي، "د افغانستان د تعلیم نظام په اړه د نظرونو توپیر شته چې حل به شي". ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جنورۍ پر 27مه د افغانستان په اړه یوه بله ځانګړې غونډه وکړي چې متحده عرب اماراتو، جاپان او فرانسې د دې ناستې د جوړېدو غوښتنه کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د عرب اماراتو د دفتر ویانده شهاد مطر وایي، دا غونډه به د تېرې غونډې په څېر د بندو دروازو تر شا کېږي. مېرمن مطر د شورو- چارشنبې په ورځ پر ټویټر لیکلي: "په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو مرستیاله مشره آمنه محمد افغانستان ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړي، چې په دې هېواد کې یې څه ولیدل او د طالبانو د حکومت چارواکو ته یې څه پیغامونه ورکړل". د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جنورۍ پر 13مه هم د افغانستان پر حالاتو غونډه کړې وه، د ځینو رپوټونو له مخې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په تېر شاوخوا یونیم کال کې د بېلابېلو هېوادوانو او ملګرو ملتونو له خوا تقریباً لس غونډې شوې دي، خو په دغو اکثرو غونډو کې د طالبانو استازو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې. د یورپي اتحاد د بهرنیو چارو او د امنیتي پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل پونټېنیس د ملګرو ملتونو د عمومي مشر له مرستیالې آمنه محمد سره لیدلي او د افغانستان پر حالاتو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حالت په اړه یې ورسره خبرې کړي دي. ښاغلي بوریل د جنورۍ پر 24مه پر خپل ټویټر لیکلي: "یورپي ټولنه له ملګرو ملتونو سره په ګډه د افغانستان له خلکو په ځانګړې توګه له ښځو او نجونو سره ولاړه ده". طالبانو تر شپږم ټولګي پورته تر پوهنتون پورې د نجونو تعلیم ځنډولی او په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار له بندیز سره سره یې د ښځو ولسي ژوند محدود کړی چې په نړیواله توګه یې کلک مخالفت شوی، له همدې کبله د نړۍ هیڅ هېواد لا د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
پمپیو په خپل کتاب کې: اشرف غني ما ته "تر ټولو نا محبوب" رهبر و
د امریکا د بهرنیو چارو مخکني وزیر مایک پمپیو په خپل نوي چاپ شوي کتاب کې د افغانستان مخکنی ولسمشر محمد اشرف غني د ده لپاره تر ټولو «نامحبوب رهبر» یاد کړی او ویلي دي چې هغه د سولې په لاره کې «اغزی» کې و.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
ګریفټس: هیله ده طالبان د ښځو د کار په اړه لیکلی لارښود خپور کړي
د ملګرو ملتونو مرستیال مارتین ګریفټس وايی چې نړیوال بشري مرسته رسوونکي له طالب مشرانو سره خبرې کوي او هڅه یې دا ده چې په بهرنیو ادارو کې د ښځینه کار کوونکو لپاره نوره استثنی هم ورکړل شي او طالبان په دې اړه یو لیکلی لارښود خپور کړي.
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
ایران د يورپین یونین او برطانيې په ځینو تنظيمونو او شهریانو په ضد پابندۍ اعلان کړې
د ایران په احتجاجونو کې په سلګونو کسان وژل شوي او د انساني حقونو تنظیمونو د احتجاجونو په ضد د ایران د اقداماتو غندنه کړې ده. امریکې او نورو مغربي ملکونو په دې لړ کې په ایران او په یو شمېر ایراني چارواکو بنديزونه لګولي دي
د پاکستان پولیسو د عمران خان د ګوند یو لوړ پوړی مقام نیولی
په پاکستان کې پولیسو د عمران خان د ګوند تحریک انصاف یو لوړ پوړی مقام فواد چوهدري د انتخاباتو د څار کمېسیون ته د ګواښ کولو په تور نیولی دی.
د امریکې پخوانی خارجه وزیر وايي په ۲۰۱۹ کې واشنګټن د هند او پاکستان ترمنځ د اېټمي جنګ مخه نيولي وه
پامپېیو په دغه مهال خارجه وزیر او د شمالی کوریا مشر سره د هغه وخت د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ملاقات په لړ کې په وېت نام کې و، په خپل کتاب کې وايي چې د يو هندي چارواکي په بېړني ټېلې فون کال راويښ کړی شو