شاته

د فواد چودري د دوه ورځو جسماني ريمانډ منظور کړی شوی

د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکي د اطلاعاتو پخواني وزير فواد چودري د دوه ورځو جسماني ريمانډ منظور کړی شوی او د اسلام اباد پولیسو ته حواله کړی شوی دی.

فواد چودري الېکشن کمېشن ته د دړکو ورکولو په تور پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ په لاهور کې پوليسو نيولی وو او بيا هم پرون په اسلام اباد کې عدالت ته وړاندې کړی شوی وو.

د مطبوعاتي راپورونو ترمخه پولیسو د عدالت نه د فواد چودري د اته ورځو د ريمانډ غوښتنه کړې خو جج نويد خان د دوه ورځو ريمانډ منظور کړی او په 27 جنورۍ یې عدالت ته د پېش کولو حکم کړی دی.

ويل شوي پولیس ته په ریمانډ د ورکولو نه وړاندې د فواد چودري طبي معاينه شوې او هغه تندرست ګرځول شوی دی.

د الېکشن کمېشن وکیل سعدحسن عدالت ته ويلي چې فواد چودري الېکشن کمېشن ته منشي ويلي، الېکشن کمېشن اييني اداره ده د يو پلان لاندې الېکشن کمېشن په هدف کړی شوی او د چودري وينا د خلکو راپارول دي، او خلکو ته یې ويلي چې د الېکشن کمېشن کورونو ته ورسئ.

او فواد چودري ویلي چې په هغه د بغاوت مقدمه درج کړی شوې د هغه پرضد خو مقدمه جوړېدی نه شي داسې به جمهوریت ختم شي او څوک به د تنقيد کولو پاتې هم نه شي.

د هغه وکيلانو ویلي چې چودري بيان په لاهور کې ورکړی او مقدمه پرې په اسلام اباد کې جوړه شوې ده.

د فواد چودري پرضد د الېکشن کمېشن د سيکرټري عمېراحمد په خواست مقدمه درج شوې چې هغه د الېکشن کمېشن مشر او غړو ته دهړکې ورکړي دي.

د هغه پرضد د اسلام اباد په کوهسار تاڼه کې مقدمه درج کړی شوې او بيا په لاهور کې پوليسو نيولی او پرون یې په اسلام اباد کې عدالت ته وړاندې کړی وو.

پاکستان تحریک انصاف ګوند له دې وړاندې هم په الېکشن کمېشن نيوکې کړي چې طرفداره پاتې شوی او د تحریک انصاف ګوند پرضد یې فېصلې اورولې خو الېکشن کمېشن تل د تحریک انصاف تورونه رد کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00