ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پاکستان پوځ: له ایران سره سرحد کې مو څلور سرتېري وژل شوي

د پاکستان پوځ نن چهارشنبه جنوري ۱۸ (مرغومې۲۸) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ایران سره په سرحد کې یې په «یو تروریستي برید» کې څلور سرتېري وژل شوي دي.

18.01.2023 امریکا غږ

 ایف  16 جنګي جهازونه او په شام کې پوځي عملیاتو د امریکې او ترک خارجه وزیرانو د ملاقات اهم موضوعات ګڼل کېږي

د څېړنيزې ادارې وېلسن سنټر څېړنکار جيمز جيفري وايي د کانګرس لخوا هر قسمه مرسته به د ترکي نه د دوو غوښتنو سره تړلې وي يو دا چې ترکي به د شام په شمال کې هيڅ قسمه پوځي عمليات نه کوي او په نيټو کې به د فېن لينډ او سويډن د شامېليدلو مخالفت نه کوي

18.01.2023 ډیوه

د نړۍ په کچه د ګڼې ګوڼې ښار کې، افغانه ټکسیوانه

په خټه پښتنه افغانه او په هغه ښار کې د شپې ناوخته ټکسي چلول چې له ټرافیکي بهیره یې وخت ناوخت د بدو پېښو رپوټونه ورکول کېږي کمسارې ده. د ټرافیکي مالوماتو د یوه بنسټ انریکس د تازه خپاره شوي رپوټ پر بنسټ چې د نړۍ ۵۵ هېوادونو کې کار کوي وايي، لندن د نړۍ په ۱۰۰۰ ښارونو کې تر ټول د ډیرې ګڼې ګوڼې او ناسازه ټرافیکو ښار دی.

18.01.2023 BBC

جنرال اصف غفور پسې تړلي دګواښ بیان ته دپاکستان سینیټ کې سخت غبرګون ښودل شوی

وي او اى ډيوه سره خبرو کې کامران مرتضا وويل احتجاج د ګوادر د ولس بنيادي حق دى او يو سويلين تن يا سياستمدار د دوي احتجاج ته جایز يا غلط ويلی شي خو پوځي جرنيل دا حق نه لري چي دوي د احتجاج د حق نه محرومه کړي

18.01.2023 ډیوه

د طالب چارواکو په ټویټر د تصدیق "بلیوټک" نه ښکاري

په ټویټر د طالبانو د اکاونټونو څخه بلیو ټک (هودي نښه) لر کړی شوې ده. د بلیو ټک معنا دا وي چې ټویټر دغه اکاوڼټ په رسمیت پیژني. د برتانیې د مطیوعاتي ادارې 'دي ګارډین' د رپورټ له مخې، د طالبانو د حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي د څانګې د مشر هدایت الله هدایت او د رسنیو د لوړپوړي چارواکي عبدالحق حماد ټویټر اکاونټ د دوشنبې تر ورځې پورې تصدیق شوي ښکاریدل. د طالب چارواکو د بلیو ټیک د ترلاسه کولو خبرونو خپریدلو ورستو، په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو فعالانو خپلې اندېښنې څرګندې کړې او ویې ویل، چې طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري او د دوی له بشري حقونو سرغړونې تاریخي دي. د ټویټر پخوانۍ انتظامیې دا کار پخوا داسې کولو چې د اکاونټ لرونکي  د رسمي کار او نوم تصدیق به یې وکړلو او بیا به یې ورته بلیو ټک ورکړو. بلیو ټک به هر چا نشو تر لاسه کولې. خو وسنۍ انتظامې د تصدیق کار په پیسو شورو کړی دی او چې څوک د میاتشې اته امریکايي ډالرې ورکړي اکاونټ یې تصدیق کیدی شي.  د طالبانو د ټویټر اکاونټ  په پیسو په تصدیق کولو په ټولنیزو رسنیو یو شمیر نیوکې شوې وې. افغان خبریال ایمل پسرلي په ټویټر سوال پورته کړې: “فکر کوئ دا (۹۰۰ افغانۍ) د هر افغان په وس کې دي؟” د طالبانو په رسنیو د څار کمیشن مشر مولوي حماد ورته په ځواب کې لیکي: “هر هغه افغان چې مطبوعاتي فعالیت ورته مهم وي، د خپل پیغام رسولو لپاره د ورځې دیرش افغانۍ مصرفولای شي” خو بیا ځیني وايي په یو داسې هیواد کې اولس د بې روزګارۍ او بې وځلۍ سره مخ دی د طالبانو په ټویټر د بلیو ټک کرایه ورکول حیران کړي دي. تر دې مخکې د برتانیا یوې بلې نشریاتي ادارې خبر ورکړی ؤ چې د طالبانو دوو چارواکو د ټویټر بلیو ټیک ترلاسه کړی دی. خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې د طالبانو د چارواکو بلیو ټیکونه څنګه لرې شول. طالبان له ډیرې مودې راهیسې ټویټر کاروي تر څو خپل پیغامونه ورسوي خو دوی هیڅکله د ټویټر تصدیق ټیک نه ؤ ترلاسه کړی. داسې انګیرل کیږي چې د طالبانو دوه مشرانو ټویټر ته د میاشتني په سر د بیعې ورکولو وروسته بلیو ټیک ترلاسه کړی ؤ. د ټویټر د اوسنۍ پالیسۍ له مخې، بلیو ټیکونه مستند کاروونکو ته ورکول کیږي. (ددې خبر ځیني برخې د وي او ای اردو څانګې څخه اخستل شوي)

18.01.2023 ډیوه

مذهبي اؤ قانوني پوهان وایي طالبانو شرعي سزاګانو لپاره محکمو کې دشریعت شرطونه نه دي پوره کړي

په افغانستان کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده تېر کال د نومبر په 14مه قاضيانو ته امر کړی و هغه مقدمې چې د حد او قصاص شرطونو یې پوره کړي وي باید حد او قصاص ورباندې جاري کړي۔ وروستو له هغې په افغانستان کې سزا شويو تنانو ته د شرعي قانون ترمخه سزاګانې ورکول کېږي

18.01.2023 ډیوه

طالبان: متقي د ملګرو ملتونو مرستیالې ته ویلي په بندیزونو کې نړۍ سره اړیکې څنکه ښه شي؟

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ملګروملتونو د ټولنې د مرستیالې امینه محمد سره په کتنه کې هغې ته ویلي، چې پر طالبانو باندې د بندیزونو د دوام سره نړۍ سره اړیکې څنګه ښه کیدلی شي.

18.01.2023 امریکا غږ

دپاکستان قامي اسمبلۍ دصحابه کرامو د سپکاوي خلاف قانون کې دسزاګانو زیاتولو منظوري ورکړې ده

په پاکستان کې د بشرې حقونو کارمندان او دلږکیو ډلو سره تعلق لرونکې کسان په داسې حال کې ددغه قانون په غلطه توګه د کارولو ویرې څرګندوي چې په هیواد کې وړاندې څخه د مذهب د سپکاوې قانون نه دناسمې استفادې په پسر نیوکې روانې دي

18.01.2023 ډیوه

د اوکراین داخله وزیر او دوه نور اهم چارواکي د هیلي کاپټر په راغورځېدو کې مړه شوي دي

واشنګټن  - په اوکراین کې د یو هیلي کاپټر د راغورځېدو له امله د هغه ملک د داخله وزیر او ورسره نورو چارواکو په شمول، لږ تر لږه اتلس (۱۸) کسان مړه شوي دي. په اوکراین باندې د روس د یرغل نه تر اوسه د اوکراین دومره جګپوړی چارواکی چېرته هم نه و مړ شوی. اوکرایني چارواکي وايي چې دا هیلي کاپټر د سرښار کيیف ختیځ پلو راغورځېدلی چې په کې اتلس کسان وژل شوي او په هغو کې د اوکراین د داخله چارو وزیر ډینیس موناڅرسکي او څو تنه نور اوکرایني چارواکي هم شامل دي. تر اوسه معلومه نده چې د دې هیلي کاپټر د راغورځېدو لامل څه و. په پېښه کې ۹ مړه شوي کسان، په هیلي کاپټر کې سپاره خلک و، او نور تنان چې مړه شوي هغوی لاندې په ځمکه ول چې ورباندې هیلي کاپټر راوغورځېده. د اوکراین د قامي پولیسو مشر ویلي چې د داخله وزیر نایب، یيوېن ينین، او د داخله وزارت سټېټ سېکرېټري یوري لوبکوویچ هم د مړو شوو کسانو په ډله کې دي. د اوکراین د جګړې پر مهال، د هغه ملک جګپوړي چارواکي اکثره په هیلي کاپټرو کې سفرونه کوي. د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنکسي په ټېلیګرام باندې یو پوسټ کې ویلي چې هغه د یادې پېښې په اړه د تحقیقاتو هدایت ورکړی دی. هغه دا واقعه یوه "ناوړه ټراجیډي" بللې او زیاته کړې یې ده چې د مړو شوو کسانو کره شمېر لا تر اوسه یقیني نده خو حد اقل دا ښکاره ده چې په پېښه کې درې ماشومان هم مړه شوي دي. زېلنسکي دا یو ډېر سخت درد وباله. د اوکراین دپاره د ملګرو ملتونو کوارډېنېټره ډېنیس براون چې پخپله هم اوکراین کې ده، وایي هغه د دې غمجنې واقعې له امله سخته خواشینې شوې ده. هغې د ملګرو ملتونو په استازیتوب د مړو شوو کسانو کورنیو او د اوکراین حکومت او خلکو سره همدردي ښودلې ده. د یورپي کونسل صدر چارلز مېشل هم د اوکراین د خلکو سره د خواخوږۍ څرګندولو سره ویلي چې د اوکراین داخله وزیر موناڅرسکي "د یورپي اتحاد یو کلک ملګری" و. څو ورځې وړاندې روسانو د اوکراین یو رهایشي بلډینګ په میزائیلو وویشت چې له امله یې په لسګونه عام خلک ووژل شول. د هغې حملې نه وروسته، دا په وروستیو کې اوکراین کې دویمه لویه غمجنه پېښه ده. اوکراین سره اضافي پوځي مرستې امریکا او نورو اتحادیانو یې تکل کړی چې اوکراین ته به لا زیات پرمختللې وسلې ورکړي او د دې په استعمال کولو به هم اوکرایني پوځیانو ته تعلیم ورکړي. دا اضافه پوځي مرستې به د جمعې په ورځ د امریکا په مشرۍ د اوکراین د دفاع کانټکټ ګروپ په تازه ناسته کې اعلانې شي. دا ناسته په جرمني کې د امریکا په یوې پوځي اډې، رامشټاین ائیربېز کې جوړیږي او د امریکا د دفاع وزیر لوېډ آسټن په شمول به د نېټو ملکونو لسګونه ددفاع وزیران، د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټولټنبرګ، او د اوکراین دفاع وزیر اولیکسي رزنیکوف برخه ولري. بل اړخ ته د روس خارجه وزیر سرګي لاوروف نن د شورو/چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې د ماسکو په ضد مغربي ملکونو لاسونه یو کړي، مګر هغه باور لري چې روس به په اوکراین کې خپلو اهدافو ته ورسیږي. هغه د اوکراین جګړه، هایبرېډ جنګ وباله. لاوروف د اوکراین د صدر ولودیمیر زېلنسکي هغه مطالبې هم رد کړې چې د اوکراین نه د روسانو پوره وتل یې غوښتي دي. لاوروف دا تور هم ولګاوه چې ګني د زېلنسکي سره خبرې نشي کېدلی، ځکه د هغه په باور، د زېلنسکي فیصلې ورته مغربي ملکونه کوي. همدې حال کې د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل انټونیو ګوتېرش ویلي چې نړۍ په یو خواشینوونکي حالت کې ګېر ده چې مشترک عوامل یې اوکراین کې د روس جنګ او موسمي بدلون دی.

18.01.2023 ډیوه

پوځ:په بلوچستان کې دترهګرو پرضد عملیاتو کې څلور وسله وال وژل شوي

بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو د کېدونکو بریدونو پړه زیاتره بلوڅ بیلتون غوښتونکې وسله والې ډلې،داعش اؤ تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخلي خو په خېبر پښتونخوا کې بیا په امنیتي ځواکونو د زیاترو بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان قبلوي.

18.01.2023 ډیوه

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر او ۱۷ تنه نور د هلیکوپتر د لوېدو په پیښه کې وژل شوي

د اوکراین پایتخت کیف کې د یوې هلیکوپترې د لوېدو په پېښه کې ددغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر دنیس موناستیرسکی او د وزارت د څو نورو لوړ پوړو چارواکو په ګډون، لږترلږه ۱۸ تنه وژل شوي دي.

18.01.2023 امریکا غږ

دپښتونخوا جنوبي ضلعو کې د دوؤ ترهګرو په ګډون پینځه کسان وژل شوي

په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا صوبې په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو بریدونو کې چټکتیا لیدل شوې چې دې بریدونو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې ده

18.01.2023 ډیوه

ټي ټي پي ته دعصري وسلې په لاس ورتګ،څېړونکي وایي سیمه کې روانه جګړه به نوره هم خونړۍ شي

د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري د پېښور په سر بند تاڼه د بريد نه وروسته ميډيا سره خبرو کې ويلي وو د تحريک طالبان پاکستان لخوا د ترمل سایټ وېفن يا هغه وسله چې د شپې په وخت يې په دوربين کې د ساه لرونکي څيز د ليدو توان لري ،په پېښور کې په وړومبي ځل کارول شوې ده

18.01.2023 ډیوه

د خېبرپښتونخوا اسبملي ماته کړی شوه،نوی حکومت به څنګه جوړيږي؟

د خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي د صوبې د اسمبلۍ ماتولو سمري لاسليک کړه او اسمبلي ماته شوه. د اسمبلۍ ماتولو په اعلاميه کې ويل شوي چې موجوده وزيراعلا محمود خان به د نګران حکومت جوړېدو پورې په خپله څوکۍ وي.

18.01.2023 ډیوه

سړې هوا افغانستان کې د ماشومانو په ګډون ۲۳ تنه مړه کړي، زرګونه څاروي تلف شوي

افغانستان ته د هوا سړې څپې رارسېدو سره مهاله، طبیعي پېښو ته رسېدو چارو کې د طالبانو حکومت وزارت د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د هوا یخوالي له امله د ۱۶ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

18.01.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more