شاته

 منظور پشتين په پښتنو د قامي اتحاد غږ کړی

د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مشر منظور پشتين ويلي په پاکستان کې د پښتنو سره ظلمونه کيږي بې وسه شمارل کيږي خو پښتانه بې وسه نه دي بلکې تقسيم دي، او د خپلو قاتلانو ملګرتيا یې شورو کړې ده.

د نقيب مسيد د وژنې د قضیې په فېصله کې د راو انوار د بري کېدو د فېصلې پرضد په پېښور کې راجوړې احتجاجي غونډې ته په وينا کې منظور پشتين وویل، "راو انوار د پښتنو په وړاندې هیڅ نه دی خو پښتانه په فکرونو، په سيمو او خېلونو تقسيم دي، او دې تقسيم دښمن ته موقع ورکړې ده چې استحصال یې وکړي".

هغه وویل، "د پښتنو قامي فکر نشته ځکه اتحاد یې نشته نو د داسې قامونو انجام هم داسې وي کوم چې د پښتنو دی".

پشتين زياته کړه، "مونږ نور رياست ته نه ژاړو، نور قام ته ژاړو چې قام را يو شو د نړۍ يو بلا پرې ظلم نه شي کولی، نور د پښتنو د کورونو مخې ته د اتحاد دپاره کښېنو، که پښتون قام متحد شو په دنیا کې چې څومره هم زمونږ دښمنان دي که څومره زورور دي د ټولو حل په اتحاد کې پروت دی.

د نوموړي په خبره "که پښتانه يو شو بيا به خپل ژوند، خپله خاوره، خپل ولس بچ کړي د دې خاورې نه به دښمن ووځي دا د یو راو انوار خبره نه ده دا د نظام خبره ده".

پشتين وويل، "په دنيا کې که څوک يو ملک چلول غواړي نو چې څوک بې انصافي او جرمونه کوي نو هغه نيسي او سزا ورته ورکوي خو په پاکستان کې مسله بله ده دلته چې څوک جرم کوي، قتل، اغوا کارۍ کوي او ايين نه مني هغه بري کيږي عزت ورکول کيږي او چې څوک یې مني هغه نسکورول کيږي".

نوموړي وويل، دلته د ولس د عدالتونو نه تمه وه چې که نور نه وي انصاف به ورکړي خو نوموړي تور ولګولو چې د نقيب مسيد په وژنه تورن راو انوار چې قتلونه یې کړي هغه بري شو.

په 23 جنورۍ د نقيب مسید په وژنه تورن راو انوار عدالت سره د نورو ملزمانو بري کړی وو. پي ټي اېم د راو انوار د بري کېدو د فېصلې پرضد پرون د شورو/چهارشنبې په ورځ [25 جنورۍ] احتجاجي مظاهرې اعلان کړې وې په پېښور، اسلام اباد، ډېره اسماعيل خان، کراچۍ او بلوچستان کې احتجاجونه کړي دي.

د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکی نقيب مسيد د کال 2018 په 13 جنورۍ په کراچۍ کې په يوه پولیس مقابله کې وژل شوی کومې مقابلې ته چې د پوليسو ګډې پلټنيزې کمېټۍ جعلي وو خو دوه ورځې وړاندې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد يو عدالت د نقيب مسيد په وژنه تورن پخوانی پوليس افسر راو انوار سره د نورو ملزمانو په دغه قضيه کې بري کړی دی.

د نقيب مسيد کورنۍ او وکیل ويلي، عدالتي فېصله به په هايکورټ کې چېلنج کوي، او يادې فېصلې ته په ټولنيزو رسنیو سخت غبرګون ویل شوی چې دا د انصاف قتل دی.

خو راو انوار د فېصلې وروسته ویلي وو چې په هغه د دروغو مقدمه جوړه کړی شوې وه او هغه په انصاف ترلاسه کېدو کې کامیاب شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00