ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امينه محمد: پر افغان نجونو او ښځو د محدوديتونو ليرې کېدو ته هيله‌مندي پيدا شوې

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امينه محمد هیله‌منه ده چې پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا لګېدلي بندیزونه به یو څه ليرې شي. امينه محمد له سي‌ان‌ان ټلوېزیون سره مرکه کې چې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې مشره سیما باهوس هم ورسره وه ویلي، د طالبانو خپل‌منځي اختلاف او تر خوا یې د ټولو لوریو فشار ته په کتو احساسوي چې د یو شمېر بندیزونو لېرې کېدل ممکن دي. امينه محمد پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا لګېدلي بندیزونه هم له اسلام سره ټکر کې بولي او د داسې اقداماتو غوښتونکې ده چې ستونزې حل کړي. نوموړې وايي: "نو موږ باید پیل وکړو، فشار راولو او هغه اقدام وکړو چې ورته اړتیا ده. دوی مشروعیت او بشري مرستو ته اړتیا لري. موږ باید د ستونزو د پای ته رسولو لپاره هڅو ته دوام ورکړو." طالبان د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د مرستیالې د نیوکو په اړه ځواب نه‌ وايي، خو وړاندې یې دا د افغانستان داخلي مسایل بللي. په افغان نجونو او ښځو د طالبانو د بندیزونو ور هاخوا د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امينه محمد ساړه او لوږه هغه دوه لاملونه بولي چې د دې په خبره، د افغان نجونو او ښځو ترمنځ یې ژور خفګان لا پسې زیات کړی دی. له سي‌ان‌ان سره مرکه کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې مشرې سیما باهوس هم دې ټکي ته اشاره وکړه او ویې ویل، په افغانستان کې د ځا‌ن‌وژنې د پېښو ګراف مخ په پورته کېدو او دا پېښې مخ په زیاتېدو دي. مېرمن باهوس د افغان نجونو او ښځو اوسنی وضعیت دردونکی بولي. نوموړې وايي: "د غونډې په پیل کې دوی ډېرې پیاوړې وې، موږ یې ستاینه کوو، خو د غونډې په نیمايي کې بل ډول حال و. دوی وژړل ویل یې چې دوه، درې ورځې کېږي چې د خپلو ماشومانو لپاره خواړه نه‌لري. موږ ولیدل چې هلته د ځان‌وژنې د پېښو احتمال زیات دی. یوې مېرمنې وویل، له ډېر ژور خفګان سره مخ ده، ځکه څو ورځې کېږي چې د هیڅ شي د پېرلو توان نه‌لري. دوی ډېرې پياوړي دي، خو دا ډېره دردونکې هم ده." د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې مشره وايي، له افغان نجونو او ښځو سره کتنه کې هغوی له دوی غوښتي چې غواړي بېرته زده‌کړو ته ولاړې شي، کار وکړي او نه‌غواړي چې له ټولنیزو چارو څخه د تل لپاره حذفې شي. د امينه محمد په مشرۍ د ملګرو ملتونو پلاوی څلور ورځې کابل او کندهار کې و او له طالب چارواکو سره یې په افغان نجونو او ښځو د لګېدلو بندیزونو په اړه خبرې وکړې. که څه هم امينه محمد هیله ښېي چې یو څه بندیزونه به لېرې شي، خو طالبانو لا په دې برخه کې کوم عملي ګام نه‌دی پورته کړی. له همدې امله د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله له نړیوالې ټولنې غواړي چې باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره متحد شي، څو د دې له قوله، هغه نابرابریو ته د حل لار پیدا کړي چې افغان ښځې او نارینه اغېزمنوي.

27.01.2023 ازادي راډیو

د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې ډالر په دوه ورځو کې 32 روپۍ ګران شوی دی

پاکستان کې د پیسو بدلوونکې اتحادیې جنرل سيکرټري ظفر پراچه وي او اې ډيوه ته وويل، نن په پرانستي مارکيټ ډالر په 265 او په انټربېنک مارکيټ 266 روپو ته رسېدلی دی.

27.01.2023 ډیوه

ايي اېم اېف: پاکستان ته د پور د نهمې ارزونې د خبرو دپاره پلاوی ليږي

نړيوالې مالياتې ادارې [ايي اېم اېف] ويلي، پاکستان ته د پور يا قرض د پروګرام د بحالۍ د ارزونې دپاره يوه ډله دغه هېواد ته ليږي چې په دغه موضوع ورسره خبرې وکړي.

27.01.2023 ډیوه

ډونلډ بلوم: امریکا به د پاکستان د اقتصادي پرمختيا او اصلاحاتو د هڅو ملاتړ کوي

په اسلام اباد کې د امریکې سفير ډونلډ بلوم ويلي، امریکا به د پاکستان د سېلاب ځپلو د بحالۍ سره د اقتصادي پرمختيا او اصلاحاتو دپاره د پاکستان د حکومت د هڅو ملاتړ دوامداره ساتي.

27.01.2023 ډیوه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غیر علني غونډه کوي

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۷ (سلواغې اوومه) د افغانستان د وضعیت په اړه  ځانګړې غیر علني غونډه تر سره کړي.

27.01.2023 امریکا غږ

د ناروې شارژدافیر متقي ته: ښځو او نجونو ته د تعلیم د بشپړه لاس رسي اجازه ورکړئ

د افغانستان لپاره د ناروې سفارت شارژدافیر پال کلومان بکر د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره لیدنه کې د ښځو په کار او تعلیم د طالبانو حکومت د بندیز لیري کولو غوښتنه کړې ده.

27.01.2023 امریکا غږ

د امریکا پوځ سومالیه کې د داعش-خراسان څانګې یو مهم مالي ملاتړ کوونکی وژلی

د متحده ایالاتو حکومت پنجشنبه جنوري ۲۶ (سلواغې۶) اعلان وکړ چې امریکایي ځواکونو د سومالیې په شمال کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې یو جګپوړی غړی او لس نور "ترهګر" وژلي دي.

27.01.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه: افغانستان کې سوتغذیه تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام چارواکي وایي چې په افغاستان کې د سوتغذیې اندازه په بې ساري توګه لوړه شوې او ټول کال د دې هیواد نیمایي وګړي د شدیدې لوږې سره مخ دي.

27.01.2023 امریکا غږ

ټاکل شوې امنيت شورا نن د افغانستان پر وضعيت ځانګړې غونډه جوړه کړي

ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا نن (جمعه) د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه وکړي. دا غونډه افغانستان ته د ملګروملتو د سرمنشي د مرستیالې امینې محمد له سفره وروسته دایریږي. په ملګروملتو کې د متحده عربي اماراتو د استازي ویاند شهاد مطر پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا غونډه د متحده عربي اماراتو، جاپان او فرانسې په غوښتنه جوړېږي او امينه محمد به د خپل وروستي سفر په باب شورا ته معلومات ورکړي. د ده په وینا دا به ناعلني غونډه وي او په لړ کې به یې امينه محمد له طالبانو سره پر خبرو کې، هغو پیغامونو چې هغوی ته یې رسولي او د وضعیت په اړه پر خپلې ارزونې نظر څرګند کړي. ښاغلي مطر ویلي، د دې سفر حساس ماهیت او په افغانستان کې روان وضعیت ته په کتو د بندو دروازو شا ته غونډه د امنیت شورا لپاره لا اغېزمنه او تر ټولو مناسبه ده څو د سرمنشي د مرستیالې نظرونه واوري. امینې محمد د چهارشنبې په ماښام (د سلواغې په پنځمه) په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، له طالب چارواکو سره په کتنو کې یې هڅه وکړه چې د ټولو افغان مېرمنو او نجونو غږونه هغوی ته ورسوي.   د هغې په وینا، د طالبانو یوازینی ټینګار دا و چې په رسمیت وپېژندل شي او په ملګروملتونو کې استازی ولري. د سیاسي چارو افغان شنونکی مشتاق رحیم ستانکزی هم باور لري چې طالبان د ښځو د کار او تعلیم په مخنیوي سره غواړي چې پر نړیوالو فشار راوړي. نوموړی وايي: "طالبان د ښځو د کار او تعلیم په مخنیوي سره غواړي چې پر نړیوالو فشار راوړي څو د دوی حکومت په رسمیت وپېژني." امینې محمد په عین حال کې له مسلمانو هېوادونو وغوښتل چې له طالبانو سره مرسته وکړي چې له دیارلسمې پېړۍ څخه راووځي او د یوېشتمې پېړۍ په لوري حرکت وکړي. د ملګرو ملتونو دې چارواکې څرګنده کړه، طالبانو ورته وویل چې د مېرمنو د ساتنې هڅه کوي خو د هغې په وینا د طالبانو دا تګلاره د مېرمنو "ځپل" دي. مشتاق رحیم ستانکزی وايي، کابل ته د ملګروملتو د چارواکو وروستي سفرونو او له طالبانو سره خبرو خوشبیني پیدا کړې چې ګوندي طالبان خپل دریځونه نرم کړي. په همدې حال کې د ملګروملتو یوه بل جګپوړي چارواکي مارتین ګریفیتس پرون وویل، چې طالب چارواکي غواړي نوي مقررات اعلان کړي چې پر اساس به یې ښځې په ځینو مرستندویو عملیاتو کې د کار اجازه ترلاسه کړي. په بشري چارو کې د سرمنشي مرستیال ښاغلي ګریفیتس وویل چې د کابل د سفر په لړ کې یې د طالبانو له ډېرو وزیرانو څخه هیله بښونکي پیغامونه ترلاسه کړي دي. طالبانو، چې په ۲۰۲۱ کې له واک ته رسېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع کړې وې، په وروستیو کې یې نجونې او ښځې له پوهنتونونو او په ناحکومتي مؤسسو کې له کار کولو هم منع کړې. د دوی دا ډول اقدامات په افغانستان او نړۍ کې له سختو عکس العملونو سره مخامخ شول.

27.01.2023 ازادي راډیو

د افغانستان پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت مړ شو

د افغانستان پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت د ۷۸ کالونو په عمر د پیښور په یو روغتون کې مړ شو.

27.01.2023 امریکا غږ

طالبان: سړې هوا افغانستان کې په دوو اونیو کې ۱۵۸ کسان مړه کړي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، د ژمي د سختې سړې هوا له کبله په تېرو دوو اونیو کې ۱۵۸ کسان مړه شوي دي.  

26.01.2023 امریکا غږ

په کیف د مسکو تازه بریدونه؛ اوکراین وايي د روسیې ۲۴ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې

په اوکراین کې مقامات وايي‌ چې نن پنجشنبه جنوري ۲۶ (سلواغه شپږمه) د روسیې د توغندیو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ اوکراینیان وژل شوي دي او پوځ یې وايي چې د روسیې ۲۴ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې.

26.01.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

26.01.2023 امریکا غږ

د ايران او پاکستان تر منځ د تفتان دروازه پس د کلونو، د تګ راتګ او کاروبار لپاره بېرته پرانېستل شوه

کوټه ـــــ د ايران او پاکستان تر منځ د تفتان سرحدي دروازه پس د څو کلونو، د عامو خلکو د تګ راتګ او د کاروبار لپاره پرانیستل شوه، دا دروازه د کرونا ناروغۍ له کبله بنده کړل شوې وه. د چارشنبې- شورو په ورځ پاکستاني او ايراني چارواکو په ګډه د تفتان دروازه پرانيستله او له دې سره سم د خلکو تګ راتګ او کاروبار ته اجازت ورکړل شو. له ايرن سره تجارت کوونکی تجار محمد حافظ وايي له دې سره به يو وار بيا تجارت وده وکړي: "د دروازې خلاصېدل د ایران او پاکستان په ګټه ده، دا پرېکړه د دواړو هیوادونو د کاروباریانو لپاره ښه ګام دی، د خلکو د تګ راتګ سره به کاروبار نور هم اسانه شي". بل لوري ته په کوټه کې د ايران قونصل جنرل حسن دروېش د چارشنبې- شورو په ورځ د ايران په کونسلګرۍ کې خبریالانو ته ويلي، دوی پاکستان ته د ايران له چاه بهار او د پاکستان له ګوادر بندر سره سره د سيپېک پروژې په اړه مثبت تجویزونه وړاندې کړي دي. ښاغلي حسن دروېش ويلي حکومت يې د پاکستان سره د بندرونو په شمول د رېل ګاډي له لارې هم تجارت يواځي فعالول نه بلکې په ښه توګه زياتول غواړي. په کوټه کې د ايراني کونسلګرۍ چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل چې حسن دروېش روان کال پر 18 جنورۍ د بلوچستان او ايران سرحدي پولې ته نژدې په پنجګور کې د نامعلومو وسلوالو په بريد کې د څلورو پاکستاني عسکرو د وژنې پېښه غندلې او ويلي يې چې "ځينې قوتونه د ايران او پاکستان تر منځ د اړيکو خرابه ولو هڅې کوي". هغه ويلي، "د داسې قوتونو د مخنيوي لپاره پکار دی چې دواړه ملکونه کوټلي ګامونه پورته کړي". دروېش زياته کړې حکومت يې پولې ته نیژدې پاکستاني سیمو ته په ورکوونکې بجلۍ کې سل ميګاواټه اضافه کولو سره به ټوله 204 ميګاواټه ته ورسيږي. په خبره يې له دې سره سره پاکستان ته د ګېس ورکولو لپاره ايران د خپلې برخې 1171 کیلوميټره پايپ اچولی خو وايي د پاکستان د برخې کار پاته دی چې تاوان يې دواړو ملکونو ته رسېږي. وايي د دواړو ملکونو تر منځ تجارت تر پینځه اربه ډالرو ته د رسولو لپاره عملي ګامونه پورته کول ضروري دي. دروېش وند زياته کړط د کردۍ پېغلې مهسه اميني د وژنې د پېښې په لړ کې د ايران دښمن قوتونو لاس درلود او غوښتل يې چې له همدې لارې پر ایران د انرنېټ يا هايبريډ جنګ مسلط کړي خو وایي هغه کاميابه نه شوه.

26.01.2023 ډیوه

د کلونو پس په ميانمار کې د اپيمو کښت بيا سېوا شوی

واشنګټن - د ملګرو ملتونو د تازه معلوماتو تر مخه د نزدې لسو کالو د کمي وروستو د ميانمار کروندګر يو ځل بيا د اپيمو کر ته اوړېدلي ځکه يو پله د اپيمو بيې په بره تللې او بل خوا د اقتصاد د کېناستلو په وجه روزګارونه نه موندل کيږي. د ملګرو ملتونو د نشيي توکو او جرمونو د مخنيوي ادارې يو اين او ډي سي د زيارت- پنجشنبې په ورځ رپورټ خور کړی چې پکې ويل شوي د کال 2002م نه را په دې خوا د کښت پيداوار ځکه هم زيات شوی چې وسله والو ډلو پکې نوې سرمايه کاري کړې کومې چې دا پيداوار اخلي او بپا ترې هيروين اوباسي او په بهر هېوادونو کې يې خرڅوي. په سيمه کې د ميتامفيټامين په پيدا کوونکو هېوادونو کې ميانمار د نړۍ په کچه دويم نمبر دی. افغانستان د نړۍ په کچه د اپيمو او هيروينو پيدا کوونکو هېوادونو کې په وړومبي نمبر دی چې په شرق او سوېلي شرقي سيمه کې يې د امدن د ټولو لويه ذريعه ده. د يو اين او ډي سي د رپورټ تر مخه تېر کال په افغانستان کې 233,000 ايکړه ځمکه په اپيمو کرل شوې وه. د رپورټ تر مخه د کال 2022 سروې ښيي چې ميانمار د کال 2021 په مقابله کې تېر کال 33% زيات پيداوار کړی او په نزدې 41,100 ايکړه زمکه د اپيمو کښت شوی. دا د کال 2013 نه وروستو د اپيمو د ټولو غټ پيداوار دی او په ياد کال کې دا فصل په نزدې 57,800 ايکړه ځمکه کرل شوی وو. د يو اين او ډي سي د سويلي ختيځ ايشيا نماينده جيريمي ډاګلس ويلي د کښت زياتوالی د پوځي کودتا نه وروستو شوی کومه چې په کال 2021کې شوې وه او د سوبه يې اقتصاد کېناستلی. د پوځي حکومت په مخاليفينو د زور زياتي په وجه غربي هېوادونو په ميانمار بندیزونه لګولي او ډېره بهرنۍ سرمايه کاري د ملک نه وتلې ده. ډګلس وايي “د اپيمو کښت د مودو راهسې د خلکو د روزګار يواځينۍ وسيله ده. د ډېرو خلکو سره بله لار نشته چې ځان وساتي او اخر به هم د اپيمو کښت ته لاس اچوي. روزګارونه په ينګون، منډالی او لا په نورو ځايونو کې نشته. خلک بيرته کليوالو سيمو ته تللي او کر کرونده يې شروع کړې”. د نړيوال بينک د وينا مطابق د ميانمار اقتصاد په کال 2021 کې 18% کم شوی او د غربت کچه د کال 2020 نه دوه چنده سېوا شوې چې نزدې 40% خلک د غربت د کرښې نه ښکته تللي. د بينک خپله سروی وايي خلک په ښارونو کې د کار د نيشتوالي د لاسه کليوالو علاقو ته او زميدارۍ ته ستانه شوي.

26.01.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more