ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان په خپلې خاورې کې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره کابل او تهران ته پلاوي استوي

د پاکستان په پېښور ښار کې د تیرې اونۍ له خونړۍ چاودنې او د خیبر پښتونخوا په ایالت کې یې په ضد له پراخو مظاهرو وروسته، اسلام اباد ویلي، افغانستان او ایران ته پلاوي لېږي چې ترې وغواړي پرې نږدي خاوره یې په پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره وکارول شي.

05.02.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

05.02.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

05.02.2023 امریکا غږ

بایډن کانګرس ته دوهمه کلنۍ وینا کوي؛ مهم ټکي به یې څه وي؟

ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د سه شنبې په ورځ فبروري اوومه (سلواغې ۱۸) ددغه هېواد کانګرس ته کلنۍ وینا وکړي.

05.02.2023 امریکا غږ

ډېکر: د کندهار د نارینه وو له لوري د نجونو په کار او تعلیم بندیز افغانان له اینده محروموي

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډېکر وايي، "په کندهار کې د نارینه‌ وو له لوري" له زده کړې او کار نه د افغانو نجونو او مېرمنو منع کول، هېواد له خوړو او راتلونکي بې‌برخې کوي.

05.02.2023 امریکا غږ

د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

05.02.2023 امریکا غږ

په خوست کې د کبانو د ساتنې کاروبار په کمېدو دی

په وروستیو کالونو کې چې په خوست کې د یو شمېر نړیوالو بنسټونو د مادي او معنوي همکارۍ پر مټ د کبانو د ساتنې او پالنې کاروبار ډېر ښه شوی وو، اوس په کمېدو دی. له پخوا کلونو څخه د افغانستان په محدودو سیمو کې خلکو کبان نیول او پخول به يې، خو په دې وروستیو کې یو شمېر مؤسساتو د ماهیانو د ساتنې او پالنې لپاره فارمونه عام کړل، چې په دې سره د ماهیانو تازه غوښو ته د خلکو لاس‌رسی ډېر شو. په اوس وخت کې د کبانو فارم لرونکي د دې برخې د کمېدو لاملونه وروستي سېلابونه، وچکالۍ او په هېواد کې سیاسي بدلون په ګوته کوي، چې د کرنې او مالداري د برخې ډېرو ملي او نړیوالو مؤسسو خپل کارونه ودرول. د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د شډل کلي اوسېدونکی سیدانور چې د ماهیانو څو ډنډونه لري، ازادي راډیو ته وویل، د تېر جمهوريت له ړنګېدو وروسته بیا رسمي کسان د فارمونو لیدلو ته نه‌دي ورغلي. نوموړي زیاته کړه: "سېلابونه راووتل دې ډنډونو ته يې تاوان ورساوه، دویم وار بیا وچکالي شوه، هغې ډېر مشکل جوړ کړ، په درېیم وار کې دولت سقوط شو، موږ داسې شو چې ماهیان او ټول کاروبار مو سخت زیانمن شو، مؤسساتو کار بند شو او په دې توګه تاوان سره مخامخ شو." په خوست کې د کبانو د یو بل فارم مالک منیرګل هم وايي، که چېرې د ماهیانو د فارمونو په عامولو کې اړوندې ادارې او مؤسسې ورسره مرسته وکړي، ډېره ښه ګټه لري. دی وايي، ده په خپلو شخصي لګښتونو یو وړوکی فارم جوړ کړی، له‌هغې هم ښه عاید لاسته راوړي. هغه کسان چې د ماهیانو په فارمونو کې کاروبار کوي، له دې کاره خوښ دي او وايي، که چېرې د ماهیانو د روزنې او پالنې لپاره لازم امکانات موجود دوي، نو ښه د ګټې وټې کار دی. شاکرالله چې له درې کالونو راهیسې د کبانو په فارم کې کار کوي وايي، سره له‌دې چې ژمی دی او د ماهیانو کافي خوراکه او مواد نه‌لري، بیا هم هره ورځ له لسو کیلو نیولې بیا تر دېرشو کیلو پورې ماهیان په شخصي خلکو او هوټل لرونکو باندې خرڅوي. د ماهیانو د غوښې پېرودونکي او مصرفونکي هم د ماهي غوښته ګټوره بولي او وايي، یو شمېر ډاکټران ناروغانو ته هم توصیه کوي او ناروغانو ته يې په ګټه بولي. د سکندر په نوم يو کس وايي: "په اوونۍ کې دوه یا درې ځلې پلار ته د ماهي تازه غوښه وړم، دا بهترین شی دی، هر مریض لپاره خلاصه وي، د دې پر ځای چې له نورو هېوادونو د ماهي کارتني غوښې انتقال شي، ښه دا ده چې زموږ دولت يې په داخل کې پرمختګ ته پاملرنه وکړي." دغه راز د کرامت په نوم يوه بل کس ازادي راډيو ته وويل: "هر وخت چې زموږ ملګري بنډار جوړوي، سوبات کوي، دلته یو د ماهیانو فارم دی، ډېر ښکلي ماهیان په‌کې دي، غوښه يې سهي ده، زموږ ټول ملګري يې ډېره خوښوي." بل لوري ته په خوست کې د کرنې او مالداری ریاست چارواکي وايي، په خوست کې د ماهیانو فارمونو ښه نتیجه ورکړې او هغه فارمونه چې اوبه لري، فعال دي، خو هغه چې بیا اوبه نه‌لري، ورو، ورو د فلج کېدو له ګواښ سره مخامخ دي. د مالدارۍ او د حیواني روغتیا امر ډاکټر روښان وویل: "دا نوي فارمونه چې دي، ډېره ښه نتیجه يې ورکړې ده، هغه فارمونه چې اوبه لري، ډېر ښه فعال دي، هغه فارمونه چې اوبه نه‌لري، د سولر له برښنا استفاده کوي، د برمو او د ټانکر په واسطه يې اوبه کوي، ورځ په ورځ د فلج کېدو په لور روان دي، ځکه ماهیانو ته باید دوه متره اوبه وي،که د هغې نه کمې وي، له هغې پرته يې ژوند ناممکن دی." د چارواکو په وینا په خوست کې دا مهال د ماهیانو ۴۰ فارمونه موجود دي، چې ۳۳ يې فعال او ۷ نور يې غیر فعال شوي دي. د یادونې وړ ده د تېر جمهوریت په وروستیو کالونو کې د ځینو غیردولتي مؤسسو له‌خوا د شنو خونو، سړخونو، د چرګانو او ماهیانو د فارمونو د جوړولو په برخه کې یو شمېر پروژې پلې شوې، خو دا چې فارم لرونکو لپاره د ظرفیت لوړولو او په مادي برخو کې ملاتړ ډېر دوام ونه‌کړ، نو اوس‌مهال د دا ډول ډېرو پروژو فعالیتونه ټکني شوي دي.

05.02.2023 ازادي راډیو

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

05.02.2023 امریکا غږ

د پاکستان حکومت غواړي‌ په پوځ او قضا باندې انتقاد جرم وګڼل شي- راپور

د پاکستان فدرال حکومت داسې یوه لایحه ترتیب کړې ده چې په اساس یې د دغه هېواد د سزا قانون تعدیل کېږي او په پوځ او قضايي ځواک باندې به هر ډول انتقاد او ملنډې جرم ګڼل کېږي.  

05.02.2023 امریکا غږ

په چین کې د موټرونو د ګڼې ګوڼې او ټکرونو له کبله '۱۶ تنه مړه' شوي

په چین کې نن یکشنبه فبروري پنځمه (سلوغه ۱۶) مقاماتو وویل چې د دغه هېواد د مرکزي‌ ایالت هنان په لویې لارې کې د موټرونو د ګڼې ګوڼې او ټکرونو له کبله لږ تر لږه ۱۶ تنه مړه شوي ‌دي.

05.02.2023 امریکا غږ

دمومندو ولسي پاڅون:وینا والو ویلي دترهګرۍ پرضد به پښتنو ته دقام په توګه ودرېدل وي

د پېښور نه وروسته د اتوار په ورځ د افغانستان سره پوله پرتې قبايلي ضلعې مومندو کې هم د امن پاڅون شوی دی اؤد پاڅون ګډونوالو ویلي په پښتنه سيمه کې بدامني يو ځل بيا زياته شوې ده، بايد چې رياست د دې بدامنۍ مخه ونيسي۔ امن پاڅون ته د باجوړ، مومند او نور سيمو نه ګڼ شمېر خلک ورغلي وو، ګډونوالو ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتون، د عوامي نېشنل ګوند دخیبر پښتونخوا عمومي سکتر سردار حسېن بابک ، د جماعت اسلامي سنېټر مشتاق احمد او ځايي مشرانو ویناوې کړې دي۔ دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتون وويل پښتانه د ډلو پرو ښکار دي، د ترهګرۍ مخنيوي د پاره به ټولو ته رايو ځايې کيدل وي او په يو ځايې به اواز اوچتول پکار وي۔ "بحثيت قام بحثيت پښتون به ددې جنګ مقابله کوو، دا بې اتفاقي وه چې دوي دلته وژنې کولې، د مومندو خلکو دمامد ګټ هغه ۳۷ لاشونه مو هېر شوي که درته ياد دي، څومره په بې دردۍ يې وژلي وو" تر دې وړاندې په پېښور کې هم د خيالي په ورځ ولسي پاڅون شوی و چې پکې دبېلا بېلو سياسي ګوندونو غړو، مشرانو، ټولنيزو فعالانو او د پي ټې ايم غړو ګډون کړی و۔ د احتجاجونو دا لړۍ د تېر کال د اګست د مياشتې نه راپديخوا د دير او سوات نه پېل شوې وه او بيا ټولې خېبر پښتونخوا ته وغځېده۔ د تیر ګل یا دوشنبې په رځ پېښور پوليس لاين کې د ځانمرګي بريد نه وروسته چې پکې دحکومتي شمیرو له مخې 84 کسان وژل شوي اؤ تر 200زیات پکې ژوبل شوي وؤ،یو ځل بیا دې ولسونو پاڅونونو اؤ احتجاجونو زور نیولی دی. د جماعت اسلامي ګوند سینېټر مشتاق احمد وويل پښتون قوم د مايوسۍ ښکار دی، "مونږ له د ګېس منافعه نه راکوي، په ګېس کې ګټه نه راکوي او دې سره امن هم نه راکوي، نو دا بيا څنګه نظام دی؟ دا د ظلم نظام دی" دې پاڅون ته د لادرکه تنانو رونه، بچي او ښځې هم ورغلې وې. د يو لادرکه تن رور امير افضل وويل دوي ته دې د خپلو لادرکه خپلوانو پته ورکړل شي، چې څوک ګناهګار وي عدالتونو ته دې وړاندې کړل شي او سزا ګانې دې ورکړل شي۔ پېښور کې په 30مه جنورۍ په پوليس لاين کې د ځانمرګي بريد وروسته په درېمه فرورۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ غونډه شوې وه او غونډې ته د یادې پېښې او امنيت په اړه احوال وړاندې کړل شوی ؤ. وزیراعظم شهباز شريف په ټويټر ويلي، "د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې سول او پوځي مشرتابه عزم څرګند کړو چې د پاکستان د خلکو ساتنه به په هر قيمت باوري کولی شي. چا چې په بې ګناه خلکو بريد کړی د قانون منګولو ته به راوستل کيږي. د ترهګرۍ پرضد لاسته راوړنې به بيرته په ناکامۍ بدلې نه شي"

05.02.2023 ډیوه

کوټه:دوؤ بمي چاودنو کې اته کسان ژوبل شوي دي

دبلوچستان ایالت په سرښار کوټه کې په دوؤ بیلابیلو بمي چاودنو کې لږ تر لږه اته کسان ژوبل شوي دي چې پکې د دریوؤ حالت سخت ښودل کیږي. یوه چاودنه پوځي چیک پوسټ ته نزدې  شوې ده چې پکې شپږ کسان ژوبل شوي دي اؤ بله چاودنه دکوټې په منو جان روډ شوې چې یوه میرمن اؤ یو ماشوم پکې ژوبل شوي‌ دي  تحريک طالبان پاکستان دکوټې دپوځي امنیتي پوستې ترڅنګ دشوې چاودنې  پړه پغاړه اخستې او وایي دا یو ځانمرګي بريد ؤ خو امنیتي چارواکو یا ازادو سرچینو لا په سمدستي توګه ددعوې تصدیق نه دی کړی. د کوټې د پوليسو په وينا د یکشنبې په ورځ د کوټې پر جناح سړک د پاکستاني پوځي چاوڼۍ ګېټ يا دروازې موسی چیک پوسټ ته نژدې چاودنه شوې  چې لږ تر لږه شپږ تنه پکې ټپیان شوي دي۔ په پېښه کې ژوبل شوي کسان د کوټې سيول روغتون ته وړل شوي اؤ د سيول روغتون د پوليسو مرستيال ډاکټر عطاءلله شاه ډيوه ته وويل د پېښې شپږ ټپيان روغتون ته وروړل شوي چې پکې د دریوؤ حالت له خطر سره مخ دی. هغه وایي په ژوبل شوو کې دوه ټپیان سرکاري مامورین اؤ څلور ملکي وګړي دي خو واضحه یې نه کړه چې سرکاري مامورین عسکر دي که دنورو محکمو سره تړاؤ لري. دهغه په وینا" له 35 څخه تر 60 کالو د عمر شپږ تنه ټپيان يې روغتون ته راوړي دي، د دوی پر بدن چرې لګېدلې دي، د دریوؤ حالت له خطر سره مخ دی، او درې له خطره وتلي" پوليسو وايي دا لاسي بمي چاودنه ده چې د عسکري چيک پوسټ ته څېرمه شوې ده۔ ياده سيمه د کوټې په حساس ترينه سيمو کې ګڼل کېږي، دا د کوټې چاوڼۍ ده او دلته د پوليسو د لويو لويو دفترونو تر څنګ د هزاره قبيلې ابادي هم پرته ده۔  په ياده سيمه کې پر بېلا بېلو چوکونو د پوليسو او ايف سي چېک پوسټونه هم شته- تحريک طالبان پاکستان ددې بريد ذمه واري منلې او  رسنيو ته په لېږلي بيان کې يې دعوه کړې چې د منصور بلال په نوم د دوی ځانمرګي بريدګر دا بريد کړی چې په نتيجه کې یې د پاکستاني ارمي  لسو  او دايف سي ځواک  شلو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده - د تحريک طالبان د دې دعوې په اړه حکومت کوم وضاحت يا ترديد نه دی کړی. له پېښې پس د پولیس او ایف سي عسکر د چاودنې ځای ته رسېدلي خو د چاودنې په اړه له نورو تفصيلاتو ورکولو څخه لا هم ډډه کېږي-  پر ټولنيزو رسنيو په خپره شوې يوه تازه ويډيو کې ليدل کېږي چې له ياد پوځي چيک پوسټ سره د چاودنې زيات لوګی پورته کیږي او هلته د ايف سي عسکر خلکو ته د نزدې نه ورتللو او بېرته د ګرځېدلو اشارې کوي- په عین حال کې دکوټې په منو جان روډ هم دیو لاسي بمي برید چاودنه شوې چې رسنۍ وایي پکې یوه زنانه اؤ یو ماشوم ژوبل شوي دي، ددې برید ذمه واري‌ په سمدستي توګه چا پغاړه نه ده اخستې. په کوټه کې دا چاودنې په داسې حال کې شوې دي چې د کوټې په نواب اکبرخان  بګټي کرکټ مېدان کې د پي ایس ایل یا پاکستان سپر ليګ نمايشي لوبه نن روانه ده۔ دا لوبه د کويټه ګلېډيټر  او پېښور زلمي په نامه ټيمونو تر ميان ده چې پکې د ملک نوميالي لوبغاړي برخه لري۔  د حکومتي چارواکو په وينا په کوټه کې نژدې 26 کاله وروسته د کرکټ نړیوال لوبغاړي د کرکټ سیالي کوي چې په کې د پاکستان اوسني او پخواني لوبغاړي ګډون لري۔  وايي د دې موخه هم دا ده چې خلکو ته وښايي چې دلته امن دی- د شنبې په ورځ د کوټې د پوليسو مشر ،ډي ایي  جي اظفر میسر په خبري کانفرنس کې ویلي وو،  د پي ایس ایل نمايشي لوبي لپاره یې  درې زره پولیس عسکر د امنیت خوندي ساتلو لپاره ځای پر ځای کړي دي-     د پاکستان تجارتي کرکټ سیالیو لپاره د تېرو دوو اونیو راهیسي  په کوټه کې د امنیت خوندي ساتلو په موخه د بلوچستان وزیر اعلا عبدالقدوس بزنجو سره سره د امنیتي ادارو چارواکو له لوري هم ویل شوي وو چې  د خلګو د امنیت خوندي ساتلو لپاره یې مثبت ګامونه پورته کړي۔ د بلوچستان وزیراعلا میر عبدالقدس بزنجو  د شنبې په ورځ ویلي وو چې د کرکټ مېچ کتلو لپاره خلکو څورلس زره ټکټونه اخسيتي دي او په لوبغالي يا ميدان کې د خلکو ځای کم شوی- وايي حکومت ټولې امنيتي چارې نيولې دي- په کوټه کې د پي ايس ايل مېچ له اعلان سره سم د بېلا بېلو سياسي او مدني فعالانو له لوري پر ټولنيزو رسنيو د بحث روان و چې حکومت دې تش د دعوو پر ځای ریښتونی امن ټینګ کړي او  بې روزګاره ځوانانو ته دې روزګار ورکړي- په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده اؤ یوازې دتیرې جنورۍ په میاشت کې دپاکستان دننه 44 بریدونو کې 134 کسن وژل شوي اؤ 254 نور ژوبل شوي دي. په 30مه جنورۍ تر ټولو خونړی برید دپېښور دپولیس لاین په جومات کې شوی ؤ چې پکې دحکومتي شمیرو له مخې84 کسان وژل شوي اؤ د 200 نه زیات نور ژوبل شوي دي

05.02.2023 ډیوه

دپاکستان حکومت اوو میاشتو کې کاروباري بینکونو نه 377فیصدي زیات پورونه اخستي دي

دپاکستان مرکزي بینک وایي  د روان مالي کال په وړمبیو 7 میاشتو کې مرکزي حکومت د کاروباري بینکونو څخه پنځه چنده یا 377فیصدي زیات پورونه ترلاسه کړي دي. اقتصادي پوهان وایي مرکزي حکومت د لنډې مودې پالیسۍ خپلې کړې دي او دا قرضې به شخصي  کاروبارونه اغیزمن کړي ،د پرمختیا شرحه به کمه شي، روزګارونو ته به زیان رسوي او د خلکو په قوت خرید یا د اخستو توان به نور هم کمزوری کړي.  ورځپاڼې ډان په خپل رپوړټ کې ویلي، مرکزي حکومت د روان مالي کال په اووه میاشتو کې د کاروباري بینکونو څخه  1398 اربه روپۍ قرضه ترلاسه کړې ده چې د تیر مالي کال 2022 هم په دې موده کې 377 فیصدي یا پنځه چنده زیاته ده اؤ حکومت دا قرضې په 18فیصدي سود اخستې دي چې د شخصي څانګې په مقابل کې زیاتې محفوظ دي. داقتصاد ماهر پروفیسر منظور علي وي او ای ډیوه ته وایي حکومت دغه پورونه د حکومتي خرڅونو دپاره اخستي نه چې په ملک کې پانګونې پرې وکړي. هغه وایي کله چې حکومت په خپله د کاروباري بینکونو نه قرضې اخلي نو بیا شخصي څانګې ته پیسې نه پاتې کیږي . "دې عمل سره سرمایه کاري راکمه شي، کاروبارونه ودریږي او روزګار کم شي او په امدن منفي اغیزیې وشي چې له وجې یې په مارکیټ کې کاروباري هلې ځلې په قلاره شي او د خلکو معاشي مشکلات زیات شي" د پاکستان مرکزي بینک وایي  روان مالي کال کې کاروباري بینکونو  شخصي څانګې ته نزدې 50فیصدي کمې قرضې ورکړي او په اووه میاشتو کې 416 اربه روپۍ پورونه ورکړی شوي دي. د بینک په وینا تیر کال هم په دې موده کې 520 اربه روپۍ قرضه ورکړی شوې وه روانه میاشت د پاکستان لوړ ایوان سینیټ ته ویل شوي وو چې په ټول هېواد پاکستان کې د کاروباری بینکونو له خوا زیاتې قرضې غټو صوبو سیند او پنجاب کز 98 فیصدي  ورکړی کیږي او بیا وړو صوبو خیبر پختونخوا او بلوچستان کې د 1 نه 2 فیصدو پورې کاروباریانو ته قرضې ورکړی کیږي. اقتصادي پوهان وایي د تیر حکومت په څیر دموجوده ایتلافي ګوندونو ګډ حکومت هم په عارضي ډول د حکومتي چارو د دوامداره ساتلو هڅې کوي اؤ دا راتلونکي وخت کې د هیواد دپاره مشکلات پیدا کولی شي. د اقتصاد ماهر محمد فهیم وي او ای ډیوه ته وایي  دا وخت مرکزي حکومت د بهرنیو هیوادونو او ملکي کاروباري بینکونو څخه قرضې اخلي او داسې ښکاري چې حکومت سره د اوږدې مودې دپاره هیڅ پلان نشته چې راتلونکي وخت کې به پاکستان چرته ولاړ وي. هغه وایي د موجوده حکومت ترجیحات هم د تیر حکومت په څیر دي چی سیاسی ګټی ترلاسه کړي. د مرکزي بینک د رپوړټ تر مخه حکومت پلان لري چې راتلونکو دوه نیمو میاشتو کې د5.7 اربو روپو نورې قرضې ترلاسه کړي او حکومتي اخراجات پوره کړي. دا وخت د پاکستان ملکي مجموعي قرضه نزدې 336 کهربو روپو ته زیاته شوې او په ملکي کچه د ګرانۍ شرحه 27.5فیصدي ده  او مجموعي د پاکستان قرضې د 50زرو اربو روپو نه زیاتې دي. پاکستان هڅې کوي چې د نړیوالې مالیاتي ادارې د پور پروګرام بحال کړي خو ایي ایم ایف غواړي چی په ملکي کچه پاکستان د قرضو د مصرف کولو دپاره مربوط د احتساب نظام جوړ کړي او د شفاف نظام لاندې اقتصادی اصلاحات وکړي .

05.02.2023 ډیوه

د کيميا مضمون؛ اټوم څه‌شی دی؟

د اووم ټولګي د کیمیا مضمون په دې درسي ساعت کې اورو چې په کیمیا کې کثافت څه‌شي ته ویل کېږي او د کومو موادو کثافت ډېر دي؟ د اتم ټولګي د کیمیا د دې درس ډېره برخه د اټوم تشریح ته ځانګړې شوې، د اټوم په باب د ساینس د ځینو عالمانو د نظريو ترڅنګ به واورئ چې هسته څه‌شی ده؟ د نهم ټولګي په کیمیا کې د مادې په اړه معلومات وړاندی کېږي او د هغې په دوام به د کیمیا له یوې نوې برخې سره اشنا شئ او دا برخه عضوي کیمیا ده. دا خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

05.02.2023 ازادي راډیو

طالبان ولې د نجونو او مېرمنو د حقوقو د ورکړې برخه کې څرګند ځواب نه وايي؟

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډېکر وایي، په کندهار کې د ناستو نارینه‌و له لوري د بشري مرستو له رسونې څخه د ښځو راګرځولو او له ښوونځیو څخه د نجونو د راګرځولو پرېکړې ټوله ټولنه له خوړو او راتلونکې بې برخې کړې. د نوموړې د دې څرګندونو په اړه مرسلین ارسلا، د سیاسي چارو له شنونکي حبیب الله هوتکي سره مرکه کړې. ښاغلی هوتکي د مرکې په پيل کې پوښتل شوی چې، د نړیوالې ټولنې له فشارونو او د افغانانو له غوښتنو سره سره ولې طالبان د ښځو او نجونو د حقونو د ورکړی په برخه کې څرګند ځواب نه وایي؟ دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

05.02.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more