ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ای پي: قانون سازۍ د نه کېدو له امله په زرګونو افغان کډوال په امریکا کې د غیریقینۍ سره مخامخ دي

د  کال 2021  د اګست په  میاشت کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس قریباً 76000 هغه افغانان په پوځي جهازونو کې امریکې ته رارسېدلي دي چې په افغانستان کې يې د امریکايي عسکرو سره د ترجمانانو په حېث کار کړی او یا یې نوره همکاري کړې ده

31.12.2022 ډیوه

اېن اېس سي په خېبرپښتونخوا کې د تشدد د ورستیو پېښو او د ټي ټي پي په فعالیتونو غور وکړو

په خېبرپښتونخوا کې د ټي ټي پي د فعالیتونو په لړ کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف تېره هفته د وي او ای سره مرکه کې ویلي وو چې په خېبر پښتونخوا کې د وسله والو خلاف عملیات "ناګزیر" دي خو په دې اړه فېصله به اېن اېس سي کوي.

30.12.2022 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

30.12.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

30.12.2022 امریکا غږ

د بې پولې خبریالانو ټولنه: په تیرو ۲۰ کالو کې ۱۷۰۰ خبریالان وژل شوي 

د بې سرحده خبریالانو (RSF) له خوا یو خپور شوی راپور ښیي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۷۰۰ خبریالان - په اوسط ډول په کال کې څه دپاسه ۸۰ تنه - وژل شوي دي.

30.12.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

30.12.2022 امریکا غږ

د حایل اونیزه خپرونه

په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.

30.12.2022 امریکا غږ

امنيت د چين د افغان پاليسۍ مرکزي نقطه ده

واشنګټن ــــ د افغانستان نه د امريکا او نېټو ځواکونو د وتلو وروستو د چين لويه اندېښنه د ملکي امنيت ده او همدا وجه ده چې د طالبانو د حکومت سره چين اړيکې سېوا کړي دي. چين ژمنې کړي چې د افغانستان سره تجارت سېوا کوي او سرمايه کاري به کوي خو د بيجينګ انديښنې دا دي چې چرته توندلاري د افغانستان نه د چين سينکيانګ صوبې ته ونه غځيږي، په سيمه کې د چين جوړ کړي انفراسټکچرز او منصوبې په خطر کې نه شي او چينايي وګړو ته په افغانستان کې څوک ضرر ونه رسوي. اسلامک سټېټ آف خراسان یا داعش منلې چې په دوولسم ډسمبر د کابل په هوټل شوې حمله چې اکثر ورته چينايي وګړي ډېر ځي يادې ترهګرې ډلې کړې وه. د پېښې وروستو چين خپل ملکي خلکو ته ويلي وو چې زر تر زره دې د افغانستان نه ووځي. په يو پرېس کانفرنس کې د چين د وزارت خارجه وياند وانګ وېن بېن ويلي چين ته په ترهګر بريد ژوره صدمه رسېدلې او د طالبانو په حکومت يې غږ کړی چې په افغانستان کې د امنيت ټينکولو، د روانو منصوبو او د چيني وکړو د ساتنې د پاره دې کوټلي ګامونه واخلي. د ترهګر بريد نه يوه ورځ وړاندې د طالبانو وياند عبدالقهار بلخي په ټوېټر ليکلي وو چې په کابل کې د بهرنيو هېوادونو د سفارتونو امنيت د طالبانو د حکومت لومړيتوب دی. بلخي ويلي وو چې د چين سفير په طالبانو غږ کړی په کابل کې دې د بيجينګ د سفارتي مېشن امنيت ته پوره پام وګرځوي. بلخي زياته کړه چې چين ته يې باور ورکړی چا ته به اجازت ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد خلاف استعمال کړي. په واشنګټن کې د څېړنيزې ادارې بروکېنکز انسټيټيوټ څېړونکې وانډا براون ويلي د چين په افغانستان کې د امنيت اندېښنې شته او په خصوصي توګه نه غواړي چې توندلاري د ويغور سيمې ته لاره جوړه کړي. د طالبانو په وړومبۍ دوره کې يو شمېر بهرني تندلارې ډلې موجود وې چې يوه ډله پکې د ويغور بېلتون غوښتونکو هم وه. د ملګرو ملتونو د کال 2021 رپورټ وايي چې ويغور په افغانستان او شام کې اوس هم فعاله دي. رپورټ وايي يو شمېر هېوادونه په دې همغږي دي چې ويغور غواړي د چين سينکيانګ صوبه په ازاد ويغور رياست بدله کړي. مېرمن براون وي او ای ته ويلي د چين انديښنه يواځې د ويغورو نه ده بلکې په منځنۍ ايشيا او پاکستان کې د بېلټ اينډ روډ اينيشيټو (بي ار اي) د منصوبې خوندي ساتل هم دي چې په کال 2013 کې پرې کار پيل شوی. د رپورټونو تر مخه د ويغورو ايسټرن ترکستان اسلامک مومنټ د ويغور مذهبي مشر حسن ماحسوم په مشرۍ کې په کال 1997 کې په پاکستان کې جوړ شوی وو. د ډلې غړي به د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډيورنډ په کرښه دواړو خواو ته اوړېدل راوړېدل چې بيا يې مشر په يوه ډرون حمله کې په کال 2003 کې د پاکستان په پخوانۍ فاټا کې ووژل شو. امريکا ياد تنظيم په کال 2020 کې د ترهګرۍ د نوملړ نه لرې کړو خو چين په دوامداره توګه وايي ياده ډله ترهګره ډله ده.

30.12.2022 ډیوه

تهران او مسکو له ایران سره د اټومي خبرو د ځنډ د خطرونو په اړه خبرداری ورکړ 

مسکو او تهران د ایران سره د اټومي خبرو د بیا نه پیل کولو د خطرونو په اړه تازه خبرداری ورکړی دی، هغه موافقه چې متحده ایالاتو ترې په ۲۰۱۸ کې په یو اړخیز ډول ووتل.

30.12.2022 امریکا غږ

د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.

30.12.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

30.12.2022 امریکا غږ

پوتین له چین سره د پوځي همکارۍ د زیاتیدو غوښتنه وکړه 

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د دسمبر په ۳۰مه (مرغومي ۹) د چين ولسمشر شي جين پينګ ته وويل چې غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي همکاري زياته شي او د لويديځ د نفوذ پر وړاندې د دواړو هېوادونو د هڅو ستاينه يې وکړه. 

30.12.2022 امریکا غږ

ژوند په امریکا کې

"ژوند په امریکا کې" خپرونه کې تاسې په متحده ایالاتو کې، چې د مختلفو فرهنګونو او ارزښتونو کور بلل کېږي، د مهاجرینو د فرصتونو، ننګونو، نژادي او فرهنګي تنوع، د ژوند د بڼو او د هغوی د ارمانونو د پوره کیدو سره اشنا کیږی. دغه خپرونه د جمعې په ورځو د ماښام په ۶:۰۰ بجو د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې خپریږي.

30.12.2022 امریکا غږ

ساوت ايشن ټيررزم پورټل: پاکستان کې په کال 2022 کې د ناامنۍ په 361 پېښو کې 959 کسان وژل شوي

په پاکستان کې د کال 2021  په مقابله کې په کال 2022  کې د وسله والو بريدونه زيات شوي د ساوت ايشن ټيررزم پورټل نومې وېب پاڼې ترمخه تر ټولو زيات بريدونه په خېبر پښتونخوا کې شوي دي.

30.12.2022 ډیوه

بو علی سینا

د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.

30.12.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more