په کندهار کې ۶۰۰ جریبه د کوکنارو او بنګو کښتونه له منځه وړل شوي
په کندهار کې روان فصل ۶۰۰ جریبه کوکنار او د بنګو کښتونه له منځه وړل شوي دي. طالب چارواکي وايي، د نشه يي توکو دغه له منځه وړل شوي کښتونو تر ډېره په کورونو کې په پټه کرل شوي وو. د طالبانو مشر تېر کال د کوکنارو او بنګو په کر بندیز ولګاوه چې له امله یې دا مهال د تاریاکو بیې په بېسارې توګه لوړې شوي دي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د امریکې خارجه وزیر په اسرایل او فلسطینیانو غږ کړې چې تاوتریخوالی دې کم کړي
بلېنکن د اتوار/یکشنبې په ورځ په داسې حال کې منځني ختيځ ته ورسېد چې د اسرايیل او فلسطینیانو ترمنځ تشدد سېوا شوی دی. بلېنکن به درې ورځې په منځني ختیځ کې پاته شي او د خبرو اهمه اېجنډه به یې د ایران مسئله او د اوکراین جګړه وي
پوليس: لکي مروت کې د وسله والو ضد عمليات په پينځمه ورځ دوام لري
په لکي مروت کې د ترهګرو پرضد عملیات نن په پینځمه ورځ دوام لري چې له امله یې په ضلع کې موبایل سروس تر دې مهاله بند دی. نن په پېښور کې په پوليس لاين کې دننه په جومات کې چاودنه شوې لږ تر لږه 28 کسان پکې وژل شوي او د 140 پورې نور ژوبل شوي دي.
وزیراعظم شهباز شریف وايي د پېښور په پولیس لاینز جومات ځانمرګي حمله شوې، 32 کسان يې وژلي
د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په پوليس لاين کې شوې چاودنه کې لږ تر لږه27 کسان وژل شوي او د 120 پورې نور ژوبل شوي دي، د لېډې رېډنګ روغتون وياند مرګ ژوبلې تاييد کړي دي.
په پېښور کې د نننۍ چاودنې د مړو شمېر 47 ته لوړ شو
د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په پوليس لاين کې شوې چاودنه کې لږ تر لږه27 کسان وژل شوي او د 120 پورې نور ژوبل شوي دي، د لېډې رېډنګ روغتون وياند مرګ ژوبلې تاييد کړي دي.
د پېښور یو جومات کې ځانمرګي برید کې د پولیسو په ګډون ۶۱ تنه وژل شوي
د راپورنو له مخې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت پېښور ښار په یوه جومات کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
اسلامي همکاریو سازمان: د طالبانو تازه فرمان د ښځو پر زده کړو محدودیتونه نور هم سختوي
د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو حکومت لخوا د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموینو کې د نجونو د ګډون مخنیوي پرېکړې په اړه خواشیني ښودلې ده.
بارکزۍ: د نجونو پر زدهکړو بل محدوديت پاتې نهدی
طالبانو پر ښځو او نجونو د مخ په زیاتېدونکو محدودیتونو په ترڅ کې د افغانستان له خصوصي پوهنتونونو غوښتي چې نجونو او ښځو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون اجازه ورنهکړي. نوریاس نوري د تېر نظام د ولسي جرګې له غړې شکریه بارکزۍ څخه د مرکې په پیل کې په دې اړه چې دغه نوې پرېکړه څومره ناهیلې کونکې ده، د هغې نظر پوښتلی؟ د اغلې بارکزۍ مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
بوریس جانسن: پوتین د توغندي په برید ګواښلی وم
د برتانیې پخواني صدراعظم بوریس جانسن ادعا کړې چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین وړاندې تر دې چې د ۲۰۲۱ کال د فبروري د میاشتې په ۲۴ مې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل وکړي، دی یې په شخصي توګه د توغندي په برید ګواښلی و.
توماس ویسټ پاکستان، جرمني او سویس ته سفر کوي
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزرات یکشنبه جنوري ۲۹ (سلواغې۹) ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ د افغانستان په هکله د شریکانو سره د سلا مشورو لپاره پاکستان، جرمني او سویټزرلینډ ته سفر کوي.
امينه محمد: د افغانانو د ستونزو لپاره د حل لارې لټول د ملګروملتونو اصلي لومړيتوب دی
د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد وایي، د دې هېواد د وګړو د وضعیت لپاره یوه حل لاره د دې سازمان یو مهم لومړیتوب دی. امینه محمد چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته سفرکړی و، تېره شپه په یوه ټویټ کې ویلي. چې له طالب چارواکو سره په لیدنو کتنو کې یې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه او هم په دې اړه چې که دغه حالت، محدودیتونه او بندیزونه دوام وکړي، ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. امینه محمد بیا په دې اړه اندېښنې داسې مهال ښېي چې طالبانو د شنبې د ورځې ناوخته د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ته د یوه مکتوب په استولو له هغوی غوښتي، چې تر بل امر پورې د کانکور په ازموینه کې نجونو ته د ګډون اجازه ورنهکړي. په دې مکتوب کې ویل شوي چې، که هر تحصیلي بنسټ له دې امر څخه سرغړونه وکړي، ورسره به قانوني چلند وشي. د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او ویلي یې دي، چې دا ډول اقدامات، پر نجونو او ښځو د تعلیم او کار چاپيریال خورا تنګوي. دې سازمان تېر ماښام په څو ټویټونو کې له طالبانو غوښتي چې پر دغې نوې پرېکړې او پر نورو مخکینیو چې پر نجونو زدهکونکو یې لګولي، یو ځل بیا غور وکړي. د اسلامي همکاریو د سازمان په باور له اکاډمیک چاپيریال څخه د نجونو او ښځو څنډې ته کول به ټولنیز او اقتصادي درزونه رامنځته کړي. د اسلامي همکاریو د سازمان د سرمنشي دفتر هغه پخوانۍ غوښتنه بیا تکرار کړه چې له طالبانو یې پر ښځو او نجونو د کار او زدهکړې د بندیزونو د لیرې کولو لپاره کړې وه. دغه غوښتنه درې اوونۍ مخکې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د بشري وضعیت په اړه په یوه غونډه کې کړې او د دې سازمان اجرایوي رئیس د طالبانو له حکومت او د طالبانو له چارواکو غوښتنه کړې وه چې، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازي بېرته پرانیزي او هغوی ته د زدهکړې د هرې رشتې حق ورکړي. طالبانو په خپلې څه باندې یو نیم کلنې واکمنۍ کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له منځنیو او ثانوي زدهکړو بېبرخې کړي او له کوره بهر یې پر ښځو د کار کولو سخت محدودیتونه لګولي دي. طالبانو د تېر کال په ډسمبر کې نجونې او ښځې له پوهنتونونو هم را وګرځولې او همدارنګه یې په غیردولتي مؤسسو کې ښځې له کارکولو منع کړې. د طالبانو دغه اقدامات د نړیوالو له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوي او هغه یو له عمده عواملو ګڼل کېږي چې نړیوال د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني. دې مسلې ته د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد هم افغانستان ته له وروستي سفر وروسته اشاره کړې او ویلي و، چې د طالبانو یوه عمده غوښتنه دا ده چې نړیوال یې باید حکومت په رسمیت وپېژني. خو د هغې په خبره طالبان باید لومړی دا ثابته کړي چې د بشري حقونو په تېره د ښځو د حقونو درناوی کوي، چې له هغې وروسته د دې په خبره کېدای شي، د تعامل او د په رسمیت پېژندلو موضوع مطرح شي.
اسحاق ډار: د نېشنل اېکشن پلان پوره نه عملي کېدو له امله پاکستان د اېف اې ټي اېف خړ نوملړ ته تللی وو
د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار ويلي، پاکستان ته دا وخت تر ټولو غټ چېلنج د ترهګرۍ دی، او په پېښور کې د ارمي پبلک سکول د پېښې وروسته چې کوم نېشنل اېکشن پلان جوړ شوی وو هغه پوره نه وو عملي شوی ځکه پاکستان بيا د [فاينانشل اېکشن ټاسک فورس، اېف اې ټي اېف] په خړ نوملړ کې اچول شوی وو.
او ايي سي د طالبانو په پرېکړه مايوسي څرګنده کړې چې جينکۍ یې د کانکور د ازموينې څخه منع کړي
د اسلامي همکارۍ تنظيم [او ايي سي] په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په پرېکړه مايوسي څرګنده کړې چې جينکۍ يې د کانکور د ازموينې څخه منع کړي دي.
اردوغان: شاید ترکیه په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب ومني
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې ممکن ترکیه په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب ومني.
جکوویچ د لسم ځل لپاره د استرلیا د تینس ستر جام وګاټه
د نړۍ مشهور صربایي لوبغاړي نواک جکوویچ د استرالیا د تینس د ګرند سلیم جام چې د ۲۰۲۳ کال د تینس لومړی ستر جام دی د لسم ځل لپاره وګاټه.