پېښور هايکورټ د علي وزیر ضمانت منظور او امر یې کړی چې هغه دې په بله مقدمه کې و نه نیول شي
د پېښور هايکورټ د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزیر د چارسدې په مقدمه کې ضمانت منظور کړی او عدالت امر کړی وزير به په مقدمه کې نه نيول کيږي.
د پاکستان الېکشن کمېشن د قومي اسمبلۍ په 33 حلقو د مارچ په 16 د انتخاباتو اعلان کړی
د پاکستان الېکشن کمېشن يا د ټاکنو کمېشن د جمعې په ورځ اعلان کړی چې د قومي اسمبلۍ په 33 حلقو به په 16م مارچ ضمني انتخابات کولی شي.
د کراچۍ په جېل کې بندي درېم افغان مړ شوی
د پاکستان د غټ صنعتي ښار کراچۍ په لانډي جېل کې بندي يو افغان مړ شوی دی، د جېل چارواکو وي او اې ډيوه ته تاييد کړې چې افغان وګړی په جېل کې ناروغه شوی او چې روغتون ته منتقل کړی شوی هلته یې ساه ورکړې او اوس یې مړی يا جسد د چهيپا په نوم مرده خانه کې پروت دی.
د لوبو له میدانه؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شل اوریزو سیالۍ کېږي
د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې افغانستان او پاکستان د کرکټ شل اوریزې سیالۍ کوي. د راشد خان ۵۰۰ وېکټې او ملي لوبډلې ته د هغه د راتګ کیسه. د افغانستان کورنی کرکټ او د ۲۰۲۳ کال ټورنمنټونه او په اسیا جام سیالیو کې د افغانستان د بېسبال ملي لوبډلې ګډون. په خپرونه کې نور مطالب هم شته چې د لاندې لېنک په کېګاږلو یې اورېدلی شئ:
سپینې ماڼۍ هغه راپورونه رد کړل چې ګنې روسیه غواړي طالبانو ته پاتې شوې امریکایۍ وسلې تر لاسه کړي
سپینې ماڼۍ هغه راپورونه رد کړل چې ګنې روسیې د طالبانو غوښتي هغه وسلې ورته ورکړي چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وروسته هلته پاتې او دې ډلې ته په لاس ورغلي.
پاکستان پيپلز ګوند: عمران خان په خپله د ترهګرو ملاتړی او پلوي پاتې شوی
پاکستان پيپلز پارټۍ د عمران خان لخوا په اصف علي زرداري لګول شوي تورونه رد کړي او ويلي یې دي عمران خان په خپله د ترهګرو ملاتړی او پلوي پاتې شوی دی.
بیت المقدس کې په کنیسې برید کې ۷ تنه وژل شوي
په اسرائیل کې پولیس وایي یو وسله وال جمعه جنوري ۲۷ (سلواغې۷) بیت المقدس پورې اړوندې سیمې کې په یو کنیسې کې په خلکو ډزې کړي، لږ تر لږه ۷ تنه یې وژلي او لس نور یې ټپي کړيدي.
وایټ هاوس: داسې څه شواهد نه لروو چې روس د طالبانو نه وسله غوښتې
د نېشنل سېکیورټي کاونسل یا د امریکې د قومي سلامتیا شورا ترجمان جان کربي د جمعې په ورځ وي او ای ته وویل دې رپورټ تصدیق نه شي کولی چې روس د طالبانو امداد غوښتی دی
د قران په سوزول کېدو ترکي ډېنمارک ته په سفارتي کچه احتجاج کړی
تېره هفته په سویډن کې د قران سوزول کېدو نه پس د ترکي صدر رجب طیب اردوان ویلي وویل سټاک هوم دې د ترکي نه دا امید نه لري چې په نېټو کې د شمولیت حمایت به يې کوي. ترکي په برسلز کې هغه غونډه هم د نامعلومه وخت پورې ځنډولې ده چې پکې به په نېټو کې د سویډن او د فن لېنډ په شمولیت بحث کېدلو
د اسرایل په سېناګاګ حمله کې اووه کسان وژل شوي
روېټرز وايي که څه هم د حملې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخیستې خو فلسطیني مسلح ډلې حماس ترجمان حضام قاسم "دا اپرېشن په جنین کې د قبضې جرمونو ته جواب دی او د قبضې مجرمانه اقداماتو فطري ردعمل دی."
د طالبانو چارواکي وايي د بهرنۍ کمپنيانو سره د تجارت کوم رسمي قرارداد نه لري
د پاکستان سره د تجارت په اړه د طالبانو چارواکي سپيناوی کوي چې دا معلومه خبره ده چې قرارداد په افغانيو کې کيږي ځکه کمپنۍ د افغانانو دي خو وايي پاکستان غواړي د سکرو/کولې کاروبار په کالدارو لا پاکستاني روپو کې وکړي ځکه کالداره د بهرنۍ کرنسۍ د مشکل سره مخ ده
د یوې ایراني الاصله امریکایۍ د وژلو د دسیسې په تور درې کسان نیول شوي
د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۷ (سلواغې ۷) د دریو کسانو د نیولو اعلان وکړ چې د ادعاو له مخې د تهران په ملاتړ یې د ایران د حکومت د انتقاد کوونکې خبریالې مسیح علي نژاد د وژلو دسیسه جوړه کړې وه.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
الیکشن کمیشن: د قامي اسمبلۍ د ۳۳ خالي چوکیو دپاره کاغذونه به د فرورۍ د شپږمې نه جمع کېږي
اسلام اباد ــــ د الیکشن کمیشن لخوا جارې شوي پروګرام تر مخه د مارچ په ۱۶مه نیټه کیدونکې د قامي اسمبلۍ د خالي شویو ۳۳ چوکیو د پاره به کاغذونه د فرورې د شپږمې نېټې نه تر نهمې نېټې پورې جمع کېږي. تیر کال اپریل کې د تحریک انصاف د مشر عمران خان د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزیراعظمۍ نه لرې کیدو ورسته د عوامي لیګ مشر شیخ رشید په شمول د تحریک انصاف ۱۲۳ غړو د قامې اسمبلۍ نه استعفاګانې ورکړې وې. په عيني حال کې دتحریک انصاف يو مشر اسد عمر په پنجاب کې د ټاکنو نیټه ټاکلو د پاره لاهور هاېې کورټ کې درخواست جمع کړی دی چې پکې وئيل شوي جمهوري نظام د دوام لپاره ګورنر د انتخاباتو د نېټې ورکولو پابند دی، البته د پنجاب ګورنر تر اوسه خپله آئيني ذمه واري نه ده پوره کړې. د تحریک انصاف له اړخه دغه درخواست په داسې حال کې جمع کړی شوی چې د پاکستان د قامي اسمبلۍ د دريو سترو اتحادي سياسي ګوندونو مشرانو تیره شپه په وزيراعظم هاؤس کې يوه غونډه وکړه چې پکې د پنجاب او خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ او د قامي اسمبلۍ په خالي څوکيو د راتلونکو ضمني انتخاباتو په اړه خبرې اترې وشوې. د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه په غونډه کې د ایتلافي ګوندونو مشرانو د سرشميرنې د ځنډولو په پلمه د انتخاباتو د ځنډولو په آپشن خبرې کړي خو د پیپلز ګوند مشر اصف علې زرداري په دې اړه قانع نه شو. د وې او اې ډیوه سره خبرو کې د پیپلز ګوند سینیټر بهرامند خان تنګې که څه هم د دغه غونډې په اړه څه او نه ويل، خو خپل دریځ یې داسې وړاندې کړو: " خیبر پښتونخوا او پنجاب کې ټاکنې کول د الیکشن کمیشن ایینې ذمه واري ده. پکار ده چې الیکشن کمیشن د ايین لاره خپله کړي او په دغه دوو صوبو کې شفافې ټاکنې وکړي. او د یو ګوند په وینا به الیکشن کمیشن نه خو ټاکنې مخکې کړي اونه به یی وځنډوي. بل پلو ته د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د مسلم ليګ (ن) د انتخاباتو د ځنډولو د پلان په اړه خبرونه رد کړي دي او یو شخصي ټیلې ویژن سره خبرو کې ویل چې ټاکنو ته تیار دي. د څیړونکو وینا ده چې مسلم لیګ (ن) د نواز شریف په غیر موجودګۍ کې د انتخاباتو د نتیجو په اړه اندیښنه لري. خو دانتخاباتو ځنډول د يو نوي سياسي بحران لامل کيدی شي. د پاکستان د قانون جوړونې او شفافیت لپاره د انسټیټیوټ پلډیټ مشر احمد بلال محبوب وي او ای ډیوه ته واېې: " صوبايي اسمبلي په ټاکنو کې د حلقه بندېو په اساس د اسانتياو هيڅ امکان نه وینې. په صوبو کې څه نوې ضلعې جوړې شوي چې له امله يې حلقه بندۍ کې څه بدلون نه راځي. یوازې د حلقو نومونو کې به بدلون راشي. دوي زیاتوي په تېکنيکي بنیادونو دا ممکنه ده چې حکومت د سرشمېرنې د ځنډ له امله د ټاکنو د ځنډولو اعلان وکړي، البته د دې د پاره به حکومت عدالت ته ځي. د دې څخه وړاندې د پاکستان الیکشن کمېشن وړانديز کړی و چې په پنجاب کې د شپږمې نېټې نه تر نهمې نیټې پورې او په خيبر پښتونخوا کې د اپرېل له ۱۵مې او ۱۷مې نېټې دې ټاکنې وکړې شي، چې د پي ټي ايي دغړو د استعفاګانو له منلو وروسته خالي شوې وې. په تیرو ورځو کې د پاکستان د شماریاتو ادارې په یو خپور شوي بیان کې ويلي وو چې په هیواد کې به سږ کال د مارچ د لومړۍ نیټې څخه ډیجیټل سرشمیرنه پیل کړی شي. دغه ډیجیټل سرشمیرنه کال ۲۰۲۱ په اکتوبر کې کیدونکې وه چې پخواني حکومت د اکتوبر کال ۲۰۲۲ پورې ځنډلې وه. اوسني حکومت د راتګ ورسته دغه سرشمیرنه تر سږ کال فرورۍ او بیا په تیرو ورځو کې د پاکستان د شمارياتو ادارې د ناڅرګندو حالاتو او ځمکني حقيقتونو له وجې تر مارچ مياشتې پورې ځنډولې ده چې تر يوې مياشتې پورې به دوام ولري.