سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
مارټن ګریفېتس: د طالبانو لارښونو ته په تمه یوو چې د مخه به یې ښځو ته د امدادي کار اجازه ورکړی شي
ګریفیټس وویل چې طالب چارواکو ته یې د ملاقاتونو په وخت د بندېزونو اعلامیي په اړه خپلې اندېښنې وروړاندې کړلی او ورته یې وویل چې که اعلامیه بېرته نشي اخستلی نو سمه ده خو باید د انساني مرستو واړه اړخونه دې و ارزوي او ضروري استثنا ورکړي
بلینکن په رام الله کې د «بې ګناه فلسطینیانو» په وژل کیدو خواشیني څرګنده کړه
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن د جنورۍ په ۳۱ (سلواغې ۱۱) د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د کړکیچ له زیاتیدو وروسته په رام الله کې د «بې ګناه فلسطینیانو» په وژل کیدو خواشیني څرګنده کړه.
اوزبیکستان کې د رژیم-ضد مظاهرو په تړاو لسګونه اعتراض کوونکي په بند محکوم شول
په اوزبیکستان کې د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۳۱ (سلواغې ۱۱) د هغو لسګونو کسانو په ډله کې یو خبریال هم شامل و چې د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریت اوزبیکستان د تېر کال د وژونکو رژیم ضد مظاهرو په تور محکوم شول.
بنګله دېش کې مقامات وايي د دولت ضد ۱۹۰ خبري ویبپاڼې یې تړلې
د بنګله دېش حکومت د شاوخوا ۱۹۰ هغو ویبسایټونو فعالیتونه بند کړل چې مقامات یې د «دولت ضد» په خپرونو تورنوي. دې کار په هغه هېواد کې د رسنیو د ازادۍ او د رسنیو د ځپلو په اړه اندېښنې پارولې دي.
د پېښور د پولیس لاینز په جومات ځانمرګي حمله کې د وژل شویو کسانو شمېره 100 ته ورسېده
د پولیس لاینز په جومات د حملې ذمه واري لا کومې ډلې نه ده منلې او تحریک طالبان پاکستان چې په ورستیو ورځو کې يې په خېبرپښتونخوا کې په پولیس د ځینو حملو مسولیت منلی، ویلي د ګل، دوشنبې، د ورځ په حمله کې لاس نه لري
د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه
د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
دپاکستان سینیټ کې قانون سازانو دترهګرۍ پرضد تګلارې ته په بیا کتنه ټینګار کړی
د نهې په ورځ د سینیټ غونډې ته خپله وینا کې د پيپلز ګوند سنېټر رضا رباني وویل کوم وخت چې د تحريک طالبان پاکستان د وسله والو په پاکستان کې د بيا ابادولو پرېکړې کېدې نو هغه وخت پارلیمان په باور کې نه و اخستل شوی
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
یمن کې د "امریکا بې پیلوټه الوتکې" د القاعدې درې مشکوک غړي وژلي - مقامات
ځايي حکومتي چارواکو ویلي، د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۳۱ (سلواغې ۱۱) د یمن په شمال ختیځ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې چې ګومان کېږي امریکايي ډرون وي، د القاعدې شبکې درې مشکوک وسله وال وژل شوي دي.
دایي ایم ایف مشن دپور دنهمې جایزې سرته رسولو لپاره پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې کړې دي
په اقتصادي چارو کار کوونکی خبریال مهتاب حیدر وې او ای ډیوه سره خبرو کې وایي، ایي ایم ایف یوه داسې نړیواله مالیاتي اداره ده چې که پاکستان ته پور ورکړي نو له دې وروسته به پاکستان ته د نورو نړیوالو مالیاتي ادارو او هیوادونو څخه اقتصادې پورونه ترلاسه کول ممکن شي
د اوکراین دفاع وزیر فرانسې ته تللی او جنګي جټ الوتکې غواړي
د اوکراین د دفاع وزیر الکسي رزنیکوف پارس ته تللی دی او تمه ده چې د فرانسې له مشرانو سره په خبرو کې د جنګي جټ الوتکو غوښتنه وکړي.
د امریکایي جنرال یاداښت: ښایي په ۲۰۲۵ کې د امریکا او چین جګړه وشي
د متحده ایالاتو د هوایي ځواکونو یو جنرال پخپل یادداښت چې تیره اوونۍ په انټرنیټ کې خپور شوی په ۲۰۲۵ کال کې یې د چین او متحده ایالاتو تر منځ د جګړې وړاندوینه کړې.
اجباري حجاب؛ طالبانو د ښځينه روغتیايي کار کوونکو د لباس څرنګوالی مشخص کړ
په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په دوام، دا ځل هغوی په یوه تازه اقدام کې د روغتیا وزارت ښځينه کار کوونکو ته امر کړی چې د کار د جریان پر مهال ماسک وکړي او حجاب رعایت کړي.
د پېښور د ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۸۷ تنو ته ورسېد؛ ۲۵ یې پولیس دي
د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار په یو جومات کې د تیرې ورځې ځانمرګي برید له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۸۷ تنو ته ورسېد.