ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بو علی سینا

د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.

03.03.2023 امریکا غږ

امریکا وایي روس به په اوکراین کې د جګړې له سزا خلاص نه شي

واشنګټن ــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د هندوستان، جاپان او اسټرېلیا له خارجه وزیرانو سره تر لیدو وروسته د جمعې په ورځ وویل، روس به په اوکراین کې د جګړې له سزا خلاص نه شي. د کواډ ګروپ په نامه د دغو څلورو هېوادونو غړو په نوي ډیلي کې د جي-20 هېوادونو د غونډې په څنډه کې سره لیدلي دي. اینټني بلینکن پر ټویټر د دې ناستې په اړه لیکلي: "موږ پر هغو لارو چارو ګټورې خبرې وکړې چې موږ څنګه کولای شو د اوکراین نوره مرسته او ملاتړ وکړو او د مهمې او نوې ټیکنالوجۍ په برخه کې یې همکاري وکړو". د کواډ ګروپ د بهرنیو چارو وزیرانو پخپل ګډ بیان کې ویلي چې د روس له خوا په اوکراین کې د ایټمي‌ وسلو کارولو ګواښ ورته "د منل وړ نه دی". د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین په تېره فرورۍ میاشت کې د ایټمي وسلو تړون معطل کړ او اوکراین ته یې د ایټمي وسلو د کارولو ګواښ کړی وو. د برتانیې د دفاع وزارت د جمعې په ورځ پر اوکراین د روس د برید په اړه په خپل تازه ورځني رپوټ کې ویلي، چې د روس دفاعي کمپنۍ د وسلو په لویو نړیوالو نندارتونونو کې خپل مصنوعات نندارې ته وړاندې کوي. وزارت وایي روسي کمپنۍ د ارینا-اي په نامه فعال دفاعي نظام یا اې پي ایس ته وده ورکوي چې وایي دا د بکتربند موټرو د بقا زیاتولو لپاره جوړ شوی دی. د وي او اې د رپوټ له مخې په یوه وروستي نندارتون کې د اې پي ایس د ودې موادو وښووله چې دا فعال دفاعي نظام "هغو خطرونو ته ماتې ورکوي‌ چې د بکتربند موټرو لپاره زیات خطرناک دي". د برتانیې دفاع وزارت وایي‌ داسې څه ثبوت نه شته چې دا دفاعي سیسټم دې د روس په موټرو کې ځای پر ځای شوی وي خو وایي روسي پوځ خپل 5,000 بکتربند موټر بایللي دي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د پنجشنبې- زیارت په ورځ په خپله وینا کې وویل چې په زاپوریژیا ښار باندې د روس میزایلو "وحشیانه برید" به د دوی له پوځي او قانوني غبرګون سره مخ شي. زلنسکي ویلي، "قبضه کوونکی به ضرور زموږ زور محسوس کړي." د اوکراین چارواکو ویلي، د هېواد په جنوبي ښار زاپوریژیا کې د روس یو میزایل د اپارټمنټ پر ودانۍ لګېدلی دی، چې وایي لږ تر لږه درې کسان پکې وژل شوي‌ دي. صدر زلنسکي په ټیلیګرام کې ویلي چې میزایل د ودانۍ درې منزله تباه کړي دي.

03.03.2023 ډیوه

طالبانو د استاد مشعل په ګډون د پوهنتون دوه استادان خوشې کړي

سرچینې وايي، چې طالبانو استاد اسماعیل مشعل، د پوهنتون د یو بل استاد او د مدني ټولنې یو فعال په بند کې د څو اونیو تیرولو وروسته بیرته خوشې کړي دي.

03.03.2023 امریکا غږ

پېښور هايکورټ په پښتونخوا کې د قومي اسمبلۍ ټاکل شوي ضمني انتخابات معطل کړل

د پېښور هايکورټ په خېبرپښتونخوا صوبه کې د قامي اسبملۍ په 24 څوکيو ټاکل شوو ضمني انتخاباتو معطل کولو حکم وکړو، پاکستان تحریک انصاف ګوند عدالت ته د انتخاباتو ودرولو خواست کړی وو. الېکشن کمېشن وايي په 16 او 19 مارچ ټاکل شوو انتخاباتو دپاره تياريانې پېل کړی شوې وې.

03.03.2023 ډیوه

کندهار کې د 'ګول سيخ' فابريکو توليد زيات شوی

د کندهار په صنعتي پارک کې دا مهال د اوسپنې ویلي کولو ۵ فابریکې فعالې دي چې، ملیونونه ډالر پانګه‌ونه ورباندې شوې ده او هر ورځ لسګونه ټنه ګول سيخ تولیدوي. د دې فابریکو مسوولين وايي، تولیداتو یې له بهره په تعميراتي چارو کې د کارېدونکي سيخ د واردېدو مخه نيولې ده خو لا هم د برښنا کمښت یې پر وړاندې یو ستره ستونزه ده. دا په داسي حال کې ده چې، دا مهال د کندهار په صنعتي پارک کې ۱۲۰ فابریکې د برښنا د نشتوالي له امله تړلي دي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

03.03.2023 ازادي راډیو

د بښنې نړيوال سازمان: افغانستان کې د جرمونو څېړلو لپاره دې خپلواک مېکانيزم جوړ شي

د بښنې نړیوال سازمان طالبان تورنوي چې د بشري حقونو د نقض په برخه کې په بې‌طرفه، خپلواک او اغېزمن ډول څېړنو او همکارۍ ته چمتو نه‌دي. دې سازمان نن د مارچ په درېیمه یوه اعلامیه کې لیکلي، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په سیستماتیک ډول د افغان نجونو او ښځو حقونه نقض کړي، تر څنګ یې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي له قوله بشري جنایتونه کړي، په پنجشېر کې یې د مقاومت ملي جبهې غړي په خپل‌‌سري ډول نیولي، وژلي او تر څنګ یې یو شمېر نورې سرغړونې کړي. د بښنې نړیوال سازمان لیکي، طالبانو په دې ټولو برخو کې نه یوازې دا چې څېړنې نه‌دي ‌کړي، بلکې عاملان یې هم عدالت نه‌‌دي سپارلي. دا سازمان د طالبانو له‌‌خوا په عام محضر کې په دُرو د خلکو وهل او تر خوا یې د قصاص او اعدام د حکمونو عملي کېدو ته هم اشاره کوي او زیاتوي، له بشري حقونو د دې ډول سرغړونو د لامل او ماهیت د معلومولو لپاره اړینه ده چې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د نړیوالو قوانینو پر بنسټ، په افغانستان کې د جرمونو د شواهدو او څېړنې لپاره یو خپلواک مېکانیزم جوړ کړي. د بښنې نړیوال سازمان وايي، په راتلونکي کې د عدالت د تامین او پلي کېدو لپاره په بېړني ډول د دې مېکانیزم جوړول اړین دي، څو شواهد راټول او هغه تحلیل او وڅېړي. له طالبانو مو د بښنې نړیوال سازمان د دې غوښتنې او په دوی د بشري حقونو د نقض او د بشري جنایتونو په اړه وپوښتل، خو ویاند یې ځواب را نه‌کړ، مګر له دې وړاندې یې دا ډول راپورونه رد کړي دي. په ورته وخت کې د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په ازبکستان له یوې رسنۍ سره مرکه کې طالبان ملامت کړي چې، د بشري حقونو د خوندیتوب او د همه‌شموله حکومت د جوړولو په برخه کې یې له نړیوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمنې نه‌دي عملي کړي. نوموړي ويلي: "که طالبان په دې تمه وي چې له متحده‌ایالاتو او نورو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري، پوهېږي چې څه باید وکړي، د نړۍ په غوښتنو هم خبر دي. زما په اند د ازبکستان او ټولو اسلامي هېوادونو نظر هم همدا دی. اوس د دې هېوادونو مسوولیت دی چې یو ځانګړی رول ولوبوي، کېدای شي چې د طالبانو لپاره زموږ او د نورو هېوادونو له غوښتنو معنا لرونکي او مهم وي." له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، د بشري حقونو د څار سازمان او یو ډېر شمېر هېوادونو طالبان پړه ګڼلي چې د ټولو قوانینو خلاف یې افغانستان کې د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي دي، خو طالبانو دا ټولې خبرې رد کړي دي.

03.03.2023 ازادي راډیو

پېښور هایکورټ د ډاکټر شکيل اپريدي او نورو په درخواستونو باندې د ټرايبیونل د بيا جوړولو امر کړی

پېښور/ واشنګټن ــــ د پېښور هایکورټ د پخوانيو قبایلي سيمو د ايف سي آر ټرايبيونل یا عدالت له خوا د 11 پرېکړو خلاف درج شویو درخواستونو د اورېدو په وخت دوه ځله د ټرايبيونل جوړولو امر کړی دی. په دغو درخواستونو کې د اسامه بن لادن د معلومولو په تور نیول شوي ډاکټر شکیل اپریدي اپیل هم شامل دی. د پېښور هایکورټ درې کسيز بينچ د پنجشنبې- زيارت په ورځ دا فيصله د صحبت خان په نوم کس په اپيل باندې کړې ده، درخواست کوونکي د قبايلي سيمو د پخوانۍ انتظاميې له خوا د فرنټېر کرایمز ريګولېشن (اېف سي آر) قانون په بنیاد ده ته ورکړل شوې سزا چېلنج کړې وه. خو د هایکورټ درې کسيز بېنچ د صحبت خان له درخواست سره سره په عدالت کې د درج شويو نورو 106 اپيلونو او درخواستونو د بيا کتنې او څېړلو امر کړی دی. عدالت د ایف سي آر ټرایبیونل یا عدالت د بیا جوړولو امر کړی دی چې وایي د شکیل اپریدي د درخواست په ګډون لږ تر لږه 11 اپیلونو یا درخواستونو ته له سره کتنه او ارزونه یې وکړي. ډاکټر شکیل اپریدي د پخوانۍ قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ د پولیټیکل ایجنټ د پرېکړې خلاف په هایکورټ کې اپیل کړی وو. د پښتونخوا حکومت تر اوسه د پېښور هایکورټ د دې پرېکړې په اړه په رسمي توګه‌ رسنیو ته څه نه دي ویلي. خو د ډاکټر شکیل اپریدي ورور جمیل اپریدي د محکمې پر دې پرېکړه اعتراض کړی او وایي دا عجیبه خبره ده چې قبایلي سیمې اوس په قانوني‌ لحاظ بېخي شته نه نو د دوی عدالتي نظام یا ایف سي آر ټرایبیونل به څنګه جوړیږي. جمیل اپریدی پوښتنه کوي چې ایا د قبایلي سیمو د ټرایبیونل له بیرته جوړېدو سره به یې پرېکړې د عملي کېدو وړ وي که به نه وي؟ هغه وي او اې ته وویل: "ډاکټر شکيل له تېرو 12 کلونو راهيسې د يوې ناکړي ګناه په تور بندي دی او له خپلو جایزو انساني، قانوني او آییني حقونو بې برخې ساتل کېږي." شکیل اپریدی د 2011م کال د مې په 23مه د پاکستان استخباراتي ادارو د اټک ضلعې په حدودو کې نیولی وو، چې بیا يو کال وروسته د خيبر قبايلي سيمې د تحصيل باړې د مرستیال پوليټيکل ايجنټ دفتر ته وړاندې کړل شو او د ترهګر تنظيم «لشکرِ اسلام» د ملاتړ په تور د 33 کاله بند او درې لکه روپۍ جرمانې سزا ورته واورول شوه. ډاکټر شکیل اپریدی له تېرو څو کلونو راهیسې د پنجاب په ساهیوال جېل کې بندي دی چې وخت په وخت یې د ناروغۍ رپوټونه هم مخې ته راځي او په تېره فرورۍ میاشت کې یې ورور جمیل اپریدي تور پورې کړی وو چې په هغه باندې په جېل کې تشدد شوی دی. د پنجاب د زندانونو چارواکو په دې اړه څه نه وو ویلي. پېښور هایکورټ د پنجشنبې- زیارت په ورځ په خپله فیصله کې د فوجداري نوعیت 89 مقدمې د قبایلي سیمو د پخوانیو انتظامي چارواکو د پرېکړو خلاف درج شوي اپیلونه د بیاکتنې او ارزونې لپاره د ضلعې سرکاري وکیلانو ته لېږلې دي. همدارنګه په شپږو مقدمو کې د پخوانيو قبايلي سيمو د انتظامي افسرانو د پرېکړو په ضد جمع کړل شوي درخواستونه هم د اړوندو قبايلي ضلعو سېول يا عدالتي افسرانو ته د څېړلو او بیاکتنې لپاره لېږل شوي دي. د پېښور هایکورټ وکيل طارق افغان ایډوکيټ وايي، په پښتونخوا صوبه کې د پخوانیو قبایلي سیمو تر شاملېدو وروسته د ايف سي آر ټرايبيونل هم وجود نه لري خو وایي اوس عدالت له صوبايي حکومته د دې ټرایبیونل د بیا جوړولو غوښتنه کړې چې دغه 106 مقدمې حتمي شکل ته ورسوي. طارق افغان دعوه وکړه، چې په دغو اکثرو مقدمو کې تورن او یا هم اغېزمن کسان په ممکنه توګه د خپل سپیناوي‌ او دفاع له حقه محروم ساتل شوي وو او د عدالت په پرېکړه کې په همدې بنیاد د دغو ملزمانو یا اغېزمنو حق منل شوی دی. یادونه:- دا رپوټ له وي او اې اردو څخه ژباړل شوی دی.

03.03.2023 ډیوه

پاکستان: په يوه ورځ کې نزدې 19 روپۍ ګران شوی ډالر بيرته 10 روپۍ ارزان شوی دی

په پاکستان کې د پېسو بدلوونکې اتحاديه وايي، پرون په دويم مارچ يو امريکايي ډالر 18 روپۍ ګران شوی خو نن بيا لس روپۍ ارزان شوی دی. اقتصاد پوهان وايي په ملک کې د سود د کچې سېوا کېدو سره ډالر ارزان شوی خو د سود د شرحې سېوا کېدو سره ملکي اقتصاد ته ډېره ګټه ونه رسي.

03.03.2023 ډیوه

د موسیقۍ دازادۍ نړیواله ورځ؛ د طالبانو واکمنۍ کې افغانستان نه په سلګونو هنرمندان وتلي دي

نن دمارچ په دریمه نېټه دموسیقۍ دازادۍ نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې په افغانستان کې طالب چارواکو په موسیقۍ بندیز لګولی اؤ ددغه هیواد نه دموسیقۍ دهنر سره تړلي په سلګونو هنرمندان نورو هیوادونو ته دسرپناه په تکل کې په کډه کولو مجبوره شوي دي. په اګست کال 2021م کې په افغانستان د طالب وسله والو دقبضې راپدیخوا ګڼ شمیر افغان هنرمندان دطالبانو لخوا د ټنګ ټکور په جرم نیول شوي،ځورول شوي،توهین کړل کړي اؤ دهغوئ دموسیقۍ الات سوځول شوي دي. دپاکستان په خېبر پښتونخوا سیمه کې هم دموسیقۍ دڅانګې سره تړلي پښتانه هنرمندان وایي چې دترهګرۍ په بهیر کې دځپل کیدو ترڅنګ دټولنې د تندروه فکر دسخت اغېز لاندې راغلي دي اؤ په ډاډه زړه په محفلونو کې موسیقي نه شي کولی. په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسینو ګڼ شمیر داسې ویډیوګانې خپرې شوي چې پکې لیدل کیږي افغان طالبانو هنرمندان نیولي، دهغوئ دموسیقۍ الات یې سوځولي اؤ یا یې هم خپلې دموسیقۍ الات دهغوئ غاړو ته وراچولي اؤ د رسوا کولو په خاطر یې په لارو کوڅو کې ګرځولي دي. دطالبانو دحکومت لخوا که هر څو تر اوسه په ډاګیز ډول افغانستان کې په موسیقۍ دبندیز اعلان نه دی شوی خو سرچینې وایي چې د دوئ دامرباالمعروف ونهی عن المنکر په نوم د ادارې وسله وال هنرمندانو اؤ سندر غاړو پسې ګرځي اؤ هغوئ ځوروي. په نزدې وختونو کې دافغانستان نه په سوؤنو هنرمندان پاکستان اؤ نورو نزدې ګاونډي هیوادونو ته تښتیدلي اؤ وایي اوس په پردیو هیوادونو کې دستونزو ډک ژوند کوي. د طالبانو له واکمنۍ راپدیخوا پېښور ته دخپلې کورنۍ دنورو غړو راکډوال شوی دافغانستان یو وتلی سندر غاړی چې خپل نوم پټ ساتل غواړي وي او ای ډیوه ته وایي افغانستان اوس دهنر په ادیره بدل شوی هغه هیواد دی چې د ژوندیو هنرمندانو ژوند پکې نه کیږي. هغه وایي دی اؤ دکورنۍ نور 11 غړي یې دتېرو نهو میاشتو راهسې پېښور ته راکډوال شوي خو وایي دلته هم په ډاډه توګه خپل هنري فعالیتونه نه شي کولی ځکه چې دلته د اوسیدو قانوني اسناد نه لري . "په پټه کله کله ددې ځای فنکارانو سره فنګشونو ته ځو،اوس د ودونو سېزن دی، نو خدایې مهربان شي، دومره څه وګټو چې خپلو اولادونو ته پرې ټوک ډوډۍ برابر کړو" دغه افغان هنرمند وایي په دې وروستیو کې چې په پېښور کې دپولیسو لخوا یو شمیر افغان هنرمندان ونیول شول،هغې ویرولی اؤ هر وخت ورسره اندېښنه مل وي چې دلته یې پولیس ونه نیسي اؤ بیا یې افغانستان ته ونه شړي. د پښتو ډرامو وتلی ستوری ښاغلی ارشد حسین چې پخپله د کلتور د ودې یو مدني فعال هم دی وایي موسیقي په اصل کې دیو داسې طاقت نوم دی چې په پرمختللو ټولنو کې پرې خلک د ټولنیزو بدلونونو تحریکونه پرمخ وړي ولې له بده مرغه دلته د موسیقۍ څانګې ته هاغه هومره پاملرنه نه ده شوې څومره چې ورته اړتیا لیدل کیږي. ډیوه سره خبرو کې ښاغلي ارشد حسین وویل که پاکستان اؤ افغانستان کې موسیقۍ ته دولتي سرپرستي ترلاسه شي نو له دې لارې ترهګرۍ اؤ تندلاریتوب ته هم ماتې ورکول کیدای شي اؤ" زړه پورې ټولنیز بدلونونه هم په موسیقۍ رامینځته کېدای شي خو له بده مرغه تندروه فکر دلته د فنون لطیفه مخه نیولې ده" دافغانستان په څېر په پښتونخوا کې هم په دې وروستیو کې دموسیقۍ څانګې ته ترهګرۍ اؤ تندلاریتوب ګڼ شمیر زیانونه اړولي دي اؤ دپښتونخوا هنرمندان هم وایي چې دوي لکه دتېرو وختونو اوس په ډاډه زړه دموسیقۍ محفلونو کې برخه نه شي اخستی. په پېښور کې دموسیقار هنري ټولنې مشر اؤ وتلی سندرغاړی ډاکټر راشد خان یوسفزی وايي نن هم پښتون هنرمند په دې خاوره په هره حواله ځان غیر محفوظ ګڼي. ډیوه سره خبرو کې ډاکټر راشد خان ویلي په نزدې وختونو کې دپښتو یو شمیر ښځینه سندرغاړې وژل شوي، ګڼ شمیر نورو نارینه اؤ‌ ښځینه هنرمندانو د بیلابیلو علتونو له امله د هنر نه لاس اخستی اؤ ګڼ نور د هیواد نه بهر تګ ته اړ شوي دي. د راشد خان په وینا په کال 2005م کې دملیانو یا د ایم ایم ای دحکومت په دوره کې په پېښور کې دهنرمندانو دیرې اؤ دفترونه په ډبګرۍ بازار کې وسوځول شول، هغوئ په وهلو ټکولو له دغه بازاره وشړلی شول اؤ تر ننه په خیبر پښتونخوا کې هنرمندان دا وانه پراته دي اؤ دموسیقۍ خپل یو مخصوص مقام نه لري. راشد خان وویل حکومت باید د میوزیک سټریټ یا دټنګ ټکور دکوڅې په نوم هنرمندانو ته یو ځائ ځانګړی کړي چې په هغې کې دې دهنرمندانو دفترونه هم وي ، دنوؤ هنرمندانو د زده کړې اکیډمۍ دې پکې هم وي اؤ دموسیقۍ اوزار یا الې دې هم په دغه کوڅه کې پلورل کیږي. وتلی سندرغاړی کرن خان که یوه خوا د ریاست له لوري دموسیقۍ دسرپرستۍ نه کولو ګیله کوي نو بلخوا هغه په دې خوښ دی چې د ولس په ذهنونو کې اوس یو ښه بدلون راغلی دی. ډیوه سره خبرو کې کرن خان وویل مخکې به چې هنرمندانو ته په کوم سپک نظر کتل اوس هغسې نه کیږي بلکې پخپله ډير لوستي خلک دهنرمیدان ته راغلي دي چې دا یو ښه شګون دی. هغه وویل پښتانه اوس د فن اؤ فنکار دواړو سره مینه کوي البته ټولنه کې ګڼ خلک نن هم داسې شته چې هنر اؤ هنرمند ته په ښه سترګه نه ګوري خو وایي د وخت سره سره حالات بدلیږي اؤ دخوشحالۍ خبره داده چې اوس خلک جنګونو اؤ نفرتونو ستړي کړي دوي دخپل ستړي‌ ذهن د دمې لپاره موسیقۍ ته تږي دي

03.03.2023 ډیوه

بلینکن لاوروف ته: د اوکراین سره به د امریکا ملاتړ دوام ولري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن پنجشنبه مارچ ۲ (کب۱۲) خپل روسي سیال سرګې لاوروف سره په لیدنې کې ویلي چې متحده ایالات به "هر څومره وخت چې نیسي" د روسیې د یرغل په مقابل کې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.

03.03.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه: طالبانو د میرمنو او نجونو د حقونو سیستماتیکه سرغړاونه یو "عادي" کار ګرځولی

د افغانستان د چارو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي پخپل تازه راپور کې د بشري حقونو څخه د پراخو او جدي سرغړاونو یادونه کړې.

03.03.2023 امریکا غږ

د پاکستان د دیوالیه کېدو ګواښ،د خزانې اوسنی وزیر یې خوشبېنه خو پخوانی وزیر اندېښمن دی

د پاکستان دخزانې وزیر ښاغلي اسحاق ډار ویلي راتلونکې اوونۍ به دپاکستان اؤ ایي ایم ایف ترمنځ دمامورینو په کچه تړون ترسره شي اؤ دپاکستان د دیوالیه کېدو اوازې سمې نه دي. خو اقتصاد پوهه او دخزانې پخوانی وزیر مفتاح اسماعیل بیا وایي که ایي ایم ایف سره دپاکستان دپور دپاتې پیسو تړون ترسره هم شي نو بیا هم دپاکستان د دیوالیه کېدو خطره نه شي پشا کیدای. دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني رسنۍ وایي ایي ایم ایف چې دپور دپاتې پیسو ورکولو لپاره پاکستان ته کوم پیشګي شرطونه اېښي هغې کې دسود دکچې خېژولو په ګډون په څلورو شرطونو پاکستان عمل کړی اؤ په دغه اړه یې دخپلو اخستل شوؤ ګامونو نه نړیواله مالیاتي اداره ایي ایم ایف هم خبر کړې ده. په ټویټر دپاکستان دخزانې وزیر ښاغلي اسحاق ډار لیکلي چې د پاکستان د دیوالیه کېدو اوازې سمې نه دي،په وخت د بهرنیو پیسو د ورکړې باوجود داسټيټ بینک د بهرنیو اسعارو ذخیره کې تېره اوونۍ دیو ارب ډالرو اضافه شوې ده. هغه دعوه کړې ده چې بهرنیو کمرشل بینکونو پاکستان ته اسانۍ ورکول پیل کړي دي اؤ دپاکستان اؤ ایي ایم ایف ترمنځ هم انلاین خبرې نن بیا پیل کیږي. خو د خزانې پخواني وزیر اؤ اقتصاد پوهه مفتاح اسماعیل بیا ویلي دي چې دایي ایم ایف تړون پاکستان د دیوالیه کېدو له خطره نه شي ژغورلی. دپاکستان دجیو ټيلي ویژن په یو پروګرام کې دخبرو په مهال مفتاح اسماعیل وویل پاکستان کې چې هر حکومت راځي هغه به د دیوالیه کېدو نه د هیواد ژغورلو لپاره دایي ایم ایف دنوي پروګرام پامتداره وي. هغه ویلي نن دپاکستان دمعیشت دتاریخ تر ټولو خرابه ورځ ده ، یو ډالر 300 پاکستاني روپو ته ورسېدو اؤ د سود کچه هم د درې فیصدي اضافې نه وروسته 20 فیصدي ته رسېدلې ده. دمفتاح اسماعیل په وینا د سود دکچې لوړېدو به حکومت دکال 900 اربو روپو د زیان سره مخ کیږی ځکه چې حکومت ته کوم سود ورکول دي هغه به هم په بره ځي اؤ هم به شخصي څانګه د زیان سره مخ کیږي. پاکستاني رسنیو د سرچینو له خولې لیکلي چې ایي ایم ایف دپور د پاتې پیسو ورکولو لپاره پاکستان ته کوم پیشګي شرطونه ایښي پاکستان هغه پوره کړي دي اؤ دایي ایم ایف دجاج اخستو ډله یې هم دیو ایمیل له لارې دپاکستان لخوا داخستل شوؤ ګامونو نه خبر کړې ده. د سرچینو په وینا دایي ایم ایف دشرطونو په اساس پاکستان دبجلۍ نرخونو کې داضافې منظوري ورکړې ده،د ډالر مقابله کې دپاکستاني روپۍ نرخ غورځولی،دسود کچه یې هم 20فیصدي ته لوړه کړې اؤ د کرونده ګرو اؤ برامدي څانګې لپاره یې په بجلۍ ورکړل کېدونکي رعایتونه هم ختم کړي دي. پاکستان او ایي ایم ایف په 2019م کال کې د شپږ اربو ډالرو په پور سلا شوي وؤ، خو ایي ایم ایف پر مالیاتي پالیسۍ د اختلاف له کبله اسلام اباد ته پر یو ځای تر یو ارب ډالرو له زیاتو پیسو ورکولو ډډه کړې وه. دا مهال پاکستان هڅه کوي چې د ورپېښو اقتصادي جنجالونو نه د ځان ویستلو لپاره دایي ایم ایف نه ورپاتې 1.3 اربه ډالر ترلاسه کړي خو ایي ایم ایف ورته ددغو پیسو ورکولو لپاره یو شمیر شرطونو ایښودي دي .

03.03.2023 ډیوه

د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا کې د افغان مېرمنو او نجونو په اړه خبرې شوي

د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا د ۵۲ غونډې یو شمېر برخه‌والو په افغانستان کې د ښځو او نجونو خلاف د طالبانو پر اقداماتو هم خبرې وکړې. د امریکا د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د طالبانو اقدامات یو وار بیا وغندل. ده غونډې ته د خپلې ویډیويي وینا په یوه برخه کې وویل، په افغانستان کې په کورنیو او بهرنیو ناحکومتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز د مرستې رسونې پر بهیر اغېز کړی دی. انتوني بلېنکن ويلي: "موږ په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندیز په شمول د ښځو او نجونو شدیده ځپنه غندو. په ناحکومتي مؤسسو کې د افغان ښځو پر کار د بندیز په اړه د طالبانو وروستي فرمان د هغوی پر مخ یوه بله لار، چې باید پرانیستل شوې وای، بنده کړه. په هغه هېواد کې، چې ۲۹ میلیونه خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره په بشري مرستو متکي دي، د طالبانو پرېکړه د مرستو، خوړو او درملو اندازه، چې زیانګالي په تېره بیا ښځې او نجونې د ژوند ژغورلو لپاره ورته اړتیا لري، کموي." طالبانو څه باندې دوې میاشتې پخوا په کورنیو او بهرنیو ناحکومتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه. د دوی دا اقدام له ډېرو عکس العملونو سره مخامخ شو او یو شمېر مرستندیه مؤسسو په افغانستان کې فعالیت ودراوه. تر دې وړاندې طالبانو د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز لګولی و. د ایستونیا د بهرنیو چارو وزیر اورماس رینسالو په جینیوا کې د ملګروملتو د بشري حقونو شورا غونډې ته وویل چې پر طالبانو باید فشار راوړل شي. نوموړي وويل: "په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د بد چلند او د بشري حقونو د جدي سرغړونو هدف له عامه ژونده د هغوی تدریجي څنګ ته کول او د زده‌کړو له فرصتونو محرمول دي. باید پر طالبانو په ګډه فشار راوړو چې، د تشدد د ټولو ډولونو په وړاندې د ښځو او نجونو حقونه خوندي شي او هغو ته د ژوند په ټولو ډګرونو کې برابر او معنا لرونکي برخه ورکړل شي." له بلې خوا د افغانستان د بشري حقونو په باب د ملګروملتو ځانګړي راپورتر ریچارد بېنیت په خپل تازه راپور کې ويلي، له زده کړو، پارکونو، سپورتي کلبونو او ښځینه حمامونو د نجونو او ښځو د مخنیوي او په ناحکومتي مؤسسو کې د هغوی پر کار د بندیز په اړه د طالبانو وروستي اقدامات ورځ تر بلې سختیږي او د ده په وینا دا په نړۍ کې د ښځو پر ضد تر ټولو ظالمانه اقدامات دي. د دې راپور، چې پرون (پنجشنبې) د ملګروملتو د بشري حقونو شورا ته وړاندې شو، په یوه برخه کې د ځینو افغان ښځو په قول راغلي چې وضعیت ورځ په ورځ بدتره کېږي او ښځې د نه مصونیت احساس کوي.

03.03.2023 ازادي راډیو

خوست: د ټي ټي پي مرکز کې چاودنه،د مهمو کمانډرانو په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي،15 نور ژوبل

پاکستاني رسنۍ وایي د زیارت/پنجشنبې په ورځ پاکستان سره په پوله پروت د افغانستان ختیځ ولایت خوست کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر یو مرکز کې د ځای پر ځای کړل شوؤ بارودي موادو چاودنه کې د ټي ټي پي د مهمو کمانډرانو په ګډون لږ تر لږه شپږ ترهګر وژل شوي او 15 نور ټپیان شوي دي. د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې د سرچينو له خولې لیکلي، په وژل شويو وسله والو کې د دریوؤ پېژندګلو د عبدالمنان، عالم خان مداخېل او کجير په نومونو شوې ده او د درېوؤ نورو وژل شويو وسله والو پېژندګلو نه ده شوې. دغه ورځپاڼه وایي چاودنه کې 15 طالب کمانډران اؤ وسله وال ژوبل شوي هم دي چې هغې کمانډر فضل امين، کمانډر محمد الیاس طوفان، کمانډر نور پايو خان، فقيرالله، تاروزئ، سات کاى، علي سور خان، زبير، هجرت الله، کمال، شېر افضل، بخت الله، ذبيح الله او دوه نور شامل دي. همدا شان پاکستاني رسنیو په یوه بله پېښه کې د ټي‌ ټي پي دعمرمیډیا ګروپ دمشر مکرم خراساني د ژوبل کیدو دعوه هم کړې ده خو په دغه اړه یې نور جذییات مخې ته نه دي راوړي. تر اوسه کوم هیواد یا ډلې ددې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. دپاکستاني طالبانو تحریک ( ټي ټي پي ) په افغانستان د واکمنو افغان طالبانو سره بيعت کړی خو په مستقيمه توګه د هغوي برخه نه ده. خوست کې دپاکستاني طالبانو دمرکز دننه دا برید په داسې حال کې شوې چې تېره اوونۍ دپاکستان ددفاع وزیر اؤ داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي مشر لیفټننټ جنرل نديم انجم دیو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي په ملتیا دکابل سفر کړی ؤ . ددغه سفر په اړه پاکستان ويلي وؤ پلاوي یې په افغانستان کې دطالب چارواکو سره یې ليدلي او ورسره یې په سیمه کې د ترهګرۍ مخ پر زیاتیدونکي ګواښ په ځانګړې توګه د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان په اړه خبرې شوې وې. پاکستاني رسنیو دعوه کړې ده چې خوست کې د ټي ټي‌ پي مرکز کې په شوې چاودنه کې دمهمو طالب کمانډرانو د وژل کیدو له امله دټي ټي‌‌ پي په مشرانو کې سخته مایوسي اؤ اختلافات رامنځته شوې دي. ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې لیکلي د ټي ټي پي په لیکو کې اوس دا خبره کیږي چې دپاکستاني پلاوي کابل ته له سفر وروسته د ټي ټي پي لپاره ستونزې زیاتې شوې دي. همدا شان د ټي ټي پي د لاندې کچې وسله والو کې دخپلو مشرانو په اړوند هم شکونه زیات شوي اؤ ټریبیون ورځپاڼه وایي دخوست دې اوسنۍ چاودنې ښودلې ده چې دټي ټي پي په لیکو کې استخباراتي رېښې ځومره ژورې دي. د پاکستان حکومت دریځ لري چې تحریک طالبان پاکستان مشران په افغانستان کې مېشت دي او له هغه ځای څخه د بریدونو منصوبه بندي کوي. البته د طالبانو د خارجه وزارت په ورستیو کې خپل په یو بیان کې ویلې وو چې د پاکستان وروستۍ ناامني نوې نه ده بلکې د تېرو شلو کالو تسلسل دی. طالبانو دا دعوه هم کړې وه دوی په عمل کې ثابته کړې چې "هیچاته یی اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.

03.03.2023 ډیوه

پاکستان کې د سود کچه درې فیصدي اضافې سره 20 فیصدو ته لوړه کړل شوه

د پاکستان مرکزي بینک د سود کچه درې فیصده نوره لوړه کړې ده چې دې سره د ملک تاریخ کې په وړومبي ځل دا کچه 20 فیصدو ته رسېدلې ده. اسټيټ بینک د زیارت/پنجشنبې په ورځ خپله اعلامیه کې ویلي چې د سود د کچې لوړولو مقصد افراط زر کې اضافه او مالیاتي ثبات ته د پېښو ګواښونو مخه نیول دي. خو کاروباریان وایي چې دې ګام سره به په روزګارونو او معاشي پرمختیا ناوړه اغېزې وشي. په تېرو 17 میاشتو کې د پاکستان مرکزي بینک د سود کچه 13 فیصدي لوړه کړې ده اؤ اقتصاد پوهان وایي چې دسود د کچې لوړېدو سره به راتلونکو ورځو کې د پاکستان اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې شي. د سود د کچې لوړولو په اړه اسټيټ بینک خپله اعلامیه کې ویلي دي اقتصادي تګلارو او بهرنیو حالاتو د لنډې مودې د ګرانۍ منظرنامه ویجاړه کړې ده. د اعلامیې له مخې په روان مالي کال کې به د ګرانۍ کچه 27 نه تر29 فیصدي وي . بینک ویلي د نومبر د میاشتې د پالیسۍ په غونډه کې د ګرانۍ د کچې 21 نه تر 23 فیصدي د پاتې کېدو هیله وه او ګرانۍ د مخنیوي لپاره د سود په کچه کې د سترې اضافې اقدام ضروري ؤ. دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف پاکستان سره د مامورینو په کچه دتړون نه وړاندې د پاکستان څخه دسود دکچې لوړولو غوښتنه کړې وه. د پاکستان د صنعت اؤ تجارت مرکزي خونې دسود دکچې لوړیدو سره مخالفت ښودلی اؤ ویلي یې دي چې دې ګام سره به پاکستان کې کاروبارونو اؤ معاشي پرمختیا ته زیان ورسیږي. پخپل بیان کې دپاکستان مرکزي تجارتي خونې داسیټيت بینک په دې اقدام مایوسي اؤ اندېښنه ښودلې ده. تر دې وړاندې دجنورۍ په میاشت کې هم استیټ بینک د سود کچه یو فیصد لوړه کړې وه اؤ تر هغې مخکې یې تېر کال په نومبر کې د سود کچه 16 فيصدي ته رسولې وه . په مردان کې د صنعتکارو او کاروباريانو مشر ظاهر شاه په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه ته ویلي، په صوبه کې د وړاندې نه کاروباريان د زياتو خرڅونو او په کاروبارونو کې د مشکلاتو سره مخ دي، د سود د شرحې سېوا کېدو سره به د دوی مشکلات نور هم سېوا شي. د ظاهر شاه په وینا په منطقه کې په ګاونډي هېواد هند کې د صنعتونو د سود شرحه د درېوؤ نه تر څلورو فيصدو پورې ده او په پاکستان کې دا فرق ډېر زیات دی چې له امله يې پاکستاني صنعتونه په مارکيټ کې مقابله نه شي کولی. اقتصاد پوهه خبریال وکیل الرحمان د وي او ای‌ ډيوه خبریال ریاض حسین ته ویلي،هر څو که مرکزي حکومت د سود شرحه په دې وجه هم زياته کړې چې دا د نړیوالې مالياتي ادارې شرط دی خو بيا هم د پاکستان چې کوم اقتصادي صورتحال دی د هغې هم دا تقاضا ده چې د سود شرحه زياته کړي. هغه ویلي کله چې هم په ملک کې ګراني زياته شي نو حکومت د سود شرحه زياته کړي چې له امله یې په مارکيټ کې د پېسو مقدار کم شي او د هغې سره ګراني راکمه شي. خو نوموړی وايي بيا بل لور ته په کاروبارونو باندې منفي اغېزې کيږي چې له وجې یې اقتصادي پرمختيا په قلاره شي او بې روزګاري ورسره سېوا شي.

03.03.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more