شاته

پاکستان: په يوه ورځ کې نزدې 19 روپۍ ګران شوی ډالر بيرته 10 روپۍ ارزان شوی دی

په پاکستان کې د پېسو بدلوونکې اتحاديه وايي، پرون په دويم مارچ يو امريکايي ډالر 18 روپۍ ګران شوی خو نن بيا لس روپۍ ارزان شوی دی. اقتصاد پوهان وايي په ملک کې د سود د کچې سېوا کېدو سره ډالر ارزان شوی خو د سود د شرحې سېوا کېدو سره ملکي اقتصاد ته ډېره ګټه ونه رسي.

د پېسو د بدلوونکې اتحادیې مشر ملک بوستان وايي، "پرون په پاکستاني مطبوعاتو د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] په اړوند یو خبر خپور شوی وو چې ايي اېم اېف د پاکستان نه غوښتي وو چې د پاکستان او افغانستان په پوله تجارت په ډالر کې کيږي ډالر دې د هغې برابر راوستل شي هغې ويره خوره کړې وه ځکه چې هغه قیمت 20 روپۍ زيات وي، خو بيا د سټېټ بېنک ګورنر د دغه خبر ترديد وکړو او وې یې ويل چې ايي اېم اېف ويلي ډالر دې قابو ونه ساتل شي په ډيمانډ او سپلايي دې ازاد پرېښودی شي".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "نن بيا خلکو ډالر اخستل ودرول ځکه ډالر ارزان شو".

د پاکستان د مرکزي بېنک سټېټ بېنک ترمخه پرون په دويم مارچ په انټر بېنک کې يو ډالر په 285 روپۍ او نهه پېسې وو، او له دغې يوه ورځ وړاندې په لومړي مارچ په 266 روپۍ او 11پېسې وو، په يوه ورځ کې ډالر 18روپۍ او 98 پېسې ګران شوی وو.

ملک بوستان وايي "نن په درېم مارچ د ماسپښين پورې ډالر لس روپۍ ارزان شوی مخکې به کتلی شي چې څه کيږي".

اقتصاد پوهه خرم شهزاد وايي، پرون چې د سود کچه سېوا شوې ده د هغې سره د پېسو په طلب کې اضافه کيږي او د سپلايۍ کمېدو هيله وي نو يو اثر د هغې دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "د سود کچه سېوا کړی شوې داسې ګامونه په ګرده نړۍ کې پورته کولی شي خو دا په پاکستان کې اقتصادي هلې ځلې کمولی شي ځکه چې د ښه والي کومه مخه نه ليدل کيږي".

نوموړي زیاته کړه "که د پاکستان د نړيوالې مالياتي ادارې سره د پور د پروګرام خبرې ترسره کيږي او دغه پروګرام ترلاسه کيږي نو بیا د ښه والي هيله شته".

د سود د کچې سېوا په اړوند خرم شهزاد وويل، "دې ګام سره به صنعتونو ته زیات تاوان واوړي د قرضونو واپس کولو توان ختميږي، بې روزګاري ورسره سېوا کېدی شي ځکه چې صنعتونه يا کارخانې به ديواليه شي، خو د نړيوالې مالياتي شرطونه دي هغه پوره کیږي ډېر ښه والی نه ليدل کيږي ځکه چې په ملک به قرضونه هم نور سېوا کيږي".

د نوموړي په خبره حکومت هڅه کوي چې ګراني راکمه کړي خو ښکاري نه چې کمه شي.

په پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي ملک په اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل دی او څو پورې چې نړيوالې مالیاتي ادارې او بيا د پاکستان دوست هېوادونو پسې نه وي ورکړي اقتصادي مشکلات به نور سېوا کیږي او د ملک ديوالیه کېدو خطرې به موجودې وي.

خو پرون د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي، د پاکستان دښمنه عناصر اوازې خپروي چې ګنې پاکستان به ديوالیه شي هغه ويلي وو دا دروغ دي او په مرکزي بېنک کې بهرنۍ زېرمې هم سېوا شوي دي.

په 18 جنورۍ د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف په خپله ويلي وو چې هیواد یې دیوالیه شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00