ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


وزيرستان: په نښته کې دوه پوځيان او دوه ترهګر وژل شوي، په ماين چاودنه کې يو ماشوم وژل شوی

د خېبرپښتونخوا په شمالي او کوز جنوبي وزيرستان کې په دوه بېلابيلو پېښو کې دوه پوځيان وژل شوي، پوځ د دوه ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده او په یوه ماين چاودنه کې يو تنکی ماشوم وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

27.02.2023 ډیوه

اوکراین اېف شپاړس جنګي جهازونه غوښتلي، امریکا وايي لا يې وخت نه دی

تېر کال د فېبرورۍ په ۲۴ نېټه په اوکراین د روس د یرغل شروع کېدو نه پس فېن لېنډ او سویډن په نېټو کې د شاملېدو دپاره خواستونه وکړل. د اتحاد ټول غړي ملکونه به د دغه خواستونو منظوري ورکوي

27.02.2023 ډیوه

بلوچستان: په وسله وال بريد کې د سکرو د کان څلور مزدوران په ډزو وژل شوي

د پاکستان د بلوچستان صوبې د هرنايي ضلعې د چارواکو په وينا، تيره شپه په خوست سيمه کې نامعلومه وسله والو د سکرو/کولې د کان څلور مزدوران په ډزو وژلي او يو ژوبل کړی، چې تعلق یې د خېبرپښتونخوا د سوات، بره دير او بلوچستان صوبې د مسلم باغ سيمو سره دی.

27.02.2023 ډیوه

د پاکستان يو پخوانی پوځي جنرل د ادارو پرضد د بغاوت د پارولو په تور نيول شوی

د پاکستان د پوځ يو پخوانی لفټننټ جنرل امجد شعېب د اسلام اباد پوليسو د ادارو پرضد د بغاوت راپارولو په تور نيولی، عدالت ته یې وړاندې کړی او عدالت بيا پوليسو ته په بدني ريمانډ ورکړی دی.

27.02.2023 ډیوه

يو شمېر کورنۍ: د نوي کال په پيل سره دې طالبان له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانيزي

په داسې حال کې چې د یو بل نوي تعلیمي کال پیل ته نږدې شل ورځې پاتې دي، لا هم په افغانستان کې د نجونو په وړاندې د ښوونځيو د پیلېدو په اړه د طالبانو حکومت څرګند دریځ نه‌لري. د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځيو پیل ته اجازه ورکول کېږي کنه؟ هغه پوښتنه ده چې نن سبا د زیات شمېر افغان نجونو زده‌کوونکو او د دوی د کورنیو په خوله ده. د پلازمېنې کابل اوسېدونکې زرمینه چې پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل مخکې د یوولسم ټولګي زده کوونکې وه وايي، که څه هم فکر نه‌کوي چې طالبان دې سږ کال د دوی لپاره زېری ولري خو لا هم ناهیلې شوې نه‌ده. نوموړې وايي: "یو کال د نجونو ضایع شو اوس افغان نجونې او زموږ کورنۍ ویره لري چې ښايي یو بل کال هم دوی ته د زده‌کړو اجازه ورنه‌کړل شي." د ننګرهار اوسېدونکې عالیه چې ښوونځی ترې په لسم ټولګي کې پاتې دی هم ورته هیله لري او د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې سږ کال دوی ته د پاتې زده‌کړو د بشپړېدو اجازه ورکړي. عاليه وايي: "دا چې نوی تعلیمي کال پیل ته نږدې شل ورځې پاتې دي او طالب چارواکو لا د ښوونځيو د خلاصېدو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو موږ هیله لرو چې سږ کال به موږ ته د زده کړو اجازه راکړل شي او موږ له اسلامي امارت هم هیله لرو چې موږ ته د زده‌کړو اجازه راکړل شي او په دې سره موږ خپلو هیلو ته ورسیږو." دا زده‌کوونکې او کورنۍ یې د طالبانو حکومت له دې امله پړ ګڼي، چې په نږدې یو نیم کال را په دې‌خوا له ژمنو سره سره د نجونو د ښوونځيو لپاره د یوې طرحې په جوړېدو بریالي نه شول. د پکتیا د مرکز ګردیز اوسېدونکی بلال احمدزي ازادي راډيو ته وویل: "که څه هم طالبانو د ښوونځيو د خلاصېدو په اړه لا دریځ نه‌دی واضح کړی چې سږ کال به اجازه ورکړي او کنه، زموږ ویره هم همدا ده چې خدای ناخواسته د نجونو یو بل کال ضایع نه‌شي، زموږ هیله دا ده چې د طالبانو حکومت سږ کال موږ ته یو زیری ولري او هغه دا چې د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې پرانیزي." په همدې حال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازې مېرمن روزا اوتنبایوا سره کتلي دي. د ښاغلي کرزي په ټویټر پاڼه لیکل شوي چې، په دې کتنه کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستو او کار ته د ښځو پر بېرته ستنېدو ټینګار شوی دی. هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت له ویاندویانو سره هم خبرې وکړو خو ذبیح‌الله مجاهد وویل، د پوهنې وزارت باید دا پوښتنه ځواب کړي او د پوهنې وزارت ویاند د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې. په ۲۰۲۱ میلادي کال کې طالبانو پر افغانستان د بیاځلي واکمنېدو له پیل سره سم له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې وتړلې. که څه هم تمه کېده چې ښايي د طالبانو دا پرېکړه لنډمهالي وي، ځکه هغه مهال د طالبانو د پوهنې وزارت د یوې داسې طرحې د جوړېدو خبره کړې وه چې، له‌مخې یې د اسلامي شریعت سره سم نجونو ته د زده‌کړو خوندي چاپیریال رامنځته شي خو د ۲۰۲۲ میلادي کال په ډیسمبر میاشت کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړه بندیز د افغان نجونو د زده کړو هیلې نورې هم مړاوې کړې. خو اوس چې د نوي تعلیمي کال پیل ته لږې ورځې پاتې دي، خلک هیله لري او له د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې خویندو او لوڼو ته یې د زده‌کړو اجازه ورکړي، ښوونځي او پوهنتونونه ورته پرانیزي.

27.02.2023 ازادي راډیو

امریکا: کرایمیا د اوکراین برخه ده، خو د روسي قبضې لاندې سیمو بېرته نیول لومړیتوب لري

امربکا د اتوار- یکشنبې په ورځ  اعلان وکړو چې د کرایمیا ټاپو د اوکراین برخه ده خو د کییف د ځواکونو لپاره تر ټولو سمدستي اندیښنه دا ده چې هغه زمکې بیرته ونیسي چې ماسکو په یو کلن جنګ کې نیولي دي.  دغه اعلان د روس په ناقانونه توګه د سیمې د الحاق د نهمې کلیزې په وخت شوی دی.   د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل: " امریکا به هیڅکله د روس لخوا د ټاپو ځان سره یوځای کیدل په رسمیت ونه پیژني. کرایمیا اوکراین دی” په ورته وخت کې  د صدر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان،، د NBC "میټ دی پریس" ته وویل  که څه هم د سولې خبرې اترې نه کیږي. خو دا په اوکراین پورې اړه لري چې پریکړه وکړي چې بریا یا د منلو وړ سفارتي پایله څه ګڼي.  سلیوان وویل:  "دا په اوکراین پورې اړه لري چې وضاحت یې و کړي."  "دا زموږ لپاره  مهمه ده ... چې د اوکراینه بغیربه داوکراین  لپاره هیڅ نه وي ځکه نو دا پریکړه امریکا نشي کولې چې د اوکراین بریا تشریح کړي. البته امریکا به د جګړې په ډګر کې د اوکراین ملاتړ کوي، ترڅو دوی هغه بریا ترلاسه کړي چې دوی یې تعریفوي”  د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي تېر کال ویلي وو:  "کرایمیا د اوکراین ده او کله به یې نه پرېږدو. د اوکراین او ټول ازاد يورپ په ضد د روس دغه جګړه له کرایمیا پیل شوې او باید د کرایمیا په ازادولو سره پای ته ورسېږي."  خو سلیوان یادونه وکړه چې زیلینسکي په تیره اونۍ کې وویل چې:  "موږ به بالاخره د دې شخړې سفارتي پړاو ته ورسیږو."  سلیوان په اخر کې وویل:  "اوس مهال مهمه  دا ده چې دوی اړتیا لري په سویل او ختیځ کې هغه سیمې بیرته واخلي چې د دوی ورته اوس مهال پام دی، او موږ اړتیا لرو چې دوی ته وسايل ورکړو چې دا کار وکړي."

27.02.2023 ډیوه

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ماین پاکۍ لپاره ۱۸.۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، افغانستان د څو لسیزو جګړو له امله په نړۍ کې د چاودېدونکو توکو د ککړتیا تر ټولو لوړه کچه او پخپلو ځمکو کې تر ټولو زیات ناچاوده مهمات او ماینونه لري.

27.02.2023 امریکا غږ

د سي آی اې مشر: چین په تایوان د یرغل لپاره پخپلې وړتیا شک لري

د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر وایي د چین جمهور رئیس شي ژنپنګ د خپل هیواد پوځ ته امر کړی چې تر ۲۰۲۷ میلادي کاله پورې په تایوان د یرغل کولو لپاره چمتو وي.

27.02.2023 امریکا غږ

طالبان: کابل ښار کې مو د داعش ډلې یو پټنځای له منځه وړی

طالب چارواکي وايي، د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزه  اړوند خېرخانې سیمې کې د داعش ډلې پر یو پټنځای د علمیاتو په ترڅ کې، د داعش ډلې دوه غړي وژلي او یو بل یې نیولی دی.

27.02.2023 امریکا غږ

ا افغان کډوالو مریکا کې د بیا میشت کیدو په ویزو کې د ځنډ له کبله اسلام آباد کې مظاهره کړې

سلګونو افغان کډوالو یکشنبه فبروري ۲۶ (کب۷) متحده ایالاتو کې د بیا میشت کیدو د ویزو په منل کیدو کې د "بې حده" ځنډ له کبله مظاهره وکړه.

27.02.2023 امریکا غږ

د امو سيند په څنډو کې د يوې پروژې پيل؛ خلک: بسنټيزې پروژې دې تطبيق شي

په شمال او شمال ختيځ ولایتونو کې د امو سیند په څنډو کې د تحکیماتو پروژه پيل شوې ده. د اوبو او برښنا وزارت چارواکي وايي، په کندز، تخار، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د امو سيند په څنډو کې د تحکیماتو پروژه پیل شوې ده. د ياد وزارت د اوبولګونې مرستیال مجیب الرحمان عمر اخندزاده وویل، پر دې پروژې دوه میلیارده افغانۍ لګښت راځي چې د یاد وزارت له بودجې ورکولو کېږي. نوموړي ويلي: "موږ دوه ډوله پلانونه لرو چې یو لنډمهاله دي او بل اوږدمهاله دي. لومړۍ کومې سیمې چې په څلورو ولایتونو کې د اوبو له جدي تخریباتو سره مخ دي هلته موږ د تحکیماتو کار پیل کړي، چې د هغه لپاره دوه میلیارده افغانۍ په نظر کې نیول شوي دي. بل اوږمهاله پلان دی چې، د هغه لپاره موږ شپږمیلیاره افغانۍ ځانګړې کړي دي." په کندز کې د امو دپنځمې حوزې د سیندونو عمومي رئيس انجينر رفیع‌الله مجتبی ازادي راډیو ته وویل، دغه پروژه د امو سیند په څنډو کې دکرنیزو ځمکو، باغونو او کورونو د ویجاړېدو د مخنیوي په هدف پیل شوي ده. نوموړي وويل: "د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د شیرخان بندر سیمه، برزنګي سیمه ده، قلم ګذر سیمه ده، د اسکي سیمه ده،کلباد سیمه ده او په قلعه‌زال ولسوالۍ کې د اوبو له خطر سره مخ سیمې په دې پلان کې شامل دي. تحکیماتو کار به په دوامداره ډول پلي کېږي." د شمال او شمال ختيځ ولایتونو ځايي اوسېدونکي هم د امو سیند په څنډو کې د تحکیماتو پروژې پیلېدو څخه هرکلی کوي. د کندز د امام صاحب ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالکریم قلندري وايي، د دې پروژې بشپړېدو سره به زرګونه جريبه ځمکه، باغونه او کورونه د اوبو له ګواښ څخه وژغورل شي. قلندري وايي: "د دې پروژې په بشپړېدو سره به په زرګونه جریبه ځمکه د امو سیند له تخریباتو څخه وژغورل شي او د اوبو مخه به ونیول شي. موږ خوشاله یو چې چارواکي راغلل او زموږ ستونزې يې له نږدې وليدلي او د تحکیماتو کار یې پیل کړه." دیاد ولایت د قلعه‌زال ولسوالۍ اوسېدونکی حیات الله هم ورته خبره کوي او وايي: "د امو سیند هر کال د اوبو د زیاتوالي په موسم کې په قلعه‌زال ولسوالۍ کې زموږ ځمکې وړلې او خلکو ته يې زیانونه اړول او موږ ډېر خوښ یو چې د امو سیند په څنډو کې د تحکیماتو پروژه پیل شوي ده. چارواکي باید په کلیو کې نورې ټولګټې پروژې هم پیل کړي." د تخار د درقد ولسوالۍ یو اوسېدونکی عین الدین وايي، په یاده ولسوالۍ کې د امو سیند خلکو ته ډېر زیانونه اړولي دي. عین الدین تمه لري، چې ددغې پروژې په بشپړېدو سره د امو سیند د تخریباتو مخه ونیولی شي. د سيمې دا اوسېدونکی وايي: "موږ ډېر خوشحاله یو چې، د امو سیند په غاړو کې د تحکیماتو کار پیل شوی دی او د دې پروژې په بشپړېدو سره به زموږ کرنیزې ځمکې او باغونه د اوبو له خطر څخه وژغول شي او په زرګونه جریبه ځمکه چې اوبو وړي وي هغه به هم بېرته راوګرځول شي او اباده به شي." د امو سیند سرچینې د بدخشان پامیر له غرونو څخه پیليږې او د هېواد له مهمو سیندونو دی، چې افغانستان له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه رابېلوي. له دې وړاندې سیمه‌ییزو چارواکو او ځايي اوسېدونکو ویلي وو، چې تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان خپلې خوا ته د امو سیند په غاړو کې د تحکیماتو پروژې تطبیق کړي او له امله یې افغانستان خواته د امو سیند د اوبو فشار زیات شوی چې، د سیند په څنډو کې مېشتو خلکو ته يې زیانونه اړولي دي.

27.02.2023 ازادي راډیو

پېغله صديقه چې د ډاکټرانو ناسمې درملنې ړنده کړې، کوم ارمانونه لري؟

۲۱ کلنه صدیقه د نابینا سترګو د درملنې لپاره د مرستې غوښتنه کوي. د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ صدیقه شاوخوا یوویشت کاله عمر لري، خو شل کاله کېږي چې، د سترګو د ليد له نعمت څخه بې برخې شوې ده. دا په یو کلنۍ کې د مورقې تبې د درملنې لپاره د سیمې یو ډاکټر ته وړل شوې وه، خو د غلطو پیچکاریو ورلګولو له امله یې سترګې ړندې شوې دي. صدیقه اوس د خپلو سترګو د درملنې لپاره له خلکو څخه د مرستې غوښتنه کوي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

27.02.2023 ازادي راډیو

لکي مروت او ډېره اسماعیل خان کې په پوليسو بمي چاودنه او بريد کې شپږ پوليس ژوبل شوي

د خېبرپښتونخوا په لکي مروت او ډېره اسماعيل خان ضلعو کې تيره ورځ ناوخته او بيا د شپې په پوليسو بمي چاودنه او چيک پوسته وسله وال برید شوی، چې پکې لږ تر لږه شپږ پوليس اهلکار ژوبل شوي دي.

27.02.2023 ډیوه

پاکستان سپرليګ: لاهور قلندر د پېښور زلمي لوبډلې ته ماتې ورکړې

د پاکستان سپر ليګ 2023 کرکټ په روانو سيالیو کې د پېښور زلمي لوبډلې د لاهور قلندر لوبډلې نه ماتې خوړلې ده، پېښور زلمي تراوسه پورې پينځه سيالۍ وکړې چې پکې یې تراوسه پورې دوه ګټلي دي.

27.02.2023 ډیوه

اسلام اباد: افغان کډوالو امریکا ته د تلو عمل ځنډېدو پرضد احتجاج کړی

د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې په سوونو افغانانو احتجاجي مظاهره کړې چې د دوی د د ويزو منظورېدو عمل د ځنډ ښکار دی. امریکا د يو پروګرام لاندې د هغو افغانانو مرسته کوي څوک چې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د خطرو له امله کډه شوي دي.

27.02.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more