شاته

د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا کې د افغان مېرمنو او نجونو په اړه خبرې شوي

د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا د ۵۲ غونډې یو شمېر برخه‌والو په افغانستان کې د ښځو او نجونو خلاف د طالبانو پر اقداماتو هم خبرې وکړې.

د امریکا د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د طالبانو اقدامات یو وار بیا وغندل.

ده غونډې ته د خپلې ویډیويي وینا په یوه برخه کې وویل، په افغانستان کې په کورنیو او بهرنیو ناحکومتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز د مرستې رسونې پر بهیر اغېز کړی دی.

انتوني بلېنکن ويلي: "موږ په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندیز په شمول د ښځو او نجونو شدیده ځپنه غندو. په ناحکومتي مؤسسو کې د افغان ښځو پر کار د بندیز په اړه د طالبانو وروستي فرمان د هغوی پر مخ یوه بله لار، چې باید پرانیستل شوې وای، بنده کړه. په هغه هېواد کې، چې ۲۹ میلیونه خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره په بشري مرستو متکي دي، د طالبانو پرېکړه د مرستو، خوړو او درملو اندازه، چې زیانګالي په تېره بیا ښځې او نجونې د ژوند ژغورلو لپاره ورته اړتیا لري، کموي."

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن

طالبانو څه باندې دوې میاشتې پخوا په کورنیو او بهرنیو ناحکومتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

د دوی دا اقدام له ډېرو عکس العملونو سره مخامخ شو او یو شمېر مرستندیه مؤسسو په افغانستان کې فعالیت ودراوه.

تر دې وړاندې طالبانو د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز لګولی و.

د ایستونیا د بهرنیو چارو وزیر اورماس رینسالو په جینیوا کې د ملګروملتو د بشري حقونو شورا غونډې ته وویل چې پر طالبانو باید فشار راوړل شي.

باید پر طالبانو په ګډه فشار راوړو چې، د تشدد د ټولو ډولونو په وړاندې د ښځو او نجونو حقونه خوندي شي

نوموړي وويل: "په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د بد چلند او د بشري حقونو د جدي سرغړونو هدف له عامه ژونده د هغوی تدریجي څنګ ته کول او د زده‌کړو له فرصتونو محرمول دي. باید پر طالبانو په ګډه فشار راوړو چې، د تشدد د ټولو ډولونو په وړاندې د ښځو او نجونو حقونه خوندي شي او هغو ته د ژوند په ټولو ډګرونو کې برابر او معنا لرونکي برخه ورکړل شي."

له بلې خوا د افغانستان د بشري حقونو په باب د ملګروملتو ځانګړي راپورتر ریچارد بېنیت په خپل تازه راپور کې ويلي، له زده کړو، پارکونو، سپورتي کلبونو او ښځینه حمامونو د نجونو او ښځو د مخنیوي او په ناحکومتي مؤسسو کې د هغوی پر کار د بندیز په اړه د طالبانو وروستي اقدامات ورځ تر بلې سختیږي او د ده په وینا دا په نړۍ کې د ښځو پر ضد تر ټولو ظالمانه اقدامات دي.

ريچارد بېنيت
ريچارد بېنيت

د دې راپور، چې پرون (پنجشنبې) د ملګروملتو د بشري حقونو شورا ته وړاندې شو، په یوه برخه کې د ځینو افغان ښځو په قول راغلي چې وضعیت ورځ په ورځ بدتره کېږي او ښځې د نه مصونیت احساس کوي.

اړوند مطالب