ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امنیتي ځواکونه وایي شمالي وزیرستان اؤ ډيره غازي خان کې یې دعملیاتو په مهال درې ترهګر وژلي دي

دپاکستان امنیتي ځواکونه وایي دخېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه وزیرستان اؤ دپنجاب په ډیره غازي خان سیمو کې یې په دوؤ بیلابیلو کاررایو کې درې ترهګر وژلي دي. دپاکستان دپوځ مطبوعاتي دخالي په ماسخوتن خپل یو بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو دشمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې دخفیه اطلاع په اساس عملیات کړي اؤ یو ترهګر یې وژلی دی. پوځ پخپل بیان کې د وژل شوي ترهګر پېژندګلو نه ده په ډاګه کړې خو ویلي یې دي چې هغه په امنیتي ځواکونو اؤ عامو وګړو بریدونو کې ککړ ؤ. په عین حال کې دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو ویلي دپنجاب په ډیره غازي خان سیمه کې یې دترهګرۍ یوه هڅه شنډه کړې ده اؤ دوه ترهګر یې وژلي دي. دسي ټي ډي پولیسو دیو بیان له مخې د ډیره غازي خان په جهنګي سیمه کې ترهګرو غوښتل په یوه امنیتي پوسته برید وکړي خو کله چې پولیس دهغوي په نیولو پسې ورغلل نو ترهګرو سره یې نښته وشوه اؤ دپولیسو په ډزو کې دوه ترهګر ووژلی شول اؤ دوه نور وتښتېدل. پولیس وایي وژل شوي ترهګر په لاهور،اسلام اباد،راولپنډۍ اؤ خېبر پښتونخوا کې دترهګرۍ په یو شمیر پېښو کې ککړ وؤ اؤ دمقابلې په مهال دهغوئ د ولکي نه پولیسو ته لاسي بمونه،کلاشنکوفې اؤ تمانچې هم په لاس ورغلي دي. په پاکستان کې دترهګرۍ ضد محکمې پولیس زیاتره وخت په عملیاتو کې دترهګرو د وژلو دعوې کوي خو څېړونکي اکثره ددغو دعوؤ په حقیقت پوښتنې شکونه کوي اؤ وایي چې زیاتره دا پولیس هغو وژنو ته هم دپولیس مقابلې یا عملیاتو نوم ورکوي،چې دعدالت تر شا یې کوي. په دې وروستیو کې دپاکستان په بیلابیلو برخو په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا کې په پولیسو د وسله والو بریدونه چټک شوي دي اؤ په دې بریدونو کې په لسګونو پولیس وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي . تېرکال په 18م دسمبر دخېبر پښتونخوا په بنو سیمه کې یو شمیر ترهګرو دترهګرۍ ضد محکمې دپولیسو دمرکز دننه پولیس قابو کړي وؤ اؤ دهغوئ نه یې وسلې اخستې وې. د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف په هغه وخت ويلي وو په بنو کې د سي ټي ډي په يرغمال شوي مرکز کې د عملياتو په مهال پوځ 25 ترهګر وژل شوي، اووه تسليم شوي او درې نیول شوي دي. له دغه برید راپدیخوا هم خېبر پښتونخوا صوبه کې په پولیسو ګڼ شمیر مرګوني بریدونه شوي چې پکې د زیاترو ذمه واري دپاکستاني طالبانو وسله والې ډلې پغاړه اخستې ده. دخېبر پښتونخوا صوبې دپولیسو مشر معظم جاه انصاري وایي ښایي ترهګرو ته په افغانستان کې دامریکې اؤ ناټو نه پاتې شوې عصري وسلې په لاس ورغلې دي اؤ هغوئ په دغو جدیدو وسلو پولیس په نخښه کوي. تېره اوونۍ ښاغلي معظم جاه انصاري رسنیو ته ویلي وؤ دترهګرو دمقابلې لپاره دپښتونخوا پولیسو ته هم عصري وسلې اؤ نور سامانونه ورکړل کیږي. خېبرپښتونخوا پوليس ترمخه ، تېر کال په 2022 کې په صوبه کې 196 ترهګر په پوليس مقابلو کې وژل شوي، او 118 پوليس هم د ترهګرۍ پرضد جګړه کې وژل شوي او 117 ژوبل شوي وو. د خېبرپښتونخوا پوليس اډيشنل انسپکټر جنرل محمد علي باباخېل په 23م دسمبر مطبوعاتو سره د پولیس عملیاتو شمېرې شريکې کړې وې او ويلي يې وو، د صوبې څلور جنوبي ضلعې، شمالي او جنوبي وزيرستان، لکي مروت او بنو د ترهګرۍ ښکار پاتې شوي او زياتې پېښې پکې شوې وې. د پولیس شمېرو ترمخه تېر کال په صوبه کې سي ټي ډي 806 ترهګر نيولي چې پکې د 90 ترهګرو په سرونو قيمتونه هم مقرر وو.

29.01.2023 ډیوه

کالیفورنیا کې د ډزو له امله درې کسان وژل شوي، څلور نور ټپیان دي - پولیس

د متحدو ایالتونو د کالیفورنیا ایالت پولیسو د شنبې په ورځ جنوري ۲۸ (سلواغې اتمه) ددې ایالت په لاس انجلس کې په یو لړ ډزو کې د درې کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی. 

28.01.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

28.01.2023 امریکا غږ

روسیه: د لوهانسک پر یو روغتون د اوکراین په راکټي برید کې ۱۴ کسان وژل شوي

د روسیې دفاع وزارت د شنبې په ورځ جنوري ۲۸ (سلواغې اتمه) اوکرایني ځواکونه د شرقي لوهانسک په سیمه کې پر یو روغتون په برید تورن کړل چې له امله یې ۱۴ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.

28.01.2023 امریکا غږ

سویډن له خپلو خلکو غوښتي چې د قران شریف له سوځېدو وروسته په ترکیه کې له ګڼې ګوڼې ډډه وکړي

  واشنګټن – د سویډن د بهرنیو چارو وزارت د شنبې یا خالي په ورځ په ترکیه کې له مېشتو سویډنیانو څخه غوښتي چې په سټاکهوم کې تېره اونۍ د یوه لېرې ښي اړخي سیاستوال لخوا د قران شریف د سوځولو پر سر راپارېدلو لاریونونو او ګڼې ګوڼې څخه دې ځان لېرې وساتي. ترکیې همدارنګه وروسته له هاغې چې د سخت دریځه ښې اړخي سیاسي ګوند د رهبر رسمس پولادن لخوا په سټاکهوم کې د ترکیې له سفارت څخه د باندې یو جلد قران شریف وسوځول شو، له ناټو سره د سویډن او فنلېنډ د یوځای کېدو د غوښتنلیکونو پر سر خبرې هم ځنډولي. د پولادن له دې کار سره په ترکیه او ګڼو نورو اسلامي هېوادونو کې لاریونونه راوپارېدل. د بهرنیو چارو وزارت په خپله پاڼه بهر مېشتو سویډنیانو ته لیکلي، "په ترکیه کې له مېشتو سویډنیانو څخه غوښتل کېږي چې د پېښو په اړه دې ځان خبر وساتي او له لویو غونډو او لاریونونو څخه دې ځآن لېرې وساتي." دوی زیاته کړې چې "په انقره کې د سویډن د سفارت او په استانبول کې د کونسلګرۍ مخې ته ښايي په راتلونکو ورځو کې هم لاریونونه دوام وکړی." د پولادن له احتجاج وروسته د سویډن لومړي وزیر الف کرېسټرسن وویل، چې دی د بیان د ازادۍ ملاتړ کوي. د سویډن لومړي وزیر د قران شریف سوځول غندلي دي: کرېسټرسن په ټویټر باندې لیکلي، "خو هغه څه چې قانوني‌ دي ضرور نه ده چې مناسب وي. د کتابونو سوځول چې اکثرو خلکو ته سپیڅلي دي د درناوي خلاف کار دی." سویډن او فېنلېنډ تېر کال په اوکراین باندې د روس له یرغل وروسته له ناټو سره د یوځای کېدو وړاندیز کړی. خو سویډن د ناټو د ټولو ۳۰ غړو هېوادونو ملاتړ ته اړتیا لري.‌ ترکیې ویلي، سویډن باید په ځانګړي توګه د دوی‌ په وینا د ترهګرو چې هغه د کردستان ترهګرو ډله بولي او دوی پرې د ۲۰۱۶ کال د کودتا تور پورې کوي څرګند دریځ غوره کړي او له هغې وروسته به بیا دوی په ناټو کې ددغو دوو هېوادونو د غړیتوب ملاتړ وکړي.

28.01.2023 ډیوه

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

28.01.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

28.01.2023 امریکا غږ

د ناټو پخوانی جنرال د چک جمهوریت ولسمشر شو 

متقاعد جنرال پیټر پاول، د شنبې په ورځ جنورۍ ۲۸ د چک جمهوریت ولسمشریزې ټاکنې وګټلې. 

28.01.2023 امریکا غږ

طالبانو د خصوصي پوهنتونو د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون د مخنیوي امر وکړ

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی چې نجونو ته د راتلونکې میلادي میاشتې د کانکور په آزموینه کې د ګډون اجازه ورنکړي.

28.01.2023 امریکا غږ

د هند دوه جنګي جېټ الوتکې غورځېدلي

واشنګټن – د هند دوه جنګي جېټ الوتکې د روزنې د عملیاتو پر وخت غورځېدلې دي. د هند هوايي ځواک ویلي، چې د شنبې یا خالي‌ د ورځې په دغه پېښه کې له دریو ښکېلو پیلوټانو څخه یو یې مړ شوی دی. دوی ویلي، یاده پېښه د مدیا پرادیش مورینا ځای ته څېرمه شوې. سیمیزو رسنیو راپور ورکړی چې په پېښه کې له غورځېدلو الوتکو څخه یوه سخوی (Sukhoi-30) او بله مېراج(Mirage 2000 )  ډوله وه.

28.01.2023 ډیوه

د برتانيې دفاع وزارت: روس ممکن د نوي کال د شپې مړي کم ښودلي وي

واشنګټن- د برتانيې د دفاع وزارت ويلي چې دا تر ډېره حده امکان لري روس د نوي کال په شپه د دونیڅک ښار په ماکيوکا سيمه کې د اوکرايني ځواکونو په بريد کې د 300 نه زيات پوځيان بايللي وي خو شمېر يې کم ښودلی وي. ياد وزارت د خالي- شنبې په ورځ ویلي، په دې باور لري چې د روس اکثريت پوځيان لا خو وژل شوي او لا غايب شوي دي خو وایي د ژوبل کېدو امکان يې نه ښکاري. د برتانيې وزارت ويلي د روس د دفاع وزارت په مشکله سره منلي چې د خپلو وژل شوو پوځيانو شمېر په ډاګه کړي او دغه شمېر د روس د وينا تر مخه 89 تنه دی. وزارت وايي امکان دی د روس وزارت جاج اخیستی وي چې په دې پېښه ضرور څه ووايي ځکه د ياد بريد په ترڅ کې روسي پوځي جنرالان د خؤرا نيوکو سره مخ وو. د برتانيې وزارت وايي د دوی استخباراتو په ټوېټر تازه حال ورکړی او وايي داسې لګي چې د روس ورکړی شمېر ريښتيا نه وي ځکه چې د دغه هېواد په اعلانونو کې تر ډېره غلط بياني موندل کيږي. وایي دا غلط بياني د وزارت په نظر کې روس ځکه کوي چې لوړ پوړي چارواکي د ډېرو وجوهاتو له سوبه نويو افسرانو ته د دې اجازت ورکوي او هغه بيا ځکه ريښتيا پټوي چې ځان د روس د تور لګولو او د څوکۍ نه د لرې کولو د عمل نه وساتي. د اوکرين چارواکو د جمعې په ورځ ويلي تېزه جګړه روانه ده او د روس د ميزايل په حمله کې لس عام وګړي وژل شوي او شل نور ژوبل دي. کيف وايي د دونیڅک سيمې په ختيځه برخه اوهليډار کې د روسي ځواکونو سره سخته جګړه روانه ده. 

28.01.2023 ډیوه

د اشنا د شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

28.01.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

28.01.2023 امریکا غږ

د افغانستان او پاکستان تر منځ زیات شوي تجارت کې ډېره برخه د سکرو ده

واشنګټن - د نړيوال لا ولډ بېنک تازه رپورټ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د تېر کال لومړیو نهو میاشتو کې پاکستان ته د صادر شوو توکو برخه 65% پورې ښيي او وايي زیاتره صادر شوو توکو کې معدن، سبزي او تاري تولیدات یا مصنوعات دي. ‎د افغانستان او پاکستان د کاروباريانو او تاجرانو ګډ چيمبرز مشر خان جان الکوزي وي او ای ډيوه ته وويل د افغانستان د تجارت غټه برخه د معدنياتو ده چې پکې سکاره یا کوله، مرمر، کرومايټ او ټالک چې افغانان يې په شو کاڼي يادوي په چين او پاکستان خرڅيږي. ښاغلی خان جان تېر کال د افغانستان نه پاکستان ته د سکرو صادرات د 870 ملینو ډالرو پورې ښيي. ‎د پاکستان سره د کولې یا سکرو د تجارت په اړه الکوزي وويل دا يواځې د افغانانو تاجرانو کاروبار دی چې په خپل هېواد کې ياد معدن په افغانۍ کرنسۍ کې اخلي او بيا د پاکستاني شرکتونو او کمپنيانو سره شريک کاروبار او کارخانې لري. ‎“مونږ د افغانانو او پاکستاني کاروباريانو او سرمايه کارو په لاهور، کراچۍ، پېښور او ان په چمن کې شريکې کارخانې لرو”. افغانستان کې طالب واکمن نقدو پیسو ته اړتیا لري او پاکستان د انرژۍ د کمښت پورا کولو او په خزانه کې د لږو پیسو د چېلنج سره مخ دی. ځېني سوداګر وايي د سکرو د تجارت اوسنۍ بڼه دواړو خواو ته ګټه کوي. د ولډ بېنک رپوټ د تېر کال نهو میاشتو کې د افغان صاداراتو کچه نزدې 1.7 اربه یا ملیارډو ډالرو پورې ښيي. په رپوټ کې د پاکستان وروسته د افغان صادراتو بل لوی بازار هند دی. نزدې 20% صادارات هند او پاتې نور چین او ایران ته ځي. د افغان طالبانو د کانونو او پيټروليم وزارت چارواکي وايي حکومت يې د کومې بهرنۍ کمپنۍ سره رسمي قراداد نه لري او څومره تجارت او کاروبار چې کيږي دا شخصي شرکتونه او کمپنيانې کوي. د وزارت چارواکي د وي او ای اشنا د کابل خبريال ته ويلي “وزارت يې د هيڅ کوم بهرنۍ کمپنۍ سره قرارداد نه دی کړی او قرارداد د افغان کمپنيو سره شوی. هغوی چې يې چيرې خرڅوي د هغوی کار دی”. ‎د پاکستان سره د تجارت په اړه د طالبانو چارواکي سپيناوی کوي چې دا معلومه خبره ده چې قرارداد په افغانيو کې کيږي ځکه کمپنۍ د افغانانو دي خو وايي پاکستان غواړي د سکرو/کولې کاروبار په کالدارو لا پاکستاني روپو کې وکړي ځکه کالداره د بهرنۍ کرنسۍ د مشکل سره مخ ده. نړيوال بينک د افغانستان د اقتصاد په اړه ويلي د هېواد صادرات لا برامدات د کال 2021سره په پرتله د 2022 د جنورۍ نه د نومبر پورې نزدې 90% زيات شوي او 1.7 بيلين ډالرو ته رسېدلي. رپورټ وايي په ياد کال کې د افغانستان د مالييې د ټولولو نظام هم مظبوط شوی چې د مارچ نه د ډيسمبر پورې 1.54 بيلين ډالرو ته رسېدلی. ‎افغان اقتصاد پوهان وايي د افغانستان په صادراتو کې د زياتوالي غټ لاس د کولې پاکستان ته صادرول دي. خان جان الکوزی وايي د روان تجارت په اړه د افغانستان د حکومت او د پاکستان حکومت دومره اثر رسوخ ځکه نشته چې دواړه هېوادونه کوم رسمي قراردادونه نه لري. الکوزی وايي دواړه هېوادونه د ګومرک لا کسټم د حاصلاتو نه پرته بل کوم کار ورسره نه لري. ‎الکوزي وويل د کولې چې د خپل اصليت او تودوالي له کبله ورته جنس عالي ويل شوی، يو ټن اوس د دوه سوه ډالرو نه اوچت خرڅيږي چې د جنس د نړيوالې بيعې د کچې نه نزدې 10% په کمه بيه ورکول کيږي. ‎هغه وايي دا پخوا ډېر په ټيټه بيه خرڅېدله چې د يو ټن قيمت يې د شپېته ډالرو نه د اتيا ډالرو پورې و او زياته يې کړه د تېر په پرتله په کال 2022 کې د پاکستان سره نزدې 870 ميلينه ډالره تجارت شوی. د ټالک او شوکاڼي د خرڅ په اړه الکوزي وويل د دې زيات تجارت د چين سره کيږي او څه تجارت د پاکستان سره هم شته چې نزدې 80,000 ټنه صادرات د ورځې کيږي. الکوزی وايي دا معدن په کاسميټېکس او دوايانو کې پکار راځي. ‎“مونږ د دې معدن د توليداتو نزدې 35 کارخانې يواځې په ننګرهار کې لرو”. 

28.01.2023 ډیوه

یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

28.01.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more