ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


منظور پشتین: پښتون وطن ته د نوي جنګ پلان راوړل شوی

 پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د بلوچستان صوبې په لورالايي کې ولسي جلسې ته د وينا پر مهال په پښتونخوا او نورو سيمو کې د انامنۍ تازه پېښو ‏ته په اشارې سره وويل  چې استعماري قوتونو يو وار بيا دې سيمې ته نوی جنګ راوړی، په اتفاق به یې مخنیوي کيږي.

20.03.2023 ډیوه

طالبان: روان کال افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله څه باندې ۱۲۰۰ کسان مړه شوي

طبیعي پېښو ته رسېدو چاروکې د طالبانو حکومت وزارت وايي، روان لمریز کال په ټول افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله ۱۲۰۲ کسان مړه شوي دي.

20.03.2023 امریکا غږ

یونیسف: افغانستان کې ۸۰۰زره ښځې او نجونې په خوارځواکۍ اخته دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) په افغانستان کې په نجونو او ښځو کې د خوارځواکۍ ناروغۍ د ۵۰ سلنې زیاتېدو خبر ورکوي.

20.03.2023 امریکا غږ

د اسټرالیا یو پخوانی سرتیری افغانستان کې د جنګي جنایت په تور نیول شوی

د اسټرالیا د وسله والو ځواکونو یو پخوانی سرتیری دوشنبه مارچ ۲۰ (کب۲۹) پدې تور ونیول شو چې په افغانستان کې د دندې پر مهال یې یو افغان ویشتلی او وژلی دی.

20.03.2023 امریکا غږ

روغتیا نړیوال سازمان: تېره میاشت افغانستان کې۲.۳ میلیون کسانو ته د کرونا واکسین تطبیق شوی

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د کرونا واکسین کمپاین د تطبیق په ترڅ کې په تېره فبروري میاشت کې شاوخوا ۲.۳ میلیون کسانو ته د کرونا واکسین تطبیق شوی دی.

20.03.2023 امریکا غږ

رينا اميري ملګروملتونو کې د قطر له دايمي استازې سره د افغان نجونو پر مسئله خبرې کړي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، په ملګرو ملتونو کې یې دایمي استازې شیخا عالیه بنت احمد بن سیف الثاني د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره کتلي دي. دې وزارت پرون یکشنبې په یوه بیان کې ویلي، په دې کتنه کې دواړو لوريو په افغانستان کې د روانو حالاتو او د افغان ښځو د حقونو، په ځانګړې توګه د زده‌کړو د حق د ملاتړ په لارو چارو خبرې وکړې. په بیان کې په دې اړه نور جزيیات نه‌دي ور کړل شوي او رینا امیري هم له خپله اړخه د دغې کتنې په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي خو، له دې مخکې یې تېره اوونۍ په یوه ټویټ کې ویلي و چې د افغان ښځو د واقعي ملاتړ لپاره به د هېوادونو او بنسټونو تر منځ د یووالي هڅو ته دوام ورکړي. په عین حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ پرون په یوه ټویټ کې ویلي، روانه اوونۍ به ټول افغانستان کې ډېر ښوونځي د ژمي له اوږدې رخصتۍ وروسته بېرته پرانيستل شي خو ښوونځي د هغو نجونو لپاره تړل شوي چې غواړي له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې وکړي. یوان‌ایچ‌سي‌ا‌ر په یوه ټویټ کې د فرهانۍ په مستعار نوم د یوې افغانې نجلۍ هغه غوښتنه هم راخیستې چې ویلي یې دي، له ټولو خلکو غواړي چې افغان نجونې له هغو هیلو سره چې لري يې، هېرې نه‌کړي. سبا سه‌شنبې نوی ۱۴۰۲ هجري لمریز کال پېلېږي، خو تر اوسه د دې هیڅ نښې نه لیدل کېږي چې د نوي کال له پيلېدو سره به د طالبانو حکومت ټولو نجونو ته اجازه ورکړي چې بېرته ښوونځیوته لاړې شي. طالبانو له څه باندې یو نیم کال راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو را ګرځولي دي. دوه اوونۍ مخکې د کب یا حوت په پنځلسمه چې د افغانستان په سړو سیمو کې پوهنتونونه بېرته پرانيستل شول، هم ښځو او نجونو ته اجازه ورنه‌کړل شوه چې پوهنتوني زده‌کړې بېرته پيل کړي. د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم چې په تېره قوس میاشت کې یې ښځې او نجونې تر امر ثاني پورې له پوهنتوني زده‌کړو را ګرځولې، پرون په کابل کې د اداري اصلاحاتو د کمېسیون په غونډه کې اداري ټکنۍ چارې د کارونو د پر مخ وړلو په وړاندې یو لوي خنډ وباله، خو نوموړي د دې هیڅ یادونه ونه‌کړه چې کله به د پوهنتونونو دروازې بېرته د نجونو او ښځو پر مخ پرانیزي. نوموړي وويل: "په هغو سفرونو کې چې د هېواد مختلفو ولایتونو ته مې وکړل او له استادانو، محصلینو او مراجعینو سره مې وکتل، یوازینی شکایت او مشکل دا وو چې چارې ډېرې معطلې کېږي. د یوه استاد مقرري څو میاشتې وخت نیسي، د محصل د ډېپلوم ورکول میاشتې، میاشتې وخت نیسي، یو جزئي کار څو اونۍ وخت نیسي." پر ښځو او نجونو د طالبانو له‌خوا لګول شوي محدودیتونه تل د نړيوالې ټولنې له اندېښنو او غبرګونو سره مل و. طالبان وایي، د شریعت په چوکاټ کې ښځو ته خپل حقونه ورکوي خو د ښځو د حقونو مدافع ډلې وایي چې، طالبان په سیسټماټیک ډول غواړي ښځې د ټولنې له ورځني ژوند څخه حذف کړي.

20.03.2023 ازادي راډیو

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

19.03.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

19.03.2023 امریکا غږ

ایراني مقامات: د سعودي پاچا د ایران ولسمشر ته د سفر بلنه ورکړې

 په ایران کې مقامات وايي چې د دغه هېواد ولسمشر ابراهیم رئیسي ریاض ته د سفر په اړه د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزیز بلنه ترلاسه کړې ده.  

19.03.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

19.03.2023 امریکا غږ

راشد خان: پاکستان سره سیالۍ مهمې دي، افغان لوبغاړي پوره چمتو دي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د ۲۰ اورونو کپتان او نړیوال ستوری راشد خان وايي چې افغان لوبغاړي له پاکستان سره دریو ۲۰ اوریزو سیالیو ته تمرینونه کړي‌ او دغو لوبو ته چمتو دي.

19.03.2023 امریکا غږ

د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

19.03.2023 امریکا غږ

پوټین په یو ناڅاپي سفر د اوکراین قبضه شوي ښار ماریوپول ته تللی دی

واشنګټن  - د روس سرکاري خبري ادارې (تاس) نن د اتوار/یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې ولادیمیر پوټین په یو ناڅاپی سفر اوکراین کې د روس د قبضې لاندې ماریوپول ښار ته تللی دی. خبر زیاتوي چې دا غیراعلانیه سفر، د خالي ورځې په ماښام شوی دی. حکومتي رسنۍ یوه وېډیو هم جاري کړې ده چې په کې د روس صدر ولاډیمیر پوټین د ماښام د طرف نه په سړکونو باندې پخپله ګاډی چلوي، ځینو خلکو سره خبرې کوي، او بیا د ځینو ودانیو لیدو ته ځي. پوټین پرون د خالي/شنبې په ورځ د کریمیه جزیره نما ته تللی و چې روس سره د هغې سیمې د یوځای کېدو نهمه کلیزه ولمانځي. روس کریمیه اوس خپله خاوره ګڼي، خو په نړېواله کچه هغه د اوکراین سیمه بلل کیږي. د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي مطالبه کړې ده چې روس دې هم د کریمیه جزیره نما څخه او هم د ټولو هغو سیمو څخه ووځي کوم چې په څه باندې یو کال پوځي یرغل کې یې قبضه ورباندې لګولې ده. د تېرې جمعې په ورځ د جرمونو عالمي عدالت (آئي سي سي) د پوټین د ګرفتارۍ وارنټ جاري کړ او هغه یې تورن کړ چې د یرغل په مهال د اوکرایني ماشومانو په اغواکولو کې په ذاتي توګه ذمه وار دی. یاده دې وي چې صدر پوټین، کریمیه ته د خپل سفر په مهال یو آرټ سنټر او د ماشومانو یو سنټر ته هم ولاړلو. په ورته وخت کې د برطانیې دفاع وزیر د اتوار/یکشنبې په ورځ پخپل روزانه استخباراتي رپوټ کې وویل، د روسانو له اړخه د اوکراین د زاپورېژیا اوبلاست صوبې د مرکز بدلول او میلیټوپول یې مرکز ګرځول، دا څرګندوي چې روسي عسکر به په نږدې آینده کې د اهمو اهدافو د نیولو خیال ونکړي. روس چارواکو د مارچ په درېیمه نېټه د یو حکم اعلان وکړ چې تر څو روسان د زاپورېژیا ښار باندې ولقه لګوي، نو مېلیټوپول دې د زاپورېژیا اوبلاست عرضي مرکز وي. زاپورېژیا د جګړې د اوسني محاذ نه قریب پنځه دېرش کلومټره لېرې پروت دی او په دې جګړې کې تر اوسه هېڅکله روسانو ندی قبضه کړی. پوټین په تېر سپټمبر میاشت کې د اوکراین څلور صوبې چې زاپورېژیا اوبلاست هم په کې شاملیږي، د روس هېواد د خاورې برخې وګرځولې.

19.03.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

19.03.2023 امریکا غږ

په بلوچستان صوبه کې بارانونو لس تنه مړه کړي - په ژوب کې اوبو وړی يو تن لا هم ورک دی

بلوچستان  -   د لېويز چارواکو په وينا، د خالي/شنبې په ورځ د بلوچستان صوبې د اواران سیمې په تحصیل جهاو کې په ګاډي کې سپاره 8 تنه اوبو وړي دي.   د لېویز د چارواکو په خبره، په پېښه کې مړه شوي اته واړه کسان د يوې کورنۍ و چې ماشومان هم په کې شامل دي. وايي د باران له اورېدو سره په ياده سيمه کې خوړ راغلی چې د اغېزمنې کورنۍ موټر په خړو اوبو ګډ شوی او په کې سپاره اته کسان يې له ځانه سره وړي دي. وروسته د دې کسانو جسدونه په بېلا بېلو سيمو کې موندل شوي او کورنۍ ته يې سپارل شوي دي. د ضلع ژوب د لېويز چارواکو په وينا، دوه ورځې وړاندې د جمعې په وﺭځ د ژوب دېره ګۍ سيمه ته نېږدې د باران اوبو دوه تنه وړي چې د يوه مړی يې موندل شوی او د مسعود خان په نامه  پنځلس کلن ځوان لا هم ورک دی چې د موندنې عمليات يې روان دي. د چاﺭواکو په وينا چې يادو کسانو هلته غواوې او مېږې پوولې چې د باﺭان اوبو یووړل. د بلوچستان وزیراعلی میرعبدالقدوس بزنجو په اواران کې د مړه شوو له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې ده. هغه د اوران چارواکو ته امر کړی چې له اغېزمنې کورنۍ سره دې هر ډول  مرسته وشي او د بارانونو له کبله بندې لارې دې  د خلګو د تګ راتګ لپاره خلاصې وساتلی شي. د یو بل خبر ترمخه، چارواکي وایي چې تازه شوې ږلۍ د صوبې په پښتني سيمو کې کښت و کروندو ته په لويه کچه زيان رسولی چې حکومت يې په تفصيل راټولول وبوخت دی. د افتونو پر وخت مرستندويه صوبايي ادارې - پي ډي ايم اې - رپورټ دی چې د جمعې او خالي/شنبې په ورځ د بلوچستان د سرښار کوئټې په شمول په بېلا بېلو پشتون او بلوڅ مېشتو سیمو - اواران، کېچ، ګوادر، ژوب، مسلم باغ، قلعه سیف الله، کاڼ مهترزي او زیارت - کې طوفاني بارانونه شوي او په زياتره  پښتني سيمو کې ږلۍ د خلکو کښت کروندو ته زيات زيان رسولی دی. د ادارې د چارواکي مقبول جعفر په وينا په زيارت، سنځاوی، مسلم باغ، قلعه سيف الله ، خضدار، اواران او ځينې نورو سيمو کې ږلې شوې ده. هغه وايي د غنمو کښتونو، د مڼو يا سېبو د ونو په ګډون ټولې ګل شوې ونو ته ﺯيات ﺯيان ﺭسېدلی دی، او د دوی اداره د شوي نقصان په اړه  پوره تفصيلي رپورټ جوړوي او له حکومت سره به يې شريکوي. وزیر اعلا قدوس بزنجو د موسمیاتو محکمې او پي ډي ايم اې ته هم امر کړی چې د موسمي حالاتو سره سم دې د سفر کوونکو لپاره لارښوونې او د پوهاوي چارې اعلان کړی شي او د ټولو ضلعو مرستیال کمشنران دې د موسم په اړه خلکو ته خبرتيا ورکوي. د کوټې په سردار بهادرخان پوهنتون کې استاده او چاپېريال پوهه نيلوفر جميل وي او اې ډيوه ته د ټيلي فون د لارې وويل، "د پسرلي يا بهار بارانونه دي، دا له اوله توقع وه چې کېده به. د دې بارانونو ګټه او تاوانونه دواړه وي، خو چې کومه ږلۍ شوې هغې په زياته کچه تاوان ځکه اړولی چې ونو ګلان نيولي و او ږلۍ هغه رژولي. دا د موسمي بدلون يا کلايمنټ چېنج برخه ده، خو زموږ د خلکو او حکومت پدې اړه کوم تياري نشته ځکه هم زيات تاوانونه کېږي". د پي ډي ايم اې رپورټ دی چې په بلوچستان کې د کال 2022 م په جون، جولايي او اګست په مياشتو کې د پشکال يا د وسې بارانونو او سېلابونو له کبله د ايالت 34 ضلعې اغېزمنې شوي دي.  رپورټ زیاتوي چې په  ايالت کې له  60 زره څخه  زيات کورونه په نيمايي او په پشپړه توګه نړېدلي دي، چې بيا رغونه يې پينځه سوه اربه روپۍ لګښت غواړي. پاکستان د سېلاب ځپلو او بيا رغونې لپاره له نړۍ څخه د مالي مرستو د غوښتنې غونډه د اقوام متحده په مرسته روان کال د جنورۍ کې کړې وه چې په کې تر څلوېښتو زیات ملکونو نمايندګانو ګډون کړی وو. د یادې غونډې پس د پاکستان وزيراعظم ميا محمد شهباز شريف ويلي وو د جنېوا په غونډه کې د9.7 ډالرو مرستو ژمنې ورسره شوې چې هم دغو پیسو به بيا د سېلاب ځپلو د بحالۍ کارونو باندې ولګول شي. خو د زياترو سيمو اغېزمن لا هم له حکومته ګله من دې چې مرستې ورسره ندي شوې.

19.03.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more