شاته

د اسټرالیا یو پخوانی سرتیری افغانستان کې د جنګي جنایت په تور نیول شوی

د اسټرالیا د وسله والو ځواکونو یو پخوانی سرتیری دوشنبه مارچ ۲۰ (کب ۲۹) پدې تور ونیول شو چې په افغانستان کې د دندې پر مهال یې یو افغان ویشتلی او وژلی دی.

د اسټرالیا فدرالي پولیسو ویلي چې نیول شوی پخوانی سرتیری ۴۱ کلن دی او ټاکل شوې چې په جنګي جنایت به تورن شي. که جرم یې ثابت شي او مجرم وپیژندل شي، د ابدي حبس سزا سره مخ کیدی شي.


د اسټرالیا دولتي مطبوعاتو کې ویل شوي پدې سرتیري تور دی چې په ۲۰۱۲ کال کې د ارزګان په ولایت کې دا افغان په ډزو ویشتلی او وژلی و.

دا پخوانی سرتیری داسې مهال نیول کیږي چې دوه کاله وړاندې د اسټرالیا دفاع وزارت لخوا په پیل شویو پلټونو کې معلومه شوه چې د دې هیواد ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د دندې پر مهال ۳۹ عام افغانان او زندانیان په "غیر قانوني" توګه وژلي دي.

ټاکل شوې چې نیول شوی پخوانی سرتیری په سمیه ایز وخت دوشنبه د نیو سوت ویلز په ولایت کې محکمې ته وړاندې شي.


دغه پلټنې چې په ۲۰۲۰ کال کې پیل شوي، پکې ادعا شوې چې اسټرالیایي ځواکونو افغانان په ډله ایزه توګه وژلي، د افغانانو د وژلو پر سر یې سیالۍ کړي او هغوي یې شکنجه کړیدي.

تحقیق کوونکو پولیسو ته امر کړی چې ددې ادعاوو په هکله ۱۹ کسانو څخه پوښتنې ګرویګنې وشي.

پولیسو همدارنګه ویلي چې دا پخوانی سرتیری په افغانستان کې د اسټرالیایي ځواکونو لخوا د جنګي جنایاتو د ادعاوو په هکله د تحقیقاتو پر اساس نیول شوی چې دې ځواکونو د ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۶ کاله پورې کړیدي.

استرالیا په تیرو دوو لسیزو کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په ضد د امریکا او ناټو د ماموریت په چوکاټ کې افغانستان ته ۳۹ زره سرتیري استولي وو. دغه ماموریت دې هیواد ته د میلیاردونو ډالرو په لګښت او ۴۱ سرتیرو په له لاسه ورکولو تمام شو.

په ۲۰۰۹ کال کې استرالیا په افغانستان کې ۱۵۵۰ سرتیري درلودل، که څه هم چې په ۲۰۱۳ کال یې د خپلو محاربوي سرتیرو په ایستلو سره په افغانستان کې پوځي حضور راکم شو، خو جګړې دې هیواد ته مالي او ځاني تاوانونه ورسول او په هیواد کې دننه یې سیاسي مخالفتونه پیدا کړل.

د استرالیا د دفاع وزارت د پراخو پلټنو وروسته اعلان وکړ چې ۱۹ پخواني پوځي منسوبین یې په افغانستان کې د ۳۹ بندیانو او ملکي افغانانو د وژنې په وجه محاکمه کیږي. دغه وژنې په ۲۳ ځانګړو پیښو کې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ شوي دي.

د بشري حقونو د دفاع ډلو او د استرالیا د پخوانیو پوځیانو ډلو پر حکومت فشار راوړی چې د هغو سرتیرو ترمنځ د ځان وژنې د لوړو پیښو په اړه رسمي پلټنې وکړي چې په افغانستان کې یې ماموریت کړی.

د استرالیا پوځ او پولیس همداشان په فعاله توګه هغه تورونه پلټي چې ددې هیواد ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي دي.