پوټین په یو ناڅاپي سفر د اوکراین قبضه شوي ښار ماریوپول ته تللی دی
واشنګټن - د روس سرکاري خبري ادارې (تاس) نن د اتوار/یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې ولادیمیر پوټین په یو ناڅاپی سفر اوکراین کې د روس د قبضې لاندې ماریوپول ښار ته تللی دی. خبر زیاتوي چې دا غیراعلانیه سفر، د خالي ورځې په ماښام شوی دی.
حکومتي رسنۍ یوه وېډیو هم جاري کړې ده چې په کې د روس صدر ولاډیمیر پوټین د ماښام د طرف نه په سړکونو باندې پخپله ګاډی چلوي، ځینو خلکو سره خبرې کوي، او بیا د ځینو ودانیو لیدو ته ځي.
پوټین پرون د خالي/شنبې په ورځ د کریمیه جزیره نما ته تللی و چې روس سره د هغې سیمې د یوځای کېدو نهمه کلیزه ولمانځي. روس کریمیه اوس خپله خاوره ګڼي، خو په نړېواله کچه هغه د اوکراین سیمه بلل کیږي.
د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي مطالبه کړې ده چې روس دې هم د کریمیه جزیره نما څخه او هم د ټولو هغو سیمو څخه ووځي کوم چې په څه باندې یو کال پوځي یرغل کې یې قبضه ورباندې لګولې ده.
د تېرې جمعې په ورځ د جرمونو عالمي عدالت (آئي سي سي) د پوټین د ګرفتارۍ وارنټ جاري کړ او هغه یې تورن کړ چې د یرغل په مهال د اوکرایني ماشومانو په اغواکولو کې په ذاتي توګه ذمه وار دی. یاده دې وي چې صدر پوټین، کریمیه ته د خپل سفر په مهال یو آرټ سنټر او د ماشومانو یو سنټر ته هم ولاړلو.
په ورته وخت کې د برطانیې دفاع وزیر د اتوار/یکشنبې په ورځ پخپل روزانه استخباراتي رپوټ کې وویل، د روسانو له اړخه د اوکراین د زاپورېژیا اوبلاست صوبې د مرکز بدلول او میلیټوپول یې مرکز ګرځول، دا څرګندوي چې روسي عسکر به په نږدې آینده کې د اهمو اهدافو د نیولو خیال ونکړي.
روس چارواکو د مارچ په درېیمه نېټه د یو حکم اعلان وکړ چې تر څو روسان د زاپورېژیا ښار باندې ولقه لګوي، نو مېلیټوپول دې د زاپورېژیا اوبلاست عرضي مرکز وي.
زاپورېژیا د جګړې د اوسني محاذ نه قریب پنځه دېرش کلومټره لېرې پروت دی او په دې جګړې کې تر اوسه هېڅکله روسانو ندی قبضه کړی.
پوټین په تېر سپټمبر میاشت کې د اوکراین څلور صوبې چې زاپورېژیا اوبلاست هم په کې شاملیږي، د روس هېواد د خاورې برخې وګرځولې.