ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د انرژۍ د محصول زیاتیدل؛ له اروپا څخه د کاروبارونو د وتلو په اړه خبرداری 

اروپايي شرکتونو د دوشنبې په ورځ مارچ ۱۳ (کب ۲۲) خبرداری ورکړ چې اروپايي ټولنه باید سمدستي د انرژۍ مصرف راکم کړي او مقررات اسانه کړي، که نه نو شرکتونه به د دې اتحادیې غړي هیوادونه پریږدي. 

13.03.2023 امریکا غږ

په کندهار کې د ظاهرشاهي کانال د پاک کارۍ چارې پيل شوي

د کندهار د ظاهرشاهي کانال د پاک کارۍ چارې پيل شوي. دغه کانال چې اتیا کیلومتره اوږدوالی لري د کندهار ښار په ګډون د اوو زراعتي ولسوالیو ۱۵۰ زره جریبه ځمکه او باغونه خړوبوي. د ارغنداب سندیزي حوزې ریاست مسوولان وايي، د دې کانال پاک کارۍ ته ۳۰ میلیونه افغانۍ ځانګړي شوي او د پسرلي تر پایه به يې د پاک کارۍ چارې بشپړې شي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

13.03.2023 ازادي راډیو

لکي مروت او ټانک کې په دوه بريدونو کې دوه پوليس وژل شوي، څلور ژوبل

د خېبر پښتونخوا په لکي مروت او ټانک ضلعو کې د کور شمېرنې او سرشمېرنې د مامورینو په ساتونکو پولیسو ترهګرو بيل بيل بریدونه کړي چې پکې دوه پولیس عسکر وژل شوي اوڅلور نور ژوبل شوي دي. بل لور ته د ډېره اسماعیل خان پولیسو په استخباراتي عملیاتو کې د یوه مهم وسله وال د وژلو دعوه کړې ده.

13.03.2023 ډیوه

کراچۍ: سي ټي ډي دعوه کړې د پوليس په دفتر د بريد پلان جوړوونکي د ټي ټي پي دوه ترهګر یې وژلي

د پاکستان د غټ صنعتي ښار کراچۍ د سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې چې د منګهوپير په علاقه کې د ترهګرو کراچۍ ته راتګ په مهال عمليات کړي او نښته کې یې دوه ترهګر وژلي او دوه یې نيولي څوک چې د 17م فرورۍ د کراچۍ په پوليس دفتر د برید پلان جوړوونکي وو، او د دوی ټولو تعلق د تحریک طالبان پاکستان سره دی.

13.03.2023 ډیوه

ملګري ملتونه او روسیه د اوکرایین د غلو دانو د صادراتو په تړون خبرې کوي

ملګرو ملتونو او روسیې د دوشنبې په ورځ مارچ ۱۳ (کب ۲۲) د اوکرائین د غلو د صادراتو د تړون د نوي کولو په اړه خبرې اترې پیل کړې؛ هغه تړون چې د نړیوال خوراکي بحران په کمولو کې چې د مسکو لخوا په ګاونډي هیواد باندې د برید له امله رامینځته شوی مرسته کړې.

13.03.2023 امریکا غږ

بریتانیا کې زرګونو ډاکټرانو اعتراض کړی؛ معاش زیاتېدل غواړي 

په بریتانیا کې زرګونو ډاکټرانو او د روغتیايي برخې کار کوونکو د معاشونو د کموالي په ضد اعتراض کړی او ټاکل شوې چې له دوی سره به ښوونکي، د اورګاډو چلوونکي او نور ملکي مامورین هم په اعتراض کې ورګډ شي. 

13.03.2023 امریکا غږ

د امن نوبل انعام ګټونکي ملاله یوسفزۍ د اکېډمي اوارډز په دستوره کې شرکت وکړو

ملاله د سټرېنجر اېټ د ګېټ یا په دروازه اجنبي نومې د فلم پروډیوسره هم ده. هغه وویل د هغې لباس د امن، محبت او د هم اهنګۍ نمایندګي کوي.

13.03.2023 ډیوه

ایران وايي د حکومت ضد ۲۲زره نیول شوي‌ مظاهره کوونکي یې بخښلي دي 

د ایرن د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې د ایران د قضائیه قوې مشر غلام حسین محسني اژه‌یی د دوشنبې په ورځ وویل چې د ایران قضايي چارواکو ۲۲ زره هغه کسان بخښلي چې د حکومت ضد مظاهرو کې یې برخه اخیستې وه.

13.03.2023 امریکا غږ

د بلوچستان په کاڼ مهترزی سیمه کې زياتره ماشومان په جوماتونو او ديني مدرسو کې ويکسين کېږي

 کاڼ د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې نه سل کلومېټره په ختیخ پر لويه لاره پرته سيمه ده. کاڼ مهترزۍ د بلوچستان تر ټولو يخه سيمه ګڼل کېږي

13.03.2023 ډیوه

پاکستان له افغانستان سره د کرکت سیالیو ته لوبغاړي‌اعلان کړل؛ مهم لوبغاړي یې نشته

د پاکستان کرکټ بورډ نن دوشنبه مارچ ۱۳ (کب ۲۲) له افغانستان سره د دریو ۲۰ اورویزو سیالیو لپاره د ۱۷ لوبغاړو نومونه اعلان کړل.

13.03.2023 امریکا غږ

داعش په مزار شریف کې د بم حملې ذمه واري ومنله

په افغانستان طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس داعش د ګڼ شمېر خونړیو حملې مسولیت منلی دی. او طالبان وايي داعش خلاف يې د کابل په شمول د ملک په مختلفو برخو کې عملیات کړي، د ډلې یو شمېر وسله وال يې وژلي او نیولي دي

13.03.2023 ډیوه

د بخښنې نړيوال سازمان: طالبانو د افغان نجونو او مېرمنو هيلې وژلي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، طالبانو په افغان نجونو او ښځو لګول شویو بندیزونو سره د دوی هیلې وژلي دي. د دې سازمان د سویلي اسیا څانګې نن سهار په خپله ټویټرپاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې، په‌کې یې د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو په بندیز تمرکز کړی دی. د بخښنې نړیوال سازمان لیکي، د نجونو او ښځو تعلیم یو مهم فکټور دی او هغه ټولنه چې په‌کې نجونې او ښځې له زده‌کړو محرومېږي، زیانمنيږي. د بخښنې نړیوال سازمان زیاتوي، په افغانستان کې په تېرو ۲۰ کلونو کې ۳،۵ میلیونه نجونې وتوانېدې چې ښوونځیو کې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي او دوی هیله لرله چې یوه ورځ به ډاکټرانې، ساینس‌پوهانې، خبریالانې او نورو برخو کې ماهرانې شي؛ خو د دې سازمان له قوله، اوس د طالبانو له‌خوا په افغان نجونو او ښځو د لګېدلو بندیزونو له امله هر څه بدل شوي دي. د بشري حقونو دا ملاتړې اداره وايي، د طالبانو له‌خوا له شپږم ټولګي پورته نجونې له تعلیم منع شوي او په داسې حال کې چې په ملي او نړیواله کچه یې دا عمل غندل شوی، خو بیا یې هم دا پرېکړه نه‌ده بدله کړې. د بخښنې نړیوال سازمان له ټولو غواړي چې د افغان نجونو او ښځو ملاتړ او پر طالبانو غږ وکړي چې نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي. ۵۳۹ ورځې وړاندې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او نږدې ۴ میاشتې وړاندې د هغوی پوهنتونونه وتړل، خو د بندیز په اړه یې یو روښانه او معقوله دلیل لا هم نه‌دی وړاندې کړی او یوازې دومره وايي چې تر امر ثاني او د طرحې جوړېدو پورې به بند وي. خو هغه نجونې چې د طالبانو بندیزونو له زده‌کړو راګرځولي وايي، نور زغم نه‌لري. په ننګرهار کې یوه متعلمه چې یوولسم ټولګي کې ده، اوس د طالبانو له‌خوا ښوونځي ته له تلو منع شوې او نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم راپور خپور شي، په نجونو او ښځو د طالبانو لګول شوي بندیزونو ته په اشارې وايي: "نه‌شو کولای بې له محرمه چېرته ولاړ شو، د درس ویلو او کار کولو زمینه موږ ته مساعده نه‌ده. که چېرته یوه ښځه له کوره ووځي او محرم ورسره نه وي، له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي." په کابل کې یوه بله نجلۍ چې دا هم د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم یې راپور کې زیاد شي، د طالبانو له‌خوا د لګېدلو بندیزونو دوام ته اندېښمنه ده. دا نجلۍ وايي: "هغه خوشحالي چې کلونه وړاندې مو درلوده، اوس یې نه‌لرو. که دا وضعیت دوام پیدا کړي، زه ډاډه یم چې د افغانستان ټولې نجونې صفر حالت ته ځي، نه یوازې نجونې، بلکې د یوه ملت هیلې به له‌منځه ولاړې شي." همدا اندېښنه د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړیوال پروګرام هم نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي. دې ادارې ویلي، په افغانستان کې ښځې او نجونې د بشري او اقتصادي بحرانونو او پر دوی د لګېدلو بندیزونو له امله سختې ځپل شوي دي. خو طالبان په افغان نجونو او ښځو لګول شویو بندیزونو سره سره وايي، دوی ته یې ټول حقوق ورکړي، خو ښکاره طالبانو په افغان نجونو او ښځو له بندیزونو پرته د دوی د پرمختګ او هوساینې لپاره کوم کا‌ر نه‌دی کړی.

13.03.2023 ازادي راډیو

پاکستان د افغان کرکټ لوبډلې سره سياليو دپاره لوبډله اعلان کړه

د پاکستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ لوبډلې سره د سياليو دپاره خپله لوبډله اعلان کړه او ویې ويل چې د روانې مارچ د میاشتې د م24 نه تر 27م نېټې پورې به په شارجه کې د دواړو لوبډلو ترمنځ درې ټي ټوينټي يا شل اووريزې درې سيالۍ کوي.

13.03.2023 ډیوه

باميان کې يو شمېر ځوانانو له زده‌کړو د بې‌برخو نجونو لپاره کتابتون جوړ کړی

يو شمېر ځوانانو او فرهنګيانو د باميانو ولايت په يکاولنګ کې ( کاتب فرهنګي کتابتون) جوړ کړی دی. د دغه کتابتون مسوولين وايي، شاوخوا څلور مياشتې وړاندې دوی د ټولنيزو شبکو له لارې د کتابونو د راټولولو کمپاين پيل کړى و، چې په ترڅ کې یې د ادبياتو، فلسفې او د ماشومانو لپاره د ځانګړو کتابونو په ګډون دوه زره ټوکه کتابونه راټول کړل. د دغه کتابتون یوې مسوولې نسیمې بېکزاد ازادي راډیو ته وویل: "د دې کتابتون په جوړولو کې کومې مرستندویه مؤسسې یا هم کوم بنسټ مرسته نه‌ده کړې، دا کتابونه چې موږ د کاتب کتابتون لپاره راټول کړی دي، د لوستو او روڼ انده خلکو ډالۍ ده، غوښتنه مو له خلکو، ټولنې او مرستندویه مؤسسو څخه دا ده چې د کتابونو او د ساتنې د ځای په برابرولو کې له موږ سره مرسته وکړي." د دغه کتابتون يو بل مسوول عطاء محمد وايي، د ياد کتابتون له جوړولو د دوی موخه د هغو نجونو د پوهاوي کچه لوړول دي، چې له زده‌کړو بې برخې دي. نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "کاتب فرهنګي کتابتون ته د ډېر شمېر نجونو راتګ دا ښېي چې یاد کتابتون هغو نجونو ته د هیلو دريڅه ده، چې په هېواد کې د وروستي سیاسي بدلون له وجې له زده‌کړو پاتې دي، د دې کتابتون د جوړولو موخه د لوست او مطالعې د فرهنګ غښتلي کول دي په تېره د هغو نجونو پوهه لوړول غواړو چې ښوونځي یې پر مخ تړل شوي." د باميانو ولايت د یکاولنګ ولسوالۍ اوسېدونکې کتايون حسين زاده چې هره ورځ دغه کتابتون ته د لوستلو لپاره ورځي وايي، په اوسنيو شرايطو کې د دا شان يو ځاى جوړول د نجونو لپاره ښه زېری دی. اغلې حسين زاده وايي: "دا کتابتون زموږ لپاره ډېر ګټور دی، ځکه طالبانو زموږ پر مخ ټول تعلیمي مرکزونه تړلي، اوس ښوونځي او پوهنتونونه بند دي، یوازینی ځای چې موږ خپله وده او پرمختګ په‌کې وینو، هغه کتابتون دی او له همدې امله ډېره خوښه یم." د بامیان د یکاولنګ یوې بلې اوسېدونکې ګل‌چمن ازادي راډيو ته وویل، که څه هم په دغه کتابتون کې کتابونه کم دي، خو په خبره یې خوښه ده، چې د مطالعې لپاره یې ځای موندلی دی. نوموړې وايي: "موږ د یکاولنګ خلک تعلیمي اسانتیاو ته لاس‌رسی نه‌لرو، د دې کتابتون جوړول زموږ لپاره ډېر ښه او ګټور کار دی، موږ د دې کتابتون له جوړېدو څخه ډېر خوښ یو، که څه هم ډېر کتابونه نه‌لري، خو ښايي په راتلونکي کې زیات شي." د کاتب فرهنګي کتابتون مسوولین وايي، په دغه کتابتون کې نه یوازې نجونې او ښځې بلکې هلکان او ماشومان هم کولای شي چې کتابونه ولولي. د ياد کتابتون د مسوولینو د معلوماتو له‌مخې، له دغه کتابتون له جوړېدو راهیسې چې د کب په څوارلسمه جوړ شوی دی، ۴۰۰ کسانو ورنه لیدنه کړې ده. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو له بنديز وروسته، په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د ښځو لپاره څو ځانګړي کتابتونونه جوړ شوي دي. له دغو کتابتونونو څخه دوه په کابل او یو په بامیانو کې د کاج ښوونیزمرکز په بريد کې د قربانیانو په یاد جوړ شول، په هغه برېد کې چې د میزان میاشتې په اتمه نېټه وشو، ۵۳ کسان په‌کې وژل شول او ۱۱۰ نور ټپیان شول. د کتابتونونو د جوړولو هڅې په ځانګړي ډول د ښځو لپاره په داسې حال کې زیاتې شوي، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه واک ته له بیاځلي رسېدو وروسته د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي وتړل او په ښځو او نجونو د محدودیتونو د لګولو په دوام یې دوی د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په وروستیو کې پوهنتونونو ته له تګ هم راوګرځولې.

13.03.2023 ازادي راډیو

اوچا: افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیون کسان له سختې لوږې سره مخامخ دي

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې اوس مهال، په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیون کسان له سختې لوږې سره مخ دي چې له دې جملې څخه شپږ میلیون کسان له قحطۍ څخه یو ګام شاته ژوند کوي.

13.03.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more