ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د صوابۍ د ښځو پوهنتون کې د زدکړو تر لاسه کولو دپاره د عمر حد ختم کړی شوی دی

د خېبرپښتونخوا په صوابۍ ضلع کې د ښځو د پوهنتون مشره وايي پرېکړه یې کړې چې په پوهنتون کې د هر عمر جينۍ، ښځه کولی شي چې داخله واخلي او زده کړې وکړي د زده کړو دپاره یې د عمر ټاکلی حد ختم کړی دی. تعلیم پوهان او د پاکستان د لوړو زده کړو کمېشن هم دغه پرېکړه ستايي.

01.03.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

01.03.2023 امریکا غږ

ځانګړې مرکه

د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.

01.03.2023 امریکا غږ

د مرکزي اېشیا د دورې په بل پړاو د امریکې خارجه وزیر ازبکستان ته رسېدلی

بلېنکن چین ته خبرداری وکړو چې روس ته دې مهلک هتیار نه ورکوي. هغه وویل امریکا داسې معلومات لري چې چین غور کوي چې روس ته مهلک وسله ورکړي

01.03.2023 ډیوه

د متحده ایالاتو کانګرس د امریکا او چین د سیالۍ په اړه څېړنه پیل کړه

د امریکا د کانګرس غړو د سه شنبې په شپه فبروري ۲۸ (کب نهمه) د امریکا او چین ترمنځ د سټراټیژیکې سیالۍ په هکله پراخه دوه کلنه څېړنه پیل کړه. دوی په چین کې د بشري حقونو د فعالانو او د امریکا د ملي امنیت د پخوانیو مشاورینو نظریات واورېدل.

01.03.2023 امریکا غږ

د امریکې د کانګرس کمېټۍ چین سره د مقابلې په اړه تحقیقات شورو کړل

چین د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکايي کمېټۍ مخالفت وکړو او ويې وېل امریکا باید د سوړ جنګ بې فایدې ذهنیت وغورځوي

01.03.2023 ډیوه

څيړونکي: پاکستان کې تېل د لنډې مودې لپاره ارزان شوي

په پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي حکومت چې د پټرولو او ځينې نورو تېلو د بيو کمولو اعلان کړی دا "موقتي يا عارضي دی" په څو ورځو کې به تېل نور ډېر ګران شي. د دوی په خبره اوس چې تېل ارزان شوي څو علتونه يې دي.

01.03.2023 ډیوه

په یونان کې د مسافرو او سامان وړونکی رېل ګاډي جنګېدلي، لږ تر لږه 36 تنه مړه او په لسګونو نور ټپیان شوي دي

واشنګټن ــــ په یونان کې یو د مسافرو او بل سامان وړونکی رېل ګاډی سره جنګېدلي دي چې له کبله یې لږ تر لږه 36 تنه مړه شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي. دا په دې هېواد کې د ټرېنونو تر ټولو بده پېښه ګڼل کېږي. د یونان چارواکي وایي پیښه هغه وخت شوې چې مسافر وړونکی ټرېن له یوه ټونله را ښکاره شو او ډبې یې له پټلۍ وغورځېدې، کړکۍ یې ماتې شوې او اور پرې بل شو. رویټرز خبري ایجنسۍ د چارواکو له خولې وایي، 66 ټپیان روغتون ته د علاج لپاره وړل شوي چې وایي په هغوی کې شپږ د ځانګړې پاملرنې په څانګه کې ساتل شوي دي. د لاریسا په نوم روغتون د بیړنۍ څانګې مشر اپوسټولوس کومنوس وایي په پېښه کې اکثر مړه شوي کسان ځوانان دي چې عمرونه یې د 20 کلونو په شاوخوا کې وو. یو 28 کلن مسافر سټریګیوس مینینس چې تر پېښې سمدستي وروسته یې د ټرېن تر کړکۍ بهر ټوپ کړي او ځان یې د مرګ له خولې بچ کړی، رویټرز ته په روغتون کې ویلي: "هلته د ویرې حالت وو، اور ډېر تېز وو، کله چې موږ د شا په خوا روان وو موږ د اور په لمبو سوځېدو ځکه چې اور ښي او کیڼ دواړو اړخونو ته وو". د هیلینیک ټرېن د معلوماتو له مخې په مسافر وړونکي رېل ګاډي کې 342 مسافر او 10 تنه عمله سپاره وه او په بار وړونکي رېل ګاډي کې یواځې دوه د عملې کسان سپاره وو. د تیسالي ګورنر کونستانتینوس اګورستوس یو ځایي ټیلیویژن ته ویلي چې د مسافر وړونکي رېل ګاډي څلور ډبې یا بوګۍ تر پېښې وروسته له پټلۍ غورځېدلې دي چې وایي له کبله یې په لومړیو دوو ډبو کې اور لګېدلی او په بشپړه توګه تباه شوې دي. د یونان حکومت د چارشنبې- شورو له ورځې تر جمعې پورې درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی چې په دې مهال به د پېښې قربانیانو ته د درناوي لپاره د دې هېواد بیرغونه نیم ځوړند وي. د انفراسټرکچر او ټرانسپورټ وزیر کوستاس کارمانلیس خبریالانو ته ویلي، "موږ ته لا هم په پېښه کې د مړو شویو کسانو کره شمیر نه دی معلوم، موږ به په پوره شفافیت سره پلټنه وکړو چې د پېښې سبب څه وو". د پولیسو یوه چارواکي ویلي په لاریسا ښار کې یې د رېل ګاډو د سټېشن مشر نیولی دی او وایي د هیلینیک ټرېن د یو استازي په ګډون یې لږ تر لږه له درو عیني شاهدانو د پېښې د علت په اړه پوښتنې ګروېږنې کړې دي. د یونان ولسمشرې کېترینا ساکیلاروپولو د مولدووا سفر لنډ کړ او یونان ته ستنه شوې ده. هغې یوې خبري غونډې ته ویلي، "اوس هم د خلکو د ژغورنې چارې روانې دي او له هغو کسانو سره مرسته کوي چې د مرګ په دې ریل کې بند پاته دي". د اور وژنې د ادارې ویاند وایي دوی د تیارې له کبله د اور په وژلو کې ستونځې سره مخ وو او وایي کېدای شي د مړو شمېر زیات شي.

01.03.2023 ډیوه

طالبانو د سړو سیمو ذکور محصلینو درسونو پیلېدو نېټه اعلان کړه

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزرات وايي، ټاکل شوې د افغانستان سړو سیمو دولتي پوهنتونونو ذکور محصیلینو درسونه د روان کال د کب میاشتې پر ۱۵ مه نېټه پیل شي.

01.03.2023 امریکا غږ

سپريم کورټ په خېبرپښتونخوا او پنجاب کې په 90 ورځو کې د انتخاباتو کولو حکم کړی

د پاکستان سپريم کورټ په خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبو کې په 90 ورځو کې د انتخاباتو کولو حکم کړی دی. د سپريم کورټ چيف جسټس عمر عطا بندیال نن د شورو/چهارشنبې په ورځ [لومړي] مارچ د انتخاباتو په اړوند په از خود نوټس فېصله اورولې ده.

01.03.2023 ډیوه

طالبان: په ایټالیا کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې شاوخوا ۸۰ افغان کډوال مړه شوي

د ایټالیا په جنوبي ساحل کې د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو تر پیښې درې وروځې وروسته، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو  وزارت وايي، په دغه پېښه کې شاوخوا ۸۰ تنو افغانانو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

01.03.2023 امریکا غږ

ازادي راډيويي مجله؛ د پوهاند احمدشاه زغم ژوند ته کتنه

د کابل پوهنتون د استاد ارواښاد پوهاند احمدشاه زغم پر ژوند مفصل راپور، کندهار کې د احمدشاه بابا تاريخي کور په کوم وضعيت کې دی؟ حال يې درکوو. دغه راز په دې خپرونه کې درته له غزني د سانګې د لوبو په اړه راپور او يو شمېر نور مطالب هم لرو. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

01.03.2023 ازادي راډیو

ارزګان کې ۸۰سلنه د کورونو پېر او پلور پرته له اسنادو کېږي

ارزګان کې د معاملاتو د راهنما ټولنه وايي، دغه ولايت کې د کورونو پېر او پلور ۸۰سلنه پرته له اسنادو ترسره کېږي. د يادې ټولنې مسؤلينو ازادي راډيو ته وويل، د کورونو د پېر او پلور ډېری معاملې پرته له قانوني پروسېجر ترسره کېږي چې دا کار راتلونکي کې له ډېرو ستونزو او جنجالونو سره مخ کېدی شي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

01.03.2023 ازادي راډیو

په جرم اعتراف او یا د طالبانو له خوا په سیستماتیک ډول د ټولنیزو رسنیو ځپل؟

د طالبانو استخباراتو په دې وروستیو کې د دوو کسانو داسې ویډیو خپره کړې چې ظاهرا هغوی پکې د طالبانو پر ضد په تبلیغاتو، پاڅون ته د خلکو په هڅولو او د فحشا په دودولو اعتراف کوي.

01.03.2023 امریکا غږ

دپاکستان دهاکۍ ښځینه لوبغاړې شاهده رضا یورپ ته د اوښتو هڅه کې خپل ژوند د اټلي سمندر کې بایللی

داټلي په سمندر کې دکشتۍ د ډوبېدو پېښه دپاکستان دهاکۍ دښځینه لوبډلې دیوې مهمې لوبغاړې شاهده رضا دمړینې پخلی هم شوی دی. دپاکستان دبلوچستان ایالت دسرښار کوټې دهزاره ټولنې سره تعلق لرونکې 27 شاهده دیو ماشوم مور وه اؤ غوښتل یې د روښانه مستقبل لپاره اروپا ته واوړي خو دکشتۍ په ډوبېدو دهغې دغه خوب تعبیر ونه موندو. دایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د رپورټ له مخې میرمن رضا د لوبو په نړۍ کې د چنټو په نوم پیژندګلي لرله اؤ دهغه دپاکستان دښځو دهاکۍ دلوبډلې یوه تکړه لوبغاړې وه چې دپاکستان د ریلوی محکمې له لوري یې هم دهاکۍ سیالیو کې برخه اخسته. ټریبیون ورځپاڼه وایي چې هغه د فټبال دلوبې هم یوه تکړه لوبعاړې وه اؤ دښځو دفټبال سیالیو کې یې دبلوچستان یونایټيډ لوبډلې استازیتوب کولو. شاهده رضا دیو ښه مستقبل  په لټون کې دترکي نه اټلي ته تلونکې هغه کشتۍ کې سوره وه چې په 26مه فرورۍ داټلي په جنوبي سیمه کروټون کې دیو سمندري ګټ سره دټکر کیدو له امله چپه شوه . د رپوټونو له مخې تقریباً دوه سوه کسان په دغه کښتۍ کې سپاره وو او ډوب شوي وو چې اتیا پکې افغانان اؤ دوه پکې پاکستانیان هم مړه شوي دي. رپورټونه وایي په دغه کشتۍ کې نزدې 20 پاکستانیان ناست وؤ چې هغوئ کې د زیاترو تعلق دپنجاب ګجرات سیمې سره ښودل شوی دی. ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه وایي شاهده رضا دپیو د یوې وړې ماشومې مور خو ددغه پېښې په مهال هغې سره خپله لور نه وه. په تېرو وختونو کې دګڼ شمیر خونړیو بریدونو سره مخ شوې دکوټې هزاره ټولنې په دې پېښه سخته خواشیني ښودلې اؤ په حکومت یې ټینګار کړی دی چې راتلونکي کې دداسې رقم پېښو مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي . داټلي په سمندر کې ددې کشتۍ دچپه کیدو په پېښه ساحل ساتونکو ځواکونو 80 تنه ژغورلي او د نورو ډوبو شوو کسانو د لټون کار لا روان دی. په دې کشتۍ کې سواره  تقریباً 80 فیصده افغانان وو، شاوخوا 20 پاکستانیان او نور د ایران او سومالیا اوسېدونکي وو. دافغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د نهې- سه شنبې په ورځ په یو بیان کې خواشیني ښکاره کړې چې وایي "د اټلي په سوېلي سمندرګي کې تر شاوخوا 80 تنو پورې" مړه شوي کسان افغانان دي او د دوی له کورنیو سره یې خواخوږي کړې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقار بلخي پر ټویټر لیکلي چې په مړو شویو افغان کډوال کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې له ترکي ایټالیا ته د سمندر له لارې د لرګي په کشتۍ کې روان وو.  بل لوري ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د کشتۍ په پېښه کې په لسګونو پاکستاني وګړي هم ډوب شوي وو چې وایي د دوو کسانو یوې ځوانې ښځې او ځوان سړي مړینه تایید شوې او تر اوسه پورې 17 کسان ژغورل شوي دي. دا په دوو اوونیو کې دویمه لویه پېښه ده چې په لسګونو افغانان پکې مړه شوي دي. د فرورۍ پر 18مه هم په بلغاریا هېواد کې په یوه کنټینر لارۍ کې د یوه ماشوم په ګډون 18 افغانان د لوږې، سالنډۍ او د اکسیجن د نشتوالي‌ له کبله مړه شوي او 34 ژوندي موندل شوي وو. رپوټونو وایي په 2022م کې تر یو لک پینځه زره زیات کډوال ایټلي ته د سمندر له لارې رسېدلي وو چې وایي اکثره یې د افریقې، منځني ختیځ او د جنوبي اېشیا د هېوادونو وو. ایټلي د یورپي اتحاد له نورو هیوادونو غوښتي چې را وړاندې شي او ځینې هغه کډوال ومني چې نه غواړي په ایټلي کې پاته شي او هڅه کوي چې د کار موندلو یا د کورنۍ له غړو سره د یو ځای کېدو لپاره د یورپ نورو هېوادونو ته لاړ شي.

01.03.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more