ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


نړيوال بانک د افغانستان د ګمرکي عوایدو د زیاتیدلو خبر ورکړی

نړيوال بانک د افغانستان د ګمرکي عوایدو زیاتیدلو خبر ورکړی. عین وخت کې د خوړو نړيوال پروګرام ویلي چې په هرو لسو کورنیو کې نهه یي پوره خواړه نلري. د امریکاغږ اشنا د یکشنبې په خبري‌ خپرونه کې نور مهم خبرونه هم ګورئ او اورئ.

03.09.2023 امریکا غږ

د نړیوالو او ګاونډي هیوادونو سره د طالبانو بهرنی سیاست

طالبان دخپلو ګاونډیو سره کومه بهرنۍ پالیسي تعقیب کوي؟ یو داسې حکومت چې د نړیوالو لخوا په رسمیت ندي پیژندل شوی کوم نړیوال مسولیتونه لري؟ ایا د نړیوالو مسولیتونو پوره کولو لپاره طالبان مکلفیت لري؟ ایران او پاکستان دقیقا له طالبانو سره کوم سیاست تعقیب کوي؟ او په پاکستان کې د افغان کډوالو عمده ستونزې څه دي. ولې پدې هیواد کې د افغانانو د ځان وژنې پیښې ډیرې شوي دي؟

03.09.2023 امریکا غږ

مدویډوف: د روسیې پوځ ۲۸۰ زره نوي سرتیري جلب او جذب کړي

د روسيې پخواني ولسمشر او د دغه هېواد د ملي امنيت شورا اوسني رئیس ديميتري مدویډوف ويلي، چې د روان کال له پيل راهيسې د روسيې په پوځ کې ۲۸۰ زره نوي سرتېري جلب او استخدام شوي دي.

03.09.2023 امریکا غږ

ټانک کې د ناامنۍ،ګرانۍ اؤ د بجلۍ د نشتوالي پرضد ولسي احتجاج شوی

د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلعه کې د اتوار/یکشنبې په ورځ د ناامنۍ، ګرانۍ او د بجلۍ د نشتوالي پرضد ولسي احتجاج شوی اؤ  احتجاج کوونکي وايي په ضلعه کې حکومتي واک د نشت برابر دی.

03.09.2023 ډیوه

په سودان کې په یو هوايی برید کې ۲۰ ولسي خلک وژل شوي- فعالان 

د سودان له مرکز خرطوم څخه راپورونه وايي چې په یو هوايي برید کې شاوخوا ۲۰ ولسي خلک وژل شوي دي. 

03.09.2023 امریکا غږ

شمالي کوریا د جعلي 'اټومي برید' په تمرین کې کروز توغندي وازمایل

د شمالي کوریا دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ سپتمبز دریمه (وږي ۱۲) خبر ورکړ چې دې هیواد د شنبې په ورځ د "نقلي تاکتیکي اټومي برید" د تمرین په ترڅ کې په جعلي اټومي کوپړۍ سمبال دوه اوږد واټن ویشتونکي کروز میزایل هم د سمندر پر لور وتوغول.

03.09.2023 امریکا غږ

په خلکو په زوره د دوکانونو بندولو په سر پېښور کې د جماعت اسلامي په مشرانو مقدمه درج کړل شوې ده

د بجلۍ د زیاتو بیلونو پرضد د احتجاج په مهال پېښور کې په تاجرانو په زوره د دوکانونو بندولو په سر د جماعت اسلامي ګوند د پېښور په مشرانو مقدمه درج کړل شوې ده.

03.09.2023 ډیوه

ډبلیو اېف پي: افغانستان کې اکثره ماشومان په تش نس سکولونو ته ځي

د خوراک عالمي پروګرام (ډبلیو اېف پي) وایي په افغانستان کې د هرو لسو تنانو نه نهه تنان یې کافي خوراک نلري او اکثره ماشومان په تش نس سکولونو ته ځي.

03.09.2023 ډیوه

السيس موسسه: په افغانستان کې به د تاریاکو د زېرمو له ختمېدو سره د کوکنارو کښت بیا پيل شي

د زهرو کاروان په دی خپرونه کې به واورئ، چې بریتانیایي السیس موسسې په افغانستان کې د تاریاکو د زېرمو له ختمیدو سره، د کوکنارو کښت د بیا زیاتیدو خبر ورکړی.  په یوه راپور کې به واورئ، چې د نشه یي موادو له زیانونو څخه د کورنۍ پوهاوی څنګه د معتاد له درملنې سره مرسته کوي. یو روغتیایي کارکوونکی په دې اړه معلومات درکوي، چې د معتاد کس معاینات باید څنګه او چیرته ترسره شي؟ د خپرونې په دوام به، په زړه پورې ډرامه هم واورئ. د خپرونې د اوریدو لپاره دا لېنک کېکاږئ:  

03.09.2023 ازادي راډیو

زیر آسمان کبود (تکرار)

زیر آسمان کبود (تکرار)

03.09.2023 ازادي راډیو

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې له هرو لسو کورنیو نهه یې پوره خواړه نلري

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې په افغانستان کې د هرو لسو کورنیو څخه نهه یې د خوړلو لپاره پوره خواړه نلري او اکثره ماشومان دسبانهاري پرته ښوونځیو ته ځي.

03.09.2023 امریکا غږ

تر شنه اسمان لاندې (تکرار)

تر شنه اسمان لاندې (تکرار)

03.09.2023 ازادي راډیو

رپوټونه وایي چې ایران خپل فضایي ځواک کې د روس تربیتي جېټ جهازونه وراضافه کړي دي

د ایران ځایي مطبوعاتو د خالي/شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د هغه ملک فضایي قواوو یوه دسته ترقي یافته روسي تربیتي جېټ جهازونه ترلاسه کړي چې هغې سره به د ایران "د فضایي قواوو تربیتي او جنګي صلاحیت بهتره" شي.

03.09.2023 ډیوه

نړیوال بانک: طالبانو د روان کال پنځه میاشتو کې ۷۶ میلیارده افغانۍ راټولې کړي

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په خپل یو وروستي راپور کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو پنځه میاشتو کې ۷۶ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي چې د عوایدو په راټولیدو کې د تیرکال د همدې مودې پرتله ۸ فیصده زیاتوالی راغلی.

03.09.2023 امریکا غږ

کاکړ: پاکستان کې وسله وال په بریدونو کې د امریکا د پاتې شویو وسلو څخه کار اخلي

د پاکستان سرپرست صدراعظم انورالحق کاکړ وایي وسله والې ډلې چې تقریباً هره ورځ د دې هیواد په بیلا بیلو برخو کې په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي، د هغو نظامي تجهیزاتو څخه کار اخلي چې متحده ایالاتو او متحدینو یې په افغانستان کې پریښي دي.

03.09.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more