شاته

نړیوال بانک: طالبانو د روان کال پنځه میاشتو کې ۷۶ میلیارده افغانۍ راټولې کړي

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په خپل یو وروستي راپور کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د روان ۲۰۲۳ مالي کال په لومړیو پنځه میاشتو کې ۷۶ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي چې د عوایدو په راټولیدو کې د تیرکال د همدې مودې پرتله ۸ فیصده زیاتوالی راغلی.

دغه بانک د افغانستان په اړه د اګست د میاشتې په خپل راپور کې ویلي، چې د طالبانو حکومت له خوا دا راټولې شوې پیسې د هغه هدف څخه ۷ میلیارده افغانۍ کمې دي، چې په دغه موده کې یې د عوایدو د راټولولو لپاره ټاکلی و.

نړیوال بانک په دې راپور کې ویلی: "د ګمرکونو محصول او پر کسب باندې د مالیې اخیستلو د عوایدو راټولولو په کې رول لرلی دی. دا ډول مالیه اخیستل د ۲۰۲۲ کال په پرتله د روان ۲۰۲۳ کال په پنځه میاشتو کې ۱۳ فیصده زیاته شوې ده".

همداشان نړیوال بانک ویلي، چې د سوداګریزو توکو په واردولو کې زیاتوالی هم د عوایدو د زیاتیدو سره مرسته کړې ده.

د دغه بانک د راپور له مخې د راټولو شویو عوایدو ۶۰ فیصده یې د افغانستان د ګمرکونو له خوا په ځانګړي ډول د ایران او پاکستان ترمنځ د انتقالاتو څخه راټول شوي دي.

نړیوال بانک په دغه راپور کې ویلي، چې دننه په هیواد کې د مالیاتو راټولولو کې ۰،۹ فیصده زیاتوالی لیدل کیږي، چې کال په کال په دغه اندازه کې زیاتوالی راځي.

نړیوال بانک ویلي، چې د عوایدو د راټولولو لپاره د ټاکل شوې هدف څخه د کمو افغانیو په راټولولو کې پر هغو موادو د مخصول په اخیستلو کې کمی شامل دی، چې د حکومت د محصول د اخیستلو په اقلامو کې شامل نه دي. دغه بانک دا اندازه ۳۴ فیصده ښودلې ده او ویلي دي، چې په ځانګړي ډول د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا د عوایدو په راټولولو کې د کمزورتیا له امله دا کموالی راغلی دی.

نړیوال بانک په دغه راپور کې ویلي، چې د افغانستان د وضعیت د ارزونې د دریمې دورې موندنې ښيي، چې لا هم د درې برخو څخه دوه برخې افغانان خپلو کورنیو ته د روزۍ د ګټلو په هڅو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

نړیوال بانک ویلي، چې د تېر کال د دوبي په نسبت سږ کال په بازار کې د خلکو د اخیستلو توان کم شوی دی.

د طالبانو غبرګون

د طالبانو حکومت د نړیوال بانک د راپور هرکلی کړی دی. د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر د شنبې په ورځ سپټمبر دوییم ( وږي ۱۱) دغه راپور ته په غبرګون کې ویلي، چې په راپور کې واقعیتونو او پرمختګونو ته ځای ورکړل شوی او نړۍ ته وړاندې شوي دی.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر په ځانګړي ډول د انفلاسیون د کچې نسبي ټېټوالی، د افغانیو د ارزښت لوړیدل، په بانکي سیستم کې پرمختګونه، د خدماتو ښه عرضه او د عامه ادارو د کارکوونکو د معاشونو ورکړې په اړه موضوعاتو ته چې د نړیوال بانک په راپور کې پرې خبرې شوي د موضوعاتو یادونه کړې ده.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر ویلي، چې که نړۍ مثبت تعامل ته مخه کړي او د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي نو دا هېواد به نور پرمختګ هم وکړي.

فورم \ دبحث خونه