شاته

کاکړ: پاکستان کې وسله وال په بریدونو کې د امریکا د پاتې شویو وسلو څخه کار اخلي

د پاکستان سرپرست صدراعظم انورالحق کاکړ وایي وسله والې ډلې چې تقریباً هره ورځ د دې هیواد په بیلا بیلو برخو کې په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي، د هغو نظامي تجهیزاتو څخه کار اخلي چې متحده ایالاتو او متحدینو یې په افغانستان کې پریښي دي.

پاکستاني چارواکي وایي چې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال په لومړنیو اتو میاشتو کې د وسله والو په بریدونو کې د پاکستان سلګونه امنیتي ځواکونه وژل شویدي چې د پوځ ۲ سوه افسران او سرتیري هم پکې شامل دي.

ښاغلي کاکړ په څرګندونو کې چې تیره ورځ په دولتي تلویزیون کې خپرې شوې دا یې هم ویلي چې د بریدونو د ډیروالي یو دلیل د افغانستان څخه په بیړه د امریکایي ځواکونو وتل دي.

هغه ویلي، " د تازه ترهګرۍ پیدا کیدو دلیل چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې لیدل کیږي، له بده مرغه د امریکا او ناټو متحدینو په بیړه وتل دي".

د پاکستان دا سرپرست صدراعظم داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمن کیدو په لومړي سر کې د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان ویلي و چې "طالبانو په افغانستان کې د غلامۍ زنځيرونه مات کړل".

د عمران خان سربیره د پاکستان د دفاع پخواني وزیر خواجه آصف هم د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو د ډلې ترمنځ په دوحه کې د سولې د خبرو پر مهال په يو ټويټ کې د ملا عبدالغني برادر او د هغه وخت د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو يو عکس خپور کړی و او ورته یې ليکلي وو: "طاقتونه ستاسو او خدای زمونږ سره دی، الله اکبر".

خو ښاغلي آصف د همدې تیرې جولای په میاشت کې په یوې مرکې کې د طالبانو څخه د پاکستان په ملاتړ پښیماني وښوده او وې ویل چې "په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغه هیواد د طالبانو په بري خوشاله شوی و او ورته یې مبارکي ورکړې وې، خو دوی په دې نه و خبر، چې هغوی به د پاکستان دښمنانانو ته پناه ورکوي".

په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمن کیدو راهیسې په پاکستان کې د وسله والو بریدونه ډیر شوي او پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د دې وسله والو ډلو مشران په افغانستان کې پټ دي او له هماغه ځای څخه د بریدونو بندوبست کوي.

خو طالبان بیا دا ادعاې نه ومني او وایي هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د خاورې څخه د بل هیواد یا هیوادونو پر ضد کار واخیستل شي.

د پاکستان سرپرست صدراعظم ویلي چې په بيړه د افغانستان څخه د امریکا وتلو نه یوازې په پاکستان بلکې د مرکزي آسیا د هیوادونو په ګډون یې په چین ، ایران او ټولې سیمې اغیز کړی.

انورالحق کاکړ پخپلو خبرو کې دا اعا هم وکړله چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او بلوڅ بیلتون غوښتونکي په بریدونو کې د عصري وسلو، ټوپکو، د شپې لخوا د لیدو ځانګړې عینکو او نورو وسایلو څخه کار اخلي چې امریکا په افغانستان کې پریښي.

هغه زیاته کړه، "دې تجهیزاتو په پراخه توګه په سیمه کې د ترهګرو او غیر دولتي عناصرو د جګړې کولو وړتیا بهتره کړې. دوي پخوا ډیره لږه وړتیا درلوده خو اوس کولی شي چې یوازې د ګوتې په خوځیدو زما سرتیري په نښه کړي".

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت هم تیر کال په یو راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د جمهوري نظام تر ړنګیدو وړاندې د افغانستان امنیتي ځواکونو سره د ۷.۱ میلیارد ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات و، خو معلومه نده چې څومره یې طالبانو ته په لاس ورغلي.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي و چې امریکایي ځواکونو په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د سرتیرو کمیدو په جریان کې تقریباً ټول ستر نظامي تجهیزات چې امریکایي سرتیرو ترې کار اخیسته، ولیږدول او یا یې له منځه یوړل.

پدې راپور کې دا هم ویل شوي و چې ځینې نور تجهیزات پداسې بڼه له خراب شوي و چې د بیا کار اخیستو امکان یې نه درلود.


تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له افغان طالبانو څخه جلا ډله ده، خو د دې ډلې سخت دریځي د افغان طالبانو نږدې متحدین دي. دغه ډله غواړي چې د پاکستان حکومت نسکور کړي او په هغه هېواد کې اسلامي حکومت جوړ کړي.

فورم \ دبحث خونه