شاته

شمالي کوریا د جعلي 'اټومي برید' په تمرین کې کروز توغندي وازمایل

د شمالي کوریا دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ سپتمبز دریمه (وږي ۱۲) خبر ورکړ چې دې هیواد د شنبې په ورځ د "نقلي تاکتیکي اټومي برید" د تمرین په ترڅ کې په جعلي اټومي کوپړۍ سمبال دوه اوږد واټن ویشتونکي کروز میزایل هم د سمندر پر لور وتوغول.

د شمالي کوریا مرکزي خبري اژانس (KCNA) وویل چې د شنبې د سهار دغه عملیات د متحده ایالاتو او سویلي کوریا د ځواکونو د ګډ پوځي فعالیت پر وړاندې "متقابل تمرین" و. شمالي کوریا وایي د امریکا او جنوبي کوریا پوځي فعالیتونو په سیمه کې کړکیچ زیات کړی دی.

د شمالي کوریا خبري اژانس راپور وایي، "د سپتمبر د دوهمې په سهار د یو نقلي تاکتیکي اټومي برید لپاره تمرین ترسره شو چې دښمنانو ته د حقیقي اټومي جګړې د خطر خبرداری ورکړي."

اژانس ویلي چې د شمالي کوریا له لویدیځ ساحل څخه جنوب ته د سمندر په لور "دوه اوږد واټن ویشتونکي ستراتیژیک کروز توغندي وتوغول شول چې جعلي اټومي کوپړۍ یې درلودې".

د سویلي کوریا د ګډو ځواکونو د لوی درستیز دفتر د شنبې په ورځ وویل چې نامعلوم شمیر کروز توغندي د سهار په ۴:۰۰ بجو (۱۹:۰۰ GMT) د ژیړ سمندر په لور وتوغول شول او زیاته یې کړه چې د توغندیو مشخصات ارزول کیږي.

د جنوبي کوریا خبري اژانس د یکشنبې په ورځ وویل چې ددې هیواد د ګډو ځواکونو د لوی درستیز د دفتر یو مقام د پیونګ یانګ ادعاوې رد کړې او هغه یې "مبالغه" وبللې.

شنونکي وايي چې د شمال ادعاوې د مخنیوي او ډارونې په هدف دي.

د سیول د یوها پوهنتون پروفیسور لیف ایرک ایزلي وایي، د شمالي کوریا ادعاوې "ښیي چې د کیم رژیم له واشنګټن سره د سیول د ټینګ اتحاد په ګډون د مخ په زیاتېدونکي وړتیا لرونکې سویلي کوریا د مخنیوي لپاره ناامیده شوی دی".

د ملي یووالي لپاره د کوریا د انسټیټیوټ لوړ پوړي څیړونکي چو هان بوم، وویل چې د اونۍ په پای کې د توغندیو توغول سویلي کوریا او د هغې متحدینو ته د شمالي کوریا د وړتیا ثابتول دي.

هغه وویل، "شمالي کوریا د خپل پلان سره سم حرکت کوي، چې د کوریا په ټاپو وزمه کې پر لویو پوځي تاسیساتو برید وکړي او په ورته وخت کې په جاپان کې د متحده ایالاتو پر اډو برید وکړي." هغه زیاته کړه چې، د اونۍ په پای کې د دوه اوږد واټن ویشتونکو کروز توغنديو توغول د جاپان د په نښه کولو په معنی دي.

چو هان بوم، وویل، "مهم ټکی دا دی چې شمالي کوریا د دودیزو وسلو پر ځای په اټومي عملیاتي واحدونو سره د سویلي کوریا او متحده ایالاتو په وړاندې مقابله کوي."

د دواړو کوریاګانو ترمنځ اړیکې د کلونو راهیسې اوس تر ټولو ټیټې نقطې ته رسیدلي او د پیونګ یانګ د اټومي بې وسلې کولو په اړه د خبرو اترو له ناکامه هڅو وروسته دپلوماسۍ په ټپه درېدلې ده.

کیم شمالي کوریا یو "نه شا ته کیدونکی" اټومي ځواک اعلان کړی او د تاکتیکي اټومي وسلو په ګډون یې د وسلو تولید ډیر کړي.

فورم \ دبحث خونه