شاته

په سودان کې په یو هوايی برید کې ۲۰ ولسي خلک وژل شوي- فعالان 

د سودان له مرکز خرطوم څخه راپورونه وايي چې په یو هوايي برید کې شاوخوا ۲۰ ولسي خلک وژل شوي دي.

د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۳ (وږي۱۲) د توغندیو او راکټونو د ډزو غږونو د خرطوم اوسېدونکي له خوبه راپاڅول.

د رضاکارانو یوه ډله، چې مخکې به یې په سودان کې د دموکراسۍ په پلوۍ مظاهرې کولې او اوس په جګړې کې د اېسارو شویو کورنیو سره مرستې کوي، په یوې اعلامیې کې ویلي چې په هوايي برید کې دوه ماشومان هم وژل شوي دي.

دې ډلې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د قربانیانو شمېر زیات دی او «ځینې یې ډېر بد سوځېدلي او ټوک ټوک شوي وو او روغتون ته د وړلو نه» وو.

په سودان کې د روان کال د اپریل له پنځمې نېټې را وروسته د پوځ او د «چټک ملاتړ ځواک» د غړو ترمنځ جګړه روانه ده او د ورکړل شویو معلوماتو او موجوده ارقامو په اساس، تر دې دمه شاوخوا ۵۰۰۰ خلک په کې وژل شوي دي.

پوځ هوا په واک کې لري او مخالفه ډله یې په لارو او کوڅو کې حاکمه ده.

لویدیځ هېوادونه د نیمه پوځي ځواک غړي او ملاتړې ملېشې یې تورنوي چې د دارفور په سیمه کې یې ولسي خلک وژلي دي. نړیوالې جنايي محکمې د نویو ادعاو په اړه تحقیق پیل کړی دی.

فرانس پرس اژانس وايي چې پوځ هم د خلکو په ځورونې او د جولاۍ په اتمه نېټه په یو هوايي برید کې د لسګونو کسانو په وژلو تورن دی.

ملګري ملتونه وايي چې د سودان د ۴۸ میلیون نفوس له نیمايي څځه زیات خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او شاوخوا شپږ میلیون نور یې د «قحطۍ په پوله» ولاړ دي. ملګري ملتونه وايي چې له دې هر څه سره سره یې میلیونونه خلکو ته مرستې رسولي دي.

ملګري ملتونه وايي چې د جګړو له کبله ۲.۸ میلیون خلک په سودان کې دننه بېځایه شوي او څه یو میلیون نور یې بیا بهرنیو هېوادونو کډوال شوي دي.

فورم \ دبحث خونه