ملګري ملتونه: د سږ کال تر پایه به د سودان څخه ۱.۸ ملیونه وګړي وتښتي
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې دوشنبه سپټمبر ۴ (وږي۱۳) ویلي اټکل کوي چې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال تر پایه به د سودان څه ۱.۸ ملیونه وګړي پنځو ګاونډیو هیوادونو ته وتښتي او د دې کډوالو سره د مرستو لپاره یي د ۱ میلیارد ډالو مرستو غوښتنه کړې.
د بېکارۍ له وجې د میرمنو رواني ستونزې !
د ازادي راډیو اوونیزه نیمه نړۍ خپرونه د بېکارۍ له وجې د میرمنو رواني ستونزې ته ځانګړې شوې ده ، پیل کې به واورئ چې: ګڼ شمېر میرمنې او د کورنۍ نارینه یې وایي، چې د یوه کس په ګټه د دوی د کورنۍ اقتصادي ستونزې نه حل کیږي ، نو ځکه دې ښځو ته د کار حق ورکړل شي . بله خوا هغه میرمنې، چې په کورکې د کار کولو له پاره نارینه نلري ، د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له وجې په خبره یې، له رواني ستونزو سره مخ دي . دا پروګرام د ازادي راډیوخبریاله فرشته مرسل جوړوي ، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ .
باجوړ: وسله وال برید کې دوه کسان وژل شوي،یو ژوبل،داعش یې ذمه واري منلې ده
پولیس وایي د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې دوه ځايي کسان وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی دی.
د بجلۍ بېلونو کې د رعایت په حواله آی اېم اېف د پاکستان پلان رد کړی دی
پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د خزانې وزارت د سرچینو له قوله ویلي چې نړیوالې مالیاتي ادارې (آی اېم اېف) د نګران حکومت له لوري د بجلۍ لوړو بیلونو کې ولس ته د رعایت ورکولو پلان مسترد کړی دی.
د اسیا کپ په پینځمه سیالۍ کې هند نیپال ته په 10 وېکټونو ماتې ورکړې ده
د کرکټ د اسیا کپ په لوبو کې د هندوستان لوبډلې وکړی شول په لسو وېکټونو، ګاونډي هېواد نیپال ته ماتې ورکړي.
د طالبانو د محدودیتونو او پابندیو نه تښتېدلې پېنځه افغانې ښځې فرانس ته ورسېدلې
د فرانس چارواکي وایي، پېنځه تنانې هغه افغانې مېرمنې چې د طالبانو له وېرې یې څو څو ځله فرانس ته د تللو درخواست کړی و، د ګل/دوشنبې په ورځ هغه ملک ته ورسېدلې.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
څلور ستورمزلي په نړیوال فضایي سټیشن کې د ۶ میاشتني ماموریت وروسته ځمکې ته راښکته شول
د نړیوال فضایي مرکز څخه څلور فضانوردان تر شپږ میاشتني ماموریت وروسته دوشنبه سپټمبر ۴ (وږي۱۳) په سیمه ایز وخت د شپې ناوخته د متحده ایالاتو د فلوریډا په ایالت کې راښکته شول.
څلور خلابازان په سپېس اېکس کېپسول کې ځمکې ته راستانه شول
څلور خلابازان په نړېوال خلايي سټېشن کې د شپږو میاشتو تېرولو وروستو، د ګل/دوشنبې په شپه، د سپېس اېکس کېپسول په ذریعه، ځمکې ته راستانه شول.
امریکا کې د کارګرو د ورځې په درناوي مراسم
د اګست څلورمه په متحدو ایالتونو کې د کارګر ورځ بلل کېږي او عمومي رخصتي وي.
د ۱۴۰۲کال د کانکور په ازموینه کې د نجونو نه شتون - ستاسو غږ
طالبان وايي ټول ګډونوال چې شمېر یې ۴۴ زره ،۳۳۶دی بریالي شوي، خو یوه نجلۍ هم پکې نشته. د نجونو د زده کړو د مخنیوي پایلې به څه وي؟
خبرهای کوتاه - میز گرد (تکرار)
خبرهای کوتاه - میز گرد (تکرار)
خبرها و گزارشهای
خبرها و گزارشهای
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
په بدن کې وینه ولې کمیږي او علاج یې څه دی؟
په ٢٠٢٣ کې ترسره شوې یوې څیړنې موندلې چې په ٢٠٢١ کال کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا دوه میلیارده خلک له انیمیا یا د وینې د کمښت له کبله اغیزمن شوي. انیمیا دې ته وایي چې د انسان په بدن کې وینه د اړتیا له کچې کمه وي.