شاته

امریکا کې د کارګرو د ورځې په درناوي مراسم

د سپټمبر څلورمه په متحدو ایالتونو کې د کارګر ورځ بلل کېږي او عمومي رخصتي وي.

په دې ورځ په دغه هېواد کې د شاوخوا ۱۶۰ میلیون کارګرو درناوی کېږي او په اړه یې بېلا بېل مراسم نیول کېږي.

په رسمي ډول په لومړي ځل په ۱۸۹۴ کال کې دا ورځ «ملي رخصتي» اعلان شوه، چې د هغو «تور پوستیو» امریکایي کارګرو درناوی وشي،‌ چې په نولسمې پېړۍ کې په سخت وضعیت کې یې کار کاوه.

هغه وخت به اووه ورځې د اونۍ او د ورځې ۱۲ ساعته کار و چې حق الزحمه یې کمه وه. خو اوس، په دې ورځ خلک ارام کوي، کبابونه پخوي او رسم او ګذشت کوي.

له دې هر څه سره سره بیا په متحدو ایالتونو د کارګرو د کار او د کار د شرایطو په اړه بحثونه په خپل حال پاتې دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن، چې ځان د کارګرو د ټولو خواخوږی ګڼي، نن د فلادیلفیا په ایالت کې د یو رسم او ګذشت لیدو ته ورغی.

بایډن هلته وویل، چې په دې ورځ دندې او کار نمانځو او داسې دنده او کار چې ښه معاش ولري. د راپورونو په اساس، د ولسمشر جوبایډن په حکومت کې ۱۳ میلیون نوې دندې ایجاد شوې دي.

په تېرو څو کلونو کې په امریکا کې د کارګرو د ټولنو په چوکاټ کې د کار قوه کمه شوې خو بیا هم په دغه هېواد کې ۱۴ میلیون کارګر په کار بوخت دي.

فورم \ دبحث خونه