شاته

په بدن کې وینه ولې کمیږي او علاج یې څه دی؟

په ٢٠٢٣ کې ترسره شوې یوې څیړنې موندلې چې په ٢٠٢١ کال کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا دوه میلیارده خلک له انیمیا یا د وینې د کمښت له کبله اغیزمن شوي. انیمیا دې ته وایي چې د انسان په بدن کې وینه د اړتیا له کچې کمه وي.

په دې څیړنه کې دا هم وموندل شوه چې د انیمیا ناروغي په ځانګړې توګه په لویدیځه او مرکزي افریقا کې خپره شوې او د نړۍ په هرو څلورو کسانو کې یو یې اغیزمن کړیدی.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا کله چې په میرمنو کې د وینې د حجرو د موجودیت تمرکز د ١٢ ګرام نه کم وي، او په نارینه وو کې د ١٣ ګرام نه کم وي نو دا انیمیا یا د وینې کمښت بلل کیږي.

د انیمیا ناروغه سیلویا انینګو وايي: "زه فکر کوم چې زه انیمیا لرم ځکه چې زه د یو ماشوم د زیږون وروسته ژر بیا امیدواره شوم، او د ګټورو خوړو وس هم نه لرم."

د انیمیا بله ناروغه مریم کیتا وايي: "زه نشم کولای د خپلې وینې کچه پوره کړم ځکه چې زه په بدن کې د کافي وینې د لرلو لپاره سبزیجاتو ته اړتیا لرم، او همدارنګه کله چې زه ماشوم وزیږوم، زه به نورو زیاتو صحي خوړو ته ضرورت ولرم."

د روغتیا پوهانو په وینا، د میندوارۍ په جریان کې د وینې کموالی، د ماشوم د زیږېدو وروسته د مغزو د سکتې، د زیږون وروسته د وینې بهیدو، د ماشوم د کم وزن، د زیږیدنې پر مهال د ماشوم د مړینې او په ماشوم او مور دواړو کې د انتاناتو لامل کیدای شي.

د انیمیا په نښو کې ساه لنډي، د سر درد او ستړیا شامل دي. ډاکټران وايي چې د وینې د کمښت یو مهم لامل د اوسپني چې د بدن لپاره اړینه ده، کمښت دی. د اوسپني لپاره مهمې سرچینې سره غوښه، چرګان، کب او هګۍ دي.

د خوړو څېړونکې سمیرا ناصر وايي: "هغه څه چې زه یې وینم هغه د اوسپني د کمښت سره د تړلې انیمیا زیاتوالی دی. د دغه لوی علت د ښو خوړو نشتوالی دی. زموږ زیاتره ناروغان هغه خواړه نه شي اخیستی چې پوره اوسپنه لري. دوی د نیستۍ له کبله اکثره د یو وخت ډوډۍ پریږدي."

د روغتیايي ارزونې انسټیټیوټ د ٢٠٢٣ کال څیړنه ښیي چې د انیمیا اصلي لامل په خوړو کې د اوسپنې کمښت دی. د اوسپنې د کمښت ترڅنګ، په سیمه کې د انیمیا لاملونه ملاریا، HIV او د وینې اختلالات دي.

جوزفات نجورج د کینیا په امریف نړیوال پوهنتون کې د نرسنګ پروفیسر دی، هغه وايي چې د وینې د کمښت علاج په صحي خوړو سره کیدای شي:"موږ کولای شو د اوسپني پوره کولو لپاره داسې شیان چې اوسپنه لري، معرفي کړو چې وزارت او حکومت په دې باندې ډیر ټینګار کوي. که چیرې دا اړتیا ډیره یا شدیده وي، موږ د وینې د پوره کولو لپاره وینه ورکوو."

د روغتیا نړیوال سازمان په پام کې لري چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د ماشوم د زیږون د عمر په ښځو کې د انیمیا کچه لږ تر لږه د ۲۰۱۲ کال کچې یعنې په سلو کې پنځوس سلنې ته راټیټه کړي.

فورم \ دبحث خونه