ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پاکستان راتلونکي انتخابات به کله کيږي؟ د حکومت او قانون پوهانو نظر

پاکستان کې د اوسني حکومت د مودې ختمېدو وروسته د نوو انتخاباتو په حواله تاوده بحثونه روان دي د حکومت ځینې وزيران وايي راتلونکي انتخابات روان کال او ځينې وايي انتخابات کېدل وخت اخستی شي.

08.08.2023 ډیوه

په امریکا کې قوي طوفانونو سلګونه زره خلک اغیزمن کړي

د امریکا متحدو ایالتونو کې د زورورو طوفانونو له کبله لږ تر لږه دوه تنه مړه شوي او په څه باندې یو میلیون خلکو باندې برېښنا پرې شوې ده. مقاماتو د دوشنبې په ورځ اګست اوومه (زمري ۱۶) خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې سخت طوفانونه به والوځي او باید د باندې ونه وځي. د طوفانونو له کبله په متحدو ایالتونو کې زرګونه داخلي پروازونه هم ګډوډ او ځنډول شوي دي. د سختو طوفانونو او بوړبوکیو دا څپه، چې باران هم ورسره مل و، د واشنګټن ډي سي په ګډون ډېرو ایالتونو ته رسېدلې ده. چارواکي په جنوبي کارولینا کې وايي چې په یو ۱۵ کلن هلک باندې ونه غورځېدلې او مړ شوی او یو بل ۲۸ کلن سړی بیا د الاباما په ایالت کې په تالنده برېښنا کې مړ شوی دی. په لسګونو نورو ایالتونو کې په کورونو او کاروبارونو کې برېښنا پرې شوې وه، ونې د برېښنا په مزو او کورونو باندې پریوتې دي. د اسوشیتډخبري اژانس د «فلایټ اویر» په حواله لیکلي دي چې د دغو طوفانونو له کبله په امریکا کې دننه ۲۶۰۰ پروازونه لغوه شوي او ۷۹۰۰ نور ځنډول شوي دي. سپینې ماڼۍ هم د اریزونا، نیو مکسیکو او یوتا ایالتونو ته د ولسمشر جو بایډن څلور ورځنی سفر ۹۰ دقېقې مخکی کړی و. سپینې ماڼۍ همدغه راز د ښوونځیو د پيل یوه غونډه، چې د ولسمشر بایډن د مېرمن جېل بایډن په ګډون په کې یو شمېر لوړ پوړیو مقاماتو برخه اخیسته، هم لغوه کړه. د دوشنبې په ورځ د ډېرو ادارو غیر ضروري کارکوونکو ته ویل شوي وو چې تر دریو بجو مخکې ولاړ شي چې په طوفان او باران کې ګېر نشي. د فدرال دفترونه تړل شوي وو. همدغه راز د فلادیلفیا او مریلنډ په ایالتونو کې د میجرلیګ بیسبال  ځېنې لوبې هم لغوه شوي دي. د الاباما، جورجیا، جنوبي کارولینا، شمالي کارولینا، مریلنډ ډیلاویر، نیوجرسي، پنسلوانیا، تینیسي، لویدیځه ویرجینا او ویرجینا په ایالتونو کې ۱.۱ میلیون خلک بې برېښنا شوي وو.

08.08.2023 امریکا غږ

په کوټه کې د کال ۲۰۱۶ په ځانمرګي حمله کې د وژلو شویو کسانو په یاد کې دستوره، د حملې په اړه د رپورټ د عملي کېدو غوښتنه وشوه

د بلوچستان او ټول پاکستان وکيلانو د اتم اګست 2016م د وکيلانو د وژنې په تعزيتي غونډه کې غوښتنه وکړه، "د پاکستان سپريم کورټ دې په اتم اګست 2016م د کوټې د وژل شوو وکیلانو د پېښې دپاره د جسټس قاضي فايز عيسا د کمېشن رپورټ عملي کړي". دوی وويل دغه رپورټ په سپريم کورټ کې پروت دی.

08.08.2023 ډیوه

اوچا: د کافي بودېجې د کموالي له کبله به لسګونه زره افغان ماشومان له تعلیم څخه محروم شي

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" وايي، چې د افغانستان د پوهنې سکټور سره د مرستوکمیدل به د روان ۲۰۲۳ کال د اګست او اکتوبر په میاشتو کې د کلیوالو ښوونځیو د ۳۳۰۰ ټولګیو د بندیدوسبب شي.

08.08.2023 امریکا غږ

د عمران خان د سزا پرضد اسلام اباد هايکورټ ته خواست شوی

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران ته د اورول شوې سزا پرضد اسلام اباد هايکورټ ته خواست شوی دی.

08.08.2023 ډیوه

این حق من است (تکرار)

این حق من است (تکرار)

08.08.2023 ازادي راډیو

دبلوڅ اؤ پښتنو زده کوونکو ترمنځ له نښتې وروسته بلوچستان پوهنتون تړل شوی دی

سرچینې وایي دا نښته د ګل په ماښام د پښتون سټوډنټس ارګنایزیشن(اڅکزئ) اؤ بلوچ سټوډنټس ارګنایزیشن(مینګل) ډلو ترمنځ شوې چې تر هغې وروسته دشپې په یوه بجه د انتظامیې په وینا پولیسو دپوهنتون د هاسټل نه ټول زده کوونکي ویستي دي اؤ هاسټل ته یې تالې وهلې دي

08.08.2023 ډیوه

دا زما حق دی (تکرار)

دا زما حق دی (تکرار)

08.08.2023 ازادي راډیو

د پاکستان د پوځ مشر په افغانستان کې د 'ترهګرو ډلو د موجودیت او فعالیت په اړه اندېښنه' ښودلې

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر یو ځل بیا په افغانستان کې تروریستي ډلو د پټنځایونواو په ازاد ډول د دغو ډلو فعالیتو باندې ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې پوځ به یې ددغو ډلو له منځه وړلو او خپلو خلکو د ساتلو لپاره د هیڅ ډول هڅو څخه ډډه ونکړي.

08.08.2023 امریکا غږ

برتانیې کې د پنا غوښتونکو د لګښتونو کموالي لپاره نوې هڅه: پنا غوښتونکې په کښتۍ کې ساتل کیږي

د برتانیې حکومت چې پدې هیواد کې د پنا غوښتونکو د لګښتونو د کموالي لپاره لارې چارې لټوي، په تازه هڅې کې یې د یوې کښتۍ څخه هوټل جوړ کړی او یو شمیر پنا غوښتونکي یې پکې ځای پر ځای کړی.

08.08.2023 امریکا غږ

بلاول بوټو: ونه توانېدو چې ادارې پخپل صلاحیت کې دننه کار کولو ته اړ کړو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اؤ دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري منلې ده چې دوي دخپل حکومت په مهال نه دي توانیدلي چې ادارې دخپل واک اؤ صلاحیت په اساس کار ته اړ کړي.

08.08.2023 ډیوه

د پاکستان بیلابیلو سیمو کې د وسله والو په بریدونو کې د څلورو عسکرو په ګډون7 کسان وژل شوي

پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې د وسله والو په ډزو درې عام وګړي اؤ شمالي وزیرستان کې د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي‌) اړوند یو پولیس عسکر وژل شوي دي. په عین حال کې پاکستاني رسنۍ وایي د پاکستان تر ټولو ستر صنعتي ښار کراچۍ کې د رینجرز ځواک یو عسکر اؤ د بلوچستان په موسی خیل ضلعه کې هم د لیویز دوه عسکر د وسله والو په ډزو وژل شوي دي. د سیمې نه پولیس سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د ګل یا دوشنبې په ماښام د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعه ټانک کې وسله والو د یوې مستري خانې دننه ناتاره ډزې کړي چې په کې درې کسان وژل شوي دي . پولیس سرچینې وایي دا پېښه په ریلوی اسټیشن روډ رامنځته شوې ده اؤ په ډزو کې وژل شوي دریواړه کسان عام وګړي دي چې په مستري خانه کې یې کار کولو . د پولیس سرچینو د وینا له مخې تر ډزو وروسته وژونکي کسان له سیمې تښتیدلي اؤ پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړي دي. د پولیس سرچینو وینا ده چې په ابتدایي پلټنو کې ورته معلومه شوې ده چې وژل شوؤ کسانو د هیچا سره کومه شخصي دښمني نه لرله خو دا چا دوي بیا د چا لخوا اؤ ولې وژل شوي دي ؟ زر به په پلټنو کې دا ټول حقیقت معلوم شي. ټانک د خېبر پښتونخوا هغه ناقراره ضلعه ده چې په نزدې وختونو کې په کې په امنیتي ځواکونو ګڼ شمیر بریدونه شوي اؤ په دې بریدونو کې یو شمیر امنیتي عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي. دغلته په امنیتي ځواکونو نزدې وختونو کې د شوؤ زیاتره بریدونو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستي دي خو د ګل د ورځې ددې تازه پېښې ذمه واري لا هیچا نه ده قبوله کړې. په عین حال کې په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې هم پرون د ګل یا دوشنبې په ورځ د وسله والو په ډزو کې د ترهګرۍ ضد محکمې سي ټي ډي یو عسکر وژل شوی دی. د پولیس سرچینو په وینا دغه پېښه د شمالي وزیرستان په تپي سیمه کې رامنځته شوې ده. پولیس وایي دغلته وسله والو د سي ټي ډي په یو عسکر ناتاره ډزې کړي چې په دغو ډزو کې وړومبی یاد عسکر ژوبل شو خو کله چې هغه دمیران شاه روغتون ته دعلاج لپاره ورسولی شو نو هلته یې د زخمونو توان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه. دپاکستان رسنۍ وایي دبلوچستان په موساخیل ضلعه کې هم د ګل په ورځ د وسله والو ډزو کې دوه دلیویز عسکر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي. دموساخیل ضلعې ډپټي کمشنر بیلابیلو رسنیو ته ویلي دا پېښه د په رازه شم سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې د لیویز ځواک عسکرو په سیمه کې د مخرورانو دنیولو لپاره عملیات کول . هغه وویل کله چې دلیویز عکسر دمخرورانو به نیولو پسې سیمې ته ورغلل نو دغلته پرې هغوي ناتاره ډزې کړي چې پکې د خنان اؤ خلیق الزمان په نومونو دوه عسکر وژل شوي دي. ډپټي کمشنر دې پېښه کې د دوؤ نورو عسکرو د ژوبل کیدو پخلی هم کړی دی. دسیند صوبې د رینجرز ځواکونو ویاند پخپل یو بیان کې ویلي چې د کراچۍ په لیاري سیمه بهار کالونۍ کې د وسله والو په ډزو کې د رینجرز ځواک یو عسکر وژل شوی دی. د بیان له مخې د دلشاد په نوم د رینجرز ځواک لانس نایک دبهار کالونۍ دالفلاح چوکۍ مخې ته په یوه پوسته د شکمنو خلکو لټه کوله چې په دغه مهال پرې وسله والو ډزې کړې دي اؤ هغه یې وژلی دی. په دې وروستیو کې دپاکستان په بیلابیلو سیمو په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا اؤ قبایلي ضلعو کې دترهګرۍ لړۍ زیاته چټک شوې اؤ په ترهګریزو بریدونو کې د عامو وګړو ترڅنګ په شلګونو امنیتي عسکرو هم خپل ژوند دلاسه ورکړی دی. د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر تېره ورځ یوې دستورې ته د وینا په مهال دې پېښو ته خپل غبرګون کې ویلي، ترهګر په داسې ناکامو هڅو غواړي چې ریاست ځان سره مذاکراتو ته مجبوره کړي خو هغه ویلي وؤ چې ترهګرو ډلو سره به هیڅ رقم مذاکرات نه کیږي. تېره میاشت ملګرو ملتونو پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې په افغانستان کې دطالبانو دحکومت جوړیدو راپدیخوا پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ پاکستاني طالبانو زیاته زړورتیا موندلې ده. دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله هم منلې ده چې خېبر پښتونخوا کې یو وارې بیا ترهګري سر راپورته کوي خو هغه وایي چې امنیتي ځواکونه د ترهګرو مخې ته چمتو ولاړ دي اؤ دترهګرۍ نوغی به وباسي.

08.08.2023 ډیوه

انضمام الحق د پاکستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې مشر وټاکل شو

د پاکستان کرکټ بورډ دوشنبه اګست ۷ (زمري۱۶) ویلي چې د ملي لوبډلې پخوانی کپتان او روزونکی انضمام الحق یې د بورډ د غوراوي کمیټې د نوي مشر په توګه ټاکلی.

08.08.2023 امریکا غږ

فعالان: پاکستان کې په جبر د لادرکیو لړۍ نده ختمه او جولائی کې 157 کسان لادرکه شوي دي

د کوم خاص ګوند، تنظیم، مذهب یا د ژبې خلک په جبر لادرکه کړی کیږي او کنه، دا مسئله په پاکستان کې عامه ده.

08.08.2023 ډیوه

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

08.08.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more