پاکستان: د سمندري ځواک هيلي کاپټر غورځېدلی، دوه افسران، يو عسکر پکې وژل شوي
د پاکستان د بلوچستان صوبې ساحلي ښار ګوادر کې د پاکستان د سمندري ځواک يو هيلي کاپټر غورځېدلی، دوه افسران او يو عسکر پکې وژل شوي دي.
د کانکور د پایلو اعلان؛ ۴۴ زره تنه لوړو زده کړو ته کامیاب شوي، یوه نجلۍ هم په کې نشته
د طالبانو حکومت د ۱۴۰۲ لمریز کال د کانکور د ازموینې پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې ۴۴ زره او ۳۳۶ د دولسم ټولګي څخه فارغانودولتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته لاره موندلې ده.
طالبانو ځپوونکو سیاستونوپه خلاف اعتصاب؛ د ځینو فعالانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی
د جرمني د کلن په ښار کې د ښځو او بشري حقونو د یو شمیر افغان مدني ټولنې د فعالانو له خوا د ښځو پر وړاندې طالبانو د ځپوونکو سیاستونوپه خلاف د نه خوړلو د روان اعتصاب په څلورمه ورځ د اعتصاب تنظیموونکو ویلي، چې د ځینو اعتصاب کوونکو روغتیايي وضعیت ښه دی.
ایران او طالبان په اعدام د محکومو شویو افغان بندیانو په برخلیک غږیږي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، ټاکل شوې، چې یو ایرانی قضايي پلاوی په ایران کې په اعدام د محکوم شویو افغانانو د قضیو په اړه دغه حکومت سره د بحث لپاره په نږدې راتلوونکي کې کابل ته سفر وکړي.
کراچۍ: د تښتول شوو هندوانو راخوشي کولو دپاره احتجاج شوی
د کراچۍ په تين تلوار د هندو او نورو لږکيو سره تعلق لرونکو او مدني فعالو د سيند صوبې په کندکوټ سیمه کې د تښتول شوو هندوانو راخوشي کولو دپاره احتجاج کړی او سړک یې بند کړی وو. وروسته بيا د کورنیو چارو نګران وزير ویلي، دوه تښتول شوي هندوان راخوشي کړی شوي او نور به هم خوشي کړي.
باران د امریکا یوې دښتې کې دودیزه میله په جبه زار بدله کړله
د متحده ایالاتو د نیواډا په ایالت کې زرګونه خلک چې په یوې دودیزې میلې کې یې برخه اخیستې وه، وروسته تر هغه په خټو کې ګیر شول چې د باران وریدو له کبله دښته په جبه زار بدله شوه.
انوارالحق کاکړ: سوله ييز، باثباته او خوشاله پاکستان د افغانستان سره تړلی دی
د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ويلي، "زمونږ [پاکستان] پالیسي دا ده، سوله يیز، باثباته او خوشاله افغانستان غواړو او دغه خبرې په بنيادي توګه د خوشاله پاکستان سره تړلي دي. په دې کې دواړو خواو ته مشکلات دي خو د هغې مشکلاتو ادارک هم شته".
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
رستم عمروف د اولیکسي رزینکوف پر ځای د اوکراین د دفاع وزیر ونومول شو
د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي یکشنبه سپټمبر ۳ (وږي۱۲) اعلان کړ چې د دفاع اوسنی وزیر اولیکسي رزینکوف یې له دندې لیرې کړی او پر ځای یې رستم عمروف دې وزارت ته نومولی دی.
این حق من است (تکرار)
این حق من است (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
بنګله دېش د اسیا کپ کرکټ په سیالیو کې افغانستان ته ماتې ورکړه
افغانستان د اسیا کپ کرکټ په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د یکشنبې په ورځ سپتمبر درېیمه (وږي۱۲) خپله لومړۍ لوبه په بنګله دېش باندې د ۹۰ منډو په توپیر وبایلله.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د خوړو نړۍوال پروګرام وایي په افغانستان کې د هرو لسو کورنیو، نهه يي پوره خواړه نلري.
د خوړو نړۍوال پروګرام وایي په افغانستان کې د هرو لسو کورنیو، نهه يي پوره خواړه نلري. آیا د افغانستان د عوایدو نسبي لوړیدل، د بی وزلۍ وضعیت بدلولی شي؟ تاسو د افغانستان د اقتصادي وضعیت باره کې څه نظر لرئ؟ پدې موضوع نن د امریکاغږ په سپینې خبرې خپرونه کې د میلمنو نظرونه هم اخلوو.