ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د اتصال د سه شنبې خبري خپرونه د ۲۰۲۳ د اګست ۲۹ - وږي ۷

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

29.08.2023 امریکا غږ

په هندوستان کې د استاذې په وېنا د مسلمان زده کوونکي په وهل کېدو غصه راپارېدلې

د مسلمان ماشوم پلار محمد ارشار وویل زوی يې ویرېدلی او اوس به بل سکول ته لېږي. هغه وي او ای ته وویل چې د ټولنې د مشرانو په مشوره يې د سکول د استاذې خلاف پولیس ته شکایت کړی دی خو مقامي هندو مشران په دباو اچوي چې شکایت بېرته واخلي او د استاذې سره مفاهمت وکړي

29.08.2023 ډیوه

افغانې فعالې نرګس حسنزۍ ته د سویډن د سولې نړیواله جایزه ورکړل شوه

د کابل پوهنتون پخوانۍ استازې او د نجونو د تعلیم او حقونو فعالې نرګس مومند حسنزۍ ته په سویډن کې د «نړۍ سولې ایوارډ ۲۰۲۳ کنفرانس» نړیواله جایزه ورکړل شوه. د «نړۍ سولې ایوارډ» کنفرانس هرکال هغو کسانو ته دا ډول جایزې ورکوي چې د سولې، بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخو کې یې پام وړ او اغیزناک فعالیت کړی وي. نرګس حسنزۍ امریکا غږ افغانستان څانګې سره په مرکې کې وویل چې هغې ته یې دا جایزه ځکه ورکړه چې په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې یې سلګونه هغو افغان نجونو ته، چې د طالبانو په واکمنۍ کې د تعلیم له حقوقو څخه بې برخې کړل شوي، د انلاین زده کړو زمینې برابرې کړې او د هغوی د تعلیم لپاره له نورو مرستې ټولوي. نرګس مومند حسنزۍ د طالبانو تر راتګ مخکې د کابل په پوهنتون کې استازه وه. هغه اوس په فنلنډ کې ژوند کوي. نوموړې د دې جایزې د ارزښت په اړه وویل: «ارزښت یې دا دی چې نړۍ ته مو وویل چې افغانان ژوندي دي، افغانې ښځې او نجونې شته او د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.» د میرمن حسنزۍ پوره مرکه دلته اورېدلای شئ.  

29.08.2023 امریکا غږ

د طالبانو مرستیال وزیراعظم: په افغانستان کې داعش ډله ځپل شوې ده ګاونډیان دې مطمئن اوسي

د طالبانو د حکومت د وزیراعظم سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران د پارلمان له یو پلاوي سره لیدلي او هغوی ته یې ویلي دي چې په افغانستان کې داعش ډله ځپل شوې ده، ګاونډي هېوادونه دې مطمئن اوسي. د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر د اګست پر 28مه پر خپل ایکس [ټویټر] ویلي، چې مولوي عبدالکبیر دغه پلاوي ته د نورو هیوادونو په خلاف د افغانستان د خاورې د نه کارولو ډاډ ورکړی دی. د طالبانو دې لوړپوړي چارواکي ویلي، حکومت یې هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي او یا یې څوک په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.   د جواد کریمي قدوسي په مشرۍ د ایران د پارلمان اووه کسیز پلاوی د اګست له 26مې د افغانستان په سفر دی او تر اوسه یې له مولوي عبدلکبیر سره سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت، صنعت او تجارت او یو شمېر نورو وزارتونو له چارواکو سره لیدلي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسېن امیر عبداللهیان په تېره جولای میاشت کې دعوه کړې وه چې د داعش ډلې مشران له عراق، شام او لېبیا څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د هغه دغه دعوه رد کړې وه. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو تېره اوونۍ د افغانستان او عراق په ګډون په نړۍ کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه په یو بحث کې په افغانستان کې ددې ډلې د فعالیتونو او وړتیاوو پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړې وه. د دې غونډې ګډونوالو د اګست پر 25مه په یوه غونډه کې ویلي، چې داعش نه یواځې افغانستان بلکې ټولې سیمې ته په یو خطر بدل شوی دی، خو طالبان وايي داعش ډله یې په افغانستان کې ځپلې ده. ملګرو ملتونو په روانه اګست میاشت کې په یو رپوټ کې اټکل کړی وو چې داعش اوس هم په افغانستان کې له څلورو تر شپږ زرو پورې جنګیالي او د هغوی د کورنیو غړي لري. د امنیت شورا غونډې ته د ترهګرۍ خلاف د ملګرو ملتونو د عمومي مشر مرستیال ولادیمیر وورونکوف په افریقايي هیوادونو کې د داعش د فعالیتونو زیاتېدو په اړه هم خبرداری ورکړ او ویې ویل، "له افریقا وروسته په افغانستان کې وسلو او ګوله بارود ته د ترهګرو ډلو د لاسرسي ویره اوس په حقیقت بدلیږي". ښاغلي وورونکوف د رپوټونو په حواله وویل چې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې د عملیاتو وړتیاوې زیاتې شوې دي او وایي دا ډله پر طالبانو او نړیوالو هدفونو په بریدونو کې ډېره پیچلې شوې ده. د ملګرو ملتونو د عمومي مشر مرستیال وویل، له داعش خراسان سره سره په افغانستان کې شاوخوا 20 بېلابېلو ترهګرې ډلې او د هغوی فعالیت، د طالبانو د چارواکو ځپونکي اقدامات او ناوړه بشري حالت د سیمې او نړۍ لپاره د پام وړ چېلنجونه دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ښکاره شویو اندېښنو ته په جواب کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د 20 ترهګرو ډلو د فعالیت، د وسلو د پراختیا او د داعش ډلې د عملیاتي وړتیاوو د زیاتوالي دعوې رد کړې دي.   مجاهد د خالي- شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د داعش او نورو وسلوالو ډلو په اړه څرګندونې "بې بنسټه او پروپیګنډه" بللې او وایي حکومت یې په تېر یو کال کې د داعش فعالیتونو صفر ته نیژدې کړي‌ دي: "په تیرو دوو کلونو کې [د طالبانو] افغان امنیتي ځواکونو د ناقانونه وسلو او داعش پر ضد په سلهاوو مستقل عملیات کړي چې په پایله کې یې هم وسلې او مهمات نیول شوي او هم د داعش عملیاتي وړتیاوې له منځه وړل شوې دي". سره له دې چې طالبانو په افغانستان کې د داعش د بشپړ ځپلو دعوې کوي، خو دې ډلې په تېرو دوو کلونو کې د لسګونو هغو بریدونو ذمه وارۍ پر غاړه اخیستې دي، چې په نتیجه کې یې په سلګونو عام خلک، شیعه مسلمانان او د طالبانو د حکومت کسان وژل شوي دي.

29.08.2023 ډیوه

ايمان مزاري د درو ورځو په جسماني ريمانډ پوليسو ته سپارل شوې ده

د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت قانون پوهه فعاله ايمان مزاري د درېو په جسماني ريمانډ پوليسو ته سپارلې ده. د ايمان مزاري ضمانت پرون د ګل په ورځ منظور شوی خو د جېل څخه بهر کېدو سره سمه بيرته نیول شوې وه.

29.08.2023 ډیوه

کرملین: پوتین د واګنر ډلې د مشر پریګوژین په جنازه کې ګډون نه کوي

کرملین د سه شنبې په ورځ اګست ۲۹ (وږي ۲۷) وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د دغه هېواد د ملیشه ډلې واګنر د مشر یوګیني پریګوژین، چې تیره اونۍ د الوتکې غورځیدو کې مړ شو، په جنازې کې ګډون ونکړي.

29.08.2023 امریکا غږ

امریکې ته د تلو په تمه په لسګونو افغان پایلټان په اسلام اباد کې له ناڅرګند حالت سره مخ دي

د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې شپږ افغانان امریکې ته د تلو لپاره د یو ایمېل په انتظار دي، دغه کسان په مخکینيو افغان ځواکونو کې پایلټان یا انجینېران وو، چې د نورو زرګونو افغانانو غوندې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له هېواده وتلو ته مجبوره شوي دي. دغه افغانان له تېر یو نیم کال راهیسې په پاکستان کې اوسېږي او په ډېرې ناارامۍ سره په دې تمه دي چې کله به امریکې ته د لېږدولو لپاره د دوی پر غوښتنو عمل وشي. په افغان ځواکونو کې مخکینی پایلټ حفیظ الله (اصل نوم یې نه دی) وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د دوی ځینې ملګري د قاچاقبرو په مرسته یورپ‌ تللي‌ وو. هغه وایي څومره پیسې چې په تېرو اتلسو میاشتو کې دوی په پاکستان کې د اوسېدو په وخت لګولې دي، که یورپ ته پر تلو یې لګولې وای نن به یې ژوند ښه او خوندي وای. حفیظ الله شاوخوا 27 کلن دی، هغه وایي دوی ته اوس هم د یورپ‌ په کوم هېواد کې پناه ورکول کېدای شي. د 2021م کال په اګست کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، امریکا په بیړه له خپلو ځواکونو سره سره شاوخوا یو لک 20 زره افغانان له دې هېواده را وایستل، چې په هغوی کې د تېر افغان حکومت چارواکي او پوځیان هم شامل وو. واشنګټن ډي سي د «یو ایس ریفیوجي ایډمنسټرېشن پروګرام» له مخې امریکې ته د کډوالو د راوستلو دویم پړاو هم پیل کړی دی چې په بنیاد یې پناه غوښتونکي افغانان کولای شي امریکا ته راشي. په دې پروګرام کې د شاملېدو لپاره پکار ده چې امریکې ته راتلونکي‌ افغانان په لومړي پړاو کې له افغانستانه کوم بل هېواد ته لاړ شي‌ او هلته خپل درخواست ورکړي، له هغه وروسته به د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د دوی د راوستلو چارې پیل کوي. د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دغو افغان پایلټانو د بل ګاونډي هېواد ایران پر ځای پاکستان ته د تللو پرېکړه وکړه، ځکه چې پاکستان له امریکا سره سفارتي اړیکې لري خو د ایران اړیکې ورسره خرابې دي. امریکا ته لېږدول څومره وخت اخلي؟ دغو افغان پایلټانو او انجینېرانو ته د دوی امریکایي ملګرو همکارانو د امریکې په «ریفیوجي ایډمنسټرېشن» یا د کډوالو د انتظام په پروګرام کې د درخواست ورکولو وړاندیز کړی وو او هغوی درخواست ور لېږلی وو. په پاکستان کې تر میاشتو انتظار وروسته دغو مخکینیو پایلټانو او انجینېرانو د امریکې د بیا مېشتېدنې د ملاتړ مرکز (آر ایس سي) له خوا د افغان ریفرل ریکارډ نمبرونه هم تر لاسه کړي دي، خو لا به نور انتظار هم کوي. امریکې ته تر لېږدولو مخکې به د دوی د معلوماتو ارزونه یا سکریننګ کېږي او د امیګرېشن چارواکي به له دوی څخه پوښتنې ګروېږنې هم کوي. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت پر ویبپاڼه لیکل شوي چې د امریکې د کډوالو د انتظام پروګرام له مخې د درخواست تر ورکولو وروسته له شاوخوا یو تر یونیم کال پورې وخت اخلي چې ومنل شي. په پاکستان کې د دغو مېشتو اکثر افغان پایلټانو ویزې هم ختمې شوې دي او په پاکستان کې د دوی لپاره د کار روزګار موندل هم یو ستونځمن کار دی، ځکه نو هغوی مجبور دي چې خپلې خرڅې په افغانستان کې له خپلو کورنیو ور وغواړي. په دوی کې شامل ځینې له مخکیني حکومت سره کارکوونکي وایي، دوی چې پاکستان ته تلو تر هغه مخکې یې د خپل کور ټول شیان خرڅ کړي وو، ځکه نو اوس ورسره پیسې ختمې شوې او مجبور دي چې د خپلو مېرمنو ګېڼه خرڅه کړي ګوزاره په وکړي. که څه هم امریکې ته د لېږدولو په اړه لا د دوی درخواستونه نه دي‌ منل شوي او دوی له یو ناڅرګند حالت سره مخ دي، خو بیا هم دوی تیار نه دي چې خپلې هېواد ته ستانه شي، ځکه چې وایي طالبان د دوی په لټه کې دي.ب دوی وایي طالبانو څو ځله په افغانستان کې د دوی د کورونو تلاشۍ اخیستې دي. 40 پایلټان امریکې ته د تلو په تمه: په اسلام اباد کې مېشت دغه افغانان وایي شاوخوا 40 پایلټان په پاکستان کې امریکا ته د تلو په تمه ورځې شپې تېروي. دغه کسان له خپلو هغو ملګرو هم بدزړي دي چې دوی ته یې د امریکې د کډوالو د انتظام پروګرام کې د درخواست ورکولو وړاندیز کړی وو، بل لور ته کومو امریکایي ملګرو چې دوی ته دا وړاندیز کړی وو د هغوی هم په دې برخه کې ډېر څه په وس نه دي. د امریکې د هوایي ځواک لیفټیننټ کرنل ګرېډن میلر د وي او اې ایمېل ته په جواب کې وویل، هغه د دغو افغان پایلټانو له ناارامۍ خبر دی، خو وایي ستونځه دا ده چې د امریکې پروګرام په بیدارۍ سره اړیکه نه نیسي، اکثر د هرې پوښتنې جواب پر وخت نه ورکوي او وایي داسې خودکار نظام هم نه شته چې ترې معلومه شي د دوی درخواستونه په کوم پړاو کې دي. ښاغلی میلر وایي د امریکې حکومت ته دا ممکنه نه ده چې پر درخواستونه هغومره په بیړه کار وکړي څومره چې د خلکو توقع ده، البته د شاوخوا 260 افغانانو پر درخواستونو باندې کار روان دی. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وي او اې ته په یو ایمېل کې وویل، د افغان اتحادیانو درخواستونه یې د لومړیتوب په بنیاد کتل کېږي او پر هغوی باندې په تېزۍ د کار کولو لپاره په پاکستان کې هم خپل استعداد زیاتوي. یادونه:- دا رپوټ له وي او اې اردو ژباړل شوی دی.

29.08.2023 ډیوه

سره صلیب کمیټه: دافغانستان نیم نفوس خوړو او روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نلري

افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې رئیس ایلوي فیلیون وايي، چې اوس مهال د افغانستان د نفوس نیمايي یې روغتیايي خدمتونو اوخوړو ته لاس رسی نلري.

29.08.2023 امریکا غږ

این حق من است (تکرار)

این حق من است (تکرار)

29.08.2023 ازادي راډیو

شهباز شریف د عمران خان د سزا په معطلۍ: "د نظامِ عدل دا کردار به د تاريخ په تور باب کې ليکل کيږي"

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د سزا معطل کېدو او په ضمانت د خوشي کېدو فېصلې ته په غبرګون کې مخکيني وزيراعظم او د مسلم ليګ ن مشر شهباز شریف ويلي، "د لاډله يا نیازبين [عمران خان] سزا معطل شوې ختمه شوې نه ده".

29.08.2023 ډیوه

دا زما حق دی (تکرار)

دا زما حق دی (تکرار)

29.08.2023 ازادي راډیو

اسلام اباد هايکورټ د عمران خان سزا معطل کړه، په ضمانت د خوشي کولو امر یې وکړو

اسلام اباد هايکورټ د توشه خانې په قضيه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان سزا معطل کړه او په ضمانت  د خوشي کولو حکم یې وکړو.

29.08.2023 ډیوه

طالبان: افغانستان کې داعش ځپل شوی ګاونډیان دې مطمین اوسي

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ایران د پارلمان یو پلاوي سره د سپیدار ماڼۍ کې په کتنه کې ویلي دي، چې په افغانستان کې داعش ځپل شوې ګاونډیان دې مطمین اوسي.

29.08.2023 امریکا غږ

پي ټي ایم علي وزیر ته د شوؤ ګواښونو پرضد کوټه، پېښور اؤ کراچۍ کې د احتجاجونو اعلان کړی

د پښتون ژغورنې غورځنګ د ستمبر په وړومبۍ د غدارۍ مقدمه کې بندي علي وزیر ته زندان کې د شوؤ ګواښونو پرضد پېښور،کراچۍ اؤ کوټه کې د احتجاجونو اعلان کړی دی.

29.08.2023 ډیوه

بایډن د امریکا ولس ته: د کرکۍ پر ضد ودریږئ

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د امریکا د ولس څخه وغوښتل چې د کرکۍ او سپین پوست لرلو د برترۍ غوښتنې پر ضد دې ودریږي.

29.08.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more