ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


دشمالي وزيرستان دکډوالو جرګې داحتجاجي پرلت پيل کولو ګواښ کړى

د شمال وزیرستان کډوال وایي که حکومت مرستې نه ورکوي بیا احتجاجي پرلت پیل کوي. په بنو کې نن د یکشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان د کډوالو جرګه شوې او ویلي  يې دي که په دې کډوالۍ کې تړل شوې امدادي مرستې بحال نه شي بیا احتجاجي پرلت پیل کوي. حکومت د شمالي وزیرستان بې کوره هرې کورنۍ ته د میاشتې 20 زره روپۍ امدادي مرستې ورکوي او حکومتي چارواکي وایي دا مرستې یوازې د هغو کډوالو تړل شوي چې علاقې يې پرانستل شوي او دوی بيرته نه دي تللي.  د جرګې یوه غړي ملک شرف وي او ای ډیوه ته وویل د تیرو اتوٶ کالو نه کډوال دي او پینځه میاشتې کیږي چې په دې کډوالۍ کې د دوی امدادي مرستې تړل شوې دي. هغه وویل د یخنۍ موسم راغلى دوی  ګرمې جامې، جرسۍ او بوټان نه لري او دمرستو تړل کېدو لا امله دوی د خیر په غوښتو مجبور شوي. هغه زیاته کړه دوی دې د پاره راټول شوي چې د مرستو تر لاسه کېدو د پاره پخپله  اینده تګ لاره حکومتي چارواکي خبر کړي.  د شمالي وزیرستان د انتظامیې د مشر شاهد علي ددفتر چارواکي وایي د کډوالو په ستونزه خبر دى او په دې اړه یې اعلا حکومتي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې دمرستو تړلو دې پریکړه ته دې بايد بیا کتنه وشي او چې د کومو کډوالو سیمې نه دي پرانستل شوې هغوی ته دې مرستې جاري کړل شي. د جرګې یو بل غړي داود مداخېل وویل دې مرستو د پاره دوی د صوبې مرکز پېښور ته احتجاج کړى او د احتجاج پرمهال دوی سره حکومتي چارواکو د مرستو جاري کولو ژمنې کړې وې خو دا ژمنې يې تر اوسه عملي نه کړې.  هغه وویل دوی په خپله مرضۍ علاقه نه ده پرانستې حکومت بې کوره کړي او که حکومت دې کډوالۍ کې مرستې نه شي ورکولى بیا دې دا کډوال بیرته خپلو علاقو ته واپس کړي . هغه زیاته کړه که مرستې نه ورکړل کیږي بیا احتجاجي پرلت پیل کوي.  په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال 2014م کې عملیات کړي وو چې له امله يې په لکونو خلک دخپلې سیمې په پریښولو مجبوره شوي وو له هغې راپديخوا  هرې  بې کوره کورنۍ ته د میاشتې 20 زره روپۍ دخرڅ خوراک ورکړل کیږي. خو د افتونو په وخت د انتظام د ادارې پي ډي ایم ای ویاند احسان داوړ وایي دا یوازې هغه نزدې شپږ زره کورنۍ دي چې د دوی علاقه پرانستل شوې او د واپسۍ په تیرو مرحلو کې کډوال خپلو سیمو ته واپس شوي. هغه وویل د دغه کونیو جاج اخستل کیږي او چې د کومو کډوالو علاقې نه دي پرانستل شوي هغوی ته به دا مرستې جاري کړل شي.  د احسان داوړ په وینا اتیا فیصدي نه زیاته علاقه پرانستل شوې او بې کوره شوې کورنۍ بیرته دغو علاقو ته واپس کړل شوې دي. هغه وویل دوی سره یوازې 15000 کورنۍ رجسټرډ دي او هغوی ته هره میاشت مرستې ورکړل کیږي.

23.10.2022 ډیوه

رحیمه: د طالبانو له لوري د نندارتونونو جوړول د خلکو تېر ایستل دي

ځینې ښځینه سوداګرې د تولید شویو توکو له نه صادرېدو او په کور دننه د بازار له نشتوالي شکایت کوي. رحیمه حاجي زاده په کابل کې د 'خورشید تابان' په نوم د جامو او زېوراتو شرکت لري. مېرمن حاجی زاده وایي، چې په ۱۳۸۷ کال کې یې په ۱۵۰ زره افغانیو پانګې سوداګري پیل کړه چې وروسته یی دا پانګه لس زره ډالرو ته ورسېده. خو د دې په خبره، اوس د کورني او بهرني بازار په نشتوالي، سره یې سوداګري پیکه شوې او پانګه یې هم راکمه شوې ده. هغه زیاتوي: "اوس صادرات نه شته. کوم پروګرامونه چې طالبان یې په کور دننه جوړوي او وایي، چې تاسو ته مو نندارتونونه جوړ کړي، یواځې د خلکو تېر ایستل دي. د توکو لپاره تبلیغات نه کېږي او په نندارتونونو کې په ګډون سره یې اقتصادی زیان موږ ګالو، مېزونه په کرایه نیسو، غرفې په کرایه نیسو، خو له منفي پایلې او جګرخونۍ سره کور ته ستنېږو." دا سوداګره مېرمن وایي، هغو کارګرو مېرمنو چې پخوا یې، د دی په شرکت کې کار کاوه، ټولی اوس په کور ناستې دي. ثریا دقیق بله سوداګره مېرمن ده چې په ۱۳۹۸ کال کې یې په هرات ولایت کې د 'ګوهرناز زعفرانو' شرکت جوړ کړ. اغلې دقیق د خپل شرکت د فعالیت په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د ډېری مېرمنو شرکتونه له سقوط سره مخ شوي او د بېرته پرانیستو توان یې نه لري. زه خپله یو کال کېږي چې د شرکت د جواز نوي کولو لپاره مستوفیت ته دننه نه شم تلای، اوس څلور اوونۍ کېږي چې هلته ورځم، خو خپل جواز نه شم اخیستلی." دا سوداګرې مېرمنې د طالبانو له حکومته غواړي چې د دوی ستونزو ته رسېدنه او مرسته ورسره وشي، چې په کور دننه او بهر خپلو محصولاتو ته بازار پیدا کړي. خو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ازادي راډیو ته وویل، د سوداګرو مېرمنو د سوداګرۍ د ودې لپاره هڅې شوي څو دا مېرمنې وکړی شي خپلو سوداګریو ته دوام ورکړي. جواد زیاتوي: "د افغانستان اسلامي امارت د هغو مېرمنو لپاره چې غواړي سوداګري وکړي، ځینې اسانتیاوې په پام کې نیول. د دوی د تولیداتو لپاره د بازار موندلو په برخه کې هم هڅې دوام لري څو یې تولید شوي توکي بهر ته صادر شي." دی وایي چې سوداګرو مېرمنو ته د کار جواز د وېشلو په برخه کې هم اسانتیاوې رامنځته شوي او دوی کولی شي چې د ستونزو د حل لپاره د طالبانو حکومت اړوندو مسوولو ادارو ته مراجعه وکړي. د سوداګرو مېرمنو دا ستونزې داسې مهال دي، چې له دې وړاندې هم یو شمېر سوداګرو ښځو ازادي راډیو ته ویلي وه چې د طالبانو حکومت د دوی له سوداګری ملاتړ نه کوي، نو له همدې امله یی په تېر یوه کال کې خپله پانګه له لاسه ورکړې او ډېری دوی سوداګري پرېښې او له افغانستانه بهر تللي.

23.10.2022 ازادي راډیو

ملګري ملتونه: ۹۰ سلنه افغانان کافي خواړه نلري

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام  (WFP) وايي، په افغانستان کې له هرو لسو کسانو، نهه تنه یې نشي کولای کافي خواړه لاسته راوړي.

23.10.2022 امریکا غږ

د افغانستان بانک: د افغانیو نوي چاپ شوي بانکنوټونه به ژر هیواد ته ورسیږي

په افغانستان کې د افغانیو بانکنوټونو کمېدو او کار لوېدو په اړه د اندېښنو زیاتېدو سره هم مهاله، د افغانستان بانک هیواد ته د افغانیو د نوو چاپ شوو بانکنوټونو رارسېدو خبر ورکړی دی.

23.10.2022 امریکا غږ

د کرکټ د ۲۰۲۲ نړیوال جام تر ټولو ستره سیالي ؛ هند د پاکستان په خلاف

ټاکل شوې یکشنبه اکټوبر ۲۳ د اسټرالیا د ملبورن په لوبغالي کې د ۲۰۲۲ کال د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې یوه تر ټولو په زړه پورې لوبه د دوو مهمو سیالانو هند او پاکستان د لوبډلو تر منځ وشي.

23.10.2022 امریکا غږ

متحده ایالاتو ته د مکسیکو څخه په بې ساري توګه د غیر قانوني کډوالو راتګ

په متحده ایالاتو کې چارواکي وایي تیره میاشت د مکسیکو د لارې دومره ډیر شمیر غیر قانوني کډوالو ځانونه سرحد ته را رسولي و چې ساری یې نه درلود.

23.10.2022 امریکا غږ

منظور پښتین: تر هغې به علي وزیر لپاره مبارزه کوؤ چې له زندانه مو نه وي را خلاص کړی

پېښور _ دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي ترڅو چې علي وزیر له بنده نه وي راخلاص شوی پي ټي‌ ایم به دهغه لپاره خپله مبارزه روانه ساتي . یوې شخصي رسنۍ سره خبرو کې ښاغلي پښتین دپاکستان په مرکزي ایتلافي حکومت نیوکې کړي چې دعلي وزیر سره یې ډیر بد وکړل اؤ دهغه په ناروا بند یې سترګې پټې کړې دي. پخپلو خبرو کې ښاغلي منظور پښتین ویلي کله چې موجوده حکومت په اپوزیشن کې ؤ نو دوي ته به یې دانساني حقونو لویې لویې لیکچرې ورکولې خو وایي اوس چې دوي حکومت کې راغلي دي نو علي وزیر سره کیدونکی غیر انساني سلوک نه ویني. دهغه په وینا "دوي چې په اپوزیشن کې وؤ نو هره ورځ به یې دعلي وزیر د پراډکشن ارډر تپوس کولو چې ولې نه جاري کیږي نن د دوي خپل حکومت دی، نو دعلي وزیر سره کیدونکی زیاتې په نظر نه ورځي" د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزير چې د کال 2020 نه د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی په کراچۍ کې د هغه پرضد جوړو څلورو مقدمو کې ضمانتونه منظور شوي دي. پي ټي اېم دعوه کړې چې علي وزیر اوس په غېر قانونه توګه بند دی خو د کراچۍ د جېل چارواکي وايي هغه په یوه بله مقدمه کې ګرفتار دی. د پي ټي اېم مشر منظور پښتین تیره اوونۍ پخپل یو يو ټیويټ کې دعوه کړې وه چې"په علي وزير چې په سيند صوبه کې څومره مقدمې وې په ټولو کې يې ضمانتونه شوي ضمانتي مچلکې جمع شوي او د خوشي کولو د ټولو قانوني تقاضو پوره کېدو 20 ورځې وروسته هم علي خوشی نه شو" منظور پښتین ویلي وؤ "د عدالتي ضمانتونو باوجود علي وزير دا وخت د سيند حکومت ماتحت کراچۍ جېل کې په مکمله توګه په حبس بې جا [غېر قانونه بند] کې دی" خو د کراچۍ د مرکزي جېل مشر [سپرنټنډنټ] حسن سهتو د وي او اې ډیوه خبریال فضل عزیز ته ويلي وؤ، "د عدالت ریمانډ زمونږ سره دی او که دوی (پي‌ټي ایم ) ته معلومه وي چې [علي وزير] عدالت ته نه دی پکار نو دوی بيا هلته د ضمانت دپاره ولي تلي دي" نوموړي زیاته کړې وه "عدالت مونږ ته ليکي چې هغه په دې مقدمه کې پکار دی نو مطلب دا چې هغه ګرفتار دی څو پورې چې د هغه ضمانت نه وي شوی. نو د خېبرپښتونخوا په يوه مقدمه کې د هغه ځای د جج زمونږ سره ریمانډ وارنټ دی نو هغه مونږ بيا څنګه داسې ساتلی شو او هغه بيا يو اېم اېن اې دی يو عام تن خو نه دی" علي وزير د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی او په کراچۍ کې پرې څلور مقدمې چلېدلي چې په څلورو واړو کې يې عدالتونو ضمانتونه منظور کړي دي. علي وزير ته په کراچۍ کې په وروستۍ مقدمه کې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد 12نمبر عدالت په 13 ستمبر د ضمانت منظوري ورکړې وه. د نوموړی پرضد په کراچۍ کې د مقدمو اورېدنې هم روانې دي او د کال 2020 د دسمبر په مقدمه کې چې نوموړی نيول شوی په دغه مقدمه کې د وکيلانو په خبره وروستي او ختمي دلايل په شپږم اکتوبر پوره شوي او د فېصلې اورولو دپاره پکې 22 اکتوبر نېټه ټاکل شوې وه چې په دغه نیټه هم فیصله وا نه ورؤل شوه.

23.10.2022 ډیوه

قاضي فایز عیسا: چې جج فشار ته غاړه نه شي اېښودلی، په منصب د پاتې کېدو هیڅ حق نه لري

دپاکستان د سپريم کورټ سینیر جج قاضي فاېز عيسا وایي چې کوم جج فشار ته غاړه نه شي اېښودلی هغه پخپل منصب دپاتې کیدو هیڅ حق نه لري. دخالي په ورځ دعاصمه جهانګیر په یاد راجوړ شوي کانفرنس ته خپله وینا کې قاضي فایز عیسا ویلي پاکستان نه جمهوریت ختمول دشانه د چړې منډلو برابر خبره ده ځکه چې دا هیواد په جمهوري انداز کې ترلاسه کړل شوی ؤ. دښاغلي عیسا وینا وه چې دهیواد په دستور کې دمقننې،انتظامیې اؤ عدلیې خپل،خپل کردار دی اؤ ځواکونه د انتظامیې یوه برخه ده. هغه وایي پاکستان کې په جمهوریت وړومبی برید یو بیورو کریټ غلام محمد کړی ؤ. دسبریم کورټ جج وویل په ماضي کې ذوالفقار علي بوټو ونیول شو اؤ پارلیمان ختم کړل شو،د بوټو قضیه په پوځي عدالت کې نه بلکې په عام عدالت کې پرمخ تللې وه اؤ ددې قضیې فیصله دتاریخ یوه اوږده ارزونه یا ججمنټ دی. دهغه په وینا دبوټو ټرایل تاریخ کې په وړومبي ځل هایکورټ کړی ؤ ګنې تر ننه د ټولو کیسونو ټرایل سیشن عدالتونه کوي. قاضي فایز عیسا وویل هغه مهال یې په سترګو کې اوښکې راغلې وي چې کله دسپریم کورټ یو جج وویل د ذوالفقار علي بوټو دفیصلې په معامله کې په هغه ډیر زیات فشار ؤ. نوموړی وایي هغه پخپله پینځه کاله چیف جسټس پاتې شوی اؤ په دغه موده کې ورته چا هیڅ نه دي ویلي . "که څوک په یو دفتر کې ناست وي اؤ وایي چې په هغه ډیر فشار ؤ اؤ دغه فشار ته یې غاړه نه شوه اېښودلی  نو هغه باید دغه دفتر پریږدي اؤ په فشار کې راتلونکي تن ته نه ده پکار چې د وکالت پېشه انتخاب کړي"   هغه وویل دپاکستان ایین پرله پسې پامال کړل شوی دی ،ترټولو وړاندې ضیاء الحق اؤ بیا پرویز مشرف دایېن سرغړونه کړې وه. دنوموړي وینا وه چې پاکستان جمهوریت ته اړتیا لري، عدلیې اؤ انتظامیې ته اړتیا لري اؤ دایګزیکټيو دبرخې په توګه پوځ هم دپاکستان لپاره ضروري دی.    

23.10.2022 ډیوه

عمران خان ویلي د جمعې په ورځ لانګ مارچ اعلانوي خو شهباز شریف وایي اسلام اباد ته به یې پرې نه ږدي

دپاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اعلان کړی دی چې دجمعې په ورځ به اسلام اباد ته دلانګ مارچ یا احتجاجي لاریون اعلان کوي خو په عین حال کې وزیراعظم شهباز شریف وایي په هیڅ حال کې به دده حکومت یو "منل شوي غل" ته اسلام اباد ته دننوتلو اجازه ورنه کړي. په عین حال کې د عمران خان دنااهلۍ په ضد اوړمه ورځ دتحریک انصاف ګوند لخوا دشوؤ احتجاجونو پسر دعمران خان په ګډون دهغه دګوند دسوؤنو فعالینو پرضد خیبر پښتونخوا اؤ اسلام اباد کې مقدمې درج کړل شوي دي. تیره ورځ خپل کور بني ګاله کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال عمران خان ویلي دي دهغه ګوند هیواد کې دجمهوریت دبحالۍ غوښتنه لري خو اوس دی ګڼي چې هیڅ نتیجه مخې ته نه راتلونکې ده ځکه نو دجمعې په ورځ به دلانګ مارچ اعلان کوي. هغه ویلي دا ځل به دبشپړې تیارۍ سره اوځي اؤ د ولس یو سمندر به ځان سره اسلام اباد ته بوځي . دعمران خان وینا وه" کله چې د ولس دا سمندر اسلام اباد ته ورسیږي نو هغوئ(حکومت) به پخپله پوهه شي" کله چې په دغه موقعه عمران خان نه دهغه دنیول کیدو دخطر په اړه پوښتنه وشوه نو وي ویل" که دوي ما ونیسي نو ایا لانګ مارچ به ونه شي؟ څومره سترې جلسې چې ما وکړې چیلنج ورکوم چې هیڅوک یې نه شي کولی اؤ که دوي داحتجاج مخه نیسي نو انتشار به خور اؤ ملک به بند شي" بل لوري ته دخالي په ورځ وزیراعظم شهباز شریف په عمران خان دغلا اؤ غبن تورونه تکرار کړي اؤ ویلي یې دي حکومت به یې هیڅکله یو "منل شوي غل" ته اسلام اباد ته دننوتلو اجازه ورنه کړي. مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې شهباز شریف ویلي عمران خان ته چې دوستو هیوادونو کوم سوغاتونه یا تحفې ورکړې وې هغې یې خرڅې کړي اؤ په ټوله دنیا کې یې دپاکستان نوم بدنام کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې دتوشه خانې په ریفرنس کې دجمعې په ورځ دپاکستان الیکشن کمیشن عمران خان نااهله ګرځولې اؤ دهغه دنااهلۍ پرضد اوړمه ورځ ګرد هیواد کې دتحریک انصاف ګوند پلویانو سخت احتجاجونه کړي وؤ. ددې احتجاجونو پسر تیره ورځ داسلام اباد بیلابیلو تاڼو کې دعمران خان اؤ دهغه دګوند دنورو ۷۸ؤ مشرانو ترڅنګ پېښور کې هم دتحریک انصاف ګوند د ۷۰۰ پلویانو پرضد پولیسو داړي،ګړي، سرکاري ودانیو اؤ تنصیباتو ته دنقصان رسولو مقدمې درج کړې دي. سږکال داپریل په میاشت کې دبې باورۍ دتحریک دلارې دعمران خان دحکومت ختمیدو نه وروسته پخواني وزیراعظم عمران خان هیواد کې د بې وخته ټولټاکنو پرله پسې غوښتنې کوي اؤ ددې غوښتنې پسر یې داحتجاجونو لړۍ هم پیل کړې ده خو وزیراعظم شهباز شریف پخپل پروني پریس کانفرنس کې په غوڅه توګه ویلي دي انتخاباتو ته لا ۱۱ میاشتې وخت شته اؤ دمعیشت ښه کولو نه پرته دوئ دانتخاباتو کولو هیڅ اراده نه لري.

23.10.2022 ډیوه

عمران خان د انتخاباتو څخه د منع کیدو د پریکړې په خلاف اقدام کړی

د پاکستان د مخکني صدر اعظم عمران خان مدافع وکیل او ویاند ویلي چې شنبه اکټوبر ۲۲ (تلې ۳۰) یې د انتخاباتو د کمیسون د هغې پریکړې په خلاف اقدام کړی چې له مخې یې ښاغلی خان د پنځو کالونو لپاره نشي کولی د هیڅ ډول دولتي ادارې مشري وکړي.

23.10.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

22.10.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

22.10.2022 امریکا غږ

راشد خان او ابراهیم ځدراڼ سره مرکه

د انګلستان پر وړاندې د افغانستان ننۍ لوبې وروسته د کرکټ ملي لوبډلې دوو‌ مخکښو لوبغاړو، راشد خان او ابراهیم ځدران سره د امریکاغږ د خبریال جعفر هاند بشپړ مرکه دلته اوریدلی شئ.

22.10.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

22.10.2022 امریکا غږ

فايق: افغان طالبان کال وروسته هم په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي

نيويارک: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصيراحمد فايق ويلي افغان طالبانو د کال نه زياته موده وړاندې په زوره واک ترلاسه کړ خو نن هم هغوي افغانانو ته اولسي، سياسي او ثقافتي حقونه نه ورکوي. د ملګرو ملتونو د عمومي سېکتر په ورستيو رپورټونو کې هم د دې پخلی شوی دی. د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 77مې غونډې په مهال د بشري حقونو په اړه غونډي ته د وينا په مهال نصيراحمد فايق ويلي، دا وخت د افغانستان نه داسې رپورټونه راروان دي چې هلته بې له عدالته وژنې روانې دي، خلک نيول کيږي، د امنيتي ځواکونو پخواني غړي، کارمندان، خبريالان، د بشري حقونو فعالان او نور يو شمېر خلک په لاقانونه توګه نيول کېږي. داسې رپورټونه هم دي چې طالبانو په يوه لويه شمېره کې قېديان بې له مقدمې يا عدالتي فېصلې وژلي دي. د دې ترڅنګ د بغلان، پنجشېر، تخار، سری پل او بدخشان دننه يوه خصوصي ټولنه په نښه شوې او له خپلو کورونو ويستل شوي دي. فايق تور لګولی چې دا وخت په افغانستان کې انجونې او افغان مېرمنې بنيادي حقونه او ازادي نه لري او دوي په يوه منظمه توګه د ټولنيز، سياسي او معاشي دايرې څخه ويستل کېږي. د کال نه زياته موده وشوه چې په نجونو د شپږم ټولګي نه بره زده کړې بندې دي. د حجاب، محرم په نامه د مېرمنو شخصي ازادي تروړل کېږي او د هغوي په ازاده توګه تګ راتګ باندې هم بندېزونه لګول شوي دي. فايق ويلي د اندېښنې بله خبره دا ده چې په افغانستان کې مذهبي او تعليمي مرکزونه په نښه کېږي، شيعه، هزاره، هندوان، سکهان او د صوفي ټولنې غړو باندې بريدونه کېږي. هغه وايي په دې ورستيو کې 100 زده کوونکې انجونې چې پکې زياتره د هزاره ټولنې سره تعلق درلود، په کاج تعليمي مرکز کابل کې په نښه کړی شوې. فايق په غړو هېوادونو غږ کړی چې د هزاره ټولنې د وژنې دې پلټنې وشي او يوه پلټنيز مشن يا کميټي دې جوړه کړی شي چې پکې د هزاره نسلي او نور اولس د وژنې ترڅنګ د افغانستان نه د خلکو د وتلو په اړه پلټنې وکړي. هغه ويل بايد ټول غړي هېوادونه او نړيواله ورورلي د افغانستان د اولس ملاتړي شي او بايد په افغان طالبانو فشار روان وساتل شي چې داسې هغوي په افغانستان کې د بشري حقونو او په خصوصي توګه د نجونو او مېرمنو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي. هم داسې بايد ټولې وسيلې په کار راوستل شي چې په افغانستان کې د قانون د پياوړتيا، حکمرانۍ او انصاف نظام جوړ کړی شی. که څه هم د فايق په دې تورونو او وينا د افغان طالبانو له خوا کوم غبرګون لا مخې ته نه دی راغلی خو افغان طالبانو د ملګرو ملتونو لپاره د قطر د دفتر وياند سهېل شاهين خپل استازی نومولی ؤ خو لا هم د ملګرو ملتونو له خوا د هغې منظوري نه ده ورکړل شوې او نصير احمد فايق (د ډاکټر اشرف غني له وخته راهیسې) په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په استازيتوب موجود دی. د نجونو د تعليم په اړه په دې وروستیو کې افغان طالبانو ويلي وو د شپږم ټولني نه پورته نجونو لپاره دوي جامع پاليسي جوړوي او له هغې وروستو به ښوونځي پرانيزي خو لا هم په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

22.10.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more