ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغان سندرغاړی او د پښتو ادبیاتو ښوونکی 'عبدالقیوم ناصح' ومړ

د کندهار یو پخوانی هنرمند او د پښتو ادبیاتو ښوونکی استاد عبدالقیوم ناصح د ۷۳ کالو په عمر وفات شو. استاد ناصح په موسیقۍ کې کلونه کلونه تدریس وکړ او خپله یې هم په پښتو، دري او اردو ژبو سندرې ويلي دي. صادق رښتیني د استاد عبدالقیوم ناصح ژوند ته په یوه راپور کې کتنه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

16.10.2022 ازادي راډیو

بیا ځلي ژمنه؛ طالبان: له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل کېږي

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په برخه کې طالبانو تازه ویلي دي چې یو لړ اقدامات ترلاس لاندې دي. د طالبانو د حکومت ویاند دا خبره په ترکیې کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته وروسته تر دې وکړه چې واشنګټن تازه د نجونو د ښونځیو د بندېدو او د ښځو له حقونو څخه د سرغړونو په تور متحدایالتونو ته د طالبانو د یو شمېر چارواکو پر سفر بندیز لګولی دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ترکیې په دیاربکر ښار کې د «اتحاد علما و المدارس د نهضت» په نوم د دیني عالمانو یوې غونډې ته د وینا پرمهال یو ځل بیا ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د دوی حکومت د نجونو ښوونځي له شپږم ټولګي پورته پرانېزي. ذبیح اله مجاهد دا ژمنه وروسته تر دې وکړه چې د نجونو د حقونو پر سر واشنګټن د طالبانو پر یو شمېر چارواکو د امریکا متحدایالتونو ته د سفر بندیز ولګاوه. طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دوی چارواکو ته د ویزو ورکولو د محدودولو په اړه د متحدایالتونو پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې امریکا دغه اقدام له افغانانو سره د خواخوږۍ لپاره نه، بلکې د خپلو ناوړه اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کوي. د طالبانو په اعلامیه کې چې د ترکیې تر غونډې یوه ورځ مخکې د دوی د ویاند له دفتره خپرې شوې وه د امریکا د متحد ایالتونو د بندیزونو غندنه شوې وه او په دې اعلامیه کې ویل شوي چې افغانستان یو خپلواک او خپلو دیني او کلتوري ارزښتونو ته ژمن هېواد دی او د "خپل نظام د مدیریت لپاره خپل سیاسي، کلتوري، ټولنیز، اقتصادي او تعلیمي اصول لري او هیچاته اجازه نه ورکوي چې د دوی د نظام په کومه برخه کې مداخله وکړي." د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د سې شنبې په ورځ د طالبانو هغو اوسنیو او پخوانیو چارواکو ته چې په افغانستان کې یې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول ښځې او نجونې ځپلي دي، د امریکا د ویزو په ورکولو بندیز ولګاوه. ذبیح اله مجاهد په ترکیه کې پرونۍ غونډې ته وویل چې د نصاب سمون، د ټرانسپورټي وسایلو په چمتوالي او د ښوونځیو د بیلېدو پر سیستم کار روان دی، خو ده دا ونه ویل چې دا کار به کله بشپړېږي. په افغانستان کې د لېسې د دورې زده کړې په ښوونځیو کې پخوا هم بېلې وې د هلکانو او نجونو مکتبونه جلا وو او په اکثرو پوهنتونو کې زده کړې یوځای وې. د طالبانو ویاند د علماوو غونډې ته پرون دا خبره هم وکړه چې دا مهال د افغانستان په یوسل او څلوېښت پوهنتونونو کې په لسګونو زره نجونې په زده کړو بوختي دي. طالبانو چې کله د ا ګست په پنځلسمه پروسږکال کابل ونیوه، ژمنه یې وکړه چې د نجونو ښوونځي به پرانېزي، بیا یې د نوروز تر پیل مخکې رسماً اعلان وکړ چې ټولې نجونې به ښوونځیو ته ځي، خو د وري په دویمه چې ښوونځي پرانیستل شول، د طالبانو وسله والو تر شپږم ټولګي ورپورته ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخه ونیوله.

16.10.2022 ازادي راډیو

ایران وایي روسیې ته یې په اوکراین کې د جګړې لپاره وسلې ندي ورکړي

سره لدې چې اوکراین او لویدیځ متحدین یې په مسکو تور لګوي چې په اوکراین کې په جګړې کې یې په ایران کې د جوړو شویو بې پیلوټه یا ډرون الوتکو څخه کار اخیستی خو ایران شنبه اکټوبر ۱۵ (تلې ۲۳) یو ځل بیا دا تورونه رد کړل چې ګنې روسیې ته یې په اوکراین کې د جګړې کولو لپاره وسلې ورکړي.

16.10.2022 امریکا غږ

د امریکا انتخابات ؛ اوباما د دموکراتانو د ملاتړ لپاره غونډې کوي

ټاکل شوې د امریکا پخوانی جمهور رئیس براک اوباما په دریو ایالتونو کې د کانګریس د منځنۍ دورې انتخاباتو په هلو ځلو کې د دموکرات ګوند د کاندیدانو لپاره انتخاباتي غونډې وکړي.

16.10.2022 امریکا غږ

د محمد حنيف اتمر په ګډون، د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت د موجودیت اعلان وکړ  

د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت نن شنبه د اکتوبر ۱۵ (تلې ۲۳) په یوې انلاین غونډه کې د موجودیت اعلان وکړ.

15.10.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

15.10.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

15.10.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

15.10.2022 امریکا غږ

ایران کې د مظاهرو دوام؛ مظاهره کوونکي، «ملایان باید ورک شي»

په داسې حال کې چې په ایران کې د حکومت ضد مظاهرې پنځمې اوونې ته غځیدلي، نن شنبه اکتوبر ۱۵ (تلې ۲۳) هم د ایران بیلابیلې برخې د خلکو د مظاهرو شاهدې وي.

15.10.2022 امریکا غږ

مثلث؛ اټومي ګواښ په سیمه او نړۍ کې څومره جدي دی؟

پر اوکراین د روسیې له لورې د اټومي وسلو احتمالي استعمال ته اندیښنې په داسې وخت کې په زیاتیدو دي چې د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن د اکتوبر په ۱۳ د پاکستان د اټومي وسلو خوندیتوب ته اندیښنه ښکاره کړه. په نړیواله کچه د اټومي وسلو تهدید تر څه بریده دی؟ دلته په دې اړه بحث کتلی شئ

15.10.2022 ازادي راډیو

د اشنا تلویزیون د شنبې خپرونه

د اشنا تلویزیون په خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

15.10.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

15.10.2022 امریکا غږ

پاکستان کې دقامي اسمبلۍ په خالي شوؤ اتوؤ اؤ پنجاب اسمبلۍ په دریوؤ څوکیو ضمني ټاکنې سبا کیږي

سبا داتوار په ورځ دپاکستان دقامي اسمبلۍ په اتوؤ او د صوبايي اسمبلۍ په دريوؤ خالي شوؤ څوکیو بیا دسره ووټونه په يو داسې حال کې کيږي چې پخواني وزير اعظم عمران خان هیواد کې د سمدستي ټولټاکنو په اړه د خپلې غوښتنې پسر يو ځل بيا اسلام اباد پله احتجاجي لاريون اعلان کړى دى. څيړونکي دغه انتخابات د عمران خان لپاره سياسي جواري بولي او وایي که چرې عمران خان په دې ټاکنو کې ماتې وخوري نو دهغه احتجاجي سياست ته سخت زپان رسيدلى شي. دا انتخابات دريوؤ صوبو سيند، پنجاب او خيبر پښتونخوا کې د قامي اسمبلۍ په اتوؤ او دپنجاب اسمبلۍ په دریوؤ څوکیو کيږي چې په دې حلقو کې 4.472 میليونه ووټران ثبت يا رجسټرډ دي د قامي اسمبلى اوو حلقو باندى پخوانى وزير اعظم او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان پخپله کاندید دى. دخیبر پښتونخوا په چارسده کې دعمران خان مقابله دنورو کاندیدانو ترڅنګ دعوامي نیشنل ګوند دصوبایي مشر ایمل ولي خان سره ده. څيړونکي دا انتخابات د عمران خان د سياسي مقبوليت ازميښت بولي او ددې انتخاباتو د اهميت په اړه څيړنکار امتياز عالم وايي عمران خان په دويم ځل سياسي جوارې کوي. وي او اى ډيوه سره خبرو کې امتياز عالم وويل وړاندې عمران خان دپنجاب اسمبلۍ د خپل تحرپک انصاف ګوند نه دباغي غړو په خالي شوؤ ٢٠ څوکیو کې ١٥ ګټلې وې خو که دا ځل هغه د خپلو وفادارو غړو له خوا پريښودل شوې څلور څوکۍ هم بايلي نو دا د عمران خان احتجاجي سياست او دلانګ مارچ اعلان ته سخت زيان رسولى شي. دې ضمني انتخاباتو کې د عمران خان او پي ډيم دکانديدانو ترمنځ بيا تر ټولو سختې مقابلې دخيبر پښتونخوا نه د قامي اسمبلۍ په دريوؤ حلقو دکیدو امکان دی. د مردان حلقه اين ای ٢٢ باندې د عمران خان د جميت علماء اسلام (ف )ګوند سره دتړاؤ لرونکي د پي ډي ايم دکانديد مولانا قاسم سره سخته مقابله ده. دغه راز د چارسدې د قامي اسمبلى حلقه اين ای ٢٤ باندې د عمران خان مقابله د عوامي نيشنل ګوند د پي ډې ايم دکانديد ايمل ولي سره او د پيښور په حلقه اين ای ٣١ باندې هم د عوامي نيشنل ګوند دکاندیدحاجي غلام احمد بلور سره ده اؤ څېړونکي وایي دا به سختې مقابلې وي. وتلى خبريال او څيړونکى مشتاق پوسفزی دغه ضمني انتخابات د تيرو نهو کاله راهسىې خیبر پښتونخوا صوبه کې د واکمن ګوند دمشر او پخواني وزير اعظم عمران خان او مرکز کې د واکمن سیاسي ایتلاف پي ډي اپم دواړو لپاره ډير مهم بولي. وي او اى ډيوه سره خبرو کې مشتاق پوسفزي ددى تاثر سره هم اتفاق وکړو چې د عمران خان په مخالفت کې رايوځاي شوو د يو بل سياسي حريفو ګوندونو پيپلز پارټۍ، مسلم ليګ نواز، عوامي نپشنل ګوند، جميت علماء اسلام ف ډلې او قامي وطن ګوند غړو او ووټرانو ته به هم په اخلاص سره خپلو شريکو کانديدانو ته ووټ اچول وي . مشتاق يوسفزی دا هم مني چې عمران خان ته ماتې ورکولو لپاره پي ډي ايم سره د يو ځاى پاتې کيدو نه علاوه بله لاره نشته. عمران خان دې انتخاباتو ته په داسې حال کې ولاړ دی چې سږکال د اپريل مياشت کې دبې باورۍ دتحریک دلارې دهغه دحکومت نسکوریدو وروسته دتحرېک انصاف ګوند د قامي اسمبلى ١٢٣ غړو داسمبلۍ دغړیتوب نه په ګډه استعفاګانې ورکړې وې چې دغو استعفاګانو کې د قامي اسمبلۍ اسپيکر تر اوسه لس استفعاګانې منظورې کړې دي او دې کې په اتوؤ سبا ضمني انتخابات کيږي.

15.10.2022 ډیوه

یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

15.10.2022 امریکا غږ

امريکا ويلي اوکرين ته د 725 ميلينو ډالرو نورې پوځي مرستې ورکوي

 واشنګټن- د روس د توغندو لا ميزايلو د تازه بريدونو چې پکې د اوکرين ښارونه او عام ولس په نخښه شوی وروستو د امريکا حکومت تېره ورځ اوکرين ته د 725 ميلينو ډالرو نورې پوځي مرستې اعلان کړي.  امريکايي چارواکو ميډيا ته ويلي په اعلان شوي پوځي مرستو کې د اوکرين د هوايي دفاع د پاره کومه ځانګړې برخه نه ده ورکړل شوې بلکې هغه وسلې ورته لېږل کېږي چې اوکرين پرې د وړاندې نه په برياليتوب سره د روس مقابله کوي.  د امريکا وزير خارجه اينټوني بلېنکن د جمعې په ورځ په يو بيان کې ويلي: “دا کوم صلاحيت چې مونږ ورکوو په دې ښه غور فکر شوی چې دا به په جګړه کې اوکرين ته ګټه ورورسوي”.   د برتانيا د دفاع وزارت د خالي/شنبې په ورځ ويلي تېره مياشت روس اعلان کړی و او دغلته يې د لازمي پوځي ذمه وارۍ په ترڅ کې نور ځواکونه لېږلي خو داسې ښکاري چې په ښه وسلو سمبال نه دي.  د ادارې په ټوېټر پاڼه د استخباراتي رپورټ په حواله ليکل شوي: “ډېری پوځيان چې د ضرورت په وخت کې جنګ ته رابلل کيږي د ځان ساتنې سامان پخپله اخلي او په خاصه توګه نوې 6B45 زغرې چې د ريټنېک ځانګړي وسله وال پروګرام برخه ده او جنګي قطعو ته ورکول کيږي”.  په رپورټ کې ويل شوي دغه زغرې په روسي وېب سايټونو په څلوېښت زره روبلو خرڅيږي چې د 640 امريکايي ډالرو برابر دي خو دا د اپريل په مياشت کې په دولس زره روبله خرڅېدې چې يو سل نوي امريکايي ډالر ترې جوړېدل.  روس د جمعې په ورځ هم د اوکرين په ښارونو د توغندو بريدونه کړي او په دويم غټ ښار خارکيف يې څلور ميزايل ويشتلي چې په ځواب کې يې اوکريني ځواکونو د روس دننه په توپخانه انداختونه کړي او د وسلې يو ګودام يې په نخښه کړی.  په نخښه شوې سيمې بېلګوروډ ګورنر د سوشل ميډيا په ټيلي ګرام بڼه د بريد پخلی کړی او خبرونه وايي يو شمېر چاودنې اورېدل شوي خو د اوکرين چارواکو د بريد ذمه واري نه اخستلې.  د روس ولسمشر پوټين د جمعې په ورځ ويلي په غټه کچه حملو ته هيڅ حاجت نه لري ځکه روس نه غواړي اوکرين ويجاړ کړي خو د دې سره سم پوټين اوکرين ته د دوه سوه دوه ويشت زره رېزروېسټ لا اضافي ځواکونو د لېږلو دفاع هم کړې چې د جنګ سنګرونو ته لېږل شوي.  د روس ولسمشر پوټين د قازکستان په استانه ښار کې پرېس کانفرنس ته ويلي چې اضافي ځواکونه به په دوو اونيو کې چمتو وي. د روس د دفاع وزارت درې سوه زره اضافي ځواک لېږل هدف ايښودی چې په روس کې پرې غبرګون رامنځ ته کړی او په زرګونو خلک يې هېواد پرېښودلو ته اړباسلي دي.  پوټين ويلي 33,000 نوي اخستل شوي پوځيان د ځواک برخه جوړه شوې چې شپاړس زره پکې جنګ ته تللي. د روسي مطبوعاتو د رپورټونو تر مخه په نوي ګومارل شوي ځواکونو کې کم نه کم اوه تنه تر اوسه په جنګ کې مړه شوي دي.  د اوکرين ولسمشر ولاډيمير زېلېنکي تېره ورځ پخپله وينا کې ويلي: “اوکرين په مخ تګ کوي او روس د وړاندې نه د زړه ماتي او نااوميدۍ سره مخ دی”.

15.10.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more